لیکوال : ننګیالی بڅرکی

یادونه : پا کستان وائي یو څه خو کوي بل څه… هیله ده چي مضمون تر پا یه ولولی.

داهغه کتاب دی چي پرویزمشرف دخپل ژوند په با ب په ۲۰۰۶م کال کي داګست پراوله په اسلام ابادکی لیکلی دی،نوموړی کتاب ښاغلی عبدالمالک دادووال په پښتو ژبه ژباړلی دی.اوماهم دخپلي خوښي پربنسټ نوموړی کتاب ولوستلی . په کتاب کي دپام وړټکی موجودی وې.

په کتاب کي برسیره پردې چی ښاغلي پرویزمشرف خپل پیژندنه کړیده، یولړتاریخی اسنادئې هم وړاندی کړی دي چي دده له نظره دتیروجمهورریسانو تیروتنی په کښي یادونه سوې ده. نوموړی یادونی هم دنړیوالوسره دچم او فریب پربنسټ اوهم دافغانستان په کورنیو چاروکې دمداخلې پربنسټ او دهندوستان سره د کشمیرد مسئلې پربنسټ یادونی سوي دي چی دهمدغه کتاب غوره برخی ئې ستاسو دوستانو سره شریکوم.

لومړی خپله پرویز مشرف دهندستان دمهاجرینو څخه دی او په دې باب خپلی تراژیدی بیانوي.پرویز مشرف په ۱۹۴۳م کال کی زیږیدلی دی.موراو پلارئې دهندوستان په مسنه کي زده کړه کړیده اوښوونیزه کورنۍ وه.پلارئې سید مشرف الدین اومورئې زرینه نومیده (Zarin)  چي دډهلی دپوهنتونه فارغه وه.اوبیا ښوونکې، بیا د ګمرک ماموره سوه.

میرمن ئې صهبانومیده چي په ۱۹۸۶م کال کې دپرویزمشرف سره د مینی پر بنسټ دخپلی خوښي واده وکړ. دوی خپل ځانونه سیدان ښوی نو ځکه دنوم سره سید مشرف الدین لیکي. دغه وخت لکه چی د مریتوب ، دوران هم وو، نو ځکه دوی مريي هم درلود چي شوکت نومیده اوزریني ته په جهیز کي ورکړل سوی ؤ.دپرویزمشرف پلار ۷ کاله دتر کیې په سفارت کی دمحاسبې مدیرؤ.په همدغه خاطردپرویزمشرف ترکیی ژبه هم زده ده.پرویزمشرف په کال ۱۹۶۱م کي فوځ ته شامل سو. اودایبت آباد اکاډمی ئې ولوستل.چي په همدغه نژدو کلنو کي بیا دهند او پا کستان جنګ هم را پیل کیږي په ۱۹۶۵م کال کي. نوموړی جنګ ۱۱ ورځي په شدت سره دوام لري اوپا کستان سخته ماته خوري.

پرویزمشرف ځان یوسیکولرګڼي اوځان د منوروپه قطارکی دروي.خوعمل ئې همدغسي نه دی.لکه دی چي ځان ښوونیزاوسیکولرښوي.لومړی هغه د محمد علي جناح دوفادارانوڅخه ځان ښوي.اودهغه پراړیکو پرده غوړوي.هغه وخت چي محمدعلی جناح مړسو پا کستان ۱۳کالو ماشوم وو.

پسله محمد علي جناح څخه په ۱۹۴۸م دسپټمبر پر۱۱نیټه دهغه ځای ناستی لیاقت علي خان لومړی وزیروټاکل سو.چي دپرویزمشرف په وینا هغه هم دعلی جناح په شان ښه لار ښوونه وکړه.

همدغسي دهغه یادونه تر ډیره ځایه دتیرسو جمهورو ریسانوپه اړوند سوې ده چی زموږ موضوع نه ده.نوځکه ډه ، ډه ځینی کوم.

