محمدعیان«عیان»         

IMG_4067                              

محمدناصرګاونډي ډیره موده مخکې دیوې فاتحې دپای ته رسیدونه وروسته دخپل موټرنه یوکتاب راوویستواوراته وې ویل: دناول لوستلوسره مینه لرې که څنګه؟ 

 ماورته کړل: دناولونولوستلوسره ډیره علاقه لرم. په زړه کې مې وویل چې دومره ورته تږی یم لکه چاچې په سره غرمه کې دغنمونیم پټی ریبلی وي،اوس یې په پوله دمه کړې وي اودسره منګوټي نه د راخیستل شویو یخواوبوپه کټوري یې سترګې ولګیږي. شابه شابه زریې راکوه!

                                                *****

  په لوستلوسره خومې ډیرزرولوستو، لیکین ددې دپاره چې تبصره پې وکړم نوښایسته ښه ډیروخت راباندې ووتو. په بهرکې دافغانانوپه مینځ کې دامتل ډیردودشوی دی چې: «وایي دخوشونه ،نه وزګاریږو». ماهم نن اوسباکوله، خودخوشونه،نه وزګاریدم. په نن اوسباکې راباندې دومره وخت تیرشوچې اوس یې رانه نیټه هم هیره ده. لیکین دادبي اوهنري اثارولوستل هغه دمایي(ماهي ـ کب) په اړه خبره ده چې وایي هروخت یې له اوبونه راوباسې تازه وي.

                                               *****

  محترمولوستونکو!

  په لومړي سرکې مې پریکړه داوه چې دکیسې دلنډیزپه اړه څه ونه وایم او په نوروبرخویې تبصره وکړم . ځکه چې کله کله که دکیسې لنډیزولوستل شي نوبیا دسړي زړه نه کیږي چې دټول کتاب لوستلوته ملا وتړي. لیکین دبلې خوانه مې دې ته پیکر(فکر)وکړچې خدای پوهیږي دڅومره کسانو لاس ته به یادکتاب ورشي اولاکله به ورورسیږي؟ نود امې بیتره(بهتره)وګڼله چې سمدستي خود اینټرنیټ دلارې ډیرلوستونکي ددې ناول په اړه اوپه لنډیزیې پوهیدای اوخبریدای شي.بس تاسره خدای په نیکۍ مل شه، لنډیزمې ورله په داسې بڼه راونغښتوچې که کله کتاب لاس ته درشي بیاهم پوره پوره خوندبه ترې واخلئ اودالنډیزبه یې مالګه کمه نه کړي.

  مادناول دامریکایي نومونونه ډډه وکړه اوزیات کسان مې د«میلودي»دپلار،مور،کاکااونوروپه نامه یادکړل. داځکه چې په لنډیزکې دنومونویادول دسړي په پیکرکې دومره نه پاتې کیږي ،خوچې ټوله کیسه ولوستل شي نوبیانومونه تکراریږي اوپه حافظه کې ځای نیسي.

                                            *****

  ددې ناول(یتیمه میلودي) لیکواله «وي،سي اندریوس»اوپښتوته ژباړونکی یې محترم محمدناصر «ګاونډي»دی.

اندریوس دامریکااوسیدونکې وه چې په پینځلس کلنۍ کې دښوونځي له اندرپی(زینې) نه ولویده او دواړه پښې یې شلې شوې. هغه به په داسې رکشا(کراچۍ،ګاړي،واګون)کې ګرځیده چې ټیرونه یې په لاس تاویدل.ژوندیې نیمګړی اوستونځمن شو، خوبیاهم خپل شتون ته یې داسې پایښت ورکړچې تل به یې په فرهنګي نړۍ کې نوم ژوندی پاتې وي. هغې نورکتابونه هم لیکلي اوداناول یې څوڅوځله چاپ شوی دی.

  نوموړې د ۱۹۲۳کال دجون په شپږمه نیټه په امریکاکې زیږیدلې اود«۶۳»کالوپه عمرد«۱۹۸۶» کال دډیسامبرپه«۱۹»نیټه دسینې دسرطان درنځ نه مړه شوې ده.

