د کونډې زويه اوس کوه د ډاګ مزلونه!

نجیب ننګیال

د ښادۍ سوله يې کړې. دا پنځلس کاله نارې وې، تهمتونه و، لعنتونه و، چې حکومت غلام دی. ملاتړ يې امريکا کوي او کار يې د افغانانو وژل دي. سوله نغواړي او جګړې ته لمن وهي. ولسمشر غني ځينې کارونه خورا په فکر، ژورتيا او زړوتيا وکړل. يو له هغو څخه يې هم د سولې پروسې ته ځانګړې پاملرنه او په پوره استقلاليت د دغې پروسې په اړه تصاميم نيول دي. حتا د سولې د ملي ستراتيژۍ يو څپرکی يې خپله ليکلی او د دغې ستراتيژۍ د تطبيق لپاره يې خپلې ټولې مخلصانه هڅې وکړې. د دغې ستراتيژۍ له مخې يې درې عمده کارونه بايد کړي وای، چې دوه يې شوي او دريم يې هم دا دی تر سره شو.

لومړی د نړېوالې او سيمه ايزې اجماع را منځته کول و، چې د کابل پروسې د سولې وړانديز يې بهترينه بېلګه وه. دغه وړانديز خورا سخاوتمندانه او له انعطافه ډک دی. چې کاملا خپلواک او افغاني رنګ لري. دغه بې ساری وړانديز د دې لامل شو چې د ځواب ويلو په اړه يې تر ننه د طالبانو په منځ کې اختلاف دی. د طالبانو سياسي رهبري د سولې د پروسې ملاتړې او د دغه وړانديز منل د ځان او ملت په خير بولي، خو د جګړې، مخدراتو او جاسوسۍ له لارې د پيسو ترلاسه کوونکو طالبانو لپاره دغه وړانديز مسخره ښکاره شوه. ځکه په سوله کې تارياک نه کرل کېږي، د وسلو پلور او خريد نه کېږي، خلک نه اختطافېږي، په زور درې څلور ښځې نه کېږي او په سوله کې نشي کولی اولادونه يې د ايبټ اباد د کاکول اکاډمۍ تر څنګ په ارمي پبلک سکول کې د لارډ ميکالې نصاب ولولي. بيا به د وطن ښوونځی وايي. په نصاب کې به يې ملي سرود وي. د وطن د ننګونو او غيرتونو ترانې به زمزمه کوي. د نيکونو د اتلوليو کيسې به لولي او قران، احاديث، فقه او عقايد به يې د ښوونځي د کتابونو برخه وي.

