لیکوال: محمدعیان«عیان»

لنډه کیسه

جبارخان خونن سبا دسوک وهلوشوق کړی دی، لیکین د پلار نیکه نه ورته دموچیتوب کسب په میرات(میراث) پا تې دی.

  که دهغه دموچیتوب(چمیارۍ) دوکان دښاردمنځ دګڼې ګوڼې نه لږ ګوښه شان سیمه کې پروت دی،خوبیا هم کار یې دومره چلیږي چې دخپلې کورنۍ خرچه پوره کولی شي.

عمر به یې څلیریشت یاپینځه ویشت کاله وي، لیکین یوه پګړه بچي خدای ورکړي دي. هغه ته پلار په څوارلس کلنۍ کې واده وکړاو هر کال یې «غول په غول»(پله پسې) اولادونه وزیږول. میرمن یې هم دهمده په منګ ده اوهغه ایله بیله دخپلوبچوپه پالنه او روزنه بوخته ده. بله ګټه وټه اوکارکسب نه شي کولی. ځکه چې یوخویې سبق اوښوونځی نه دی ویلی اوبل داچې یو درجن بچي چې چاته ورپه غاړه وي نودکاربه یې څه خونده وي؟

*****

  ددوکان په ګاونډکې یې یودسوک وهلو(بوکسینګ)«کلپ» فعال دی.دنوروخلکوترڅنګ،ددې کلپ زیات لوبغاړي دهمدې ځوان موچي په دوکان کې خپل اودخپلې کورنۍ زاړه بوټان یا څپلۍ چې شلیدلې وي ګنډي، پالیشوي اوڅه ناڅه یې نوي کوي. بیخي نوي بوټان اوڅپلۍ خوځکه نه شي جوړولای چې دنویوڅرمنواو«تلو» بیې ډیرې لوړې دي. دده سره دومره پانګه نه جمعه کیږي چې دغه نوي شیان پې واخلي. بله داچې دنویوبوټانواوڅپلوپه جوړولوکې دومره مهارت هم نه لري چې دښار دنوروموچیانوسره سیالي وکړي.

  بس یودزړوتمبوساده دوکان،په اوړي کې بې پکي اوپه ژمي کې بې«بوخارۍ » چلیږي. دژمي په ډیره یخنۍ کې کله کله د منقل دپاسه سکاره ولګوي اوچې دلاسونوتوررنګې چاودلې ګوتې یې دسړوله زوره ښې کلي شي نوورنیژدې یې کړي. دبوڼ په یوه زاړه شان کټکي یې یوه دزړو ختو(ټوټو) تور رنګې توشکچه غوړولې چې خپل توررنګ یې هم بایللی، خودی پې دپاسه ارام ناست وي.په مخکې یې داوبوډک ښانک  (لګن،تشت، تغاری) پروت دی چې زاړه پیزارپه کې پاسته او ګنډلوته یې چمتوکړي.

  په بیل بیل میچ(سایز)یودوه درې څټکي، دکوکواومیخونوڅو دبلي(ډبي)،رینه،نغښتي تارونه، سندان،دنریونریوڅرمنوټوټې، دپالیش درنګ څوبوتلونه،څو برشونه اودچمیارۍ نورڅه ټکه ټوکه سامانونه یې خواوشا په دوکان کې خواره واره پراته وي.

*****

  دوکان ته چې به یې څنګه دبوکسینګ دکلپ لوبغاړي راغلل نو هغوی به دټکه دخپل کلپ په اړه خبرې پیل کړې. یوه به ویل چې: یره نن موښه سیالي وکړه. بل به بیا ویل چې پلانی هلک ډیردروند ګوزارکوي. یونیم به لا ویل چې که خدای وکړي انشالله دسیالۍ وروستنۍ پایلوبې(فاینل)ته به ووځي.بس هرچا به یوڅه ویل اوموچي جبارخان به دزړه په غوږونو اوریدل. لنډه داچې هغه به دسوکوهلودټولوښکته پورتیونه ښه پوره پوره خبریدواودې کارته یې تلوسه ورځ تربلې زیا تیده. کله کله به دسیالۍ دګټلواوجایزوخبرې هم وشوې.ویل کیدل به چې پلاني بوکسردرې یاڅلورلکه افغانۍ جایزه وګټله.بله ورځ به بیا دنوروجایزواواینامونو(انعامونو)خبرې کیدې.