  نورکتابونه یاکیسې یې مانه دي لوستلې، خوله انګلیسي پاڼې نه مې داینټرنیټ دلارې دهغې په اړه دا لږشان مالومات راوژباړو.

  یتیمه میلودي ناول یې دکیسې په حساب یوداسې ناول دی چې دکیسوشوقیان یې یوځل پیل کړي نوبیا یې ترهغې نه پریدي چې ترڅویې پای ته نه وي رسولی. داچې دټولنې ځوان کول(نسل) ته به یې د هغوی دشعورپه بیدارۍ کې څومره ګټه رسیږي؟ دومره ګټه لکه دیوشمیرنورولویدیځولیکوالودکیسوپه اندازه. یوزیات شمیرغربي لیکوال خوددې پروا نه لري چې لیکنې اواثاریې بشري ټولنه اوځوان کول کومې خواته بیایي، خوچې ددوی بیزنیس په کې ښه وچلیږي هماغه لیکي.

  داندریوس داکیسه هم همداسې ده لکه دیوشمیرنوروامریکایي اولویدیځوهیوادونودلیکوالوپه شان چې په غریبۍ پیلیږي اوبیاترې پانګوال جوړیږي. داځکه چې دکپیټلیسټۍ نړۍ لیکوالوته دهمدغه ډول ژوند الهام وي. وایي:« چې چرته اوسې نوپه خوی به دهغوی اوسې».

  راځئ چې دکیسې لنډیزته سرورښکاره کړو!

  >>میلودي>> نومې جینۍ دپلاراومورسره په یولرې کلي کې دډبرودسکروکان ته نیژدې ژوندکوي او پلاریې دهمدغه کان کارګردی.تنکۍ پیغله میلودي پلارته ډیره ګرانه اوتل یې ورته پام وي. دې ته هم لکه دنوروزیاتوبچوپه شان پلاراومورډیرګران وو، خوکله کله چې به یې ددوی ترمینځ،په تیره تیره دشپې ناوخته دپردې ترشاڅه ناڅه بوکش بوکش(دخولې کشمکش)،یوبل ته ګوریدل اوستغې سپورې خبرې اوریدې نوهغه به یې په یوه ځوروونکې سوچ کې اچوله اوډیره به پې خپه کیده. هغې به دځان سره ویلې چې داولې تل دموراوپلارترمینځ په توره شپه کې داډول ناندرۍ روانې وي؟

  یووخت راځي چې دمیلودي پلار(دډبرودسکرودکان کارګر)مري اودمیلودي مورته اوس دخپل پټ ملګري سره دازادوکتلوراکتلوشرایط برابریږي.هغه دټکه دخپل ملګري سره راشه درشه پیلوي او میلودي پې اوس پوهیږي چې ولې به یې موراوپلارتل په خپل مینځ کې له دې نه پنایوبل ته ګوریدل ډونګیدل اودخولې جنګونه به یې کول.

  څه موده وروسته دمیلودي موراو ملګری یې تصمیم نیسي چې یوه بل ښارته لاړشي اوهلته ددې ځای دخلکوله سترګونه ځان پناکاندي.موریې یوه ورځ په میلودي ناڅاپه، په تلیفون کې غږکوي: شابه ځان تیارکړه چې بل ښارته ځو. میلودي اریانیږي(حیرانیږي)چې څنګه ناڅاپي تګ اوولې؟ موریې پې ټینګارکوي چې همدااوس اوسمدستي چمتوشه!ددې یتیمې جنۍ بله چاره نه وه .بس دمورامریې وچې دې ناڅاپي سفرته ځان تیارکړي.بیاوروسته دخپلوکتابونواونوروشیانوپه ساتلواوراټولولوکې دخپلې یوې خوږې ملګرې نه مرسته غواړي.

                                                *****

  میلودي دموراودهغې دپخواني پټ ملګري سره یوځای په  سفرروانیږي. دلارې په سرکې پې شپه نیمه راځي چې ددې په ژوندکې ډیره ترخه شپه ګڼل کیږي. که ټول ناول ولوستل شي نوسړی پې پوهیږي چې ولې ترخه وه؟

  بلاخره دمیلودي دتره کورته ورسیدل . هغه په هماغه کورکې پریدي اوموریې دملګري سره بل ښارته ځي.

