لیکوال: محمدعیان«عیان»

Persona nan grata  پرسونا نانګراتا

  دایوه داسې ایستیلا(اصطلاح) ده چې په دیپلوماتیک ژوند کې ورنه کاراخیستل کیږي. کله چې په یوه هیوادکې بهرنی دیپلومات په کومه غیرې قانوني کړنه تورن شې نوددغه هیوادچارواکي یادشخص د«پرسونانانګراتا»په توګه اعلانوي اوپه همدې نامه یې له خپل هیوادنه شړي.

  پرسونانانګراتا ته«ناوړه شخص»یا«نامعقول شخص»(ادم نامعقول)ویل کیږي. دغه دیپلومات په استوګن هیوادکې، دهغوی په کورنیوچاروکې لاس وهنه،یایې ددوی له قوانینونه سرغړونه اوتیری کړی وي. دمیثال(مثال»په توګه ددې هیوادپه ځینوموهمو(مهمو)ځایونوکې لکه په پوځي برخوکې یې لاس وهنه اوجاسوسي کړې وي. یاددې هیواد  او سیدونکي دجاسوسۍ دپاره استخداموي اویاپه نوروغیرې  قانوني فعالیتونوکې لکه وژل،دمخدره توکوسره ارتباط او نورې داسې لمسونې وکړي چې دمیشت هیواددقوانینوسره مخالف اوپه زیان یې وي. بس تاسره خدای په نیکۍ مل شه نویاددیپلومات چې ددې هیواد مقررات یې نه وي مراعت کړي، د«ناوړه شخص ـ پرسونانانګراتا»په توګه اعلان او شړل کیږي. مقابل لوری یانې دشړل شوي دیپلومات دهیواد چارواکي هم کټ مټ همدغه ډول عمل کوي. په بدل کې د لومړني هیواد یودورته کچې دیپلومات دپرسونانانګراتاپه نامه له خپل هیوادنه وباسي.

  کله کله په یوشمیرخپرونواوویبپاڼوکې لیدل کیږي چې دا د پرسوناناګراتاایستیلادرذیل په ماناژباړل شوې وي. که چیرې یې دقیقه ماناهمداد«رذیل وي»،بیاهم په دیپلوماتیک ژوندکې ورته رذیل نه وایي او دناوړه یانامعقوله شخص په حیث یې اعلانوي. په دیپلوماتیک چاپیریال کې دغه دناوړه شخص ایستیلا ځکه دودده چې دیوې خوانه لږه ځګه(زږه)اودبلې خوانه درذیل دکلیمې نرمه ده.

 په خپله دیپلوماتیک ژوند هم یونرم چاپیریال اودغه ایستیلا په همدې ډول لږه شان په نرمۍ سره کارول کیږي،که څه هم پایله یې ښایسته ښه کوټلې وي.

  که چیرې ووایوچې «روسیې» د «فرانسې»یودیپلومات د «رذیل» شخص په توګه له خپل هیوادنه وشړونوداپه دیپلوماتیک ژونداودیپلوماتیک چاپیریال کې یوه ستغه، سپوره اوسپکه کلیمه ده. حتاّویلی شوچې دکنځلې(ښکنځلې ـ زیړې)ماناورکوي،خویره د(ناوړه ـ نامعقوله) کلیمه ترې لږه نرمه ده.

  په دیپلوماتیک ژوندکې ډیره ځګه(زږه) یادکنځلواود«نه» کلیمې نه استعمالیږي. که له یودیپلومات نه کومه غوښتنه وشي اوهغه نه غواړي چې مثبت ځواب ورکړي، بیاهم د«نه یا منفي»کلیمه نه استعمالوي. هیڅکله داسې نه وایي چې داکار نه کیږي؛ بلکې مقابل لورې ته وایي چې کوشش به وکړو ستاسووړاندیز سرته ورسوو، امیددی غوښتنه مو پوره شي او….

  داسې تمه یې پیداکوي چې ګوندې ددوی وړاندیزیې منلی دی.

  دمقابل لورې امیداوتمه خویې پیداکړې وي،لیکین دا دیپلومات هغه څه عملي کوي چې دخپل هیواددسیاست سره یې سمون خوري،خودوړاندیزوالا ته یې د«نه» وچ کلک ځواب ورنه کړ. دلته اصل مطلب اوغوره خبره داده چې په دیپلوماتیک ژونداودیپلوماتیک ماحول کې تل نرمه لهجه کارول کیږي. که یوځل بیایې په لنډډول تکرارکړم نووبه وایم چې د یادژوند په کلتورکې «سپکه»اود«نه»کلیمه نه شته. ساده میثال یې دادی چې په میشت هیوادکې یونوی دیپلومات غواړي ددریم هیواددزاړه دیپلومات سره چې له ده نه مخکې هغه هیوادته ورغلی وی، دپیژندګلوۍ کتنه وکړي،خوددوی د هیوادونوترمینځ اړیکې دومره ښې نه وي. زوړدیپلومات چې نوي دیپلومات ورنه دملاقات غوښتنه کړې، په ځواب کې ورته وایي چې سمه ده ډیرزربه سره وګورو.(البته چې دا غوښتنې دسکرتریت دلارې کیږي).

  څوورځې چې تیرې شي نوی دیپلومات له زاړه نه بیا د سکرتریت دلارې غوښتنه کوي چې ورسره وګوري اویوه د پیژندګلوۍ کتنه ورسره وکړي. لیکین دزاړه دیپلومات له خواورته بیاهماغه مخکینۍ خبره ورتکراریږي.

  دسکرتریت ددریم ځل دتلیفون په ځواب کې دزاړه دیپلومات سکرتریاسکرتره ورته وایي چې زمونږدیپلومات هرکله وخت پیداکړنوتاسوته به تلیفون وکړو. بس چې لنډه ګنډه یې راونغاړونوخبره همدلته خلاصه شوه. یانې چې زوړ دیپلومات ورسره نه ګوري، خود«نه»کلیمه استعمال نه شوه.دایې ورته ونه ویل چې درسره نه ګورم. نوی دیپلومات هم پوی (پوه)شي چې ورسره نه ګوري. بیا بل ځل ورته د پیژندګلوۍ دکتلودپاره تلیفون نه کوي، خودکتلودپاره«بهیر» په نرمۍ سره وچلیدو.

  په پای کې به ووایوچې د«رذیل»دکلیمې په ځای دناوړه شخص،نامعقوله شخص اودآدم نامعقول دایستیلا استعمال د دیپلوماتیک ژوندسره سم اولږغونتکې نرم دی. زماپه نظر همدغه کلیمې که وکارول شي نوښه به وي.

 

 

 

 

 

Door Guest