لیکوال: محمدعیان«عیان»                        

                                      

دمیلاوټ پاکستان دجوړیدوپه مناسبت(!؟(

جمال خان راته نن دکیسې نه مخکې په یولړسیاسي خبرو لګیاشواوراته کړل یې: (ویل یې( پاکستان یوداسې هیواددی چې نه تاریخ لري اونه جغرافیه. که وغواړوچې په تاریخ یې پوه شونودافغانستان اویاد هندوستان تاریخ به لولواوکه په جغرافیه یې ځان پوهوونود ځمکې یوه برخه یې له هنداوبله یې له افغانستان نه راپری کړې ده اوپه میلاوټ سره یې ترې پاکستان جوړکړی دی. انګریزانوځکه پاکستان جوړکړچې دوه بیل بیل هیوادونه یانې هندوستان اوپاکستان په راتلونکې کې په پوځي سیالۍ واچوي اوښه ځواکمن نظامي قدرتونه ترې جوړکړي.انګریز کولای شول چې دهند په نوم یې په یوه جغرافیایي کرښه کې وساتي خو،دهند نظامي کولوورته بیا دنړۍ والومخ وراړاوه چې دکوم مقصد دپاره ددغووږو تږواوخواروولسونوهیوادپه دومره پرمخ تللیووسلوسمبالوي؟

  هغه وخت چې پاکستان یې په میلاوټ(چې په یوشي کې بدل څه ورګډکړای شي لکه په مرچوکې کودی،په چایوکې د نسکوپوټکي یاچلکه، په چکه کې سپینه خټه اونور) جوړکړ نوبانه یې جوړه شوه چې دوه سیال ګاونډي هیوادونه دي نو ځکه یو دبل په مقابل کې ځانونه تقویه کوي اوپه پوځي ځواکونو بدلیږي.حال داچې دادوه هیوادونه دانګریزانوداسې تابع دي لکه په لندن کې چې یوه انګریزدوه تازیان داسې روزلي وي چې ورته ووا یې منډه کړئ دالرګی یاتوپ راوړئ،کینئ مه خوځیږئ،ورشئ هغه سړي ته وغاپئ،په خپل مینځ کې خړاوه (نښته) وکړئ اویایوچاته خوله واچوئ اووې داړئ!داسې هم ویلی شوچې هنداوپاکستان دانګریز د پاره دیوې خرې تینه (تي) دي.

  هنداوپاکستان دانګلیسانواوپه اوس وخت کې ورسره ورسره دامریکایانوپخې پوځي اډې دي اوکه څوک یې شک ګڼي نوهغه کافردی.ځکه خویې دواړه په خپل لاس جوړکړي هیوادونه په سیالۍ سره داتومي بمونوخاوندان کړل. خبره د دوی په مینځ کې دجنګ دپاره چمتووالی نه؛بلکې دچین،روس اوسیمې ګواښول دي .

  لکه څنګه چې اوس اوس نن سباانګریزان دپاکستان په نامه یوه ګډه وډه ځمکه دیوه هیواد په نامه ساتلی شي،همداسې یې هند هم ساتلای شو،خوداچې څنګه ترې پوځي ځواک جوړ کاندي نوپه دوه هیوادونویې وویشو.انګریزان چې اوس پاکستان په داسې نمره یي حالت کې ساتلی شي چې ولایتونه یې داسې دي لکه بیل بیل هیوادونه. هرولایت خپله خپله ژبه (پښتو،بلوڅي، سیندي اوپنجابي…)،خپل کلتوراوحتاّخپل اقتصادلري.اخترونه یې هم بیل وي.روژه په یوه ورځ نه پیلوي.یوزیات شمیرخلک یې یودبل ولایت په ژبه نه پوهیږي اواردوژبه چې دیوه ولایت هم نه ده،په ټولویې جبري ورتپلی ،خولاهم د پاکستان په نامه یوواحدهیوادساتل کیږي اوهیڅ ولایت ترې نه شي بیلیدای.سره ددې چې داسې پیښې په کې مینځ راځي چې سړی پیکرکوي، بس دانن دی که سبا داپلانی ولایت به ترې جداکیږي. بنګله دیش ته یې ځکه دازادۍ مخه ورکړه چې نورغریب بنګالیان دپاکستان دولیوبارؤ،خو نور ایالتونه حتاّ خپل سرجګولوته هم نه پریدي.

