دواده په هیله:لنډه کیسه

IMG_5537

لیکوال: محمدعیان«عیان» ا

دلیکلونیټه یې: ۱۳۴۵

دهغه په ږیره کې سپین ډکي لګیدلي وو،خودورکوټیوالي عادت یې لااوس هم درلود.خپله پوزه یې دکیڼ لاس دکرتۍ په لستوڼي پاکه کړه اووې ویلې: خدای خومهربانه دی یو وخت به زمادکوژدن خواږه هم وڅکې.ته ولې وایې چې زوړشوی یې.زمازړه ځوان دی ،خدای مې دې نه زړوي.

یره یاره زمانه مشران مشران لاتراوسه پورې دښځو خاوندان شوي نه دي اوپه دې تمه تمه ناست دي چې خدای به یې یووخت کورودان کړي. یوه میاشت پخوادې ونه لیدل چې دمیران کاکاپه سپین سراوسپینه ږیره یوه دسپین کټوري په شان پیغله په نصیب شوه او

نورڅه یې هم ویل مګر ما په خبروکې ورودنګل اوله یوې چاشني خندانه وروسته مې ورته وویل: یره یاره لونګ جانه که زمامنې نودمیران اکا په شان خوچې تاته څوک خوریالور درکوي چې وه یې نه کړې!داسمه ده چې اوس دهغه کور ودان اودمیرمنې خاوندشو،خوپه دې ژوند نوڅه؟ ترمرګه پورې به دپردي سړي په مخ کې دغلام په شان منډې رامنډې وهي اوهرډول خذمتونه به یې کوي.ددې نه هم زه منکرنه یم چې هغه اوس دشرین ګل اکازوم دی اودهغوی وینه شریکه شوې ده،خوبیاهم وایم ښه داده چې هرسړی باید په خپل ژوندکې ازادوي.میران اکابه ترمرګه پورې دهغه بنده اوټول واک اختیاربه یې ترې اخستلی وي. بې دهغه له اجازې نه به دهیڅ شي په باره کې له خولې نه سوڼ قدرې هم ویستلی نه شي.

*****

شیرین ګل اکاچې داتیاکلنۍ په عمرکې اوس دنوروپه عمر چلیدو،خپله زړه پیغله لورمیران ته په دې شرط ورکړه چې دعمرترپایه پورې به دده په کورکې وي اودهغه دکور خذمتونه به کوي اوورانې ویجاړې به یې سرته رسوي. شیرین ګل ته خدای ډیره ځمکه اودارایي ورکړې وه.په لور یې دهغې دځوانۍ په وخت کې ډیروخلکوجرګې مرکې وکړې،خوچاته یې نه ورکوله.هغه به جرګه ماروته ویلې چې زه مې لوریوداسې چاته په نکاح کوم چې زماسره دتل دپاره زمونږپه کورکې واوسیږي اولاولورترې هم نه اخلم.

میران غریب هم مجبورواوبل امید یې نه درلود، دښځې ولوریې هم نه شوپوره کولای نودشیرین ګل اکاغوښتنې ته یې غاړه کیښوده.

زماخبرې خوپه لونګ دومره ښې نه لګیدې.ځکه چې هغه په زړه کې ویل چې: کاشکې مادمیران په ځای دشیرین ګل لورکړې وی اوکورمې ودان شوی وای،خوهغه دمدیرصیب دکورنه بل کورته چانه پریښودو.دمدیرصیب کورنۍ به همیشه دهغه زړه ساتوچې که خیري نن یاسبابه درته کورودان کړواوپه دې نن اوسباکې په خوارکي کلونه کلونه واوښتل. لونګ دمدیرصیب جمروزخان په کورکې چې اوس یې تقاوت کړی و،مزدورؤ.هغه دمدیرصیب یوڅه خپلوان هم و نوله همدې کبله یې نه شوکولای چې دهغه کارپریږدي. بله دا چې دلونګ دپلاردمړینې په وخت کې مدیرصیب دهغه سره مرسته کړې وه. دپلارګوراوکفن یې دمدیرصیب په پیسوسرته رسید لی ؤ.

دلونګ په زړه کې ترټولومهمه داخبره وه چې دمدیرصیب په کورکې هم دوه درې نوڼه(لوڼه)ناستې وې اولونګ به کله کله داسې فکرکاوه چې ګوندې مدیرصیب به راباندې مهربانه شي اویوه لوربه راته په نکاح کړي.

ماهم، چې به هرکله لونګ ولیدونودشیطانۍ نه به مې ورسره همدا دواده خبرې کولې. ځکه به مې ورسره دواده خبرې کولې چې په ده باندې داخبرې خوږې لګیدې. ماخوپه ځای پریده،که دبل هرچابه ورته کومه اړتیاپیښه شوه چې دبازارنه پې کومه سوداموداراوړي اویاپې کوم بل کاروکړي نولونګ ته به یې ویلې: خدای دې یوه ښایسته چټه پیغله په نصیب کړه چې ډمامې(عسکري موزیک)راولواولوي واړه په کې وناڅي.بس نولونګ به بیا دسترګوپه رپ کې دسړي کار سرته رسولی ؤ.په همدغه ډول دوعاګانوبه یې خلکوته سخت سخت غورن لرګي چول،دڅاه نه به یې ورله اوبه راویستلې اولادځینوکورونوماشومان به یې هم کرارول.ری شتیاچې ټول ګاونډیان ورسره ارام وو.

