سیاسي انقلاب او دموکراتیک سوشلیزم په امریکا کې

د ولسمشرۍ لپاره د سیناتور برني سیندرس  تګلاره

ډاکتر رحمت ربی ځـیرکیار،کلیفورنیا

Political Revolution and Democratic Socialism in America

Senator  Bernie Sanders’ Platform

By: Dr. rer. pol. Rahmat R. Zirakyar

zirakyar1234@yahoo.com

1 July 2016/11 Chongash 1395

Zirakyar

څه ښه وایي پـه اور سوي پـــتنـګان …….. چې موږ پـیـژنو سوځوونکي د خپل ځان

مـوږ له شمع، شمعې اور د تیلي واخیست …….. تـیلي اور واخیست د لاسـو د  انسان

ګل پـاچا الـفـت (۱۹۰۹تر ۱۹۷۷زییز)

سیناتور بَـرني سیندرس په امریکا کې د ولسمشرۍ د نوماند (کاندید) په څیر خپله تګلاره د امریکې په پخواني شخصي «جورج ټاون پوهنتون» کې علاقمندانو ته د ۲۰۱۵ په نومبر کې واوروله چې د فرانسې د انقلاب په کال ۱۷۸۹کې په واشنګـټـن، ډي. سي. کې جـوړشـوی و.

  په امریکا کې د  سمسمکۍ (مساوات طلبه) ټولنې د رامینځته کولـو لپاره سیناټور بَـرني سیـندرس د «ولسـواک سوشلیزم»(دموکراتیک سوشلیزم) مفکوره غوره ګڼلی ده چې د سیاسي انقلاب له لارې یې پالي.  په خپل هیواد کې د سیندرس د سمسمکۍ ټولنې په رامنځته کولو باندې د شلمې او یوویشتمې پیـړۍ د څلور شخصیتونو پریکړو او دریځونو وزرې غـوړولې دي: د  امریکې ولسمشرانو فرانکلین دیلانو روزویلټ(۱۹۳۳تر۱۹۴۵) او لیندن جانسن (۱۹۶۱تر ۱۹۶۳)، په امریکا کې د افریقايي-امریکایانو د مدني حقوقو د خوځښت مشر او د بې تاوه پاڅون ستر دیني شخصیت مارتین لوتر کینګ (۱۹۲۹تر ۱۹۶۸)، او د رومَن کاتـولیک عیسویانو لار ښود پاپ فرانسیس (۱۹۳۶تــر اوســه)!

Sanders leaving the Vatican on Saturday [16 April 2016]. He was at the Vatican for a conference on social and economic issues. Newyorktimes.com[17 April 2016].

بـرني سیندرس د پاپ له رسمي اوسید ځای (واتیکان)  نه د۲۰۱۶ د اپریل په ۱۶[۲۸حمل ۱۳۹۵]  واپس ځي. سیندرس په واتیکان کې د ټولیــزو او سیاسي موضوع ګانو د کنفرانس لپاره هلته تللی و. ژورنـــالــیســتانــو تــه  یې په الـوتکه کې وویل چې:  په سفر روان پاپ فرانسیس ورته لاس  ورکړ، او سیندرس ورته خپله ارادتمـندي څـرګنده کړه ځکه چې پاپ «په  ټـوله نــړۍ کې  فــوق العــاده کــارونه کــوي او غـــواړي چې اخـــلاقـیات دې زمـوږ د اقـتصاد بــرخـــه وي».

“I [Pope Francis] shook his hand and nothing more,” he said. “If someone thinks that greeting someone means getting involved in politics,” he added, laughing, “I recommend that he find a psychiatrist!” But the candidate was excited to talk about his coveted souvenir. “I conveyed to him my great admiration for the extraordinary work that he is doing all over the world in demanding that morality be part of our economy,” Mr. Sanders told reporters aboard the plane…” [New York Times.com, April 17, 2016].

