IMG_4067

لیکوال: محمدعیان «عیان»

په کونړکې احسان کولوته زبات(زباد) وایي.څوک چې دچاسره څه ناڅه مرسته اوښه وکړي اوبیایې ورته یادوي نووایي چې پې زباتوي یې.یانې دخپلومرستواحسان پې کوي.

  جمال خان وایي: ګل کاکا یوه ورځ خرراکړی وچې خپل پټي ته پې سره وچلوم. بس ورورجانه اوس یې هره ورځ راته یادوي چې خره مې درله پټی په سره موړکړنوځکه یې ښه غنم وکړل. تل یې یادوي اوهروخت راباندې دومره زباتول کوي اودومره احسان راباندې باروي چې دهغه نه دخره په غوښتلوپښیمانه شم. بیاخومې دې په توبوتوبه وي که څه به ترې وغواړم.

  یاوایي: په تیرمني کې مې دتورګل ماما نه دخپلې ځمکې د«ییوې کولو»دپاره دغویانوقولبه غوښتې وه. کوریې ودان، پټي یې راله ښه ژورژورییوه کړل. دپولوخواته نیژدې سوړې او ګوړونه یې ورله بنداواوارکړل اوښه په مړه خیټه حاصل مې ترې واخیستو. لیکین دویلوخبره داده چې اوس یې دزباتولونه، نه خلاصیږم. ټوله ورځ دی،دی اواحسان یې چې په مایې باروي اوباروي.

  داسې هم نه ده چې ده غویان راکړل نوماهیڅ لاس ورسره نه دی اړولی.زه هم تل دهغه غوښتنوته نه، نه وایم.که لویې وي که غوبل اویاکوم بل بیګار،بس زه ورته تیارشلګ دچینګازوولاړیم. خویره دی چې په هرګوډاوچنه کیني نوپه ماباندې دقولبې دراکړې زباتونه کوي.

  یا: ګونګروترورخپلې ګاوندۍ ګورګورې ترور ته وایي:

وۍ خورې زما«ښه»دې په سترګوکې دروګرځه! بیګامې په کنډولي کې سابه اچولي وواوتاته مې دروړل،خودرمې نه وړل. 

داسې ډول«ښو»زباتول هم کیږي چې لا هیڅ یې نه وي کړي. د کوڅې ټول خلک وایي ګونګروترورډیره زباتۍ (زباتندوکه ـ زباتوونکې) ښځه ده.دامیرمن چې دچاسره دومره کۍ یوپوټی او یوه خاشه ښه وکړي نوډیریې پې زباتوي چې زباتوي.هغه دټکه د بل بونیادم نه دخپلوښوبدل غواړي اوکه نه نوتل یې پې زباتوي.

  ماپه یوه بله لیکنه کې دزبات په اړه لنډکۍ شان یادونه کړې ده چې مونږپه کونړ کې احسان ته زبات ـ زباد وایواوزباتول داحسان یادونه بولو. لیکین دهیوادپه ځینونوروسیموکې« زبات – زباد»د «ثبوت»په ماناګڼي. یوشمیرلیکوال یې په خپلولیکنوکې همدا اوس اوس دثبوت په ځای لیکي چې دثبوت مانابه یې هم ښایي سمه وي.

  په پای کې به ووایم چې دبیل سرلیک لاندې مې ځکه یوځل بیاد زبات یادونه وکړه چې: یوخوپام ورته راواوړي اوبله داچې زبات دوه ماناوې لري.زه پیکر(فکر)کوم چې دواړه به یې سمې وي.یوه یې داحسان کولواوبله به یې ښایي دثبوت په ماناوي.نوکه دوه ماناوې ولري يواځې په جومله(جمله ـ غونډله)کې به پې سړی پوهیږي.

 >>              پای>>

Door Guest