  دمیلودي تندار(دتره ښځه)یې دهغې سره ډیرښه وزیت(وضعیت)کوي اولکه دلورپه شان ورته ګوري. په دې کورکې یې دکاکا اوتندار یوزوي اویوه وړه ګونګه لورهم وه . وړې ګونګۍ  دمیلودي سره ډیره زراوپه مینه داشاروژبه پیل کړه چې یوه بلې ته ډیرې ګرانې شوې.

  کله چې میلودي په دې ځای کې دهغې دښوونځي اونوروکارروایانوباندې پوه شوه چې مخکې له مخکې یې بندوبست اوتیاری نیول شوی نواریانه وه.

  د کاکاپه کورکې یې یوه کوټه خالي وه چې دې ته یې ورکړه. داکوټه ددې د کاکا دلوروه اوهغه څه موده پخوادهغوی دکلي ترڅنګ په سمندرکې ډوبه شوې وه. ددغې ځوانیمرګې جینۍ مورچې دمیلودي تندار کیده، که دیوې خوانه په دې خپه وه چې خپله لوریې مړه اوپه کوټه کې یې دلیوره لورځای نیسي ،خودبله پلوه په دې خوشاله وه چې په کوټه کې بیاژوندپیل شو. دا نجلۍ یې هم له خپلې لورنه کمه نه ګڼله.

                                                    *****

میلودي په ښوونځي کې دیوشمیرجینکواوهلکانوسره بلده شوه. ځینونجونوبه دیوه بدماش زده کوونکي سیپتونه(صفتونه ـ ستاینې)ورته کول اودوی همدغه بدماش زده کوونکي په دې پسې ورپسې کړې وې چې ورله یاره یې کړي. میلودي اوګونګۍ به دهغې دوروردنظرلاندې ښوونځي ته تلې راتلې. دمورله خوا دمیلودي نیااونیکه ددوی له کوره لږوړاندې اوسیدل چې ښایسته ښه دلوړې طبقې لوکس ژوند یې درلود.

                                                    *****

  داسې وخت هم راغی چې میلودي دډیرونه منونکواوزړه چاودونکوواقعیتونونه خبره شوه. دهغې دا کاکااوپلار،خپل کاکااوپلارنه وو.هغه دیوه قاضي دزوي چې انځورګرو،لوروه.نوموړې زمونږدعقیدې اوکلتورپه بنسټ دناروااړیکونه په ګیډه شوې وه. موریې دهغه سړي سره چې تردې دمه دې دپلار په صفت پیژندوله دې ځایه دامیدوارۍ په حالت کې تښتیدلې وه. اوس یې له دې هم ځان  پناکړاوپه خپلو مزو چړچوکې بیغمه بوخته شوه.

  ددې ټولوزړوپیښونه دمیلودي دخبریدلوله امله دهغې مغزوژورټکان وخوړو.هغه پوه شوه چې دکان کارګریې پلار نه و. داسړی چې په کورکې یې دوریرې په نامه اوسیږي،کاکانه دی. ګونګۍ جلکۍ یې دکاکالورنه ده اوهم یې دهغې وروردتره زوي نه دی. نوپه میلودي باندې دغمونوپیټی دومره درنیږي چې هغه مجبوروي بیرته خپل پخواني کلي ته دتګ پریکړه وکړي. چې کله هلته ورسیږي نو اوس نه هغه کورپه خپل حال پاتې دی اونه مخکینۍ خوشالیانې.

  دخپل پخواني پلارقبرته خویې دوعاګانې اودرناوي وکړل، خوډیرزربیا تصمیم نیسي چې په مور پسې دهغې داوسیدوښارته روانه شي.

