محمدعیان«عیان»

دلیکلونیټه یې:۱۳۴۲

ددوبي مازیګروخولمرلاتراوسه په غرونوولاړو.په دې وخت کې جمال خان دلاس نه ونیولم اوراته وې ویل چې راځه د بازارخواته چکرووهو!که څه هم زماپه یوبل ځای کې کارو، خودده دزړه نه تیر نه شوم. دڅادرپلومې په ځان پسې راټول کړاولاس ترلاس ورسره په مرکه مرکه راروان شوم.په لاره کې یې راته دپروني مړي کیسه هم وکړه اودابې ځایه رواجي مصرفونه یې زمونږدخلکودبدبختۍ اوهلاکت موجب وګڼل.

کله چې بازارته ورسیدونوسمدلاسه موپه یوه ډله خلکو سترګې ولګیدې چې ټولودخندا دلاسه دڅادرونوشوړې په خولوکې نیولې وې.څومره چې ورنیژدې کیدوهغومره خندااو شورماشورزیاتیدو.خلکوګرچاپیرکړۍ جوړه کړې وه اوداسې معلومیده چې په منځ کې یې هم څه شته.

ماچې یوڅوتنه یوپلوبل پلو لرې کړل اودپیښې دلیدودپاره مې لاره پیداکړه نوومې لیدل چې «تورجان»دخلکوپه مینځ کې ولاړدی چې رنګ یې الوتې اوزیړزبیښلی غوندې ښکاري،خویره لږشان مسکی مسکی کیږي هم.دمرجان اکا نه مې پوښتنه وکړه چې داولې په دې غریب خلک راټول شوي اوورپورې خاندي،څه چل دی،څه ګناه یې کړې ده؟ په داسې حال کې چې مرجان اکامخکې اوزه ورپسې دخلکود ټیلې نه راووتلواویوې ګوښې ته کیناستونوهغه راته وویل: تورجان دپلارډیرنازولی زوي دی.هرڅه چې کوي اوهرڅه چې یې زړه غواړي،څوک ورته«مه اومکه» نه وایي. پلار ور باندې هغه دچاخبره دلاس سوری هم نه تیروي.هیڅکله ورته نه په غوسه کیږي.هرډول جامې اولباس چې یې خوښیږي پلاریې ورله اخلي. لنډه داچې څه یې خوښه وې هغه کوي. بس پلارخپلې خوښې ته پریښی دی.تل دنورو هلکانوسره په نه خبره اوبرناحقه جنګونه کوي. که کومه ورځ نیمه ورسره بل ماشوم شورموروکړي نوپلاریې هغه ماشوم رټي دګي اود مشرانوسره یې ورله زړه بداوی پیدا کیږي.هغوی ته په تروه ټنده ګواښونه کوي چې کله کله دادتریوتندي ګواښونه ان په یوه لوی خپکان بدلیږي. پلاریې وایي چې زما په دنیادخدای کې همدا یوزوی دی. توبه توبه چې څوک پې دګل ګوزاروکړي نودا ودانه دنیا خوبه پې ورانه کم .

بس دتورجان نازولتوب دې اندازې ته رسیدلی چې دکوڅې اوکلي لوي واړه ترې په عذاب دي.څه موده کیږي چې تور جان په ټیکانو(مردکیو)عادت شوی اویوساعت هم په کرارنه کیني.سهار چې له کوره ووځي نوایله ماښام خړه بیرته راځي.غیران ټنګه یې لانه وي پیداکړې چې دواره سره یې ځان دټیکانوځای ته رسولی وي. که کله یې پلاریوځای ور سره ښوونځي ته لاړشي اوپه خپل لاس یې هلته وروسپاري ،بیاهم دپلاردسترګودپناه کیدوسره سم دښوونځي څخه بهررا وځي اودخپلوټیکانوملګروځای ته ځان رسوي. لږوخت په ښوونځي کې وي اوډیرپه ټیکانوپسې ګرځي. دکاله دروازې ته یې هره ورځ چپړاسي ولاړوي اودتورجان دناسو بتیارقعه یې راوړې وي. پلاریې بیا په دې خبرو پسې سرنه ګرځوي. ډیرې پیسې خدای ورکړي دي.دوکاندارسړی دی،دښې ډیرې اولویې پانګې خاونددی اولادپیسوویالې پې راروانې دي.تاته خومعلومه ده چې:«دغله اودوکانداردومره فرق دی چې غل دبډایانومال خوري(غلاکوي یې)اودوکانداردفقیرانو،عاجزانو.

