ټنګه سری

لیکوال: محمدعیان«عیان»

«لنډه کیسه»

هغه چې دخپل کلي محکمې ته ورننوتله نوپه دروازه کې یې  پلوراټول کړاودپلاوه غوټه یې ټینګه په لاس کې ونیوه. دځان سره یې وویل:پاکه خدایه خیربه دې غواړم.ددې محکمې دتګ راتګ نه مې نوره دمه کړې.

  ګل مرجانه تروردې محکمې ته په تلوراتلودومره ستړې شوې وه چې چابه دمحکمې نوم قدرې واخیستونوددې غونی به ځیګ(زیږ)شو.

*****

  دترورۍ دخپل لیوره سره په آوي(تراوبولاندې)ځمکه باندې لانجه پیښه شوې وه. په دې کلي کې دهغې خاوند اولیورڅلور آوي پټي لرل چې ټول ټال ایله بیله درې جریبه کیدل اود دواړو ورونوشریک وو. په هغه وخت کې دواړه ورونه یو ځای اوسیدل اوچې کله بیل شول نودوه پټي دیوه وروراودوه

 دبل ورسیدل.ویش مشروروروکړچې دوه دغورې پټي یې د ځان کړه.

  دمرجانې خاوندیوخواریکښ سړی واوپه ډیروخواریو،سرو، ښورواوسپلنیویې خپله ځمکه دوروردهغې سره په حاصل ورکولوکې یوشان کړه.

*****

دتقدیرکارونه وو،کشرورورچې دګل مرجانې خاوندوپه یوه ناڅاپي مرګ سره دتل دپاره له دې فاني نړۍ نه سترګې پټې کړې اومرجانه کونډه شوه. هغې یوه رنځورغاړي زوي ته د دریونوڼوسره کونډتون پیل کړ.

  خدایه دکونډوبچي لوي کړې+

 کونډې به نوربچي رانه وړي دادې یینه.

  هغې چې به په کوم واده ښادۍ کې دجینکودخولونه ددیرال سره داټپه واوریده نوپه زوره به یې چغې کړې: جینکوپه خولوموبرکت شه.خدای موحیا وساته. الله پاک موپه ښوښو ځایونوکې نصیبونه وکړه.

 بلې نجلۍ به بیاددې دلا خوشالتیادپاره دابله په کې وروویشته.

  کونډې کونډتون دې مبارک شه+

  زوي دې ځلمی دی په بریتونولاس وهینه.

  دې به بیا چې په لرې کټ کې به دنوروزړوښځوسره ناسته وه ورنارې کړې: په خولوموبرکت شه. بې پردې مه شئ.

*****

  بس تاسره خدای په نیکۍ مل شه ددونیا څه سختۍ اوکړا وونه ووچې کړاوونه وواوپه دوی راوریدلي وو. دډول ډول ستونځوسره لاس اوګریوان وواوورځ تربلې بتره وه.یوه ورځ به یې دیوه شتمن منګي ډک کړل اویابه یې ورله دټول کور جامې ووینځلې اوبله ورځ به یې دبل ماړه سړي کوراوغوجل جاروکړل اوریخپړې به یې ورله راوتوګلې.هغوی به هم بې څه نه پریښوده.یوڅودتناره سکړکان به یې دنسکودپیتو،شنو سبواویادکوم بل نګولي سره ددې په لرګینه کاسه کې ور واچول.

  که څه هم هغې ددغودووپټوغله اخیستله، خویواځې په دې غله دهغوی دپینځه کسیزې کورنۍ دژوند ټولې اړتیاوې نه پوره کیدې.کله به خوارکۍ دغنمودلوونوپه وخت کې په وټونو (هغوپټوته وایي چې غنم ترې نوي ریبل شوي وي) کې د ستریوترڅنګ دغنموشندل شوي وږي ټولول اوبیابه یې له هغونه دڅوباړي په ټکولوسره چارک نیم پاک غنم راوویستل. یابه یې دکوم ماړه ځمکه وال دمیرمنې سره دهغوی دپنبې د پټي نه پنبه راټولوله چې هغې به ورته ددې مزدورۍ په بدل  کې چارک پینځه پاوه اوړه په شکرۍ کې ورواچول.په همدې فصل(مني)کې به یې دجوارودوږودسپینولومزدوري په برخه وه. کله کله به یې دجوارودګیډیوسلامته«دلۍ»په یوه سرسپینه کړه.