پرویزمشرف دخپل کتاب په ۵۵ مخ کی لیکي د۱۹۷۰کال ټاکني ترټولوبدی ټاکنی ګڼي.هغه دا پړه پرذوالفقارعلي بوټواچوي ، چي بوټودقدرت دنیولو دپاره دشیخ مجیب ارلرحمان دعوامی ګوند سره غلطه معامله وکړه.اوپه نتیجه کې شرقي پاکستان جلاسو… ولي !! ددې څخه بیا سترګي پټوي چي دا دغربی پا کستان استعماري فکروو،دادپنجاب ظالمانه سیاست وو، چي نورقومونه او ملیتونه دځان غلامان ګڼي اواجازه دخپل حق اوملي حقوقو نه ورکوي.لکه دپښتنواوبلوڅوپرحقوقو چی ئې خیټه اچولې ده اوهمدغسي ئې دبنګال دخلکو حقوق هم تر پښو لاندي کړي وه. ترڅو هغوی خپل حق په زوره ځیني تر لاسه کړ.په دې کي شک نسته چي دپاکستان جوړیدل په سیمه کي دآزادوهیوادونواو آزادوقومونوپه مقابل کی داستعماراونړۍ خوره امپریالیزم دلاس یوه وسیله ده؛ اووه.خو !! بنګالیانوخپله آزادي په خپل زوردپنجاب داستعمارګروڅخه ترلاسه کړه، که څه هم دغه وخت انګریزانواوامریکا ئیانو خپل کوښښونه وکړه چي بنګال دپنجاب دولکې څخه ونه وزي . لیکن : دبنګال خلکو دقربانیو په زوراو دهنداواتحادجماهیرشوروي په ملاتړاودغرب دمداخلې مخه ئې ونیوله بنګال آزادسواودبنګه دیش هیوادوبلل سو.چي په لومړي سرکی هند اواتحادجماهیر شوروي دغه نوی آزاد سوی هیوادپه رسمیت وپيژنده.که څه هم دکتاب لیکوال دحقیقت څخه سترګي پټوي او دغه پړه پربوټو، هند او دوخت پرسوسیالیستي هیواد شوروي اچوي. خولیکوال : پرویز مشرف په هر څه پوهیږي خو بیا هم واقیعت ته پام نه کوي .

دبنګال آزادي دبنګال دخلکوغوښتنه وه.هغوی جلاملت،جلا ژبه کلتوراوجغرافیه لرله.لیکن پنجاب هغه دځان مستعمره ګڼله.

دبنګه دیش په انتخاباتو کي څه وشوه؟؟.

په پاکستا ن کي د۱۹۷۰م کال دډسمبرداوومی نیټي ټاکني په دغه هیواد کي دعوامي لیګ ګوند په پاکستان کی ټولي څوکۍ ترلاسه کړې.د۳۰۷څوکیو څخه ۱۶۲څوکۍ ئې په ملي شورا کی خپلي کړې.دذوالفقارعلي بوټو پي پي پي ګوند دغه وخت ۸۲ څوکۍ خپلي کړي وې.خودغه وخت ذوالفقارعلی بوټوغلطی ور سره وکړه.اوځان ئې ژرتر ژره په ۱۶۲چوکیوبریالی اعلان کړ.اولومړی وزیروټاکل سو. دې کار دبنګاله دیش آزدي غوښتونکی ولس په قهرکړ.اودپا کستان څخه ئې دآزادۍ ناره وچته کړه.خوبوټوتردغه لاهم بد کاروکړ چي شیخ مجیب الرحمان ئې سمدلاسه بندي کړ،ګوندئې غیري قانوني اعلان کړ.اوهم دغسي ای ، اس، ای چي دهمدغه استعماري دولت پا کستان دسیاست په رأس کي پالیسي جوړونکی ارګان دی،هغه پر بنګال حمله وکړه اوپه زرهاوانسانان ئې په ډیره بیرحمۍ سره ووژل.دادپا کستان پا لیسي وه . نه ده بوټوخودسري، پا کستان بنګال، پښتونستان او بلوڅیستان داسی سوبي ګڼي چی هیڅ وخت به دیوه قاطع قوت په حیث دسیا سي قدرت خاوندان نه وي.او همیشه به دپنجاب تر ادارې لاندي دغلامانو په څیر ژوند کوي.