غل دشتمنوپه مال کله کله موفق کیږي،مګر دوکاندارد عاجزانوپه وینوشپه اوورځ لګیاوي څربیږي».

داڅوورځې کیږي چې دتورجان یوه درجه جګه شوې ده. جګیدل یې دادي چې اوس اوس یې په سپښتو(بوجلو)لاس پورې کړی دی. ښکاره خبره ده چې دسپښتوپه جوارۍ (قیمار)کې ګټه اوتاوان ډیرډیراوزرزرپیښیږي.په ټیکانوکې د سپښتوپه پرتله تاوان کم وي. پلارچې یې هرڅومره پیسې ور کړي بس هغه یې دسترګوپه رپ کې دجوارۍ په میدان کې وبایلي.دپلاردجیب اودوکان نه پیسې اونورشیان هم کله کله پټوي اوپه جوارۍ کې یې بایلي. دده دااوسنۍ کیسه داسې وه چې: پلاریې دوکان خلاص پریښی واودوکان ته نیژدې یې دکوم سړي سره خبرې کولې. دوکان ته یې پام نه وچې تور جان ورننوتلی دی،خومامایې له ورایه لیدلی اودتمبېشا اته

ورته پټ ولاړدی.

په دې وخت کې یې دپلارخبرې هم خلاصې شوې وې. د تورجان مامایې ولیداوورغږیې کړچې څه چل دی؟غږلږپه لوړاوازوچې دتورجان غوږته ورسیدو.هغه هم رامنډه کړه اوپه یوترپ له دوکان نه را ووت. مامایې چې دتمبې شاته ورته ولاړوکلک ونیو. پلاراومامادواړویې ورله دجیبونواو بډوپه لټولوپیل وکړ.په دې وخت کې دشاوخواخلک هم راټول شول. پلاراومامایې چې هرڅومره ولټاوه څه یې ورسره پیدا نه کړل.تورجان په چینګه وینګه خوله وویل: ښه مې ولټوئ، څومره چې کولای شئ ومې لټوئ!ماخوددوکان نه یوشی را اخیستلی اوراسره دی.که پیدا موکړنورانه وایې خلئ اوکه نه نوزما به وي. تورجان یې ښه لټ په لټ کړ اوکمیس یې ترې هم وویستو، خوهیڅ یې ورسره پیدانه کړل. دټولوخلکویقین راغې چې څه ورسره نه شته نوپلاریې اجازه ورکړه چې که اوس درسره هرشی پیداشي هغه به ستاوي؛ بلکې انعام به هم وګټې. ده بیابیایادونه وکړه اووې ویل ګورئ وبه مې وهئ، لیکین مامایې ورته ډاډ ورکړاو‌ذمه واري یې ورته ووهله چې زه به دې خلاصوم. زه پوه شه اوپلاردې. پروامه کوه.

تورجان چې ښه ډاډه شو نودبازاردبرمنډیي نه راووتواو یوې ځانله ګوښې ته کیناستو. چې خپله چپه پښه یې راجګه کړه اوخلکودتورجان د پښې «تلې» ته وکتل نودپنځه سوه افغانیولوټ یې ولید. هغه دغه لوټ دپښې په تلې پورې په پوره مهارت سریښ کړی اونښلولای ؤ.ټول خلک هک پک شول اوهغه دچاخبره ګوته یې ورته په خوله کې ونیوله. نو پیښه داده چې اوس ترې خلک ګرچاپیر ولاړدي.