  دشپې به یې دخلکوپاغوندې په خپله زړه کړکیچوشانته څرخه ریشلې.داڅرخه یې یووخت له«څوکۍ» نه ترخپل کلي  «سرکاڼو» پورې چې خپل تورزړوکی یې ورته منجیله کړی و،په سرراوړې وه. یره خدای مې دې غاړه نه بندوي چې دا اوسنی کول(نسل)خوبه اوس تش تورددې دووکلیوترمینځ واټن( فاصله) ونه شي وهلی.

*****

هغه چې دښایسته مازیګري دکلي (څوکۍ) نه څرخه په سر څاښت څاښت روانه شوه نودجینکوله خولې نه یې دالنډۍ په مغزوکې راوګرځیده:

هلکه روغ به لیونی شې+

که دڅوکۍ مازیګری دې ولیدنه.

اوچې په پښیبله سپیروپښو،چاودلوپوندواونرونرولینګویې پیټی په سردااوږده لاره(ګومان کوم چې شل کیلومتره به وي)

ووهله نوپه دمه دمه ایله بیله مازیګرمازیګرخپل کلي ته را ورسیده. دکونړ د ژمي دسین په غاړه یې دمه وکړه.څرخه یې له سرنه راکوزه کړه. دتنابي جالې دراپورې وتوپه تمه کیناسته اودسرکاڼو په مازیګري یې سترګې ولګیدې. په دې وخت کې په جګوغرونو لمر په غړغړه و، څلورپینځه ګودرونه ورته مخامخ ښکاره کیدل، منګواومنګوټو کتارونه جوړکړي وو، دخلکوډیره ګڼه ګوڼه وه اودماشومانو شورپکړ یې هم له لرې اوریده. «په ژمي کې خو اوبه کمې وي نو جاله په تناب پورېوځي راپورېوځي لیکین په اوړي کې بیاد«چپو» جاله چلیږي. نن سباددې جالو په ځای خلک په کشتۍ کې اویا په پله دغې کلي ته ورځي.» نودځان سره یې وویل چې دا خوریشتیا:

دڅوکۍ اسې نوم بدنام دی+

مازیګری دسرکاڼومزه کوینه.

  وروسته یې په زړه کې وروګرځیدل چې: نه نه ددواړو کلیو مازیګري ښایسته دي.

  داڅرخه که اوس زړه اوکړکیچو هم وه، خودې به پې د شپې له خواپردۍ پاغوندې ریشلې اودورځې به یې نورې دغریبۍ اومزدورۍ منډې رامنډې وهلې.

  دمزدورۍ هغه کارونه چې په کورکې به سرته رسیدل لکه دیوچا پنبه الاجي کول او…نولورګانوبه یې هم ورسره مرسته کوله. بس تاسره خدای په نیکۍ مل شه،ژوندوچې په سوچونو اوزحمتونوکې تیریدواوترمرګه پورې شپې رالنډیدې.

*****

 دکلو(کلیو)په ستړي ژوند،وروسته پاتې کلتوراوتودوسړوکې دګل مرجانې لیوره ملک زړورخان ته داسې درنه دوشمني پیښه شوه چې مجبوروله کلي نه کډه وکړي.له تپلې کرښې نه اخواته دپنجاب داسارت لاندې افغانستان ته واوړي اود افغانستان په محکومه ځمکه کې ژوند پیل کړي.