په دې باب بیا هم پرویزمشرف دبوټو په باب داسي نظر لري… چي دبوټو غلطی وه چي پا کستان تجزیه سو. خوخپله پرویزمشرف هم یا نه پوهیږي او یا هم دلته خلک خطا باسي. اواصلي څهره دپا کستان دای، اس، ای نه ښوي .

په دې کی شک نه سته چي ذوالفقارعلي بوټوبه یوځان غوښتونکی سیاست وال  وي. خوهغه دپا کستان دنظامیانو په مشوره کارکاوه.

لکه څنګه چي دکتاب په ۸څپرکی کې پرویزمشرف یادونه کوي : ذوالفقارعلی بوټویودوه مخی انسان ؤ. چی دیوه پلوه ئې د سوسیالیزم په نوم فعالیت کاوه او دبله پلوه بیا داسلامي تندروپه خوشحاله کولو سره ئې اسلامي مقررات وضع کول.دبیلګې په توګه: په هیواد کې دشرابو ځایونه بند کړه،درقص پرکلبونوئې بندیزونه ولګول،خو دبله پلوه بیا دجمعي دورځي رخصتي ئې په یکشنبه سره تبدله کړه،پرویزمشرف لیکي:بوټو دولتي مالکیتونه دځان کړه اودمځکوسخت غضب ئې وکړ. همدغسي مدرسي ئې ډیري کړې.اودافغان مهاجرودپاره ئې دافغانستان پرضد اسلامي مدرسي جوړي کړې.اودهغه وخت ایخوانیان چي دافغانستان څخه وپا کستان ته دسردارمحمد داود خان په پیرکي وراوښتل پا کستان هغوی په افراطي اسلام اوجوړوسومدرسوکي سخت جاسوسان او افراطي مذهبي وروزل.نوموړی دومخي سیاست دبوټوپه ګټه تمام نه سو.او دهمدغه مذهبي افراطینودخوا څخه دنورولومړی وزیرانواومشرانوپه څیر بوټوهم ووژل سو.البته!! دی اعدام سو.

هغه وخت چی په افغانستان کي دثور انقلاب دخلک دمو کراتیک ګوندپه مشری دنظامي لاري واک ته ورسیدی. نویوځل بیاپاکستان دافغانستان پرضد دغربیانو او خائینوعربو د ګټي میدان وګرځیده.دغربیانوچي په رأس کې امریکا ولاړه وه په پاکستان کې یوافراطي اسلامي کودتا دجنرال ضیاوالحق په مشرۍ په ۱۹۷۷م کال په جولای کي وکړه.چی په نتیجه کې په پا کستان کي داساسی قانون پرځای نظامي قانون اعلان سؤ.اودذوالفقارعلی بوټوحکومت چي داسلامي سوسیالیزم په نوم جوړسوی ؤ.هغه ئې ختم کړ.اوذوالفقارعلی بوټوئې په ۱۹۸۰م کی اعدام کړ.خو! دپا کستان خلکو بوټو ته دشهید لقب ورکړ.

دکتاب لیکوال پرویزمشرف لیکي: ضیاوالحق یومسلمان افراطي مذهبي جنرال ؤ.چي دبوټودحکومت دغلطیوپه سبب دغه وخت ورته پيداسو چي ضیاالحق دنظامي لاری میدان ته راسي اوولس مشرسي.هغه لیکي : چی بوټو قانون مات کړ.دهیواد بنسټونه ئې برباد کړه.اودپا کستان دملي صنایعو اداره ئې په خپل لاس کي واخیسته ،دفولادو جوړولو،سمنټو،کښتۍ چلولو،بانک دارۍ،بیمې ، د ګازاوبریښنادویشلو،دورجودپاکولوکمپنۍ،شخصي ښوونځۍ،پوهنتونونه اوداسي نورشتمني ئې په خپله ولکه کي راوستل.چي په نتیجه کي نظامي قوتونه دې ته متوجې کړه.اودهغه مخه ئې په نظامي کودتا سره را وګرځوله.