څومره چې دتورجان عمرمخ په زیاتیدووهغومره دده بد عملي هم زیاتیده. دیوې ورځې نه بلې ته دناوړه فعلونوسره اشناکیدو. پس له ډیره وخته اودپلارپه ډیروکوششونودلومړني ښوونځي دشپږم ټولګي نه فارغ التحصیل اوایله ګشتۍ ته وزګارشو.

څرنګه چې دتورجان پلارداوسني عصرنوې انګازې په غوږوهلی اودتعلیم اوتربیې په قدرڅه ناڅه پوه شوی ونو تورجان یې پرې نښودچې خوشې وګرځي.هغه ووچې په ټاکلي وخت یې لیسې ته ورداخل کړ.

که څه هم دتورجان ملګري اوټولګي وال چې دهغه سره یو ځای دشپږم ټولګي څخه فارغ شوي ووبې تعلیمه پاتې شول اودشپږوکالوخوارۍ یې سرونه نیو.ښایسته ښه وخت دموراو پلاردخذمت نه وتلي وواولاډیر تاوانونه یې هم ورباندې و کړل.دسرښوونکي، ښوونکواونورومنتونه یې تیرکړل، خو افسوس چې ثمرې ته ونه رسیدل. هغوی اوس ایله په ایله خپلې غواې ـ میږې ساتي اویاپه نوروجسمي اوددهقانۍ په کارونو بوخت دي.

لیسه دتورجان دوی دکورنه لږه لرې شان وه نوپلاریې ورته ټپټپی(موټرسایکل)واخیست چې زوي یې بې تکلیفه ښوونځي ته لاړاوراشي.دتورجان دپاره ټپټپي ښه موقع مساعده کړه.لومړی به یې یواځې دخپل کلي دجوارګروسره جواري کوله ،خواوس به یې نو چې چیرته دغټ قیماربازنوم واوریدوبس ځان به یې په هوا وررسولی ؤ.

وروورودبیطرنواو«دانې»(دجوارۍ یوه آله ده)سره اشنا او دغټو غټوجوارګروپه ډله کې حساب شو.عمریې لا دومره پوخ نه و خو دپخوقیماربازانوپه شان پاخه پاخه«دوونه»به یې وهل. د جوارۍ دشروع نه بیاترننه پورې تورجان یواځې یوه ورځ ټول ټال دیرش زره افغانۍ په میله کې ګټلې وې، لیکین نور ټول عمرپه تاوان کې واو«دو» یې تخته ؤ.

ترنهم ټولګي پورې به لاکله کله ښوونځي ته ورښکاره کیدواوتش په نامه تحصیلات یې تردې ځایه را ورسول. که څه هم دکامیابۍ لایق نه و،خودپلارپه ډیرتاوان اوکوشش دې درجې ته ورسیدواو چې کله یې لسم ټولګی پیلیدونوپه دې وخت کې ښه پوخ ځلمی شوی واودپلارخبروپې چندانې تاثیر هم نه کاوه. دزدکړې نه یې لاسونه پریمنځل اوخپلومزو چړچوته جوړشو.