  هغه وروورودکورټول کالي کنډولي اوشته خرڅ کړل او خبره ځمکې ته راورسیده.څرنګه چې څلورواړه پټي دزړور خان په نامه دمالیې په کتاب کې ثبت شوي وونوهغه ټول یې په ملک روحاني باندې وپلورل. ګل مرجانه چې خبره شوه،

خپل لیورته یې وویل:

مونږهم ستاپه دوشمنۍ ډیرخپه یواودوا درته کوو.چې چرته تاسوځئ مونږهم درسره ځو.ستادوشمني زمونږدوشمني ده، خویره ته به داسې وکړې چې زمونږ دپټي حق به مونږته راکړې اوته به دې دخپلې ځمکې پیسې واخلې.

  ملک زړورخان ورندارې ته په ځواب کې وویل: ورندارې داسې به وکړوچې خدای یې کوي. پیسې به ټولې زماسره وي اوچې کډه مووکړه نویوځای به یې لګوواویوځای به یې  خورو. چې کله خلاصې شوې نوبیابه ګوروکه دچادپټي باره موکوله اوکه دچاخټې یاکومه بله مزدوري موپه برخه وه. یو ځای به خواري غریبي کوواویوځای به یې خوروڅښو.

 مرجانې ورسره دانه منله اوورته ویل یې چې خپله برخه دې خپل جب کې واچوه اوزمونږدپټي بیه مونږله راکړه.

*****

چې ددوی ترمینځ داموافقه ونه شوه نومرجانه اوزوي یې چې نن سبا راغوټکی شوی شانته و،حکومت ته لاړل اوپه تره یې عریضه وکړه.عریضه له ولسوال نه محکمې ته لاړه اوقاضي زړورخان راوغوښتو.قاضي له هغه نه وپوښتل چې ولې دې ددې یتیم هلک ځمکه خرڅه کړې ده؟ زړورخان د قاضي په مخ کې وویل چې مایواځې خپله برخه خرڅه کړې ده اوددې یتیم هلک ځمکه دده جایداددی.«واه واه څومره ښه وشول چې خبره محکمې ته ورسیده».

  کومه ورځ نیمه مخکې خو چې دمرجانې زوي په خپل پټي کې دجواروڅوټانټې راریبلې وې چې وږي ترې مات کړي او په کورکې تې ډاډه واچوي نوپه دې وخت کې پې ملک روحاني راغلی وچې ډیرقارقوریې ورته کړی و.هغه ورته ویلي وو چې بیا دې پټوته رانه شې!ځکه مه راځه چې مادې دکاکا نه په نغدوروپواخستلي دي. دایې هم ورته ویلي ووچې که بل ځل دې په دې کرونده کې ووینم نودکونړدسیندپه غړنه به دې ډوب کړم. داسین(سیند) ددوی دځمکې لاندې ښه په جوش کې غړمبیدو.

*****

  اوس چې ملک زړورخان دقاضي په مخ کې اقراروکړچې د وراره برخه یې نه ده خرڅه کړې نوقاضي هم دټکه مفتي او محرردواړه خپل دفترته راوغوښتل اودهغه دغه اقراریې شرعي قوالې ته وخیژاوه.په محکمه کې ددوی برخه ځمکه د مرجانې دزوي په نوم داسې ثبت شوه چې دواړه برخې ځمکه له سره په شرعي قواله وویشل شوې.

  ملک زړورخان دملک روحاني سره په دې ځمکه جنجال درلودچې دټولې ځمکې پیسې یې ترې دګوتوکړې وې، خو هغه ته یې بیرته ددې بلې برخې پیسې ورنه کړې.

  نیمه ځمکه خودګل مرجانې تروردزوي«حیات خان»په نامه په محکمه کې ثبت شوه، لیکین قاضي اومفتي هم بې برخې  پا تې نه شول. دقاضي پیاده دحیات دوی دآخورې نه«زاړی خسی»(چې لاسخوندریاغوڅکی شوی نه وي) راایله کړاو د قاضي صیب کورته یې په پړي کې نیولې بوتو.