بَـرني په نیویارک ښارکې په  ۱۹۴۱ کې زیـږیدلی و. پلار یې ( اِیلیاس سیندرز)په پولینډ کې په ۱۹۰۴ کې زیـږیدلی و او موریې(نی ګلاسبیرګ) په ۱۹۱۲کې په نیویارک ښار کې زیـږیدلې وه. په دې ډول، مور او پلار یې  په ترتیب سره روسي او پولینډي یهودی کډوالان وو. سیندرس د امریکې د کانګرس  په تا ریخ کې د ولسي جرګې د خورا اوږدې مودې لپاره خپلواک(غیر ګوندي) غړی و. له ۲۰۰۷ زییز راهیسې سناټور دی. سیندرس خپله علمي ډیګري په واګپوهنه (سیاسي علومو) کې له شیکاګو پوهنتون نه لاسته راوړې ده. په دغه پوهنتون کې د مدني حقوقو په خوځښت کې او د ځوانانو په سوشلیستي اتحاد کې فعال و. سیناتور برني سیندرس  د کارګرو او بې وزلو خلکو پلوی دی او هڅه کوي چې اقتصادي نابـرابـري په عـدالت واړوي. سیندرس چې ځان یې ولسمشرۍ ته  نومانـد (کاندید) کړی دی،  د ۲۰۱۵ د نومبر په ۱۹، د امریکې په «جورج ټاون پوهنتون» کې خپله مهمه وینا واوروله چې لڼډیز یې په لانـدې ډول دی

په امریکـا کې د سمـسمکۍ (مساوات طلبـه) ټـولنې د رامینځـته کولو لپاره  بَرني سیـنـدرس د «ولســواک سـوشلـیزم»(دموکراتیک سوشلیزم)مفکوره غوره ګڼلې ده: «هر څه دې د بیلیونیـر طبقې سـره نه وي.  زمـوږ حکومت په موږ ټولو پورې تعـلق لري، نـه په یوه سلنه(۱٪) پورې.» د غټ اقتصادي رکود په مهال، دموکرات ولسمشر فرینکلین دیلانو روزویلټ، د ۱۹۳۷ په جنوررۍ کې په خپله پیلیزه(افتتاحي) وینا کې هغه څه وویل چې د هغه مهال د ټولنې کرغیـړنه وضعه پکې انځور شوې وه.  هغه نه یواځې وینا وکړه، بلکې عـمل  یې هم وکړ. د هغه مهال د حاکمې طبقې ( «اقـتصادي سلطنـتیانو»)  په وړاندې یې هـغسې پروګرامونه راوویستل چې «میلیونونو خلکو تـه یې کار پیدا کړ، له بې وزلۍ نه یې راوویستل او په حکومت یې د هغوی اعتماد پیداکړ….ولسواکي یې غښتلې  کړه او  په هیواد کې یې بدلون راوست.» روزویلټ به چې د هـر  څه وړاندیـز وکړ، «سوشلیست» به ګڼل کـیده: «ټولنیزه خاطرجمعي»(دتـقاعد پروګرام) «سوشلیست» و. اقلي معاش «سوشلیست» و،د بیکارۍ بیـمه «سوشلیسته» وه، د ماشومانو د کار منع کول، په اونۍ کې څلویښت ګيـڼټې کار، دبانکونو کلک نظارت، په بانکونو کې د ایښودل شوي مبلغ بیمه، د کارپروګرام ټـول په یو او بل شکل «سوشلیست» وو. اوس هم «دغو پروګرامونو زموږ د ملت او د مینځنۍ طبقې تنسـته جوړه کړې ده.»

“Yet these programs have become the fabric of our nation and the foundation of the middle class.”

له دینه دیـرش کالونه وروسته، په ۱۹۶۰ کالونو کې دموکرات ولسمشر لیندن جانسن(۱۹۶۱تر ۱۹۶۳) د روغتیا بیمې (میډیکیر،میډیکئیډ) د میلیونونو امریکایانو لپاره راوویستلې. په  دغو حیاتي روغتیایي  ښیګڼو به «محافـظه کارانو» (رایټ وینګ) د  سوشلیسټ ټاپه وهله او «د ژوند امریکایي  طرز» ته د خطر په سترګه یې  ورته کتل. خو نن  سره  له دې  چې ټکنالوجي او تولیدي قدرت،  د امریکې او په نړۍ واله سویه پرمختګ ستربریالیتوبونه تر  لاسه کړي دي، په میلیونونو امریکایي کورنۍ د ژوند د بنیادي اړتیاو له پوره کولو نه محرومې دي،  او په میلیونونو نور یې د دې سره  لاس په  ګریوان دي چې په څه ډول د خپلو کورنیو لپاره د ژوند ټـیټ معیارر خوندي کړي. واقعیت د ادی  چې په تـیرو  څلـویښت كالونو کې د دې  هیواد غټه منځنۍ طبقه په  ټیـټيدلو ده  او اوس زموږ  په  سیاسي نظام  باور خـورا ټـیټ شوی دی.