                                                *****

  خپل پخواني کلي ته ددې په بیرته تګ اوبیلتون سره یې دپخواني کاکاد زوي ترپښولاندې هم اور بلیږي اوهغه دچاخبره ځمکه ځای نه ورکوي، چې بلاخره ورپسې ورروان شو. په همدې وخت کې  میلودي هم له کوره راوتلې وه چې په مورپسې لاړه شي. دوی دواړه له څه ناڅه سفرنه وروسته په تصادفي ډول په یوه داسې تم ځای کې سره مخامخ کیږي چې که څومیلټه سره وړاندې وروسته شوي وای نوسره لیدلي به یې نه وای. دکاکازوي به یې ددې کلي ته اومیلودي به په مورپسې یوه نامالوم ادرس ته سفرپیل کړای وای. وایي:

  چې ددیدن نصیب یې نه وي+ په یوه کوڅه کې سره وړاندې وروسته شینه.

  خوددوی ددیدن نصیب ؤ، وړاندې وروسته نه شول اوبیرته دخپل پخواني کاکادزوي سره دهغه په ډیرټینګارددوی کورته راغلل.

                                             *****

  څه موده وروسته چې دوی بار(بهر) وتلي وواوبیا بیرته راستانه شول نودکورمخې ته یې دپولیسو موټر ولاړو.هغوی خبرراوړی وچې دمیلودي موردموټرپه ټکرکې مړه شوې ده.په هغې دغم داپیټی هم ورسرباری شو.

                                                       *****

  دمیلودي دمورله خوانیااونیکه ښه ډیرماړه(شته من)اودې ته یې وویل چې تاته دموردمیرات(میراث) یوه غوښنه برخه درپاتې ده.غریبه، کړیدلې او یتیمه میلودي اوس اوس نن سبا دکمپنۍ اولوي عاید خاونده شوه.

 بیله شکه یوزیات شمیرغربي کیسې دغه ډول لیکل شوې وي چې له غریبۍ نه سرمایه دارۍ ته سړی رسوي.

  وروسته وروسته له کیسې نه داهم مالومیږي چې دپخواني کاکا دزوي سره یې ژوندیوځای کیږي.

                                                      *****

  محترمولوستونکو!

 « یتیمه میلودي»دکیسې په حساب ښه کیسه ده.که وې لولئ نوبیله شکه دیوې خوږې کیسې مزه به ترې وڅکئ. لیکین زماپه نظرکه زمونږدنوي کول دپاره لیکوال اوژباړونکي داسې کیسې ولیکي او یایې وژباړي چې دهغوی سیاسي شعوربیدارکاندي نوپه جارسره وایم چې نیک کاربه یې کړی وي. ځینې کسان وایي : هرڅه اوهرډول اثاربایدپښتوته راوژباړل شي چې داثارواوکتابونومجموعي پانګه یې زیاته شي. مګریوشمیردنظرخاوندان بیاوایي چې نه، ادبي اثارخیردی که  لږ وي خوښه دې وي. ارواښاد«روهي صاحب»چې دخپل عصردنوي میتود یوزبردسته لیکوال اوپه ادب کې داوچت نظر خاوندوپه دې یې عقیده درلوده چې لږدې ولیکل شي،خوښه دې ولیکل شي.هغه وایي: سل شعرونه ولولئ نوبیایوشعرولیکئ! یاسل کتابونه مطالعه کړئ اوله هغې وروسته یوکتاب ولیکئ !

                                              *****

  دګاونډي صیب نه زماغوښتنه داده چې په راتلونکې کې دې داسې کیسې وژباړي چې زمونږدغم ځپلي اووروسته ساتل شوي هیواد ځوان کول ته دخپلې ټولنې دسمون اوپرمختګ لارې چارې ور وښیي. داسې ناولونه چې هغه دهرډول ستم،ښکیلاک اوزبیښاک په ځد(ضد) نوی نسل راویښ کړي. داسې کیسې چې دخواریکښې طبقې په ګټه اودطفیلي خونخوارې پاړکۍ ریښوته تیره بیلونه اړم کاندي.   ښه به وي چې ټول لیکوال،کیسه لیکونکي اوژباړونکي پښتوجنتي ژبې ته داسې کتابونه ورسوغات کړي چې زمونږویده اوپه پټوسترګوپه تورتم کې روان کړای شوي ولس ته درڼایي شونټۍ(پیلوزی) په لاس کې وروټومبي.