دتورجان رنګ تورغوندې و،خولوړه تنه اوتندرست وجود یې ډیر ښه ښکاره کیدو. ښه کړه وړه(ښه کړه وړه زمونږپه سیمه کې دې ته وایي چې دچاسترګې،پوزه،خوله،زنه او غوږونه ښایسته وي.یعنې چې زړه راښکونکې څیره ولري) یې درلودل.سره وریښمینه لونګۍ به یې په سروه اودسپین کتان جامې به یې په غاړه وې چې دکمیس غاړه به یې لا خامک شوې هم وه. شنه چپنه به یې په ولیوپرته وه اواکثره وخت به یې دسپینو نیلوني څپلیوسره رنګه شیکې جورابې په پښوکولې. ډیرو خت به یې سوروریښمین دوسمال پوزې ته نیولی واواوس اوس تورنازولي دبدماش په اکټونوفخرکاوه.د کمیسه لاندې به یې په تخرګ کې تمانچه اچولې وه اودجوار ګروسره به په یوه کوڅه ننوتواوپه بله به را وتو.ډیرو مخ مخیانو(غوړه مالانوـ چپړوسانو)به ویل چې: یره تورجان ښه ځوان توبیته سړی دی.چې مخامخ شي نوبیا په پیسوبندوواز نه دی. که دچاشل په کاروي اویادچالس، دریغ نه کوي. هغوی به ویل:یره دځوانۍ سره همداسې خوندکوي.داسې نه لکه دریدي زوي چې دیوې ټنګې سره یې ساه خیژي. شپه او ورځ هغه وي او مکتب اوسبقونه وي.مونږخویوه ورځ هم د هغه ځواني ونه لیده.یوه نیم به لا داهم ورپسې ور زیاته کړه: یره، خودتور جان غټ زړه دی. مګرداسې هیچاهم ونه ویل چې:«پلارګټلې زوي ته اسانه ده».دهغه پې نه لاس خوږ شوی واونه یې کومه بله ستړیال یدلې وه. له هغه وخته چې تورخپل تحصیل پریښودونودپلارمینه هم ورسره ورځ په ورځ کمیده.اعتباریې پې ورک شواودیوې ورځې نه بلې ته یې دتوردلاسه دځان اوټول کهول(کورنۍ)خطره لیدله.ترټولو هغه ډیره غمجنه ورځ وه چې توردهواخورۍ اوچکر دپاره د خپلې کلا شاته وتلی و. ددوی دکلاختیځې خواته عمومي لاره وه او نوروخواوته یې دکرنې وړپټي پراته وو.په دې وخت کې ناڅاپه دتورسترګې په سپین ګل ولګیدې.ګوري چې سپین ګل په لاره کې ورووروپه داسې مزل راروان دی لکه دښه لرې ځای نه چې ستړی وړی راغلی وي. دخړې بیستۍ (خامتا) بوجۍ یې دطالبانوپه شان څنګ ته اچولې اویوه څپلۍ یې چې پښه یې ورله تڼ اکې کړې ده، په لاس کې راخستې وه.

له ستړي مشي اوګړې بړې نه وروسته تورجان ورنه پوښتنه وکړه چې چیرې تللی وې؟

سپین ګل خپلې دتندي خولې پاکې کړې اوپه لږژړغوني شانته اوازیې ورته وویل:دغریبۍ رنګ دې ورک شي هیڅ کله هم دمه کینه ناستو. څه موده کیږي چې لرې خواته د مزدورۍ دپاره تللی وم،خوکورته مې ډیره سوداوه اوپه مسافرۍ پوه نه شوم .ډیر وران وران خوبونه مې لیدل خدای دې خیرکړي چې مور به مې ژوندۍ وي اوکه مړه.تورورته په خنداخندا اوملنډوکې وویل: دکونډې زویه موردې ژوندۍ اوښه تکړه ده. زه پرون ستاسوکلي ته تللی وم، ومې لیده روغه جوړه وه.تاته ګناه هم نه شته چې سودادې وي. ځکه چې یوته یې اویوه دې مورده. لیکین اوس داوایه چې له مزدورۍ نه دې پیسې ډېرې راوړي که مزه دې نه شته؟

سپین ګل: بس یاره داموډیرې دي دژمي ګوزاره به موپرې وشي.

تور: اخیر،څومره به وي؟

سپين: بس دوه درې زره به وي.

تور: اوداراته ووایه چې لوبه کوې که پریښې دې ده؟

سپین: لوبه،کومه لوبه؟ اوه، ښه ښه. تاخولکه چې ښه زورور کړی دی.