شتمن لا پسې شتمن کیـږي. نږدې بل هرڅوک بې وزلی کیـږي. د سیاسي فعالیت غټې کمیـټې چې د بیلیونرانو له خوا تمویل کیـږي، انتخابات اخلي. عادي خلک  رای  نه ورکوي. امریکا په یو اقتصادي  او سیاسي بحران  کې اخته ده. عین پخوانی سیاسي او اقتصادی  حاکم نظام نه غواړي چې دغه موضوع په اغیزمن ډول د غور لاندې ونیسي. که موږ جدي یُو چې په خپل هیواد کې کلک بـدلـون  راولو، که موږ جدي یُو چې منځنۍ پټه په پـښو ودروو، که موږ جدي یُو چې خپله ولسواکي راپیاوړې کړوـ موږ یو داسې سیاسي خوځښت ته اړتیا لرو چې یوځل  بیا چمتو وي چې د یوې مسلطې طبقې په وړاندې ودریـږي، ماتې ورکړي،  هغې طبقې ته چې حـرص یې  زمـوږ ملت له مینځه وړی دی. د بیـلیـونـرانو طـبقــه نــشي کولی چـې هــرڅه ولــري. زمــوږ حکـومت زمـوږ د ټـولو دی، نه د یوې سلنې( ۱٪).

پاپ فرانسیس زموږ پام دې ته راواړاوه چې موږ یو کلتور ته اړتیا لرو چې یواځې د پیسو په عبادت به ولاړ نه وي…. په واقیعیت کې په  تیرو دیرش(۳۰) کالونو کې د شتمنۍ ستره  برخه (تـریـلیونونه)  له منځنۍ طبقې نه د یوې سلنې(۱٪) یوې لسمې برخې ته  رسیدلی ده….نن په امریکا کې په میلیونونو خلک د ژوند د تامین لپاره په دوه یا درې وظیفو کې کارکوي. دغه وضعه په  بل هیڅ صنعتي هیواد کې نه لیدل کیـږي.

In fact, over the last 30 years, there has been a massive transfer of wealth—trillions of wealth—going from the middle class to the top one-tenth of 1 percent—a handful of people who have seen a doubling of the percentage of the wealth they own over that period. Unbelievably, and grotesquely, the top one-tenth of 1 percent owns nearly as much wealth as the bottom 90 percent.

نن په امریکا کې مینځنۍ پټه د ورکیدلو په حالت کې ده، د کورنیو اوسط  عاید/درامد د ۱۹۹۹زیز کال په کچه ۴۱۰۰ ډالر لږ دی. د توَرُم (اقـتصادي پـړسوب) په نظر کې نیولو سره د ۴۲ کالونو وړاندې په کچه، د نارینه کارګر عاید له ۷۰۰ ډالرو نه کم دي. تیر کال د ښځینه کارګرو عاید یو  زر ډ ‌الر کم وو د کال ۲۰۰۷ د عایدو سره په  مقایسه کې….نن په امریکا کې نږدې ۴۷ میلیون امریکایان په غربت کې  ژوند کوي، نږدې شل سلنې (۲۰٪) ماشومان (د ۳۶٪ افریقـایي امریکـایانو د ماشومانو په شمول) په غربت کې ژوند کوي. نن په امریکا کې ۲۹ ملیون امریکایان د روغتیا بیمه نلري، او له دې نه  زیات په ټـیټه سویه [ماته ګوډه]  بیمه لري. نن په امریکا کې د ځوانانو  بې کاري او ټیټ معاشه کار له ۳۵٪ جګ دی. په داسې حال کې چې د نورو هیوادونو  په کچه موږ زیات خلک زندان ته اچـولي دي او موږ په کال کې اتیا (۸۰) بـیـلیون ډالرې د خپلو هیوادوالانو په زنـداني کولو لګوو. اساساَ موږ نن په امریکا کې نه یواځې  په عایداتو او شتمنیو کې نامـساواتي لرو، بلکې د قـدرت داسې جوړښت(پاوَر سترکچر) لر و چې د د غې نـامسـاواتۍ سـاتـنـدوی دی.

