افغانستان اسلامي جمهوري دولت
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره
د پکتیکا ولایت مقام
خبرپاڼه
۱۳۹۴-۲-۱۸

تیره ورځ د ګومل ولسوالۍ په زمین طوی سیمه کې وسلوالو مخالفینو د سرحدي پولیسو په ګزمه برید کړي،چې په پایله کې ۱۳ تنه وسلوال مخالفین وژل شوې او ۱۸ تنه ټپیان شوي دي،په یاده پیښه کې یو سرحدي پولیس په شهادت رسیدلی او یو بل ټپی شوی ده. تیره ورځ د اومني ولسوالۍ په شرف الدین کلي کې وسلوالو مخالفینو په سیمه ایزو پولیسو برید کړی چې په پایله کې ۸ تنه وسلوال مخالفین وژل شوې او ۶ تنه نور یې ټپیان شوي دي ،ځیني وسلي او مهیمات هم د سیمه ییزو پولیسو لاس ته ورغلي دی،په یاده پیښه کې یو سیمه ییز پولیس شهید شوی ده.
درنښت
د پکتیکا ولایت مطبوعاتي دفتر

Door Guest