لیکوال: محمدعیان«عیان»             

جمال خان راته کړل(ویل یې:)

  دجرګوډیرې کیسې مې اوریدلې دي. دکوڅې اوکلي له جرګونه نیولې بیا ان ترلویوجرګوپورې.داجرګه چې زه یې اوس کیسه کوم د«ډیورنډ»دخیالي کرښې نه اخواته دپښتنو قبایلوپه کومه سیمه کې سرته رسیدلې ده.

ددې جرګې کیسه راته پنځوس شپیته کاله پخوایوسپین ږیري چې په ژمي کې دډبې پیتاوي ته ناست وو، کوله.

  دجرګې ځای، دسړونومونه، دښځې نوم اونورټول پې ما ایښودلي دي.اصلي یاخپل نومونه یې نه دي.

وایي چې:دقنداروډاګ په سیمه،سره کمر،شیخ بابا،امبار، چارمنګ،باجوړاویاکومه بله دغسې سیمه کې یاده جرګه جوړه شوې وه.

  کیسه داسې وه چې: دیوې دغسې سیمې دللمي پټې په اوچته پوله«نورګل»نومې شپون په خپله خړرنګې شړۍ ډډه لګولې وه اوشپیلۍ ته یې زورورکړی ؤ.هغه هلته دللمې دکروندې د پټودپاسه په شنه،خوکاړینه ورشوکې ګډې(میږې)څرولې اوپه شپیلۍ کې یې هم دمینې اسماني نغمې غږولې. کله کله چې به یوه نیمه ګډه دهمدې پټودغنمو شنه خید ته ورواوښتله نودده د شپیلۍ دنغمولړۍ به یې هم وشلوله. ډیرزربه یې ورپسې غرګی ورګوزارکړ. ګډبه(شپون)که دیوې خوانه خپلې ګډې څرولې نوبل لورته به یې کیدای شي کوم بل مسخد(مقصدـ موخه)هم لاره.

  ښایسته ګڼ پسرلی و.دوچې للمي ځمکې نه رنګارنګ بوټي اوګلونه راټوکیدلي وو. ښه دخوند باراني کال و.شړشم ګل شوي وو،اوربشې خینټۍ(چې وږي یې لا دپاڼوپه خولوکې وي لکه دګل دغوټۍ په شان) وې اوللمي غنم یوه یوه نیمه ولیشت لوړشوي وو.ښایسته تک شین ډبجن خیدیې کړی و.

  په ټوله سیمه کې آرامه آرامي وه. یواځې کله کله به دخراړو اونوروسارایي مرغیواوازونه اوریدل کیدل،خوددغه ځای د فضأ سکوت دده دشپلۍ نغموداسې ماتاوه چې نیژدې غرونو اوناوونوکې یې دانګۍ (چې په غره کې اوازبیرته راغبر ګیږي)اوازونه جوړول.

*****

دشپلۍ اوازخوپه غرونواوناوونوکې انګازې اوانګۍ ګانې جوړې کړې وې ،لیکین په خپله نورګل هم اوس اوس په ځمکه نه؛بلکې داووم اسمان تاتروته الوتلی و.

  په دې وخت کې یې په شپیلۍ کې دالوبه ویله:

  تورې موماڼې + نرۍ دې پاڼې

  اوـ لباسي دې زیړګلونه +تورې موماڼې

  په دې سندره کې به یې یوه یوه ټپه ورویشته اوښه په جوش کې به یې سرهم ورسره خوځاوه.

  په دې جموجوش کې یې لاندې ځمکې ته هډوپام هم نه و.

*****

  تقدیر ته ګوره چې څه به کیږي؟

  دشپانه نورګل خوځمکې ته پام نه و، لیکین په دې وخت کې خیرجان هم ورته راورسیدواودشپیلۍ غږیې لامخکې هغه ته دده پام وراړولی و.خیرجان یوڅولازې(لحظې) دده نه یودوه پټي اخواته په پوله ودریدواوهغه یې وپیژندوچې څوک دی. د شپیلۍ په لوبه هم پویه(پوه) شوچې شپون کومه لوبه وایي.

«تورې موماڼې …»

  خیرجان له پولې نه راښکته شواودخپلې کلا په لورلاړو.کلا یې دې پټوته نیژدې پرته وه اودشپیلۍ اوازتې ښه سم اوریدل کیدو.

*****

 هغه چې کلا ته ننوتونومیرمن یې میچن(دلاس جرنده) کوله ، غنم یې دلول اودالوبه یې دمیچنې داوازسره غبرګه کړې وه:

«تورې موماڼې…»

نورګل په شپیلۍ کې اودې په خپله خوله دمیچنې دغږسره یو ځای ویله.