دکاله خلکوپې هم ښه چل مندلی و.چې کله به مرورشونوده ته به یې وروپه غوږکې وویل: مدیرصیب بیګاه په کورکې لګیاو چې باید دلونګ غم وخوړل شي اویوه ښایسته جینۍ ورته کوژدن شي.لونګ جان چې به هرڅومره په غوصه و، بیاهم په بریتونوکې به یې وخندل،مسکی به شواودخپل سرپه تاوولوسره به یې چې دده همیشنی عادت وپه کاربیاپیل وکړ. په خپله مدیرصیب که به کوم سوک څپیړه ورکړه نویوه ورځ نیمه خوبه یې په ښکاره ډوډۍ نه خوړه،خوچې کله به یې ورته وویل: راځه مه مروریږه، ستادپاره مې یوه قنجۍ چټه پیغله لیدلې ده.په دې وخت کې مرورتوب په کارنه دی. راځه خدای خوارکړیه چې دواړه سلا مسلات وکړو و چې خوښیږي دې که نه؟

لونګ به هم دپوزې نه یوخڼ تیرکړ،وبه یې خندل اوبس سمدلاسه به دلاسه شو.دپخلاکیدونه وروسته به بیامدیر صاحب دده موضوع په ډډه هم نه اړوله.کلونه کلونه تیرشول اولونګ لاپه همدې تمه ناست ؤ.که له مدیرصیب نه به یې مزدوري وغوښته ،هم نه یې ورکوله.هغه به ورته ویل چې پیسې ورله جمعه کوي چې بیا ورته پې واده وکړي.که اوس یې ورکړي نوخامخاورنه مصرفیږي.دابه یې هم ورته وریاد وله چې: خوارشې لاسې ،لاس دې ایله دی هرڅه چې دې په جب کې وي هغه درنه په یوه ورځ لګیږي.

مدیرصیب به ورته ویل:په پیسوڅه کوې؟دنصوارودبلی دې همیشه ډک وي،په تن بربنډنه یې اوپه ګیډه هم موړ یې، نوپه پیسوڅه کوې؟پیسې په جیب کې مه اچوه بیاپیسه خور کیږې!

په اخیرووختونوکې دلونګ هم نورزړه راتنګ شوی واود ځان سره یې ویل که دتیروکلونومزدوري دجمروزخان نه واخلي نوپه کوم بل ځای کې به ځان ته کارپیداکړي اوپه دې دمزدورۍ په پیسوبه یواځې«نښه»کیږدي(کوژدنه به پې وکړي).دولورنورې پیسې به ورووروپوره کوي.لیکین جمروزخان لاکله ده ته مزدوري ورکوي؟همدې ټکي خوهغه دده په کورکې رابندکړی ؤ.هغه اوس په غبرګوپښوښکیل و اویوې خواته ترې هم نه شوخوځیدلای.

اوس اوس نن سباچې یې په ږیره کې سپین ویښتان را ښکاره شوي وو،نولږلږیې زړه ښوییدواواندیښنه یې وه چې خدای دې نه کړي بې ښځې پاتې نه شي.

په دې باره کې یې له ډیره وخته تلوسه زیاته شوې وه. کله کله به یې دخپلې خوارۍ مزدورۍ کلونه شمارل اوبیابه یې د هغوکلونوله مخه خپله تنخوا حسابوله اوهغه به یې بیا دښځو دولورسره مقایسه(پرتله)کوله. دلونګ دبده بخته یې ویلی، کلونه کلونه تیرشول،خودهغه دواده هیله سرته ونه رسیده،نه نه … چاورته واده ونه کړ.

یوه ورځ دورځونه لونګ خدای ناروغه کړاوپه ګیده کې یې سخت درد پیداشو.ناروغتیااودردیې دومره ډیرشوچې دمدیرصیب کورنۍ هغه روغتون ته ورساوه.په روغتون کې معلومه شوه چې دهغه په خیټه کې موړه(اپندیسي)پیداشوې وه.په روغتون کې په وړیاتوګه اپریشن(عملیات)شو.عملیات هم په بریالي ډول سرته ورسیدل اوبیرته دعاجلو ناروغانو کوټې ته یوړل شو.ډاکتراونرسان هم ډاډه ووچې نوردخطرنه بچ دی.شپه ناوخته شوې وه،په روغتون کې هم کراره کراري وه.دمؤظفې نرسې هم سترګې ورغلې(پټې شوې) وې.په دې کراره شومه دم کې ناڅاپي کریکه وشوه.څوپورې چې نرسه د لونګ خواته ورتله په هغه کې ساه نه وه.دزړه له ناروغۍ نه یې څوک خبرنه وو.

سبا دمدیرصیب کورنۍ خبره شوه،دلونګ مړی یې په تابوت کې واچاوه اوخاوروته دسپارلودپاره یې په لرې کلي کې خپلې پلارنۍ ادیرې ته یوړو.

په لونګ پسې چا یوه اوښکه هم توی نه کړه.ځکه چې مور اوپلاریې لا پخوامړه وواوخوریې هم نه درلودله.

« پای »

 

Comments are closed.