۱۳۹۴-۰۴-۱۷

د ولسمشر د فرمان پر اساس نن په مرکز ښرنه کې یوه څلورلارې د اتل ارواښاد شهید نجیب الله ارګوني په نوم ونومول شوه.

څو ورځې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني ارواښاد اتل شهید نجیب الله ارګوني کورنۍ ته د هېواد پالني د لوړې روحي،میړاني،اخلاص،ریښتینولي او زړورتیا په خاطر د افغانستان د اساسي قانون د (۶۴) مادي د (۱۹) فقري د حکم سره سم د هغه درني کورني ته د یادګر په توګه د سرحدونو د ښه ساتلو په خاطر عالي دولتي مډال ، پلازمینه کابل کې د یو دری خونیز اپارتمان او په مرکز ښرنه کې د نوموړي اتل شهید په نوم د یو څلورلاري د نومولو حکم کړی و.او په شکین ولسوالۍ کې میشت ۸ کنډک د منسوبینو د زړورتیا او اتلولۍ د تقدیرولو په خاطر د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د اساسي قانو د ۶۴ مادي او د ۱۹ فقري د حکم سره سم نوموړي کنډک ته د شجاعت عالي دولتي نښان او دیاد کنډک منسوبینو ته د یوې میاشتي بخششي معاش د ورکړې حکم هم صادر کړی.

نن د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان پر اساس د شاندارو مراسمو په لړ کې چې د ولایتي شورا مرستیال نعمت الله بابري او غړو یې ،ګڼ شمیر قومي مشرانو،د مدني ټولنو غړو، د ادارو مسئولینو او ځوانانو ګډون کړی و ،په مرکز ښرنه کې څارنوالي ته څیرمه څلور لارې دځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ارواښاد اتل شهید نجیب الله ارګوني په نوم سره ونوموله او د یاد شهید انځور یې په داسې حال کې چې ګلونو ترې چار چاپیره وو په دغه چوک سره ځای په ځای کړ.

.

په یادو مراسمو کې د پکتیکا والي امین الله شارق وویل چې د تاریخ په اوږدو کې افغانانو په چا تیری ندی کړی خو کله چې بیا څوک د افغانانو په خاوره تیری کوي نو افغان هغه قوم دی چې بیا د خپلې خاورې د دفاع په خاطر یې سرښندونکي قربانۍ ورکړي دي.

او تل یې غلیم ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړی ده،د ګران هېواد افغانستان هر بچی شهید اتل نجیب الله ده او چمتو دې چې د خاورې ساتنه وکړې.

والي شارق وویل چې په افغان امنیتي ځواکونو ویاړي او ډاډه دی چې د افغانستان له نوامیسو او بشپړ تمامیت څخه به په میړانه دفاع کوي.

د اتل شهید نجیب الله په نوم د یاد څلور لاري نومول د قومي مشرانو ځوانانو مدني ټولنو فعالینو او د ولایتي شورا د غړو له تود هرکلي سره مخ شو.

د ولایتي شورا د غړو او مدني ټولنو لخوا په مرکز ښرنه کې د پاکستان د کرغیړن عمل په ضد سولیزلاریون هم ترسره شو،د افغانستان په خاوره کې د پاکستان لخوا د تاسیساتو جوړول یې په سختو ټکو وغندل،او د افغان امنیتي ځواکونو څخه یې خپل کلک ملاتړ اعلان کړ، ارواښاد شهید اتل نجیب الله یې ریښتینی اتل وبلل او ټول افغان امنیتي ځواکونو یې اتلان او د خاورې ریښتینی خدمتګاران یاد کړل.

درنښت

د پکتیکا ولایت مطبوعاتي دفتر

Door Guest