سوله د ټولو په ګټه ده. د هر مظلوم، ځپل شوي، فقير او غريب افغان ارمان دی. د هر يتيم ناره او د هرې کونډې ماښامنۍ دعا ده. يواځې د جاسوسانو، مافيايي کړيو او يواځې هغو په زيان ده چې د نظام او ملت د زيان پسې يې بډې وهلي. کيسه مې دا کوله چې طالب د خپلې جګړې لپاره بهانه د ديني علماو ملاتړ او فتوا بلله. هغه څه چې خلکو فکر کولو رښتيا به وي او معتبرو ديني عالمانو به د طالبانو جګړه روا بللې وي. خو حقيقت بل څه و. په انډونيزيا کې د افغانستان، پاکستان او اندونيزيا د سترو سترو ديني مدرسو او اسلامي مرکزو د ۷۰ تنو معتبرو علماو ناستې هر څه روښانه کړل، هر څه يې واضح کړل او له ډېرو درواغو پرده پورته شوه. دا خبره سپينه او روښانه شوه چې طالبان تر دا ننه د خپلې جګړې د مشروعيت او روا والي لپاره د نړۍ د هيڅ معتبرې سرچينې، مفتي او دارالافتاء فتوا نلري. هيڅ داسې سند نشته چې طالب ته يې په افغانستان کې د نظام، حکومت او ملکي خلکو د وژلو روايت ورکړی وي. هيڅ داسې څوک مالوم نشو چې په ليکلې بڼه، د قران او احاديثو په رڼا کې يې د افغانستان د حکومت او ځواکونو خلاف جګړه روا بللې وي. دا مالومه شوه چې طالبانو خلکو ته دروغ ويل او په دروغو سره يې د واک، ځواک او حکومت د خپلولو جګړې ته اسلامي رنګ ورکړی و. د پرديو استخباراتو په لمسون يې د خپلو خلکو قتل عام ته درواغجن او کاذب دليلونه تراشل او په اسلام او ارزښتونو مئين ولس ته يې دوکه ورکوله. د جاسوسۍ په لسګونو لومې يې ورته اېښي او په يوه او بل نوم يې ژوند اخلي. د مدرسې کوچنی، نابالغ، له عقل او شعوره خلاص ماشوم چې مور پلار يې د قران زده کړې ته لېږلی وي. دی يې له غربت او محروميت ناسمه استفاده وکړي. دنيا ورته بدرنګه، دوه ورځې او ژوند ورته بې ګټې او نهايت حقير معرفي کړي. يو چينانيي موبايل ورته واخلي. د جګړې او ځان وژنې ترانې ورته پکې واچوي. عقل يې نه جوړوي. فکر ته يې نه پرېږدي. ژړوي يې. په درواغو د پيغمبر په خوب د ليدلو کيسې ورته کوي. پيغمبر په خوب کې د نړۍ ۱۰۰۰ مليونه مسلمانان پرېښي وي. په خوب کې د اکوړي کمپ، د للمې په خوړ کې، په کچه او د خاورو کور کې پروت ماشوم ته راځي، چې پاڅه اسلام وګټه. قرباني ورکړه او دين وژغوره. عجبې افسانې دي. عجب ډرامايي دروغ او د معصومو احساساتو لپاره عجيبې لومې خورې دي. ښه د پيغمبر نه ځار شم، دی هره ورځ ولې د لوګر، هلمند، ارزګان او زابل ماشوم ته را خوشې وي؟ که اټوم دی خو په اسلام اباد کې دی. د پاکستاني جنرالانو سره دی. که تېل دي. سره و سپين دي. پيسې دي. درهم دي. دينار دي. خو د پيغمبر له کليوالو، خپلوانو او عربو سره دي. که فکر دی،تخليق دی. د خلافتونو د تاريخ برم دی. له ترکانو سره دی. که لوړې لوړې ځوانۍ، پلنې اوږې، ښايسته سترګې، سره او سين اننګي او په تن روغ وجودونه دي خو د قظر، اماراتو او کويټ له شیخانو او ځوانانو سره دي. که تقوا ده، علميت دی، خدا پرستي، عشق رسول او د جهاد جذبه ده، دعوې يې د لاهور، کراچۍ، حقانيې او بنوريې ملايان، شيخ الحديثان او پیران کوي. سړيه دا د جهاد مسئوليت لومړی چا ته راجع کېږي؟ پيغمبر خو نابالغ ماشومان له جهاده منع کول او حتا د بدر غزا ته يې نه پرېښودل. د معاذ او معوذ کیسه خو به ټولو ته ياده وي. پيغمبر به جهاد ته لومړی اس لرونکی، توره لرونکی، په تن غښتلی، په عقل روغ او بډايه سړی روان کړی و. دلته خو کيسه سرچپه روانه ده. امريکايان په شمسي ايربېس، جېکب اباد او چکلاله کې ۱۴ کاله پراته و. نن هم پټ او ښکاره پراته دي. د همدې يهودو او نصاراوو ۵۸۰۰۰ پروازونه د کراچۍ د مفتي رشيد د مدرسې تر څنګ هوايي ميدانه وشو او په مليونونو له وسلو، بمونو، راکټونو، خوراک او څښاک څخه ډکې ټرېلرې دا ۱۷ کاله د همدې حقانيې مدرسې مخې ته په جي ټي روډ را تېرېږي. ولې چا ته پيغمبر په خوب نه ورځي، چې مخه يې ونيسي؟ د کفارو اکمالاتي لارې بندې کړي. که خبره د جهاد او د امريکا د سقوط وي. خو لومړی بايد له کراچۍ را روانو شوو وسلو او اکمالاتو مخه د حقانيې مجاهدينو د عبدالحق دارالحديث مخې ته نيولې وای. مسئوليت خو لومړی هلته راجع کېږي. که خبره د اسلامي نظام د نفاذ وي خو لومړی بايد مفتي رشيد د کراچۍ د کلفټن د فاحشه خانو مخه نيولی وای. که خبره د امريکايانو د وجود او هلته د جهاد د فرضيت وي، خو لومړی بايد د پيغمبر له کلي، له حرمينو شريفينو د کفارو د وېستلو لپاره جهاد اعلان شوی وای. د قطر طالب به د امريکايانو په اډه کې له خپلې مېرمنې سره سنت نه پوره کول. ژوند به يې هلته ناروا و. د طالبانو د حکومت پخواني مشران او د تقدس دعوېدارانو چې په وطن کې ژوند ورته ګناه او د خپلې تقوا په زيان بولي، په عربستان کې ژوند نه کولی. د طایف له مېوو به نه مستفيد کېدل. هملته به يې جهاد پيل کړی و. خو دا ټول دروغ دي. دا هسې ساختګي کيسې دي. دا استخباراتي جګړه ده او وه. ښه شو چې دا هر څه روښانه شو. چې دا څه روان و، دا د استخباراتو فتواوې او دليلونه و. يوه د قران او حديث خبره وي او يوه د استخباراتو ليکل شوی ناول وي. قران او سنت د روا او ناروا پولې ټاکلي. د جګړې اصول يې بيان کړي. د جهاد د فرضيت او لزوميت حدود يې مالوم کړي. د ملکي خلکو، د ماشومانو، د ښځو، د ناروغانو، د عبادت ځايونو، شنو ونو، د خلکو د عزت او مال د خونديتوب او حتا د جنګي اسيرانو د خونديتوب او نه متضرره کېدو توصیه کړې او دايې لازم بللي. بله د استخباراتو ليکلی شوی ناول وي. چې هر څه پکې روا وي او هيڅ شی ناروا نه بولي. د مدينې د پيغمبر د خبرو په ځای د جرمني د هېټلر په لارښوونو عمل کوي، چې وايي په مينه او جګړه کې هر څه روا دي. دا د هېټلر په طرز فکر روانه استخباراتي جګړه ده. د ټولو اصول څخه ور اخوا ده او په هر ارزښت يې پښه ايښې. دلته خو هيڅ څه خوندي پاتې نشو. د خدای په کور کې په سجده پراته مسلمانان په وينو رنګ شو. امام په قيام کې ړنګ شو او موذن د تکبير په نارو بوخت شهيد کړای شو. د قران شريف هغه پوښ چې مونږ به په مينه ورته جوړول. ځونډي به ورته کېښودل شو او د خدای کلام به په سيتارو ښايسته کړای شو. هغه قران او پوښ يې له باروتو ډک کړای شو او بيا يې والي ارسلا او عبدالله لغمانی پرې والوځول. هغه پټکی چې د رسول الله د سر تاج و، د وياړ څلی او په شعايرالله کې شمېرل کېږي، يې له بمونو ډک کړ او سپين ږيری رباني يې پرې والوځوه. د رباني سياستونه او کارونه په خپل ځای، خو د وژلو دغه طريقه د اسلام د کومو اصولو سره برابره وه؟

