غلام حسين سرور

د لمر د زرينو وړانګو ټغر ورو ورو په ټوليدو وو او د مازديګر سيورې خپله لمن شيبه په شيبه غزوله ، ګورم چې کله کوچنی او کوچنۍ د دينې او پښتو ژبې د ليک لوست خونې ته ننوزي او څيرو کې يې د   زده کړو سره  مينه او خوښي برښې .

دغه کوچنيانو ته د  هڅاند او هيواد پاله  ځوانانوهر يو پيکام ماموند او زلمي حبيب  له خوا زده کړې ورکول کيږي

هغوې وایې : کوچنيان د هر مور او پلار د هيلو نړۍ ده او د هيواد راتلونکی ددوۍ پور تړلی دی ، دوۍ د سبا ورځې مشران دې ، د ګلانو په شان دې ،‌ او د ټولنې خوږمنه برخه جوړوي ، د کوچنيانو پالنې او روزنې ته بايد ځانګړې پاملرنه وشې.

له  نيکه مرغه دغه کوچنيانو ته په دې ټولګې کې د پښتو ژبې او دينې زده کړو ښه او  وړ شرايط چمتو شوي دې ، او مونږ وياړو چې دوۍ ته زده کړې ورکوو ، دا ټولګی د کولن ميشينيش ښار د افغانانو د کلتوري ټولنې په هڅو او نوښت جوړ شوی دی او دلته په جرمني کې  د ټولو ميشتو هيوادوالود کوچنيانو په چوپړ کې دی.

کوچنيانو ته په مورنۍ ژبه کې ښوونه او روزنه ددوۍ حق، د هر مور او پلار مسوليت ، او اسلامي دنده ده ، هر څوک چې  په دې لاره کې يو قدم اخلي خپله دنیا او اخيرت ښايسته او روښانه کوي.

يو شاغر وايې

د نن ماشوم د سبا پلار ياديږې        ستا د ټولنې افتخار ياديږې

ته ورته مينه شفقت وښايه             تعلم تربيه او محبت وښايه

دغه واړه واړه ګلان د وطن          دي نازولي ماشومان د وطن

Door Guest