دایوه غټه اشتباه اوتیروتنه ده.چی پرویزمشرئې په شعوري توګه کوي.ضیاالحق دغرب دقومندی لاندي اودنړۍ خورامپریالیزم په دستوردپاکستان قانوني حکومت ړنګ کړ.اودافغانستان په کورنیوچاروکې دمداخلې زمینه ځانته برابره کړه.

دکتاب لیکونکی په ۷۰ یم مخ کی لیکي : ضیاالحق یوظالم انسان اودهغه په وخت کي به مجرمین سخت شکنجه کیده،په غمچینو به وهل کیده اودغه سختي جزاګاني به یوازي غریبوخلکوته ورکول کیدلې.چی دغه سختي جزاګانی پرویز مشرخپله لیدلي وې.دی وایی :( یوسړی د x په څیرتړل سوی ؤ.اونری کمیس ئې په ځان کي ؤ.اودهغه چیغوپرویز مشرف سخت غمجن کړی ؤ).

په هرصورت چي بحث بلي خواته ولاړنه سي دغسي ډیري ناخوالي وې. ضیاالحق داسلامي تبلغاتو دپاره زمینه برابره کړه اودخارجي کانسټونوپرسرئې یوځل دپرویزمشرف سره هم تاوتریخوالی راغلی دی. دکتاب لیکوال لیکي : دجنرال ضیاالحق مذهبي تګلاري سیاسي بنسټ هم درلود.دبوټو په عدامولو ئې دهغه څخه یوشهید جوړکړ.اوپي پي پي ګوند ئې پیاوړی کی. ضیاالحق داساسي قانون دجوړیدواومذهي حقونودورکړي سره خپل ملاتړوکړ.داپه دې چي دمذهبي ډلو ملاتړترلاسه کړي.چي موسیقي اوتفریح په رسیمي ډول منع سوه. ولي خپله ئې کلاسیکه موسیقی اوریدل.

دلته دکتاب لیکوال بیا هم دهغه وا قیعت څخه سترګي پټوي، چي دپا کستان دسیاست مزی همیشه دنوروپه لاس کي دی،په پا کستان کي ټول وخت قانونی نظامونه دکودتاواونظامي لاروړنګ سوی دی.اودوخت دشرایطوسره سم نظامو نو تغیر کړیدی. دبیلګي په توګه که ضیاالحق په رښتیا سره مسلمان وای نو په پا کستان کي به ئې هغه دلڅ فلمونوسینما ګاني بندی کړي وای.او دغربي غیري اسلامي هیوادوسره به ئې داسلامي هیوادوپرسرمعاملې نه کولای.خوهغه برسیره پر دې په خپل هیوادکي ارزل فلمونه چلول.اودځینو ښارونولکه :ایبت اباد فاحشه خانې هم دپاکستان دپولیسوترکنترول لاندي فعاله وه.اویوازې دافغانستان دپاره مذهبي مدرسې فعاله کړې.اوزموږ نا پوهه ولس ئې داسي بد وروزل،چي په افغانستان کې دښځومکتبونه خود منځه یووړه اودنارنیومکتبونه ئې هم وسوځل اوښوونکي ئې شهیدان کړه.نتیجه داچي ضیاالحق دغربیانوپه مټودافغانستان اواتحادجماهیري شوروي دړنګولوپه مقابل کي دیوې اسلامي پر دې شاته راڅرګندسو.اواسلامي ایډیالوژي ئې د کمونستي ایډیالوژۍ سره وجنګول.چي تراوسه هم داسلام دنوم څخه پا کستان اوامریکا ګټه اخلي اوزموږ هیوادئې په کنډواله بدل کړ.خوڅه وخت چي دااسلام ټیکداران دپا کستان په مرسته افغانستان ته را ننوتل او دمجاهدینو په نوم ئې کوڅې اوبازارونه خپل کړه،هغه دهیواد دورانولودرسونه چي په پاکستان کي زده کړي وه. هم هغه سي ئې افغانستان وران کی.اودضیاالحق عکسونه ئې هم دځانه سره راوړل اوحتا دکابل تاریخي مسجد (پل خشتي) ئې هم دضیاالحق په نوم ونوماوه.خو !! دکابل دخلکو دسخت عکس العمل په نتیجه کې ونه کولای سو. چي دضیاالحق په نو دي دلته کوم څه ونوموي.