 دمفتي صیب پیاده دګل مرجانې په کورکې نورڅه نه وو مندلي نودهغې دمیړه دوخت جانمازچې دښې ګلدارې وړې قالینې په ډول جوړشوی ومفتي ته ورسوغات کړ.

  دوثیقې نورپا تې کارونه لکه لیکل،مهرکول اونوربه محرر صیب سرته رسوي.هغه ددی کلي اوسیدونکی اودګل مرجانې ترور لرې شان خپلوان هم دی.

*****

  قاضي صیب اومفتي صیب خوپه خپلوتحفوبریتونه تازه کړل، خواوس پې وارد محررصیب انورخان دی. دتروردې الله سوب وکړي. دامحررصیب خوهغه دچاخبره «سپږه وژنې اوریچه یې مزد اخلي». په مال اودولت پسې یې نوکې ښې ټینګې کړې دي او په پیسوپسې یې سا خیژي. وایي:      « ماسته دهرچا خوښیږي، خو د پیشوپسې برقۍ دي».دده هم په پیسوپسې سترګې وځي.بس نو ترورې خدای دې مل شه چې لانوربه څه کیږي؟

  ددې کلي اوسیدونکی اودحیات خان دوی لرې غونتکې خپلوان محرردګل مرجانې ترور،هغه دچاخبره څوجوړه څپلکې محکمې ته په تګ راتګ زړې کړې اودسرپه کاسه کې یې ورته اوبه وخوټکولې.دهغې دلیوره، قاضي اومفتي سره خبره په اسانۍ اواره شوه، خومحررصیب ورله دنوم محکمې نه زړه تورکړ.هره ورځ به ورته ورتله چې وثیقه وروسپاري.لیکین هغه به ورته کله یوه بانه(پلمه) کوله اوکله بله. په دې« نن او سباراشه »کې پې میاشتې میاشتې ووتې.

*****

  دورځونه یوه ورځ چې محکمې ته روانه وه نوپه لاره کې ورله ګل جان ماما مخې ته ورغلی و.ګل جان چې ددې کلي یوتجربه کاره اودټولوددرناوي وړسړی دی هغې ته وویل:

  خورې داسې وکړه چې خدای یې کوي. یوڅوټنګې(ټنګه په دې کلي کې پینځه ویشت پولۍ ته وایي)جمعه کړه اومحرر صیب ته یې په ججوره ورومنډه! څوپورې چې هغه ته دا د ټنګوبډې ورنه کړې نودوثیقې خاونده به نه شې اوپه دې نن اوسباراشه کې به دې دسرپاتې تورویښتان هم تک سپین او واښې وړئ شي.

 ګل مرجانې په حیرانتیاسره دهغه نه تپوس وکړچې ماریرخو ددې کلي اوسیدونکی اوزمونږخپلوان دی نوزمانه به هم بډې اخلي؟ داقواله چې نه راکوي نوڅوټنګوته یې ایښې ده. ښه ښه وروره! اوس پې پویه(پوه)شوم چې څوټڼګوته یې سترګې پټې کړې دي.

ګل جان: بیلکل،بیلکل همدغسې خبره ده.هغه چې درنه څو ټنګې نه وي بودکړې، بس تا به همداسې له کوره ترمحکمې تنسته جوړه کړې وي.هغه ته که زاړی خسی، جانمازاویا سلګونه روپۍ نه وررسیږي نوټنګې خویې قلنګ دی.هغه د ټنګوباچادی.دکلي ټول لوي واړه ورته دټنګوباچا اولاځینې ځینې کسان ورته ټنګه سری ماریرهم وایي.وګوره په همدې ټنګوخوهغه دکلي نه بارڅومره لویه کلا جوړه کړه. څومره آوي اوللمي ځمکې یې خپلې کړې.همدادټنګوپه برکت خویې خپل ټول بچي تعلیم والاکړل. ښوښوځایونوته یې ورسول. ته هم یوڅوټنګې جمعه کړه اوځان تې په حیا پرده کې خلاص کړه چې بله لانجه درته جوړه نه کړي!

