Smeuddin Afghani

هریو ښاد او د نا ښاد مینځ کې توپیرشته
د اصیل او د کمزاد مینځ کې توپیر شته

څوک دانا دي په هر څه باندې پوهیږي
د امي او باسواد مینځ کې توپیر شته

څوک هوس لري اولاد د خدایه غواړي
د بنیاد او بې بنیاد مینځ کې توپیر شته

څوک مالک دی د ملکونو ، کروړونو
د غریب ، صیب د جایداد مینځ کې توپیر شته

څوک ارمان لري په زړه کې مراد غواړي
د مراد او نامراد مینځ کې توپیر شته

څوک راجا دی او د لوی زړګي خاوند دی
د نیکمرغه او برباد مینځ کې توپیر شته

څوک مصلح څوک منتقد دی په کارو کې
د عاجز او د نقاد مینځ کې توپیر شته

دلارې مل

د دوه مخو د چلول لاره یوه ده
د وران کار او بد عمل لاره یوه ده

بې انصاف د بې انصاف سره جوړیږي
هریو غل او د غله مل لاره یوه ده

دوکه باز د دوکه باز سره همراز دی
د کم ذات او د بدل لاره یوه ده

په فریب د بل هستي چې په دوکو خوری
د غاصب او مبتضل لاره یوه ده

چې بې ځای لري غرور او مضریت کړي
د ابلیس او د دغل لاره یوه ده

———————————
سمیع الدین افغاني
۲۰۱۵- ۱ – ۲۳
م۰ کال

Door Guest