ګران او قدرمن پرهیز صاحب ستاسو نه ډیر مننه چې ماته مو یو ډیر په زړه پوری زیری د پښتو ژبې د ژباړې په اړه په ګوګل کې را کړ.

ارواښاد علامه محمود طرزي وایي: (…….)

 یو اولس په ژبه او ژبه په ادبیاتو ژوندی پاتی کیږي.

د علامه صاحب د دې خبرو پر لاسوند، په رښتیا سره چې ژبه او ادب د هر ملت یوه لویه شتمني ده، او ډیر ګټور او ارزښتمن میراث دی، چې باید زموږ هیواد وال د یو ښکلي او لارښوونکي هنري اثر په توګه لکه یو غوړیدلی او زرغون بڼ ورته همیشنۍ پاملرنه وکړي، تازه او ښیرازه یې وساتي .

له نیکه مرغه زموږ د لرغوني هیواد زیاترو پوهانو، لیکوالو، لرغونپوهانو، ژبپوهانو، ژورنالیستانو، د مطبوعاتو ډله ییزو رسنیو کارکوونکو، ادیبانو، شاعرانو او څیړونکو د دغو پورتنیو څرګندونو په پام کې نیولو سره په خپلو ګټورو او اغیزمنو آثارو او لیکنو کې د خپلو هیواد والو په روزلو، راویښولو، پاڅولو، پوهولو او هڅولو کې خپل قلمونه اوچت ساتلي ، او خپل غږونه او فریادونه یې پورته کړي دي .

په دې کې شک نه شته چې په هره ژبه کې ژباړه په علمي، ادبي، سیاسي، ټولنیزو چارو او همداسې په نورو پوهنیزو برخوکې خپل ځانګړی اغیز لري. د نورو ژبو د اثارو ژباړه په پښتو او د پښتو د ژبې د اثارو ژباړه په نورو ژبو کې د پښتو د ژبې د ودې، پرمختګ او پراختیا لپاره یو اړین ګام دی چې باید تر سره شي.

په نړۍ کې د علم، ساینس، تکنالوژي او همداسې په نورو بیلابیلو برخو کې علمي، ټولنیز او پوهنیز کارونه، څیړنې او فعالیتونه د نویوو تجربو په درلودلو سره په ډیر چټکتیا روان دي، چې په لیکلو اثارو کې هم انعکاس مومي، نو همدا وجه ده چې زموږ پوهان، عالمان، لیکوال او څیړونکي کولای شي د ژباړې په وسیله د ټولو فعالیتونو او نوښتونو څخه خبر شي او د ښو او نویو تجربو څخه اغیزمنه ګټه پورته کړي. زموږ ډیر افغانان په بهرنیو ژبو نه پوهیږي خو اوسمهال د ژباړې له لارې په تیره بیا په ګوګل او په خپله ژبه کې دوی کولای شي د دغو علمي ، ادبي او پوهنیزو مطالبو څخه ګټه پورته کړي.

تاسو پرهیز صاحب څو کاله مخکې همدا نظر درلودو چې باید د پښتو ژبې ژباړه په ګوګل کې ځای په ځای شي او زما سره مو شریک کړ خو د ویاړ او خوښیو ځای دی

چې نن تاسو او نورو مینه والو په دې لاره کې عملا ګټور ګامونه پورته کړې دي او دا یو سترچوپړ دی چې زموږ افغانان او په تیره بیا پښتانه ستاسواو د یو شمیر نورو د علم او ادب مینه والو پښتنو دا نه ورکیدونکي او نه هیریدوکي خدمتونه نه یوازې چې ستایي بلکې ترینه ارزښتمنه، ښه اواغیزمنه ګټه پورته کوي.

تاسو ګران او منلي دوست پرهیز صاحب او د علم او ادب نورو مینه والو ته د دې ستر نوښت او فعالیت په تړاو مبارکي وړاندې کوم. تاسو ټولو درنو دوستانو ته د خوشالیو او نیکمرغیو اوږد ژوند غواړم او په دې لاره کې ستاسو د لا نورو غوړیدلو، بریاوو او بریالیتوبونو په هیله یم .

په مینه او مننه : انجنیرعبدالقادرمسعود

 

Door Guest