  دافغانستان اخواني ډلي یا افراطي ډلی په دې هم نه پوهیده چي د ضیاالحق وخت پوره سوی دی.اوهغه یوطرفه جادې ته چي دی دغربیانودخواورداخل سوی ؤ.هغه نورپرمخ نه سوای تلای اوجاده نوره تړلې وه.هغه ؤ،چی ضیاالحق دخپلونوروغربي جاسوسانوسره په۱۹۸۸م کال داګسټ پر۱۷نیټه د (۱۳۰سي) الوتکه کې،دآرنولډ بویس رافیل ،اخترعبدالرحمان ،جنرال نجیب اونورومهم کسانوسره یوځای مړسو.همدغسي دضیالحق اوامریکا ترهګري نه یوازی دسیمي دپاره بلکي:خپله دپاکستان دعاموخلکواوولسونو،دامریکي دمظلموولسونودپاره یوه سخته غمیزه سوه.دبیلګې په توګه :د۱۱سپټمبر پيښه په ۲۰۰۱م کال،چي تردرې زره ډیرامریکائیان ئې ووژل. په ۲۰۰۲م کال کي په اسلام اباد کې ،د مظلوموعیسویانوپرښوونځۍ بریدپه ټکسیلاکي دروغتون پر ناروغان برید،دفرانسې سمندري ځواکونوبریداوپه کرچي کي دامریکا پر کونسلګرۍ باندي بمي بریدونه وشول.اوامریکا ئي خبریال (ډانیل پیر) لومړی وتښتول سواوبیاهغه ووژل سو.چي دجنورۍ په ۲۳نیټه دپیرل خبریال تښتول اوژل وه.چي دغه وخت هغه دافراطیت کښت چي دپاکستان اوامریکا یوه ګډه پروژه وه.اودغه ټوله ده وژلو،ترهګرۍ اودتروریزم ثمرره وه. اونتیجه ئې داسول چي امریکا ئیانوته ئې دګواتینامودبنديانوخوشي کول،ډول،ډول فشارونه اودافغانستان څخه دقواودایستلوقومنده ورکړه. ددغه تروریزم مشهورکسان یاپه لندن کي روزل سوي وه.اویاهم دپاکستان په هیوادکي روزل کیده.خواکثریت ئې پاکستاني اصله وه.دبیلګې په توګه:دعمرسعیدشیخ مورپاکستانۍ اوپلارئې انګریزؤ.چي په انګلیستان کي زیږیدلی اوپروریش سوی ؤ.اوداقتصاد په برخه کې دای اس ای په پوهنځی کې زده کړه کړي وه ،ورسته دانګلیستان دخوا بوسنیا ته دتروریستي فعالیت په خاطر واستول سو.او بیا پاکستان ته را ولیږول سو، پاکستان دی دتروریستی فعالیت په منظورومولانا عبدالجبارته ورمعارفي کړ.اوهغه بیا افغانستان ته دچریکي جنګودپاره خوست ته را ولیږه.ورسته بیا دغه شیخ عمرهندوستان ته دتروریستی فعالیت په خاطرواستول سو.هلته ئې دمولانا مسعوداظهردخوشي کیدودپاره تروریستي فعالیتونه وکړه.خو!وروسته بیا په اتراپردیش ایالت کي ونیول سو.اوزنداني سو،خوڅه وخت چي بیا دهند الوتکه دطالبانوپه وخت کي کندهارته وتښتول سوه بیا ئې په تبادله کي اظهراوشیخ عمرخوشي کړه.اوپه پاکستان کې دامن ژوند پیل کړ.شیخ لومړی لاهورته ولاړاوبیا څلورځله افغانستان ته راغلی دی.چي دحرکت جهادي ګوند مشري ئې هم پرغاړه واخیسته.عمرشیخ دغه وخت دپیسودراټولولوپه خاطر دسړي تښتونکوډله هم درلودله.اوداسامه اوملامحمدعمرسره ئې هم په پاکستان کي اړیکي درلودلې.شیخ عمردامریکائیانوپه تښتولوسره یولړبندیان دګواتیناموڅخه راخوشي کړه.اوپه همدغه میتود ئې دپاکستان ددوه مخي سیاست ترچت لاندي مبارزه کوله.همدغسي دده ملګروهم دپاکستان دای اس ای په مرسته ازادتروریستی ژوندکاوه.لکه:ملا محمد هاشم ، امجد فاروقي ،ملاحسین ،عاصم ،غفوراوسلیمان ثاقب اوداسي نورمشهورملایان اودترورتربیه سوی کسان، چي دپنجاب په دستورئې دافغانستان خاوراودپا کستان دشمال پښتانه سخت وټکول.اوددوی دپاره ئې په افغانستان اوشمالي برخویا پښتونخواکي ځایونه ورته جوړکړه،چي دامریکائیانودبې پيلوټه الوتکوتربمبارد مان لاندي ئې را وستل.او همدغسي ئې پښتانه په امریکا ئيانواوپنجبیانو بانديوټکول.