د اندونيزيا د علماو کنفرانس دغه هر څه ملت او امت ته روښانه کړل. د افغانستان د حکومت د حقانيت او د ملت د مظلوميت دوسيه د نړۍ د علماو محکمې ته وړاندې شوه. زمونږ د بې ګناهۍ، دردونو او فاجعو داستان هلته بيان شو. د هلمند د هغې مورکۍ کيسه وشوه چې په يوه ورځ يې دوه زامن ووژل شو. يو د ملي اردو په ليکو کې او بل د طالب ډله کې ووژل شو. د شينوارو د هغه نوزاده ماشوم درد بيان شو چې داعش دوه ځایه او څيرې کړ. د هغو سپين ږيرو داستان وړاندې شو، چې په بمونو کېنول شو او غوښې يې باد باد شوې. د هغې بټي کوټۍ مور فريان واورول شو چې ۵ زامن يې په دې بدمرغه جګړه کې له لاسه ورکړل او د خدای هيلې ته، د عرش په رحم و کرم ژوند تېروي. نن د افغانستان علماو په جرات، په منطق او صداقت د افغانستان د خلکو استازيتوب وکړ. ټول په دې قانع شو، چې په افغانستان کې جګړه ناروا او ځانمرګي بريدونه حرام دي. د افغانستان له اسلامي جمهوريت سره سوله نه يواځې روا، بلکې لازمه ده. هغو شيخانو او هغو علماو چې طالبان يې خپل استادان بولي او لاسونه يې مچې کوي، نن په ښکاره او جرات اعلاميه ورکړه چې په دې جګړه کې د مسلمانانو زيان او د اسلام تاوان دی. دا جګړه بايد و درول شي او دا جګړه هيڅ ډول ديني مشروعيت نلري. هغو علماو چې تر داپرونه يې د طالبانو ډلې ته امارت اسلاميه افغانستان ويل او مشر ته يې د اميرالمومنين خطاب کولو، نن يې په اعلاميه کې ولسمشر غني ته د افغانستان د جمهور رئيس او د افغانستان حکومت ته د افغانستان د اسلامي جمهوريت وويل. مانا نن د افغانستان، اندونيزيا او نورې نړۍ اسلامي علماوو نه بلکې خپله د طالبانو استادانو دا حکومت مشروع او پر خلاف يې جګړه ناسم کار وباله. د غونډې اعلاميه ټولې نړۍ ته ابلاغ شوه. ژوندۍ ويډيو يې خپره شوه. پښتو، انګليسي، دري، اردو او عربي بڼه يې ټولو ولوسته. ټولو ته واضحه شوه چې د افغانستان د خلکو وژل هيڅ ډول ديني مشروعيت نلري. دا اقرار د کراچۍ له بنوريې نيولې، د اکوړۍ تر حقانيې، د پېښور د عثمانيې، د چارسدې د نعمانيې تر د اسلام اباد د اسلامي نظرياتي کونسل پورې ټولو وکړ. تر ټولو مهمه دا چې طالب خپل استازي دغه ديني بحث ته و نشو لېږلی. يو خو دا چې د اسلام څخه د ناسمې استفغادې له امله يې سترګې د افغانستان سپين ږيرو علماو او حتا خپلو استادانو ته ټيټې وې او بل دا چې په ټول امارت (!) کې يې دومره سړی نه و چې د خپلې جګړې څخه ديني توجيه وکړای شي، ځکه دا کار ناشونی و. کنه حتما يې دغسې ځای ته خپله داعيه وړله. خو دا جګړه او خونرېزي نه وه. مسلمان کشي نه وه. بلکې د منطق، علميت او خوف خدا مجلس و. دغسې ځای کې بې علمه او له احساسه خالي چڼي انتن نه ورکوي.

نور دا کيسه سپينه شوه. طالبانو نور ديني مشروعيت بایللی او په دې به د تصديق نهايي مهر د جولای په مياشت کې د ټولې نړۍ د اسلامي علماو په کنفرانس کې ولګېږي چې د اسلامي امت د فکر او علم هستې ته د افغانستان د خلکو د بېچاره ګۍ دوسيه وړاندې شي. اوس به ټول پوهېدلي وي چې نه د طالب پرونۍ جګړه سمه وه، نه يې ننۍ سمه ده او نه به يې سبا د يوه اسلامي رياست په بنسټونو بريدونه روا وي. شهادتونه هسې خوشې چټي ولاړل، جنتونه په دوزخونو بدل شو، کورنۍ يې د قيامت تر ورځې په زجر اخته پرې اضافه.

ما درته ويل تا نه منله
د کونډې زويه اوس کوه د ډاګ مزلونه

۱۳ مۍ ۲۰۱۸- کابل