زمونږ کلي او بانډې کتاب چې د هیواد د ښه  شاعر او لیکوال ښاغلي سمیع الدین افعاني نوی اثردی دمومند خپرندوی ټولنې په مټ په ښکلي صقافت او ډیزآین د چاپه راووت ۰

دغه کتاب چې په ۹۷ مخونو کې دچاپ چارې بشپړاو د ۱۰۰۰ټوکوپه شاو خوا د چاپه راووت دلیکوال دخپلو خبرو برسیره دهیواد دمشرقي سیمو میشتو ولسونو اوپرګنوکلیوالي کلتور او سیمه ایزو دودونو او رواجونوته پکې خاصه پاملرنه شویده۰

همدارنګه په دغه اثر کې دلغمان تاریخي قدامت اوجغرافیوي موقعیت په اړه د معاصرو اومعتبره لیکولانو څیړنیزو کره لیکونو ته هم ځای ورکړل شویدی۰

پدغه کتاب کې لیکوال دخپلو دخاپوړو دکلیو اوبانډو ترڅنګ په کلیو کې د ودونو رواجونه، د درس اوتعلیم معاشره، ودونه اوعنعنې ، اشریا د خپلې خوښې کارونه اودمحلي ژوند هراړخیزه برخو ته لنډه کتنه کړې  چې دغه سلسله د انتر نیتي پاڼو له طریقه په ۱۶ برخو کې هم نشر او د هیواد والو د توجه وړ ګرځیدلې ده ۰

مینه وال کولای شي زمونږ کلي او بانډې تر سرلیک د افغاني صیب دا  نوی کتاب  په ننګرهارکې دمومند خپرنرندوی ټولنې څخه په لاندې پته ترلاسه کړي۰

چاپځاى: د مومند خپرندويې ټولنې تخنيکي څانګه۰

عبدالمجيد مومند کتاب پلورنځى مخابراتو څلورلارى ننګرهار۰

 اړيکې :

١٦١١٢٦٢٥٢٥

په ډیره مینه

د حق د لارې کلتوري مرکز – جرمني 

دیسامبر ۲۰۱۶

م ۰ کال

Door Guest