*****

  جبارخان ته دموچیتوب دګټې نه دسوک وهلوګټه ډیره غوښنه اوګړندۍ ښکاره شوه. پیکریې وکړچې په یوه ورځ کې سړی درې څلورلکه افغانۍ ګټلی شي نوپه دې دپالیش او رینې په کارکې خوبه په خوب کې هم کله دومره لویه پانګه ونه ګټي.دځان سره یې وویل: بس هرڅه چې کیږي توکل مې په خدای، دې دسوک وهلودکلپ غړی کیږم.چې نه وي نه وي یوه ورځ به که خدای کول دقهرمانۍ جایزه وګټم.چې اتل شوم نوپه موچیتوب به درنه ګټه(تیګه)کیدم اوسپکۍ شان    سوداګر ۍ (بیزنیس) ته به لاس واچوم.

*****

  که څه هم عمریې دکلپ دنورونویوځلمکیونه لږزیات و، خو هلته ددې کلپ خاوندان دعمرخبره دومره نه مراعتوي. دنویو کسانوپه غړیتوب دکلپ دګټې کچه لوړیږي اوهغوی همدغه ګټه په نظرکې نیسي. لیکین په بارنیوهیوادونوکې چې دچا عمر له ټاکلې حد نه زیات وي نوداسې کلپونوته یې نه ور پریدي.

  جبارخان اوس دورځې خپل دموچیتوب کارکوي اودمازیګر نه وروسته دسوک وهلو(بوکسینګ) تمرین کوي. هیڅکله نه غیرحاضریږي اوتل دسیالیواوجایزوپه باره کې له نورونه پوښتنې موښتنې کوي. ډیر په مینه خولې تویوي اوزیاتې هلې ځلې کوي چې اتلولۍ ته ځان ورسوي. دورځې پیکرونه (فکرونه) اوخیالونه خولا په ځای پریده چې ان په خوب کې هم کله کله اتل شي.خلک ورته لاسونه پړکوي، ګلونه اورنګه کاغذونه پې شندي اوپه سپین زرین پتنوس کې ورته په شنه پاکټ کې دپیسوجایزه اومدال ورکوي.چې راویښ شي نوله ځان سره وخاندي اوپه جایزه ګټلویې نورباورهم ټینګ شي. په زړه کې وایي: انشالله چې دقهرمانۍ جایزه اومدال مې په نصیب کیږي. لیکین حیران دې ته یم چې کوم بیزنیس به پې پیلوم؟ کله وایم چې همدا دچمیارۍ یولوي دوکان به دښار په منځ کې جوړکړم اوکه خدای کول په زرګونوزرګونوپیسې به په کې ګټم. بیا وایم چې نه ټکسي به ښه وي. دټکسي نه وروسته په دې پیکرکې شم چې د«ګنډومنډو»(سپکي شانته قاچاق)کار به وارداروي.داکاربه ځکه وارداروي چې سړی په کې زر اوچتې پوړۍ ته رسیږي. کله کله بیا ووایم چې هر وخت څلورلکیزه جایزه وګټم، بس نوهغه یې سات اوهغه یې مسلات. په هماغه وخت کې به که خیري دخپلې سوداګرۍ او کاروبارپریکړه وکړم.          

*****

په راتلونکوڅومیاشتوکې دټول هیوادپه کچه دسوک وهلو سیالي کیږي.په دې هیوادنۍ مسابقه کې چې هرڅوک اتل شي نوتر ټولواوچته جایزه ورکول کیږي.ددې سیالۍ نه مخکې باید په هرکلپ کې دلوبغاړوخپل منځي بیلې بیلې سیالۍ سرته ورسیږي چې له ټول کلپ نه یواځې یوتن دکلپ داتل په توګه راووځي. بیادغه دکلپونواتلان دیوبل سره مخامخ کیږي اود دوی نه یواځې یوکس دلوړې کچې مدال(وارد) اواینام (انعام) ګټي.                                                                      

*****

  اوس اوس دموچي جبارخان دوی په کلپ کې ددغې ډول لویې مسابیقې دپاره خپل منځي سیالي پیل شوې اوهغه په لومړنیوسیالیوکې څوتنه مات کړل. جبارډاډوچې په دې کلپ کې به یې له ټولونه ګټي اوبیابه دټول هیواد په کچه داتلولۍ د پاره ملاتړي. دومره ډیرکوشش یې کاوه چې شپه اوورځ یې بیخي په ځان یوه کړې وه. دډیروتمرینونودلاسه یې هغه دچا خبره ځان«هډوکی پوټکی» کړی و.