  که داومنوچې هنداوپاکستان دانګریزپوځي اډې دي نوپه پاکستان کې به داسې یوجنرال پیدانه کړې چې دانګریزانود جاسوسۍ کارت ونه لري. نوراځئ چې وروورودیوه پاکستاني جنرال کیسې ته سرورښکاره کړو.دهندي جنرال په اړه به که خدای کول په بله کیسه کې وغږیږو.دهغې کیسې نوم به هم «هندی جنرال» وي،خواوس دپاکستاني جنرال کیسې ته غوږشئ!                                                               

                             *****

  کیسه داسې وه :

  توقیری«بټ» چې دپنجاپ دحقوقودکالج په لومړي ټولګي کې یې درس وایه دډیراوچت استعدادخاوندو.استازانوبه تل ورته ویلې چې باید پوځ ته لاړشي اوپه پوځ کې هم دکماندو په څانګه کې لوست ته دوام ورکړي.هغه ته یوه استازوویل:

  ځلمیه(زلمیه)داسې وکړه چې حقوق پریده اوپه پوځ کې خپلوزده کړوته ملاوتړه! ستانه به په پوځ کې ډیرلوي سړی جوړشي. وجوددې روغ، دړه دې سمه،په سپورت کې تکړه یې اوانګریزي ژبه دې هم ښه ایزده ده.دحقوقوپه څانګه کې به درته ایله په ایله دیووکیل وظیفه درکړای شي، خوپه پوځ کې به لوي جنرال اوافسرشې.

                             *****

  پاکستان خودجوړیدوله وخت نه بیا ترننه پورې زیات عمر په پوځي اومارشلایي سیستم کې تیرکړی اوپه داسې سیستم کې ارومرودپوځیانوقدرډیراوامتیازات یې له نورونه اوچت وي.

  توقیری چې یوډیر هوښیارهلک ونوداستازانوخبروته یې غوږکیښود.دهغوی یې ومنله اودهمهغوی په مرسته پوځ ته ورداخل شو.هغه تراخیره پورې ددغویوشمیر استازانوله خوا څارل کیدواوپوځ ته به یې دهغه په باره کې مالومات ور کول.

                            *****

  هغه په پاکستان کې خپلې پوځي زده کړې لکه څنګه چې یې استازانووړاندوینه کوله هماغسې پای ته ورسولې. نوموړی دپاکستانیواستازانودمالوماتواوسپارښتنودلړۍ په بنسټ لندنیانوته وروسپارل شو. په لندن کې یې اوچتې پوځي زده کړې وکړې چې لا دزده کړوپه دوران کې په څارګري جال کې هم راګیرشوی ؤ.

  توقیري غوښتل چې دیوې انګریزې جینۍ سره واده وکړي ،خوپوځي څارګرې څانګې ورته ځکه پرې نه ښودوچې د دومره لوړاستعدادخاوندنه که دوی په راتلونکې کې لوي سړی جوړکړي اوښځه یې هم انګریزه وي نوبیابه پې د پاکستان خلک باورنه کوي.وایي به چې ښځه یې انګریزه ده نودی هم دانګریزانوسړی دی.

                                 *****

هغه پاکستان ته دراستنیدوسره سم دپښتونخواپه په پوځي څانګوکې ډیره موده کاروکړ.دپښتنې سیمې په اړه یې مالومات چې لا دتنکي ځلمیتوب په وخت کې یې لرل،نور هم زیات شول.همدارنګه پوځي تجربې یې لانورې پسې زیاتې شوې. يووخت پنجاب ته وربدل شوچې هلته دجنرالۍ رتبې ته هم ورسیدو.په جنرالۍ کې یې هم خپل لیا قت ښکاره کړاودلوړپوړوچارواکوپاملرنه ورواوښته.انګریزانو دپاکستان دڅارګرۍ له خواهم ترکلکې څارنې لاندې نیولی و.

                             *****

  دغه ځوان جنرال به کله کله دوخت دصدر(لومړي وزیر) سره ښکته پورته کیدواولیده کاته به یې ورسره کول. نه یواځې داچې دصدراعظم سره به یې لیده کاته کول؛ بلکې ښه نیت یې هم ورته لاره. داځکه چې صدراودی دواړه دیوې سیمې وو.

  دانګریزانوبیا داسې نه خوښیږي چې بې دهغوی له اجازې نه دې کوم جنرال دملکي ولسمشراویاصدراعظم سره ښکته پورته شي اوراشه درشه دې ورسره ولري.دغسې جنرالان هغوی دپاکستان دڅارګرۍ له خواترکلکې څارنې لاندې نیسي. چې په چا دانګریزانوشک راشي اویاهم کله کله په ښکاره ډول کوم جنرال دصدراعظم یاولسمشرپه لرې کولو خپه شي نودټکه یې دپوځ نه وباسي اوبیا تقاوتۍ (پینشون) ته لیږل کیږي.

