((اسـلام او افغـان)) په هویـتپاڼه کې رد شول

ډاکتر رحمت  ربی ځـیـرکیار

Zirakyar1234@yahoo.com 

لاندې دوه  راپورونه ما ځیرکیار ته نن(۳۱  اکتوبر ۲۰۱۷) د کلیفورنیا په مهال د مازیګـر  په ۳ او ۵ بجو له کابل ښار نه راورسیدل. پاس عنوان او دا ۲کرښې زما

زما دي. ځیرکیار

اسلام او افغان رد شو ۳۱ اکتوبر

دا د ولسمشر اشـرف غـنـي تقـنینی فرمان و چی پارلمان  ته د تایید یا رد لپاره لیـږل شوی و.

دا فــرمان پرون ولسی جــرګه کې رد شو یعنی افغان او اسلام دی تذکرو کی نه لیکل کیږی!

اصولي د خوست وکیل  وايي: نن د ننګرهار ظاهر قدیر او د کـُنړ مولوي شاهد هم پـارلمان کې د افـغانـيت او اســـلاميـت خلاف رایه ورکړه او وايي تـذکره کې باید اسلام او افغان ونه لیکل شي.

د پکـتیکا وکیل نادر خان کټـوازی بیا پوښتنه کوي چې د تذکرو په اړه د  ولسمشر

فرمان ولې د ولسي جرګې له خوا رد شو؟

۱ـ د ولسي جرګې يوه بدنامه کړۍ چي د افغان له کلمې سره دښمني لري

۲ـ د حکومت بې تفاوتي، چي هيڅ ډول لابي يي د فرمان د ګټو په اړه ونکړه

۳ـ د ګڼ شمير هغو وکيلانو غيرحاضريدل، چي هيله کيده د فرمان د تاييد له لپاره به خپله رايه وکاروي

۴ـ د يوه ځانګړي قوم د وکيلانو له خوا د فرمان په ضد کمپاين ځکه په تذکرو کي وشو چې د قوم د ليکلو په صورت کي دوي يو مخ په لږکيو کي راتلل  

۵ـ ځينو داسي وکيلانو چي د فرمان په تاييد کي يي د قام ګټي خوندي کېدې ، نه پو هيـږم چي د کومو عواملو په اساس يي د رد رايه ورنکړه

۶ـ د بهرنيو څارګرو لاس هم نه شو رانیولی؛ او نيمګړتيا ټوله په موږ کي ده، ځکه په داسي مسايلو کي ډيری بې تفاوتۍ  شته 

د پکتیا وکیل عبدالقادر ځاځي وطندوست بیا وایی چې ده  ټولو وکیلانو ته زنګونه وهل چې د فرمان په اړه پریکړه کیـږی چې اکثره پښتانه وکیلان حاضر نه شول

چې لیست یی له دی برشنالیک سره مل کوم

دارنګه به د شمشاد تلویزون پوره راپور پدی اړه  در ولیـږم. م.ا.

October 31, 2017

Door Guest