  خیرجان په دې وخت کې هک پک،اریان دریان اولک څک ځای په ځای ودریدو.که په هغه وخت کې دې هغه دچاخبره په چاړه ګوزارورکړی وی نویوټکی وینه به ترې هم نه وی تلې.

*****

  هغه دخپلې کورنۍ اومشرانوسره خبره شریکه کړه. کورنۍ یې دنورګل خیلخانې ته احوال ورکړچې زمونږدکورښځه ستا سوپه نورګل« توره » ده. ښځه چې په چاتوره شي نوپایله یې دوشمني، مرګ اووینې تویول وي.

  دنورګل کورنۍ بیرته دوی ته خبرورکړچې داتور(تومت ـ تهمت)مونږنه منو.ځکه یې نه منوچې زمونږنورګل خان تل په دې دښتواوغرونوکې شپیلۍ غږولې اوخپله دګډورمه یې ساتلې ده. هغه دچاناموس ته په بده سترګه نه دي کتلي. پام کوئ که یونورګل مومړکړنولس دولس تنه به درله خاوروته ولیږو.

*****

  دخیرجان کورنۍ ورته داځل دوه تنه استازي ورولیږل او ورته وی ویل چې: «خیردی قام ته به کینو».ترهغې به ډزو ډوز،فتنه اومړي نه کووڅوپورې چې قام فیصله نه وي کړې.

ښه به داوي چې په دې باره کې دپښتنو«ویل» وکړو.«ویل دپښتنوجرګه ییزوپریکړواوخبروته وایي».بس هروخت چې قام څنګه پریکړه وکړه په هغه لاربه قدم ږدو.

*****

  دنورګل کورنۍ مجبوره وه چې دقام«ویلو»ته ورسره کیني اودقومي جرګې فیصله ومني.که قام ته ورسره کیناستوته غاړه کیندي نوبیله شکه چې دخیرجان کورنۍ به دنورګل د وژلوبندونه وتړي.

  دنورګل کورنۍ هم داغوره وګڼله چې«ویل» ورسره وکړي. هغوی پیکر( فکر)کاوه چې کیدای شي دعام ولس جرګه یوه داسې پریکړه وکړي چې نورګل په کې وبښل شي.

*****

دټولې سیمې نیژدې اولرې کلو(کلیو) ته دجرګې دجوړیدوخبر ورکړشو. دقامونومشران،مخور،سپین ږیري اونورعام ولس ډله ډله ددوی دکلا ګانولوي تلي(ددرمندونومیدان) ته را ور سیدل. په تلي کې ډیربې شماره کټونه اچول شوي وواوپه کټونوښه غټ غټ بالښتونه پراته وو. دومره ډیرخلک دې جرګې ته راغلل چې په کټونوکې نه ځآیدل اودلږعمرکسان په ځمکه په ټغرواویا په خپلوڅادرونوباندې کیناستل. خلک خو ځکه ډیرراغلي ووچې دادوه کورنۍ په سیمه کې ډیرې یادې اوشتمنې وې.بله داچې هلته دجرګوداسې لرغونی دوددی چې ټول ورته په یوه چغه ځانونه وررسوي.

*****

جرګه پیل شوه اوملا صیب دقرآن کریم څوآیاتونه قرأت کړل. له آیاتونولوستلونه وروسته ټولوپه جمعه لاسونه پورته کړل. ښه اوږده دوا(دوعا)یې وکړه.دملاددوانه وروسته یومشرسپین ږیري په لوړاوازوویل:دوا وکړئ چې الله پاک داجرګه په ښه شان سرته ورسوي. ټولوامین ورسره غبرګ کړ. بیاهم دوا وکړئ چې زمونږدټولوقامونوحیادې خدای وساتي اوله نورو تورونوتومتو نونه دې په امان وي.بیا په ګډه اولوړاوازامین په نیژدې غره کې انګۍ جوړه کړه.

  جرګه پیل شوه اوهرچاپه کې خپل خپل نظروړاندې کاوه. نظرونه مختلف اوډول ډول وو.چابه یوڅه ویل اوځینوبه بیا بل څه. یوه به دخیرجان دکورنۍ په ګټه دتلې پلې ته کاڼي ور واچول اوبل به بیاداسې خبرې وکړې چې دنورګل دبې ګونا توب نښې نښانې به په کې څرګندیدې.دانظرونه بیلکل ددې د پاره نه ووچې دکومې خواطرفداري په کې وشي،خودایواځې ددوی خپل خپل حدسونه اوقیاسونه ووچې وارپه واربه یې څرګندول.