                             *****

  په جنرال توقیري«بټ» باندې هم اوس اوس دانګریزانود هغې پوځي کمیټې شک پیداشوی دی چې دلته په پاکستان کې په ملکي جاموکې ددې هیوادبرخه ټاکونکې ده. ددغې پوځي کمیټې انګریزان ګومان کوي چې جنرال بټ څه لږوډیرد دوی داوامرونه سرغړونه کوي. نوپریکړه یې وکړه چې لږ شانته یې وسکونډي اویوه نا شناتجربه پې وکړي چې سم سړی ترې جوړکړي.

 جنرال بټ ته په یوه ځانله کوټه کې وویل شول چې: تاته نن دپوځي وظیفې په ځای یوه بله دنده درکول کیږي چې سرته یې ورسوې.

  هغه ته په ډیره بې پروایي سره اوپه ملنډوملنډوواورول شوه چې نن شپه به دخپلې میرمنې سره په یوه کټ کې نه اوده(بیده)کیږي.مونږامرکووچې ته به نن شپه لاندې په ځمکه تیروې اودمیرمنې کټ ته به دې نه ورخیجې!

  توقیری ددې خبرې په اوریدو لومړی اریان دریان(حیران) شواوبیاپې خولې راماتې شوې .

                             *****

  هغه که دیوې خوانه دخپل لیاقت اواستعدادپه برکت تل د خپلوسیالانوپه مینځ کې څه ناڅه مغروررالوي شوی ؤنود بلې خوانه په پښتنې سیموکې دوظیفې اوعمرتیرولواغیزې ورله هم غرورلوړکړی ؤ. په ټوله لارپه ژورچروت کې لاهوواوسرپې ګرځیدو.اریان وچې ولې ورته داسې امروشو اوپه دې کې نوددوی څه مسخد اوڅه ګټه ده؟

  دځان سره یې پریکړه وکړه چې دخپلې میرمنې سره په کټ کې دڅملاستونه ما هیڅوک نه شي منې(منع)کولای. یو خوزه نه غواړم چې ځانله اوده شم اوبل داچې زمادکوردننه نه څوک خبریږي؟ په کورکې یې میرمن اوبچي په ځان پوه نه کړل چې نن دیوې داسې ناپړیټې خبرې سره مخامخ شوی دی اودنوروشپو په شان عادي شپه یې تیره کړه. میرمن یې چې دهمدوی دسیمې اوسیدونکی پنجاپۍ ده، هم لکه دنورو شپوپه شان بې توپیره وه.

                              *****

  سهارچې خپلې وظیفې ته لاړونوداړوندې پوځي انګریزۍ کمیټې له خواوروغوښتل شواوورته اعلان شوه چې له همدې لازې نه وروسته په جبري توګه تقاوت یې!

  هغه ته وویل شول چې مونږوړیاڅوک نه جنرال کوواوهغه هم په پاکستان کې؟ مونږچې هرڅوک جنرالۍ ته رسوونو هغه بایدزمونږټول امرونه اوغوښتنې په پټوسترګوومني او چې وې نه مني نوبرخه یې لکه ستاغوندې خواره ده.

  ته لاتراوسه هم ددې نه خبرنه یې چې هیڅ پاکستانی جنرال بې زمونږدامر نه په خپل سرڅه نه شي کولای. حتاّ دخپلې میرمنې سره بې زمونږداجازې نه، نه شي اوده کیدای. ته نه پوهیږی چې په پاکستان کې یوجنرال پاس په هواکې په الوتکه کې روان وي اوپوځ دهغه دپاره چې نه په چوکۍ ناست وي اونه په قومانده(بولنده)کې وي، ددولت واګې په لاس کې نیسي.داخویواځې زمونږامروي چې نورجنرالان هغه عملي کوي. یوملکي سړی لرې کوي اوپوځي یې په  ځای یې راولي. دجنرال مشرف کودتاخوبه دې په یادوي؟

 په یوه کټ کې دخپلې میرمنې سره ستا داوده کیدودټول فلم کسیټ دادی ددفتر په میزپروت دی.مونږچې یوسړی دلته په پاکستان کې جنرالۍ ته رسوونوزمونږپه کارونوکې یوشرط یې داهم دی چې باید میرمن یې مخکې له واده نه زمونږ د څارګرۍ کارت ولري.دبیګانۍ شپې ستا ټول فلم ستاخپلې میرمنې اخستلی دی. ځکه خوډاډه یوچې هیڅ یوجنرال بې زمونږداجازې نه په خپل سرڅه نه شي کولای.ته یواځینی جنرال وې چې زمونږامردې ونه مانه.اوس نوستامیرمنه هم نوره ستاسره ژوند نه کوي.ته شوې جبراً یوتقاوتي اوورسره ورسره یوطلا قي. په پاکستان کې چې هرجنرال زمونږونه مني نودابه یې حال وي.

پای

    دلیکلونیټه یې:۰۸/۱۲/۲۰۱۱ــ/۱۷/۹/۱۳۹۰/

 

 

Door Guest