دجرمني د بایرن آیالت  په پلازمېنه مونشن ښارکې زموږداسلامي اوفرهنګي مرکز(میرویس نیکه جامع جومات)مشرتابه هیئت د نړۍ په مخ ټولومسلمانوته د مباره کې روژې د رارسېدو له کبله مباره کي وايي اوټولوخویندو اووروڼوته ددې مباره کې فریضې په ادأ کولو کې له رب العزت څخه توفیق غواړي.

موږ ټولومونشن مېشتواومونشن ښارته څېرمه افغانانوته خبرورکوو، چې له نېکه مرغه د تېر په څېر سږ کال هم د تراویح لمونځ په جریان کې دقران پاک ختم صورت نیسي.

ستاسوقدرمنو اوعزتمنوراتګ به د میرویس نیکه جوماتوالودخوښي سبب اوقدمونه به موانشالله دنېکۍ په تله کې حساب شي.

بلــــــــــــــــــــــــــنه:

تاسو کولای شئ، چې دمیرویس نیکه دجامع جومات په لوی دستارخوان له موږ سره روژه ماته کړئ دا هم دیادونې ده، چې دپخواپه ډول سږ کال هم زموږ یو شمېردین دوستواوهیواددوستوافغانانو دروژه ماتي دلکښتونوپه پوره کولوکې خپله صمیمانه ونډه واخیسته کوریې ودان خیردې نصیب شي. 

پتــــــــــــــــــــــــــه:

 

Machtlfinger Strasse 10

 

81379 – München Ubahn 3

Obersendling

 

دمیرویس نیکه جومات مشرتابه هیئت

Door Guest