  دمیثال په توګه یوه مشربه وویل: دشپیلۍ دشپانه اودمیچنې د میرمنې لوبه چې یوشان وه، وه به نو، داخویوتصادف دی چې په یووخت سره برابره شوه. دتورې موماڼې لوبه هم نوې دې سیمې ته راغلې ده. ښځې یې په ودونوکې، منجړسیان یې په منجړسونوکې اوماشومان یې په لاروکوڅوکې ښه په زوره زوره زمزمه کوي. دې شپانه« نورګل» ته اودې تورسرې «ګلاندامې» ته هیڅ ګونا(ګناه) نه شته.

  بل مشربه بیا دده خبرې نه منلې اوویل به یې: څنګه په یو وخت،یوځای اوهمدایوه لوبه؟ په دې کې شک نه شته چې د دوی ترمینځ کومه ریباره وړه راوړه کوي اویوه، بلې ته احوال وړي راوړي. یاښځې حتمن(حتماً) دکلاله سره دشپانه دشپیلۍ لوبه اوریدلې اوچې بیامیچنې ته کیناستلې نوهمدالوبه یې شرو(شروع)کړې ده. ددې میرمنې له خواورسره په یو وخت کې دلوبې پیلول دارنګه مانالري چې ددوی ترمینځ کومه رابطه شته.

  بس تاسره خدای په نیکۍ مل اوپه کندوانوکې دې غنم اوربشې ډیرې شه،همدغه ډول کیسې،خبرې اترې، کړکیچ اوکش و ګیروچې په جرګه کې روان و.

  کله چې به څوتنوپه ګډه خبرې کولې اوپه جرګه کې به یې جرګه ګۍ جوړه کړه نویوشمیرکسان به یې له کټونونه ټغرو ته راکوزشول اوپه ټیټ اوازبه یې خبرې پیل کړې.

  ټوپکونه خویې دبالښتونونه لاندې ایښودلي وو،لیکین ګردنۍ ګانې به یې په غاړوکې په سینوپرتې وې.

  دجرګې لومړۍ ورځ کومې پایلې ته ونه رسیده. دمازیګرد مانځه نه وروسته دنیژدې کلو(کلیو)والا رسخت شول، خود لری ځایونوسپین ږیري همدلته په دې خواوشاکلاګانوکې شپې ته پاتې وو.

*****

سبا بیاجرګه روانه وه اودپښتنو«ویل»په کې کیدل.هڅه کیده چې سکالو(موضوع)زرترزره اواره شي.

 

  نن بیاهم جرګه کومې نتیجې ته ونه رسیده.ځکه چې دایوه ډیره پیچلې اوناشناخبره وه.که نراوښځه څه ناڅه په جوته یوبلې ته دانه مانه واڼوي اویوځای سره ولیدل شي نودپښتنو جرګه ییزه«ویل»زر نتیجه ورکوي، خودامسله بیخي نوی وه.

*****

نن هم دپرون په شان تیرشواوبله ورځ هم همدغه حال و. جرګې پریکړه نه شوه کولای ځکه څوک نه پوهیدل چې د «تورې موماڼې»دلوبې په منځ کې به داراز وکه نه چې ددوی (شپانه اومیرمن) تار،یابه داسې ووایوچې دشپیلۍ اومیچنې  تارثبوت ته ورسوي.

  څوورځې تیرې شوې، خوجرګه نه کامیابیدله.اخیر«حکیم کاکا» له کټ نه راجګ شواوخپل زوي ته یې اشاره وکړه.

حکیم کاکاچې له ونې نه لوړاوښایسته دړه یې درلوده،په ټوله سیمه کې په«کاکا»مشهوراودخپل لوي کلي مشرو. نرو نروبریتونواوسوچه ږیرې ورسره ښه خوندکاوه.تل یې سپینې جامې په غاړه وي اودیخنۍ په وخت کې دواسکټ لاندې پوځي رنګی بنین هم اغوندي. زوی یې د جرګې دساحې نه لږوړاندې بوتواوورته وې ویل:

  په کورکې په شین رنګي بکس کې لس زره روپۍ پرتې دي اویوانګریزی ټوپک هم شته. دابه راوړې اومشره خوردې هم درسره راوله! زوي یې ډیرپه منډه داکاروکړ.خوریې دجرګې دمیدان نه څوګامه وړاندې دکرکڼوبوټوشاته کینوله اوهغې د جرګې ځای ته شاورواړوله.

*****

   حکیم کاکا دجرګې منځ ته راغې اوخلکوته یې لاس وخوځاوه چې لږرانیژدې شئ !

