دکلیزې په ټیل کې لنډه کیسه

: محمدعیان«عیان»         

دکلیزې په ټیل کې

*****

«دشلوپه ټیل کې» کیسه خوبه مواوریدلې وي اوکه نه مووي اوریدلې نوزړه راښکونکې ده. لیکین په دې پسې «دکلیزې په ټیل کې» کیسه هم زړه ګړبوونکی ده.

 «دشلوپه ټیل کې» کیسه ما دعوامودخولې نه په شفاهي (ګړنۍ) ډول اوریدلې ده. داچې لیکلې بڼه به یې هم شتون ولري که نه، لیکین زه به یې اوس دمګړۍ همدغه شفا یي اوریدنه په خپلوکلیمودرته انځورکړم.

*****

 «دشلوپه ټیل کې» کیسه داسې وه چې:

له یوه جیل نه بل ته شل تنه بندیان ورلیږدول کیدل.یود پولیسو مشراوڅوتنه نورساتونکي ورسره وو. دبندیانو داشل کسیزه ډله پلي په لارروان وواوساتونکي به تې ګرګرچورلیدل چې کوم یوورنه ونه تښتي.

 تاسره خدای په نیکۍ مل شه چې کتاریې دخلکوپه ګڼه ګوڼه کې ورګډ شونوپه دغه ټیله تمبه اوټیل ماټیل کې ترې یوبندي له کتاره وتلی اودخلکوپه منځ کې ورننوتلی ؤ. ساتونکي او مشریې پې نه ووپوه شوي، نوهغوی بی له کوم وسواسه بل زندان ته ورروان وو.

 چې زندان ته ورسیدل نومشریې دبندیانوپه شمارلوپیل وکړ: یو،دوه،درې،څلور،پینځه…نورلس. مشرله ساتونکونه تپوس وکړچې شلم بندي څه شو؟ هغوی ټول حق حیران ودریدل او له یوه سره چوپه خوله وو.

 مشرپوی(پوه) شوچې یوبندي تې تښتیدلی دی.هغه چي نه کوي نوڅه به کوي؟ بس دجیل دروازې ته نیژدې، دبندیانو سیل ته له ولاړوکسانونه یې یوراونیو، دزندان په اوسپنیزه دروازه یې وردننه کړاوبندیان یې له نورلسونه شل کړل. اوسني شلم بندي یا دبندیانوپخواني ننداره کوونکی اریان دریان اپلودیپلوکتل اوهرڅومره چغې رمباړې چې یې وهلې چاورته غوږنه ایښودو. دنوروبندیانوپه شان په یوه ځیمناکه، بې ټغره اوبې لمڅي کوټه کې ورپسې داوسپنیزوسیخا نو (لښتو) دروازه بنده شوه. دې شلم بندي سرله ډاګې ډاګې واهه اوله اوسپنیزولښتوسره یې په جنګولوجنګولوتک سورکړی و.

*****

 ډیره موده پس دبندیانوددوسیودڅیړلودپاره هیأت وټاکل شو چې څوک دڅومره جزا وړاوباید څومره قید پې وخیژول شي.

له هربندي نه بیل بیل تحقیق وشوچې یوشمیر یې په وژنو، څه یې په غلاګانو، ځینې یې په انساني تیریو، څوک په یوڅه ،څوک په بل څه اورنګارنګه ګوناوونوکې ښکیل وو. دهغوی په دوسیوکې یې خپلې ګوناګانې ثبت شوې اوقیدونه پې وختل.

 دشلم بندي وارچې راغی نودهیأت یوه غړي ترې پوښته وکړه چې ځوانه ته په څه کې بندي یې؟

 داځوان بندي چې عمربه یې ددوه ویشتواوپینځه ویشتوکلونو په مینځ کې ؤ،نوپه ځواب کې یې دتحقیق دهیأت غړوته وویل

چې: زه «دشلوپه ټیل کې» بندي یم.

 دهیأت ټولوغړوورته لومړی ښه په بق بق وخندل اوددغې کړس کړس خنداګانونه وروسته یې بیا ترې تپوس وکړچې: ځوانه دا«دشلوپه ټیل کې» لا څه دي؟ دالاکومه ګوناده؟

هغوی چې ورنه هرڅومره پوښتنې کولې، بیاهم دشلم بندي همدغه ځواب و.

 په لومړي سرکې دهیأت دټولوغړوباورراغی چې دابندي لکه چې لیونی اودماغي تکلیف لري، خویوه تجربه کاره څیړونکي تې په آرامۍ سره پوښتنه وکړه چې: ځوانه ته یې مونږته سمه تشرې(تشریح) کړه چې«دشلوله ټیل» نه دې مقصد څه دی؟

 شلم بندي اوس په اوسون اوپوره اوسیلې(حوصلې)هغوی ته دخپل بندیتوب پیښه درڼورڼواوښکوپه راتریدوسره یوځای واوروله اوکړل یې(ویل یې):

ستاسودپولسو(پولیسو) مشرچې ولیدل دشلوبندیانونه یې یوتن تښتیدلی دی اوچې خبره نورلسوته ورسیدله نوشلم بندي نه ؤ.

دزندان په دروازه کې زماپه ګډون ډیرکسان دبندیا نوسیل ته ولاړوو.بس نومشرپولس زما په ولي لاس کیښودواوغږیې وکړچې: «دایې شل». هغه خپل شل بندیان پوره کړل اوزه یې دجیل په توروتمبو رادننه کړم.

