لیکوال: احمد شاه قاضي خيل

کونړ چې د څپاندو سيندونو  ددنګو غرونو او د ښکلو زړه راښکونکو درو  په منځ کې پروت دی، چې د جوړيدو څخه يې  څو لسيزي کيږي د پرمختګ په برخه کې او د نړيوالو ټولنې د بې ساري مرستو  سره سره د بنيادي پروژو په جوړولو کې لکه څرنګه چې ورته د کونړونو  ولس اړتيا لري چټک ګامونه نه دې پورته  شوي.

برښنا چې د ژوندانه يوه اړينه برخه ده او په اوس مهال کې ورځنۍ ټولې چارې د برښنا پر مټ پرمخ وړل کيږي، خو  کونړ ولايت د هيواد دنور ولایتونو په شان  د سيندنو له درلودلو سره د برښنا د نعمت څخه برخمن نه دی چې ولس يې او په  ټوله کې ټول هيوادوال  د ډيرو ستونځو سره لاس په ګريوان دي.

په ۱۳۶۴هجري لمريز کال کې د کونړ په مرکز اسعد اباد کې د ۷۵۰کيلو واټه په قوت يو برښنا کوټ جوړ شو ، او په ۱۳۶۷ هجري لمريز کې چې کونړ ولايت ننګرهار ته انتقال شو ددغه برښنا کوټ مشينري د فني او مسلکي پرسونل د نه شتون په پيله کې خرابه او کلونه وشول چې د برښنا د توليد توان نه لري

د مرکزي حکومت لخوا ددغه برښنا کوټ د مشينرۍ د جوړيدو په برخه کې ميلونونه افغانۍ د برښنا رياست او نورو چارواکو ته ورکړل شوې ، خو د جوړيدو په برخه کې کوم اړين ګامونه پورته نه  شول

 همدارنګه د ماڼوګي د برښنا بند چې کلونه کيږي چې کار پرې پیل شوی دی  ، خو لا تراوسه یې چارې نيمګړې پاتې او بشپړ شوي نه دي، نه پوهيږو چې کله به د ماڼوګي د برښنا د بشپړيدو خوبونه رښتيا کيږي .

او بله  عجبه خبره خو دا ده چې د کونړ د څپاندو سيندونو په شتون کې  کونړ او د هیواد نورو ولايتونو ته وارداتي برښنا ليږدول کيږي ، که کونړ ته وارداتي برښنا ورکول کيږي نو په څنګ کې بايد هم مهاله د کونړ پر سيند د بندنو په  جوړولو کار پیل شي ، په دې سره په انرژۍ سيکتور غښتلی او همدارنګه د کونړولایت   او د ګران هيواد ډير ولايتونه به  د برښنا د نعمت څخه برخمن شي

د جرمني د کولن ميشينيش  ښار د افغانانو کلتوري ټولنه د افغانستان په مرکز ي حکومت غږ کوي ، چې د کونړ د سيندونو د اوبو په مهارولو کې ، اوپه هغې باندې   د برښناکوټونو جوړولو ته کلکه پاملرنه وکړي ، چې په راتلونکې کې د وارداتي برښنا څخه خلاص او  په دې

برخه کې به  په  ځان بسيا هيواد ولرو

دافغانانو کلتوري ټولنه کولن ميشينيش جرمني

Door Guest