manali

:لیکوال نجیب منلی

له ښاغلي ګلاب منګل سره مې دوه درې ځله هغه وخت کتلي وو چې دی د لغمان والي و او د اطلاعاتو او فرهنګ له وزیر سره د ملاقات له پاره د هغه وزارت مقر ته راغلی و. ما دی د هېواد د سیاست په چوکاټ کې د رسنیو له لارې پېژانده او دی هم د رسنیو له لارې زما له نامه سره اشنا و. کله چې ښاغلی ګلاب منګل د هلمند والي شو یوه ورځ یې را ته تلیفون وکړ او په هلمند کې په جوړېدونکې مشاعرې کې یې د ګډون بلنه راکړه.

هغه مهال په کابل کې د جنوبي افغانستان هسې یادولو هم د وزارتخانو په دهلېزونو کې یو ډول نا ارامي پیداکوله چې ما ته یې ډېر خوند نه راکاوه. همکارانو، له کشره تر مشره هلمند ته زما تګ په ښه فال نه نیوه. په هر صورت، د ښاغلي کریم خرم دې کور ودان وي، په نه زړه یې (چې دا یې هم پر ما یوه لورېينه وه) اجازه راکړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت په استازۍ هلمند ته ولاړ شم.

پر ټاکلې نېټه د یو شمېر نورو فرهنګیانو په ملتیا د کابل هوایي ډګر ته ولاړو خو په وروستۍ شېبه کې دا اندېښنه پیدا شوه چې ګواکې په الوتکه کې به ځای و نه مومو. بیا هم د هلمند و لایت له مقام سره اړيکه ټینګه شوه او د هلمند پر لور والوتو.

له ښاغلي ګلاب منګل سره زما لومړۍ تفصیلي لیدنه دومره له صمیمته ډکه وه چې هېڅ مې دا زړه ته نه لوېده چې موږ هم ګوندې کوم وخت سره نه پېژندل. والي صاحب راته د ولایت او نورو دولتي ادارو د امنیت په هکله خبرې وکړې. هغه څه چې ما په کابل کې په وزارتونو کې لیدلي وو دلته په هلمند کې هم د حکومت په کړیو کې هماغه شان وو : د خلکو خدمتګارانو د شګو په بوجیو او د وسله والو پیرو په برکت ځان ته یوه بله، له خلکو بېله، دنیاګۍ جوړه کړې وه. ته وا چې د حکومت نوم درپورې شو نو وینه دې تر عادي وګړو لاډېر سوروالی لري چې باید په هر قیمت چې وي وساتل شي. ګلاب منګل خپلې وینې ته د عادي هلمندیانو تر وینې په لوړ قیمت نه و قایل او غوښتل یې چې له خلکو سره دغه په لوی لاس ایستل شوی ګړنګ له منځه یوسي. هلمند ته له راتلو سره سم یې د دولتي ادارو امنیتي تدابیر دومره نرم کړي وو چې په ګرانه محسوسېدل. له والي صاحب سره یو ځای د لښکرګاه په ښار کې وګرزېدو، له ښاریانو او هټۍوالو سره مو وکتل، د هغوی ګیلې، ګوتنیونې او غوښتنې د زړه له تله راتلې او موږ هم د زړه په غوږو اورېدې. د سولې د لمانځلو له پاره د لښکرګاه د ښار په یوه څلورلارې کې یوه هنري هستونه، د مڅکې کره د سپینو کوترو په مینځ کې او د اوبو له یوې ښکلې فوارې لاندې، نوې تکمیل شوې وه، هغه مو پرانیسته، د مرمرو د دتراشلو کارخانه او د پومبه دانې د غوړیو فابریکه مو سره و لیدلې. د هلمند د فرهنګیانو مینه او مهرباني هم داسې یو خاطره ده چې د ژوند تر پایه به راسره وي. مشاعره په یوه ښکلي بڼ کې په ازاده فضا کې جوړه شوې وه.

په سبا یې بیا الوتکه را نه غله، یو شمېر راغلي فرهنګیان د ځمکې له لارې د کندهار په لور ولاړل او موږ څو تنو ته دا زمینه برابره شوه چې د بست تاریخي کلا ته ولاړ شو او ښه په تفصیل یې وګورو.

داسې نه وو چې ګوندې د ګلاب منګل په راتلو نا امنۍ له هلمنده کډه کړې وه. دا هم نه وه چې ګوندې موږ او د سیمې وګړیو په زړه کې هېڅ ترهه نه درلوده خو د خطر د واقعیت په منلو سره مو دا هم ګڼلې وه چې له ژونده باید ځان ته زندان جوړ نه کړو.

کله چې کابل ته راورسېدو له مطبوعاتو مو واورېدل چې د هلمند د والي پر هلېکوپتره، یوې نا امنه ولسوالۍ ته د تګ پر مهال، ډزې شوې وې.

په افغانستان کې د کلونو، د لسیزو او پېړیو په اوږدو کې ډېرو عادي وګړو دومره له شهامته ډکې کارنامې درلودلې دي چې زه په ګرانه دې ته غاړه ږدم چې چا ته زړور ووایم. د قهرمانۍ لقب، سره له دې چې سیاسي تجارتونو ترې د ښیښه یي مریو غاړه کۍ جوړه کړې او د کس او ناکس غاړې ته وراچول کېږي، یوازې له ولسونو سره ښایي. له ما دا تمه مه لرﺉ چې زه دې د ګلاب منګل فضیلت په یوه یا بل ډول وستایم خو دومره خبره په هسکه غاړه کوم چې زما یار دی او په دې چې خپل سر د نورو د ژوند په بیه ژغورل نه غواړي، د انسانانو په ټولي کې یې د یو عادي خو محترم انسان په نامه یادوم.

Door Guest