 دهیأت غړوداځل بیاښه په بړبقوبړبقوخولې ستړې کړې چې له ډیرو«قت قتو»اوخنداګانونه یې هغه دچاخبره پوښتۍ شنې اوله سترګونه یې اوښې راتوی شوې، خویره ددې شلم بندي په دوسیه کې یې ولیکل چې بایدهمدانن له بند نه خلاص شي.

داچې دتښتیدلي اودې« دشلوپه ټیل کې» بندي په اړه به د پولسانودمشر اوساتونکونه کومې پوښتنې اښتنې شوې وي که نه له هغې نه خدای خبردی، خوپه دې بې ګوناځوان یې ډیره موده بندیتوب تیرکړ.

*****

 «دشلوپه ټیل کې» کیسه اوس اوس نن سبا ایله بیله دجرمني په پرمختللي هیوادکې یوځل بیا را ژوندۍ شوه.

 کیسه داسې وه چې: دجرمني چارواکي یوپه بل پسې په پله پسې ډول کډوال افغانان له خپلې خاورې نه شړي اودایستلود پاره ورته بیلې بیلې بانې(پلمې) لټوي.

 «که سړی دخپل ځان سره ووایي چې ولې دوی اونور لویدیځوال ځینې افغان کډوال شړي اویوشمیرنوروته پنا ورکوي؟ په حقیقت کې خودټولوافغانانودکیسونواومهاجرت لامل اودلیل یوشان اوهغه هم دپردیوله خوا تپل شوې جګړه ده. ټولې نړۍ ته داسې څرګنده ده لکه« لمرچې په ګوته نه پټیږي»چې په افغانستان کې دهمدې لویدیځوالوښکیلاکګرواو زبیښاکګروله خوادوینوسیلابونه روان دي اوداغم ځپلی هیواد یې نیولی دی.نوافغانان هم مجبوردي چې ددغوخونړیونښتوله کبله خپل د«شاتونه شیرن وطن» پریدي. چې په وطن کې یې جنګونه، نه وونوپخوایې ولې دغه ډول ډ له ایزې اوفا میلي کډوالۍ ته زړه نه ښه کاوه؟ دوی خوپه دې لنډۍ قناعت کاوه چې ویل به یې:

په وطن نیمه ډوډۍ ښه ده +

نه په پردي وطن کې غوښې پولاوونه.

*****

دجګړواصلي لامل همداجرمني،اوپه سرکې یې امریکا، انګلستان اودناتودوزخي سازمان دی.اوس چې هرافغان جرمني اویا نورولویدیځوهیوادونوته ځان ورورسوي نوپه وطن کې یې د وینودروانورودونوله کبله «دمهاجرت کیس» یوشا نته اویو برابردی.

*****

لومړی خوله افغانستانه راوتل دومره اسان کارنه دی. بیا چې ایران اوپاکستان ته ورسیږي نوهلته دخدای تعالی په کړاوونو اوجنجالونواخته شي.په زیاتویې دهیوادونوپه پولوکې پې ډزې کیږي اودمدیترانې په سمندرګي کې دنانګانو(نهنګانو) او مایانوخوراک شي. په یوشمیرهیوادونوکې خودوررسیدوسره سم دزندانونوتورتم ته وردننه اوپه مړژواندي ډول دمرګ او ژوندترمنځ ایله سرغړوي».

*****

 اوس چې په جرمني کې لکه دنوروهیوادونوپه څیریوشمیر مهاجرافغانان دژرندې دپلونوپه منځ کې ترمرګه پورې شپې ورځې شماري نودهغه هیوادچارواکواوپه تیره تیره دکورنیو چارونوي غره وزیر«دشلوپه ټیل کې»کیسه بیاځلې راژوندۍ کړه.سکال(سږکال)چې ددغه وزیرنهه شپیتمه کلیزه وه نوداته شپیتومهاجروافغانانودوسیې یې داسې ترتیب کړې وې چې په یادهیوادکې یې دپاتې کیدوغوښتنې ونه منل شي، خوپه دې ورځ چې ددې توپیرغوښتونکي جرمني( دکورنیوچارووزیر) نهه شپيتمه کلیزه وه نوبایدچې «دشلوپه ټیل کې»کیسې په شان په کې «یو»ورزیات کړي اوداته شپیتوپه ځای نهه شپیته تنه له جرمني نه وباسي. یادوزیرڅه موده مخکې له کډوالواو اسلام سره دخپل مخالفت په ژاولوشخوندهم وهلی ؤ.

*****

بس نودزړه سره تاسره خدای په نیکۍ مل شه یوسپیره افغان چې لا په دوسیه کې یې پنا نه وه ردشوې دوزیرصیب دنهه شپیتمې کلیزې سره دبرابرولوپه ټیل کې له جرمني نه افغانستان ته بې وخته وشړو.بیانووزیرصیب په ډیره بې باکۍ اوکلانکارۍ په خانتما توګه اعلان وکړچې: «نن زما نهه شپیتمه کلیزه ده اودادی نهه شپیته کډوال افغانان له جرمني نه شړم».

 په دې ژورنالیستیکه جومله(جمله) یې ځکه شخوندوواهه چې خلک ووایي:«څومره نوښتګر» وزیردی.

*****

چې خبره دتحقیق اوڅیړنومسؤولینوته ورسیده نوهغوی ثابته کړه چې دا«نهه شپیتم»افغان په ناقانونه توګه ایستل شوی او بایدچې بیرته راوغوښتل شي.«هغه دکورنیوچارودوزیر «دکلیزې په ټیل کې» ایستل شوی دی.

      «پای»

 دلیکلونیټه یې:۱۹/۷/۲۰۱۸ـ ۲۸/۴/۱۳۹۷

 

Comments are closed.