شاعر: سمیع الدین افغاني 
افغانانو لږ هوښیار شئ
په یو فکر په یو لار شئ

د غفلت خوب نه بیدارشئ
درواري شم لاس په کار شئ

غلیم تل بربادي غواړي
تل نفاق جدائي غواړي

ددې ملک خرابي غواړي
دوئ زمونږ نابودي غواړي

که بوډا دی که زلمی دی
چې د لوی افغان بچی دی

په میړانه کې زمری دی
ښه باتوردي میړنی دی

په یووالي کې بری دی
په نفاق موخوښ پردی دی

نور د سولې طرفدار شئ
چې دخپل وطن واکدار شئ
———————-
سمیع الدین افغاني
۲۳ -۶ – ۲۰۱۸
م ۰ کال

Door Guest