  څه نورې مسابیقې چې وشوې بیاهم دده په کې بری په برخه شو. ټول ورته حیران وو. ځکه ورته حیران ووچې یو خویې ډیروروسته په دې سپورت پیل کړی دی اوبل داچې عمریې هم دنورمال حالت نه لږډیردی، لیکین بیا هم څو      پا ټکي پورته شو.

  جبارخان چې به دخپلویارانودوستانواوخپلوانوسره خبرې کولې اودخپل دې پړاو بریالیتوبونه به یې هغوی ته بیانول نو ډاډ یې ورکاوه چې هم به دلته په خپل کلپ کې اوهم به دټول هیوادپه کچه اتلولۍ ته رسیږي. په کورکې به یې خپلې میرمنې اونوروخپلوخپلوانوته ډیرې لاپې شاپې کولې اوویل به یې چې لوړه جایزه ګټي که خیري.لاپې با ټې خوهغه ان د موچیتوب په کسب کې هم ډیرې ښکته پورته کوي. دمیثال په توګه: که کله دچادڅپلۍ شلیدلې غوټه قدرې هم وګنډي نوورته وایي داسې مې درته کلکه کوکله وګنډله چې کلونه کلونه به ونه خیژي.هغه دخپل موچیتوب دلیاقت په اړه دغه ډول نورې خړې خزلې لاپې هم ولي.

*****

  په خپل کلپ کې یې له څونوروبوکسرانوبیاهم وګټله اوددې وخت راورسیدوچې دهمدې کلپ دلوړې کچې اوتکړه بوکسرانوسره دمقابلې میدان ته ودانګي. په دې کچه مسابیقو کې یې هم یوتن سیال له پښووغورځاوه.هغه په زړه کې ډیر خوښ وچې که خیري دکلپ دسیالیووروستي پړاوته نیژدې کیږي.

  دادی بله ورځ بیالوبه پیل شوه اوکه داسیال مات کړي نوله خیره سره نیمه پای لوبې ته به ورسیږي.داسیال یې خوشې په خوشې دې پوړۍ ته نه ورسیدلی.هغه ورسره په لومړي او دویم رونډ(دوره)کې څه ناڅه مسابیقه وکړه،خو په دریم وار کې مقابل لوری داسې ګوزارورکړچې دځمکې سره یې ځمکه کړ.ګوزارخوبه خیردی،دی یواځې په ځمکه ویشتلای وای اوبیابه بیرته راپورته شوی وای، لیکین دجباردبده بخته چپ(کیڼ)لاس یې په کوم کلک ځای داسې پوخ ولګیدوچې نوریې نه شوخوځولای.دعکس اخیستلو اودډاکترانودکتلونه وروسته مالومه شوه چې لاس یې په مږه(دڅنګل اوولي تر منځ هډوکي ته مږه وایي)کې مات شوی دی.ډاکترانونظرور کړچې بایدلاس یې پریکړای شي، که نه نووروسته بیا مکروبي کیږي اودمرګ خطرپیښوي.بس نوتاسره خدای په نیکۍ مل شه دجبارخان چپ لاس غوڅ اوله هره کاره بې برخې پاتې شو.

*****

  بوکسرخوخیردی نه شو،لیکین خپل دچمیارۍ (موچیتوب) کاریې هم ښه پوره نیمګړی شو. دروزۍ دپیداکولودپاره مجبوروچې دموچیتوب کارڅه نیم نیمګړی په یوه لاس سرته ورسوي.څپلۍ یابوټ به یې په دواړوپښوکې ښه ټینګ ونیواو په ښي لاس به یې له رینې یا برش نه کار اخیستو. دیوه لاس کارخویې کاوه، لیکین دژوندانه پخوانۍ خونده یې نه وه پاتې.

دهیوادحالات هم ورته ورځ تربلې خراپیدل چې اخیریې کډوالۍ ته زړه ښه کړ.میړه اوښځې مسلات(مصلحت) وکړ چې یوخوبه دجګړې نه خوندي وي اوبل به ورته په کمپ کې راشن ماشن ورکول کیږي اوژوندبه یې څه لږوډیرارام وي.