  ګل مرجانه: څه وکړوورورګله دټنګودجمعه کولوهم راته څه نه دي پاتې. یوه غوا موده هغه هم زاړې (چې دلنګون نه یې ډیروخت تیر وي) شوې ده. یوټکی شوده چې وکړي نو ایله پې درنځورغاړي زوي حلق لوندکړو.دومره نه وي چې په چا یې وپلورو.دغوا خسی هم په خپله مخه لاړواو جانماز هم…بل درک خرک مونه شته، خوستاخبره به ځمکې ته نه غورځوم اوله همدې ننه به سردډاګې ډاګې وهم چې یوه یوه ټنکه راجمعه کړم اودې کدوسري ته یې په خوله ور ومنډم.

*****

  داځل چې محکمې ته ورننوتله اودخدای نوم یې یادکړچې په خیر ددې تګ راتګ نه خلاصه شي نودپلوغوټه یې هم ښه ټینګه په لاس کې نیولې وه. دهغه ددفتردروازه یې بې له ټک ټکه وروشان بیرته کړه، دکوټې په یوه کونج کې یې دیوال ته ډډه ووهله اودپښوپه سرلکه باران وهلې چیمچڼه ټوغه کیناسته. اوس پې نودمحررصیب ښه پوره سام(ترهه ـ ډار) پروت و.

  محررصیب میزته په چوکۍ ناست واوکومه دوسیه یې کتله. دې ته یې ترسترګولاندې وروکتل، خوڅه ګړه بړه اوستړي مشي یې ورسره ونه کړل. لږوروسته یې پام شوچې هغې د پلاوه غوټه ټینګه په لاس کې نیولې ده نوپه بریتونوکې ورته مسکی شواوپه «پخیرپخیریې شرووکړه».ترورې په خیر راغلې په خیر…دې هم لږه په ستړې شان لهجه دخیریوسې ځواب ورکړ.

  محررصیب ترې تپوس و کړچې داپه پلوکې دې څه دي چې داغوټه دې ورله په لاس کې لاداسې ټینګه نیولې ده؟

  ترور: بس خوری جانه هرڅه چې دي ستا دپاره دي.  محرر ورته خوله چینګه کړه اوورته وی ویل: نوراکوه یې ترورجانې،په خولې دې برکت شه،هله زریې راکوه له خیره!

  هغه ورپاڅیده اودمیزپه سریې پلوورایله کړ.ټنګوخوشرنګ شرونګ جوړکړ،لیکین دمحررپه زړه کې ځکه ترهه اوویره نه وه چې قاضي صیب اومفتي صیب خوخپل کارکړی دی نو که اوس دده دڅوټنګونه خبرهم شي، څه ری په کې نه وهي. تروربیرته په خپل ځای په ځمکه کیناسته اومحررصیب د ټنګوپه شمارلوپیل وکړ.

  یوه ټنګه،دوه،درې،څلور،داهم شوه یوه افغانۍ. پینځه،شپږ… اته، دامې دې پوره دوه روپۍ شوې. دځان سره هغه داشمار دومره په زوره زوره کوي چې تروریې هم اوري. دامې دې شوې دولس ټنګې یادرې روپۍ . دیارلس،څوارلس…اوداهم شوې شپاړس ټنګې چې پوره څلورروپۍ ترې جوړې شوې. اوولس،اتلس اوداوروستۍ ټنګه یې نورلس(نونس).

محرر: ترورې یوه ټنګه په کې کمه ده. چې دانورلس په خیر سره شل کړې نوپوره پینځه افغانۍ به شي.چې پینځه شوې نو ته به دې هم په خوشاله خوشالۍ  سره نوې ځوې، ښایسته او رنګه قواله کورته یوسې.

