same

موږ د جنګ د څــو لسیزو قـــرباني یو
یو دسولې هیله مند لــه کـــردګـــاره

په خلوص د نیت کعبې ته په سجدو یو
پناه غـــواړو د مــولا د لـــوی درباره

ولسونه مـــو د غـــم په ټغر ناست دي
کور او کلي موشول وران له دې ناتاره

لا تر څو به موږ پــه وینو کـــې لمبیږو
مددګــار مو شې خـــالقه لا یـــزالـــه

ته کریم یې ته رحیم ته پاک سبحان یې
شو که خلاص نور د بې رحمو له ازاره

په وطن کې که مو سوله ورور ګلوي شي
موږ په سوله کې ژوند غواړو له غفاره

چې دجنګ لمن شي ټـــوله امـن راشي
دا حاجت مـو کـړې پــوره پـــروردګاره
———————————
سمیع الدین افغاني
۲۰۱۵- ۱ – ۳۰
م ۰ کال

Door Guest