 د کتاب لیکوال: ښاغلی پرویزمشرف ۲۷۷مخ کې یادون کوي؛په همدغه ورځ چي ډانیل پير خبریال په کراچي کی وتښتول سو، نوعمرشیخ لاهورته راستون سو.اوشیخ حسین ته ئې وویل: ماخپل موریت ترسره کړی.اوهمدغسي ئې په همدغه وخت کي دسلیمان ثاقب، عدیل ،حسین او احمدبای سره ئې تلفوني اړیکی درلودلې.

اودالقاعده دشبکې دریم مهم غړی چي خالد شیخ محمد نومیده هم دپا کستان په خاوره کې تروریستي فاعالیتونه کوله.

دغه یوازنۍ پيښه ددانیل پیروحشانه وژنه نه! بلکي ؛ په ۲۰۰۲ کال کي دپرو ټیستانو پریوه کلیسا ۸ لاسی بمونه ور ګذار سوه چي ۹ تنه په کښي مړه او ۴۲ تنه په کښي زخمیان سوه اوپه دې کي دسیرلانکا سفیرهم ؤ. اوبل هم د مریو په سیمه کي دعیسویانو پرښوونځی برید یوه غمیزه وه. چي داسی نوري په سلهاو تروریستي پيښي شته چی دافغانستان او په پاکستان کي داکلیت مذهبونو پر ضد دغه تروریستان استعمال سوی دي.لنډه داچي ددغه تروریست روزنه یاجوړیدنه نه یوازي دافغانستان اوسیمي دپاره یوه دسرطان دانه سوه.بلکي؛خپله په پا کستان کې دننه دبلوڅو،پښتنواوسیندیانوحتادغریبوپنجابیانودپاره هم یوه دناسور دانه بللای سو.

