یو په نیمه پوه شي نو بیا غلی شي
بل ته په ویلو سری ستړی شي

څوک ټکرې خوري تل د سختو سره
څوک لوی په نازوشي نازولی شي

څرنګه مقام ګټي حیرا ن یمه
بیا په کوم اوصافو یې ګټلی شي

نن سبا هر څه بدل بدل ښکاري
ؤه چې پرون غل نن بیا ښاغلی شي

تل چې شرانداز وي شرکارونه کړي
داسې مداري نن میدان وړلی شي

د ا سې بندیزونه خواره شویدي
اه ! کله له خولې ځینې وتلې شي

څه وخت به شو خلاص له ظالمانو نه
څه وخت به ددوي سپرلی هم منی شي

نه به وي تیری ، ظلم او ستم هلته
چیرته حقیقي قانون که پلی شي

پوه شه چې له اصلې لارې ووتو
چاته چې منکر عمل ډیر ښکلی شي

چا که حقیقي لاره يې خپله کړه
دا نقیب د هغو تل ملګری شي
——————————-
عبدالمجید  نقیبي
برول – کلن – جرمني

Door Guest