په زییز ۱۹۴۴ کې ولسمشر روزویلټ [کانګرس ته] «د اتحاد د وضعې» په کلنۍ وینا کې «د حقوقـو دوهـمه اعلامیه » (سیکنډ بِـل آف رایټـز) وړاندې کړه. دا وینا یوه له خورا مهمو ویناګانو نه وه، خو له  بدې مرغې هغـسې پام  ورته ونشو چې مناسب  یـې و. په دغه مهمه وینا کې روزویلټ داسې  وویـل: ٫٫ موږ دې  واقعیت ته  رسیدلي یُـو  چې رښتنونې فردي آزادي بې له اقـتصادي ډاډ او خپلواکۍ نـا شونې ده.  محتاج خلک آزاد خلک نه دي.٬٬ پـه بله وینا: رښتونې آزادي بـاید اقتصادي ډاډ ولري. دا د  روزویلټ سـترګه ورتیا وه اویا (۷۰) کالونه  وړاندې. دا نـن زما [بیرني سیـندرس]  سترګه ورتیا ده….خلک چې خپلې کورنۍ نشي مړولی، واقعاَ آزاد  نه دي…. مارتین لوتر کـینګ [د امریکې د تورپـوټکو بې تاوه پاڅون وال مشر او دیني شخصیت] په ۱۹۶۸ کې ویلي وو چې ٫٫داهیواد [امریکا] د شـتـمـنـو لپاره سـوشـلیـزم لري او د بې وزلو لپاره زيـږ فـردیت لري.٬٬ د  سیندرس دموکراتیک ســوشلـیزم په دې معـنا دی چې: مـوږ بایـد یو داسې اقـتصاد رامینځـته کړو چې د  ټـولــو لپاره کـار کوي، نــه یواځـې د خورا شتـمنو لــپاره. دمو کراتیک سوشلیزم  په دې معنا دی چې موږ باید اوس په امریکا کې سیاسي نظام اصلاح کړو، کوم چې نه یواځې په غـټه کچه بې انصافه دی،  بلکې له ډیـرو اړخونو فاسـد هم دی….دمووکراتیک سوشلیزم زما په نظر  یواځې دا معـنا نه لري چې موږ باید د اقـتصادي او ټولنیز عدالت ملت جوړ کـړو. دغه  شان دا معنا هم لري چې موږ یوه داسې ژوندۍ ولسواکي ولرو چې د یوه شخص یوې رای په اصل چلیـږي[یعنې انتخابات د شتمنو اشخاصو او کمپنیو د لاس لوښی نه وي]. زه په دې باور نه یم چې حکومت دې د تولید وسایل ولري. خو زه په دې باور یم چې مینځنۍ پټه [وسط قـشر] او کارکوونکې کورنۍ (چې د امریکې شتمني تولیدوي) د عادلانه معاملې  وړ دي…. زه په دې  باور نه یم چې [د امریکې] جګه یو سلـنه(۱٪) خلک دې ځانګـړې معامله [امتیاز] ولري. ما ځان د دې لپاره نه دی کاندید کړی چې زما د ولسمشرۍ وار دی، بلکې له دې امله چې زموږ ټـولـو وار دی  چې د امید  او فرصت په یو ملت کې ژوند وکړو، نه یو څـو بلکې د ټولو لپاره د امید او فرصت په یو ملت کې.

بـرني سـینـدرس لیکي چې د لــویدیـزو قـوتونو، مسلمان ملتونو، او د نورو هـیوادونو لکه د روسیې یو نوی او قوي ائتـلاف باید د آیزیس [د عراق اوشام اسلامي دولت] په ضد غبرګ او هـمغګی  شي، او هغه  سرحدونه دې وتړي چې اوس ورنه جنګیالان تیـریـږي، د ترهه ګرۍ ضد استخبارات دې د  یوبل سره  شریک کړي، او د ترهه ګرانو تمویلي سوړې وتـړي، او د اورپکو (راډیکال) مفکورو خپرولو ته پاټک واچوي.

ومـو  لیدل  چې د بـرني سـیـنـدرس تګـلاره د امریکې د دوه دمـوکرات ولمشـرانو (فـرانکلین دیلانو روزویلټ او لیندن جانسن)، او د دوه دیني او عـدالت غوښتونکو شخصیتونو (تور پوټکي امریکایي مولوي مارتین لوتر کینګ او د لاتین امریکې د اوسنی پاپ فرانسیس)  له کړاندو نه الهام اخلي. پای

زما ځیرکیار په آنـد،مـارتیـن لـوتـر کیـنګ د ۱۹۶۷ په اګیست کې یو بل مهم ټکي ته هم ګوته نیولې وه: «کپـیـټلیزم هـیروي چې ژونـد ټـولـنـیـز دی. او د ورورولۍ پاچاهي  نه د کمونیـزم په تیزس/فرضیه کې شته نه د کپیـټلیـزم په ضد- تیزیس کې.»