                                            *****

 ګاونډي صیب ته دکتاب دبل چاپ په وخت کې دغه وړاندیزونه کوم:

ــ که یوځل ټول کتاب له سره ولولې اوکومې ټایپي یااملایي تیروتنې چې په کې شوې وي، باید سمې شي.

ــ که په راتلونکې کې کومه کیسه لیکې یایې ژباړې نوښه به داوي چې له چاپیدونه مخکې یې یوه کیسه لیکونکي یاکیسه ژباړونکي ته ورکړې اودهغه له نظرنه وروسته په کې دنورولیکوالونظرهم واخلې.

 ــ بل وارچې داناول چاپوې نوپه تیرکتاب چې هرڅومره تبصرې شوې وي،هغه ورسره یوځای چاپ کړه!

ــ که چیرې دبل چاپ په وخت کې ددې ناول دلیکوالې ژوندلیک دټولونه په سرسرپاڼه کې راوړل شي نوناول ته دلوستونکي تلوسه زیاتیږي.ځکه چې په خپله دلیکوالې ژوندیوه دردوونکې کیسه ده. کولای شې چې همدغه څوکرښې چې ما دانګلیسې پاڼې نه را ژباړلي، په دغه دسرسرپاڼه کې ورځای کړې.

ــ دکتاب«۶۳»مخ سرلیک بې مانااوبې خونده غوندې دی که دبل چاپ دپاره بدل شي نوښه به وي.

ــ په «۱۲۴»مخ کې«ساراترور»: زمونږپه کلي کې خودکاکاښځې ته ترورنه؛ بلکې«تندار»ورته وایي.نوره نوستاخوښه. هغه وخت چې دې ته مالومه شوه چې کاکایې کاکا نه دی اودهغه میرمن یې تندارنه ده نوله هغې وروسته که ورته ترورووایي بیاسمه ده.

ــ په همدې مخ کې : هغه خپل ویښتان تر. د«تر»کلیمه که اضافي وي ترې لرې یې کړه!

ــ په«۱۳۹»مخ کې ددې عبارت په ماناپوه نه شوم.« جنۍ هیڅ شی مه کوه مابه نه وي کړی». لکه چې تحت الفظي ماناشوی.

ــ «۱۴۰»مخ. «دلاوراشیان»: که دارنګه په لیندکیوکې ونیول شي ښه به وي.

ــ په همدې مخ کې که دفلزي لوښوپه ځای، فلزي ماشینونه ولیکل شي نوغوره به وي.دماشین کلیمه په پښتوکې دود ده اوپه دې ځای کې لوښي ورسره ښه نه بریښي.

ــ په «۱۶۸»مخ کې د«جرنږیږي»په ځای به «غنږیږي»واره داروي.ځکه چې دغوږونودغنګاري نه اخستل شوی.

ــ د«۱۸۲»مخ په شپږمه کرښه کې «هغې»په «هغه»واړوه اوداوومې کرښې د«هغه سره»په «ورسره»بدل کړه!

ــ په«۲۰۶»مخ کې دایوه«پریشانې»وه. د«پریشاني»«ی»دوه څنګ په څنګ ټکي غواړي.داډول نورې نیمګړتیاوې چې په«یېګانو»کې شوي، په کتاب کې یې ولټوه اوسمې یې کړه!

ــ د«۲۱۰»مخ دویمه کرښه: دلته د«پرونده» په ماناپوه نه شوم.که دبل واردپاره څرګنده کلیمه ولیکې نوګټلې به دې وي.

ــ په«۲۱۵»مخ کې «بیتي زیاته کړه»: ددې څلوروکرښوپه متن پوهیدل راته لږګران ښکاره شول. که انګلیسي عبارت یې ددغې ژبې دپاخه استازسره یوځای یوځل بیا ترجومه(ترجمه) اومفهوم یې ولیکل شي نو بده به نه وي.

ــ د«۲۲۱»مخ په «پونه»(سپری)کلیمه پوه نه شوم.دبل ځل دپاره یوه مالومداره کلیمه په کارده.

ــ د«۲۲۴»مخ دلاندې له خوادڅلورمې کرښې «یې ګانو»عبارت ګډوډکړی دی.که سم شي نوښه به وي.