که څه هم پرویز مشرف په ډیر چالاکي سره ددغه ټولو تروریستي عملونو څخه چي دپا کستان په خاوره کی کیده اوافغانستان ته ئې د مذهب ټیکداران مجاهدین اوطالبان تربیه کول اوتروریزم ئې دمذهب په لباس کي روزلی.پرویزمشرف په خپل کتاب کي،پا کستان اودپاکستان چارواکي دپيښو څخه بې خبره بولي.خو خبره داسي نه ده ټول پاکستاني چارواکي په دې ډیر ښه پوهیږي. چي پا کستان دتروریزم مرکزاوفرد، فرد تروریست هلته را جستر دی. او یوازی دتروریزم په روزلو کي پرویز مشرف دخپلو سیاسي عارفانو څخه سرټکوي.چي تیرو کسانو تروریزم او افراطیت پا کستان ته را وړی.چي په دې لړکې بیله قاعدعظم علي جناح څخه نورټوله ګرم بولی ، نه!! خبره داسي نه ده، خپله پرویز مشرف په ټولو دسیسو کي یوشامل چارواکی دی.خودی داخبري په دې خاطر سره هم کوي چي حالات خرابوه ، نوځکه خو ما دنظامی لاري حکومت ونیوه.که څه هم دی خپله هم وای که پاکستان نه وای نو دافغانستان جهاد به هم نه وای.چي په دغه ډول ئې دامریکې څخه ډیري پيسې ترلاسه کړې.پرویزمشرف دافغانستان دجهاد مشران اواصلي طرحه کونکې غربي هیوادونه بللي دي.چي دپا کستان داستخباراتي ادارې په مرسته ساتل کیده اوافغانستان ته دوران کاریودپاره استول کیده.ښاغلی پرویزمشرف دخپلو درواغو په لړکې داهم وای چی طالبان پاکستان نه دي روزلي اویوخودسره مذهبي تحریک دی؟؟. چی په تصادفي توګه ئې په پا کستان کي سرونه ښکاره کړه. دغه درواغجن جنرال حفیظه هم نه لري، ځکه په ډیروځایونوکې دخپلو استخبارتودومره ستاینه کړیده… چی په پا کستان کي ټول څه تر کنترول لاندي دي.نودغه نړیوال مذهبي حرکتونه لکه القاعده،طالب،مجاهد اوسنی داعیش او نور… شتون څنګه ددوی بې ارادي خودبخودي حرکت کیدای سي.خوبیا هم دطالبانودحکومت حمایه کونکی لومړنی هیوادپاکستان دی،خومشرف دطالبانو په رسمیت پیژندنه د پا کستان یومجبوریت ښوولی دی؟؟ .پرویزمشر ف لیکي: چی ۱۱ دسپټمبرپه اقتصادي لحاظ پاکستان ته ډیره ګټه ورسول اوپه دغه وخت کي امریکي دالقاعده په ټکولوکي دپا کستان څخه مرسته وغوښتل دډیروپيسو په بدل کي.دلته برسیره پراقتصادي ګټي بله ګټه دغه هم وه، چي دپښتونخوا په سیمه کې دپنجاب نفوذ اودسرحد دپښتنو ټکول وه. چي ددې موقع برا بره سوه ، چي دوی هلته نظامي شتون پیداکړي.او په بې پیلوټه الوتکو دسرحد آزاد پښتانه بمبارد مان کړي. پای

نتیجه :

لومړی:پاکستان د خپلوشومواهدافوپړه پرافغانستان اویا نوروهیوادواچوي. هغه طالبان دافغانستان محصول ګڼي. په دې کي شک نسته چی طالبان به یو تعداد دافغانستان تبعه وي. خوروزل سوي اورااستول سوي دپا کستان څخه دي.

دوهم : په نړیواله کچه القاعده که عرب دی یا چچنیا، ازبک، افغانان اونور ځاله ئې په پا کستان کي ده.

دریم :پاکستان دومخه لري، یوخواوائي موږډموکراسي لرو.اویوسیکولرنظام، خودبله پلوه بیادګټوپرسرددنیاافراطي تروریستانوته ځای ورکوي.چي پرویز مشرف هم دپاکستان دنورودرواغجنومشرانو په څیرداصلي حقیقت څخه سترګي پټي کړي دي.اوپه دې کتاب سره ئې غوښتي دي چی دپاکستان درواغجن تاریخ ته دریښتیا رنګ ورکړي.او ځان ئې ددرواغجنانو په قطارکی را وستلی دی.   

   

Door Guest