تورپه ډډاوازوویل چې: یره په دنیا کې دځوانۍ دادوه درې ورځې ژونددې چې داهم په مزوچړچوتیرنه کړونونوربه څه کوو؟

سپين ګل خو په ډیرتکلیف اوډیروخولوتویولوسره داور سره پیسې ګټلې وې . په وطن کې یې لا یوه زړه مور پریښې وه چې دهغې سترګې هم دسپین ګل دمزدورۍ دپیسو په لورکږې وې اوپه دې تمه تمه یې شپې سباکولې.که څه هم د سپین ګل دخپلې زړې مورسختې سوختې په زړه نیغې ولاړې وې،خوجواري داسې بدعمل اورنځ دی چې یووار ورسره څوک عادت شي نوبیایې ترې زړه نه صبریږي.

هغه بوجۍ له اوږوراښکته کړه. دمني موسم و،اوجوارڅڼې بمبل وو.دواړه همدې دجواروپټي ته ننوتل اوپه قیماریې شروع وکړه.دسپین ګل ټولې پیسې تورجان په نیم ساعت کې یوړې(وګټلې).یواځې یوه داصیلې تیلې خولۍ چې سپین ګل د تروردزوي دپاره سوغات راوړې وه،دسلوروپوپه« دو» کې بیرته راوګرځوله،یعنې خولۍ هم ورته پاتې شوه اوسل روپۍ یې لانورې له تورنه وګټلې. توریې بیرته مات کړ. ان تر تمانچې پورې نغداوجنس ټول شیان یې ترې وګتل.توردکاله نه په منډه ګاڼې(زیورات)اوځینې نورښه ښه قیمتي شیان، اسبابونه اویوڅه نغدې پیسې راوړې.اماداټول دسپین ګل په نصیب شول.

تورنواوس حیران شوچې څه وکړي.بله هره لاره چاره ترې ورکه شوه. په کورکې یې درک خرک ورک شواو ځان یې هم اوف تباه کړ.

سپین ګل خپله غوټه سموله اوګټلي کالي مالي یې په کې په ځای کول.په دې وخت کې توردواسکټ کیڼ جب ته لاس ور تیرکړچې په یوه سترګه یې سپین ګل ته هم کتل. ناڅاپه یې دلیندۍ چاقوچې سپین دهډوکي لاستی یې درلود،دهغه په ښې اړخ ورننویستو. دلومړي ګوزارسره سپین ګل بې ایماني ونه کړه اودتورمرۍ ته یې څادرورواچاوه،خوتورددویم ګوزارد پاره چمتوشوی و. دبل ګوزارپه ورکولوسره سپین ګل په ځمکه وغورځیدو،لیکین بیاهم لوڅې پوڅې یې لاکولې،خوپه دریم واریې دهغه توتکه غوڅه کړه اودوینورودترې روان شو. دسپین ګل په وینوتږي جواراوبه شول اودخپلې بوډۍ مورلیده یې په زړه ارمان پاتې شو.څه و خت وروسته دخواو شا خلک خبرشول اودواقعې ځای ته راورسیدل،خودتورپلار په دې ورځ په کورکې نه و. دتورپښې لنډې ګنډې شوې او هیڅ حرکت یې نه شوکولای،ترهغې چې دحکومتي کسانوپه لاس ورغی اومسوولوڅانګوته وسپارل شو.

دسپین ګل موردده دمرګ سره سمه لیونۍ شوه. دهغه په وینوککړې اوپه مسافرۍ کې خیرنې شوې جامې یې په پلوکې وتړلې اوپه غرونو رغونو، ځنګلونواوبیدیاوکې به سرګردانه ګرځیده. دخپلې کوډۍ ژوند پې حرام اودونوپاڼې یې خوراک شوې.

<< پای >>

 

Door Guest