*****

  ښځې اوخاوند په ګډه له حوصلې نه په وتلیوتکلیفونوسره اته نهه اولادونه له تش په نامه کرښې نه اخواته(دپنجاب داسارت لاندې افغانستان ته واړول) اودافعانستان د محکومې ځمکې په یوه کمپ کې یې  په خیرخیریت سره ژوندپیل کړ. اته نهه ځکه چې اته خوورپسې وواونهم یې په لاره کې و. داچې میرمن یې امیدواره وه اودده لاس یوو نو ځکه یې سپر(سفر) ستونځمن و.

  دوکان اودکورڅه ټکه ټوکه غاړه غوټه خویې په ډیره ارزانه بیه خرڅ کړي وو.دومره پیسې ورسره وې چې د کرښې نه اخواته دکډوالوکمپ ته یې پې ځانونه ورسول او هلته میشت شول.دکمپ مسوولوکسانو ورته یوه کیږدۍ(خیمه) ورکړه اود راشن(خوراکې) کاغذونه یې هم وروسپارل. دسپر (سفر)ستړیا اودکابل دډزوډوزنه لږپه کرارشول، خودنورو کډوالوپه شان د بل لاس لاندې دهرڅه په تمه اوامتدارۍ (احتیاج) ژوند یې پیل کړ.څوکاله یې په همدې کمپ کې تیر کړل.دجبارخان یو لاس ته چې به هرچاکتل نوزړه به یې پې سوځیدواودمرستې لاس به یې ورسره اړاوه. ټولوداسې پیکر کاوه چې ګوندې لاس به یې په جګړوکې لویدلی وي.

*****

  بخت ورسره دلته یاري وکړه اویوه ورځ داسې غږوشوچې دیونیسیار(یو،این،ایچ،سي،آر) هیأت راغلی اویوشمیرحقدارې کورنۍ بارنیوملکونوته لیږي. ددې غږسره سم دجبارخان په ولي دبخت مرغه کیناستواودی یې هم دخپلې کورنۍ سره اروپاته ولیږو. په اروپاکې ورته لکه دنوروکډوالوپه څیرد ژوندانه څه ناڅه شرایط برابرشول.کورورکړای شو.بچي یې چې دښوونځیودپاره یې عمرونه پوره وو،ښوونځیوکې واچول شول اودوی دواړو(ښځې اومیړه) ته چې نالوستي(انپړه) وود سوسیا ل تنخا وټاکل شوه.

*****

  دهغوی په دې ښارکې څوکاله تیرشوي ووچې مونږدیوې جرګې دپاره هلته ورغلواوجبارخان موله نیژدې نه ولیدو.

  جرګه ددووافغانانوپه مینځ کې دیوې لانجې داوارولو (هوارولو)دپاره هلته ورغلی وه.ددووافغانانوپه پیسواودوکان شخړه شوې وه. په خپل مینځ کې یې سره ښه سوکان وهلي وواوپه سرونویې هم سرې وینې بهیدلې وې. بیانوپولسانو (پولیسانو)خپل مرکزته لاس تړي بولي وواوڅوورځې تحقیق یې ترې کړی و.

  جبارخان راته دخپل تیرژوند دموچیتوب،دسوک وهلود کلپ دغړیتوب اوبیا دده دلاس دغوڅیدوټوله کیسه و کړه، خدای شته چې زړه موپې ډیر دردوکړ.

  هغه وویل:تاسومه خپه کیږئ.انشاالله چې زما ارمان به مې زوي پوره کړي.مشرزوي مې «زمری جان» اوس ځلمکی شوی اوزماپه لاره روان دی.هغه که مکتب وایي نودسوک وهنې په کلپ کې هم غړی دی.خدای دې لري(نام خدا)ډیرمخ ته تللی دی او زر به که خدای کول ښې اوچتې پوړۍ ته

ورسیږي. زه هم ورسره ډیر زیاروباسم اوپه دې یوه لاس ورسره په کورکې په ډیرقوت پریکټس کوم.خدای دې له بدو سترګو وساتي ښه پوره مې تکړه کړی دی. زه نورڅه نه غواړم یواځې وایم چې یوځل ددې هیواداتلولي وګټي نوهغه موبس ده.دلته په اتلولۍ کې «یومیلیون ایرو» جایزه ورکوي. چې د یومیلیون ایرو خاوندان شونونوربیا بوکس وهلواوزده کولوته یې ضرورت نه لرو.سمدلاسه خپل بیزنیس پیلووچې دپا تې ژوند ټولې چارې به موکه خدای کول سمې شي.