ــ د«۲۲۷»مخ په دریمه کرښه کې که دیوه«هغه»په ځای نوم ولیکل شي نوخوندیې زیاتیږي.

ــ په «۲۸۷»مخ کې: تادیوې ماشومې غوندې«تحدید»کړي.که موخه(مقصد»دلته محدودول وي خو د تحدیدکلیمه سمه ده اوکه ګواښل وي نوبیابایدچې تهدید(ګواښل)ولیکل شي.

ــ اود«۳۰۱»مخ: «تحدیدوي»به«تهدیدوي»وي.بایددانګلیسي کلیمې دمتن سره وکتل شي اود«۲۸۷» مخ په شان سم شي.زه پیکرکوم چې دلته مطلق ګواښل دي.

ــ په«۳۰۹»مخ کې که د«تنبه»په ځای(رټل ،دګل ـ ورټو،ودګو)راشي نوپښتوبه شي.

ــ د«۴۰۱»مخ داعبارت «هغه،هغه بیرته کیښوده»بایدداسې واړول شي: هغه یې بیرته کیښوده.

ــ د«۴۰۲»مخ «هغه،هغه بیرته په احتیاط کیښوده»بایدداسې ولیکل شي: هغه یې بیرته په احتیاط کیښوده.

ــ دهمدې پاسني مخ «هغه،هغه یوڅه ډیره شیبه په لاس کې ونیوه».زه وایم چې داسې به یې ولیکو: هغه یې یوڅه دیره شیبه په لاس کې ونیوه. دلته مې یواځې«هغه یې»ته اشاره ده. که داجومله له کنډوکپر نه خلاصول غواړونود«یوڅه»عبارت ترې لرې کوواوداسې یې لیکو: هغه یې ډیره شیبه په لاس کې ونیوه. تحت الفظي ژباړه دومره وارداره اوسمه نه وي.

ــ د«۴۰۴»مخ : «هغه،هغه(صندوق) خلاص کړ.سمه جومله یې داسې ده: هغه یې خلاص کړ.

ــ په«۴۱۲»مخ اوټول کتاب کې«هغه»ډیرزیات تکرارشوی،بایده دي چې کم شي.                            لکه :«ماهغه ته وویل». ماورته وویل.

     «که چیرې هغه مجبوره شي». که چیرې مجبوره شي.

     «هغه کولای شي چې ځانله کورته ولاړه شي». کولای شي چې ځانله کورته ولاړه شي.

ــ د«۴۶۴»مخ په «هټکوهټکو»: په سلګوسلګوکه ولیکل شي ښه به وي. هټکي هم بدنه دي،خو هټکي هغه وخت بونیادم ته راځي چې ډوډۍ یې ډیره کړې وي اویاپې کوم خوراکي شی بدلګیدلی وي، خو سلګۍ دژړا په وخت کې وي.

ــ د«۵۰۰»مخ «کتاب ته به کتلې». دلته لکه چې«مې»پاتې ده. کتاب ته به مې کتلې. په نوروځایونو کې هم یونیم ټکی پاتې دی.ځکه وایم چې کتاب باید یوځل بیا له سره په دقت ولوستل شي اوکمبوتیانې دې پوره کړای شي.

  په پای کې زیارکښ ګاونډي ته ددې ناول دژباړې مبارکي وایم اودنوروښوښوکیسودژباړوپه تمه ورته سترګې په لاره یو. په دې لارکې یې لا بریالیتوب غواړم اوشابسی پې وایم چې دومره لوي (۵۲۴)مخونه کتاب یې خپلې ژبې ته را اړولی دی. په قلم یې دکونړدغرونواوسیندونواومره (هومره) برکت.

            پای

Door Guest

Een gedachte over “دګاونډي یتیمه میلودي”
  1. ښاغلي عيان صيب ته اوږد عمر اونېګو پېرزوينو ته یې د زړه د اخلاصه هرکلی وايم ستاسې وړاديزونه به حتمې پام کې نيول کېږي، بشپړ خةمځواب به یې وروسته وليکم د اوس لپاره دغه دوه کرښې د ښه چاري يا سلام په توګه قبول کړه په درنښت ګاونډی

Reacties zijn gesloten.