  هغه په دې ټوله سیمه کې ښایسته ښه یادسړی و. یاکه داسې ووایوچې د«جرګو»او«دستار»سړی ونوتیروتلي به نه یو.هر چا یې خبروته ډیرغوږنیوه اوفیصلې یې ورله په دواړو سترګومنلې. ټول چې ورته راټول شول بس نوبیا آنګه بنګه نه وه اوجان جوپ کیناستل.

*****

حکیم کاکاډیرپه زوره اولوړاوازوویل:

  زماجرګه ماروپښتنوورونو! لومړی لاس پورته کړئ اویوه دواوکړئ چې پاک الله داجرګه کامیاب سرته ورسوي اوبیا داسې دوا هم وکړئ چې خدای دې په ټولوپښتنوکې نورې داسې دتورونواوتومتونونه ډکې واقعې اونادودې نه پیښوي چې زمونږشملې پې ټیټیږي.ټولې جرګې ورسره په لوړاواز «امین »ووایه.

  هغه دجرګې خلک مخاطب کړل:

  زماشمله ورواودرنوپښتنوورونو! په جرګې باندې ډیرې شپې ورځې واوښتې.ټول خلک دخپلوکارونواوروزګارونونه ووتل، خوکوم سریې ونه نیو.ښه ډیرلمورمږان(ګډي ـ وري ـ پسونه)اوغویان حلال شول.ډیردشودو(شیدوـ پیو)او«سرو» چایونو(سورچای هغه چای ته وایي چې یواځې ګوړه اوچای یې په چایجوش کې داوبوسره خوټکولی وي اوشوده په کې نه وي)غټ غټ چایجوشونه وګړنګیدل اوډیرې تورسرې غریبانانې دډوډۍ ګانوپه پخولودتنورونوسرولمبوستي پتي کړې، خوجرګه لا اوس هم ناکام ده.ریشتیاچې دایوه نوې پیښه ده او اواریدل یې دومره اسان کارنه دی، لیکین مونږاوس مجبوریوچې دالانجه حل کړو.

  زماغیرتمنوجرګه ماروورونو!

  ما دخپل کورنه لس زره روپۍ (اویااتیاکاله پخواداډیرې روپۍ وې)او یوانګریزی ټوپک راوړی اومشره لورمې هم هلته دکرکڼودبوټونه اپلوناسته ده.«په دې وخت کې زیاتو کسانودهغې پیغلې په لورمخونه ورواوړول، خودهغې مخ دغره خواته واولا تردې وخته پورې ډیروکسانوهغه نه وه لیدلې چې هلته کومه تورسرې هم شته».

  حکیم کا کاپه جارسره وویل: په تاسودې ټوله جرګه کې چې هرڅوک دې ته تیاروي چې خپله ښځه دیوبل سړي سره توره کړي نوزه به دالس زره روپۍ ،دایوانګریزی ټوپک اومشره لورهغه سړي ته وروبښم.څوک به په دې ټوله جرګه کې خپله ښځه بدنامه کړي چې دادرې شیان کورته یوسي؟ هیچاغږونه کړ.بیایې خپله خبره راغبرګه کړه،بیاهم څوک دخپلې میرمنې دتوریدواوبدنامیدونوم ته حاضر نه شول. په دریم ځل هم چا له خولې نه سپوڼ قدرې ونه ویستو.

  حکیم کاکاوویل:چې په دې دومره لویه جرګه کې یوه سړي هم دې ته تن کینښودوچې خپله ښځه توره کړي اوزما لور، ټوپک اولس زره روپۍ کورته یوسي نوبایدچې دپښتنوپه «ویلو»سره ووایوچې: نورګل اوکورنۍ یې پړه ده.نورګل پړ دی،پلاریې هم پړدی اونیکه یې هم.

  ښځه پې توره ده،توره ده اودریم ځل یې بیاتکرارکړه چې توره ده.

  ټولې جرګې ورسره دا خبره(توره ده )بدرګه کړه اوپه یوه غږیې وویل چې: «توره ده».نورګل پړدی.

  حکیم کاکاپه پای کې وویل چې ددغسې«تور»اوپړې سزاپه پښتنوکې مالومه ده.دهمدې خبرې سره بلاخره جرګه بریالۍ پای ته ورسیده.

  خدای پوهبږي چې دشپیلۍ اومیچنې ترمینځ به کوم رازوکه نه؟  که داراز موجودنه ونو«ګډبه» بیچاره خوبیااسې د «املوکو»په تول کې لاړو.

              «پای»

  دلیکلونیټه یې: ۲۰۱۷/۱/۲۲ــ/۱۱/۳/۱۳۹۵ـ /

Door Guest