  هلته په کابل کې موهم همداارزووه چې هغه دڅولکوافغانیو جایزه وګټم نودموچیتوب دسرخوږي کارنه به بیغمه شم او سوداګري به شرو(شروع)کړم.بس بخت یاري ونه کړه،لاس مې په کې پریکړای شو.

  جبارخان راته دالاپه هم وکړه چې که زمالاس یودی،خوډیر کلک سوک وهلی شم.که دادجرګې مقابل سړی نه سمیږي نو یوداسې ګوزاربه ورکړم چې خوله یې کږه شي. ماخوورته لومړی کورودانی ووایواوبیا مې ورته په خنداخنداکې ورزیا ته کړه: جبارخانه چې داکارهیڅکله ونه کړې. مونږتل جرګه دجرګې په خبرواواروو اوکه اواره نه شوه دومره داندیښنې وړنه ده.اخیربه دواړه خواوې سمې لارې ته را واوړي او روغه به وکړي. لیکین دلته په دې هیوادکې دیو سړي په سوک وهل خطرناک کاردی.داوطن دسوک وطن نه دی. که په دې مملکت کې یوعادي سړی څوک په سوک ووهي نوشپږ میاشتې په زندان کې تیروي.که یوبوکسرڅوک ووهي دهغه سوک خولکه ستاپه شان ډیردروندوي، نود مقابل لورې دخولې کږول خولا څه کړې چې دژامې دما تیدو خطر یې هم شته.دغه ډول بوکسر کیدای شي چې دشپږو میاشتو په ځای ښایي شپږ کاله دجیل میلمه شي.

  پام کوه پام،ګوره چې کله څوک په سوک ونه وهې. ده هم بیله دې چې په خوله څه ووایي اوکومه خبره وکړي، سریې راته د«ښه» په ځای وخوځاوه.

  زمونږجرګې هم داځل کومه پایله نه درلوده نوبل وخت ته مووځنډوله.

*****

   څه موده وروسته خبرشو چې دجبارخان زوي «زمری جان»دسوکوهلو په سیالۍ کې وفات شوی اومونږیې باید خاوروته دسپارلو په مراسموکې ګډون وکړو.

 د مړي پلارته خوددوادپاره دهغوی کور ته ورغلو، لیکین ځناځه موورله دمسلمانانوادیرې ته یوړه.مړی موهلته خاورو ته وسپارواودملا صیب دسورت له لوستلونه وروسته ټول خلک خواره واره شول.

*****

  مونږلاقبرته یوڅوګامه وړاندې ولاړووچې دجبارخان نه مې دپیښې په اړه تپوس وکړ.هغه راته دخپل ځوانیمرګ دمړینې کیسه داسې وکړه:

  بس جمال خانه وروره! «تقدیرته څه تدبیردی».بخت راسره داوارې بیایاري ونه کړه. زه هم دخپل کلپ قهرمانۍ ته نیژدې وم،خولاس مې په کې غوڅ شواودزوي مې هم اوس ددې هیواد نمایي پایلې( فاینل) ته یوپړاوپاتې وچې خدای رانه واخیستو. دغه مسا بیقه چې یې  پیل شوه نوزوي مې تراخیره په مقابل لورې تکړه ؤ. ټولوپیکرکاوه چې بس له خیره سره زمری جان دا لوبه ګټي. دخدای رضأ وه اوزمونږقبوله ده، نورڅه په کې نه شوویلی. بیخي په اخیراخیررونډ(دوره) کې دزمري دسرڅڼې یوداسې جوخت ګوزاروخوړوچې پړمخ په ځمکه ولویدواو چې ولویدونوبیا هیڅ راپورته نه شو.دتل د پاره یې سترګې پټې کړې اوځان یې حق ته وسپارو. زمونږ اتلولي هم دخاورو سره خاورې شوه.

  جبارخان چې راته دزوي دمړینې کیسه خلاصه کړه نو زمونږدڅوتنودسترګونه سرې اوښې هم ورسره راوتریدلې. خدای شته چې اوښکې موداسې په شرپ شرپ راتوې شوې لکه دثور په میاشت کې چې څوک دکونړدسالار دتوتانودباغ دونې نه سره توتان راوڅنډي.

                      «پای»

  دلیکلونیټه یې: ۲/۲/۲۰۱۷ــ ۱۴/۱۱/۱۳۹۵

 

Door Guest