  وئ وئ زما ماریرخوریه! دانورلس ټنګې مې دډیرې مودې راهیسې په ډیره خوارۍ اوزاره چاودۍ راجمعه کړې دي. ددې دپاره مې راټولولې چې یوه ورځ بازارته لاړه شم اوڅه چیټاکۍ میټاکۍ شین« چی»(چای)پې واخلم. ډیره موده کیږي چې شین چی مې نه دی څښلی. ډیر زړه مې ورته کیږي، خو څه وکړومیرات مړی ډ ‌یرقیمته(ګران) دی. چې کله کله را باندې سرخوږی زوروکړي نوشین چي ته مې ډیرزیات زړه کیږي.بس بله چاره نه وي نودښونانوپاڼې وخوټکوم،پیاله نیمه ترې وڅښم اوبیاپه ځای اوده(بیده) شم. سهارسهارخوبیګانی سکړک په نغري کې تودشي،کله سپوراولاکله یې دتودواوبو سره ترستوني تیرکړو.

*****

نوماریرګله خوریه هرڅومره صبرچې مې وکړاودانورلس شل کړم چې بیا پې په بازارکې شین«چی»واخلم، خونورلس مې شل نه شوې.اوس مجبوره شوم چې داقواله ستا دمیزدبند نه راخلاصه کړم نودقرآنکریم دکڅوړې نه مې راوویستې او ستادپاره مې په پلوپورې غوټه کړې.خیردی چې یوه ټنګه په کې کمه ده نوته هم زما خوریه کیږي اودایوه ټنګه خوبه راله ارومرولیاز(لحاظ)هم کوې کنه!

  محرر: یره ترورې ریشتیاچې ته زمونږترورکیږې اوزه ستاخوری، لیکین مونږته هم لوي کورراپه غاړه دی. ډیربچي مې دي اوپه هغوی ډیره خرچه لګیږي.چې ټنګه ټنګه بچت نه کړو(ونه سپموو) نوبیاموکورخراپ اوهغه دچاخبره په چرګه باردی.

  همدا دیوې یوې ټنګې دجمعه کولوبرکت دی چې زمانه یې په دې کورکلي کې لوي شخصیت جوړکړی دی. بس په خوشالۍ سره درته وایم: هرکله چې دې شلمه ټنګه راوړله نو قواله(وثیقه)به دې یوسې په خیر.چې نورمې سرخوږنه کړې. ځه پاڅــیږه دخیره سره!

  ترور: ګوره خوریه! زه ستا سره وعده کوم چې هروخت شلمه ټنګه په لاس راغله درته رابه یې وړم اویا به یې ستا میرمنې ته په کورکې ورکړم، خواوس میره با ني وکړه دا قواله راکړه چې په زړه پورې مې ټینګه نیولې وي اوکورته خانتما روانه یم.

  محررصیب وچولی تریوکړاولږپه قارغوندې یې ورته وویل: ځه لاړه شه، بیادرته وایم چې نورمې مه پازابوه (په عذابوه)! دلته مونږډیرموهیم موهیم(مهم) کارونه لرو. نور خلک راځي. ځه خپل کاروکړه!چې کله دې شلمه ټنګه راوړه نوبیابه خوشاله کورته لاړه شې.

دترورحلق وچ کلک شو.ترې راپاڅیده اوپلویې ښه په شړق شړق وڅنډو.هغې په زړه کې وویل: ماویلې چې دادکلي خلک ورپسې اسې وایي چې«ټنګه سری ماریر». داخوریشتیا چې «ټـــــنـــګه سری» دی.                                             

  چې له محکمې نه راووتله نوپه یادیې شول چې مشرې لوریې هم دډیرې مودې راهیسې«درې ټنګې» جمعه کړي او په پلوپورې یې تړلې دي.بله چاره نه شته،بس دهغې دپلونه به یوه ټنګه را ایله کړم اودې ټنګه سري ته به یې راوړم.

               پای

  دلیکلونیټه یې: ۲۸/۱/۲۰۱۷ــ ۹/۱۱/۱۳۹۵

Reacties zijn gesloten.