Brucw

ډاکتر  رحمت ربی ځیـرکیار او ډاکتر داود میرکي

۸ اپریل ۲۰۱۶=۲۰ وری ۱۳۹۵ 

بروس ګ. ریچارډسن

امریکایي بروس ګ. ریچارډسـن په ژورنالیزم کې د حقیقت پلټونکی و. هغه په افغانستان باندې د دوه زبرځواکونو د یرغلونو په اړه دقیقې څـیـړنې را مینځته کړې: د ۱۹۷۹زییز په دسمبر کې د پخواني شوروي اتحاد یرغل او بیا د ۲۰۰۱ په اکتوبر کې د امریکې د متحدو ایالتونو یرغل. دغه شان هغه  له  شوروي یرغل راهیسې د افغانانو  « د پاڅون له غلطو اتلانو» نه  څپوڼی لرې کړ، خاصتا په شوروي قواو کې  د احمد شاه مسعود د جرم ګډون یې رابرسیره کړ. غټ شمیر  صادق خلک به په بروس ریچاډسن پسې وکړېـږي، ځکه هغه د صادقو ژورنالیسټانو، صادقو محقـقینو او صادقو هیواد دوستانو ملګری و. بروس ریچارډسن ته د نورو هیوا دوستانو په څیر خپل هیواد (امریکا) ګران و. خو هغه له دېنه ډډه کوله چې حقیقت دې د مصنوعي هیواد دوستۍ قـرباني شي

سـوله، اقـتصادي او سیاسي عـدالت، پرمختګ او د هیوادونو تر مینځ ازاده همکاري د ریچاډ سن په لیکنو کې محسـوسه  وه. په یـوه جمله کې: نـړۍ بایـد د خلکـو په درد وخـوري، نـه خــلک د نــړۍ په درد!

 د بروس ریچاډسن وروستنئ خپور شوې کتاب په دې سرلیک و: افغانستان: د حقیقت پلټنه. څلور ځلې تجدید شوی چاپ. فري فورم پبلیکیشنز. نیویارک – فري پورټ – لندن. په کاناډا کې

چاپ شوی  په ۴۵۶ مخونو کې

Bruce G. Richardson, Afghanistan: A Search for Truth. Fourth Revised Edition.  Free Forum Publications.  New York-Freeport—London. Printed in Canada, 2009,456 pages

موږ په  دې غمجـن شوي یو چې د افغانستان یو غښتلی دوست بروس ګ. ریچارډسن له نړۍ  سترګې  پټې کړې. ځای به یې تش وي. د هغه مړینه د عدالت او حقیقت د پلټنې لپاره یوه درنه ضا یعـه ده.  بروس ریچارډسن د ژورنالیزم یو جوهر و، په ټوله معنا حقیقت پلټونکی و. په افغانستان کې د کابل پوهنتون  د ژورنالیزم پوهنځئ باید د بروس ګ. ریچارډسن په نوم شي

 

 

Door Guest