جنرال سيد عزيز احمد له ماشومتوبه د پلار لخوا یتيم شوی دی. دی ليا د شپږو مياشتو وو، چې خپل مرحوم پلار سرمعلم سيد عبدالواحد يې له لاسه ورکړ. جنرال صيب د وردګو په کوتره کې زېږېدلی دی او له ماشومتوبه يتيم پاتې شوی دی، خو روزنه او پالنه يې د مور او مشر ورور سيد عبدالاحمد، چې په نوربابا مشهور وو، لخوا تر سره شوې ده. د وردګو په دايميرداد کې يي ښوونځی پای ته رسولی او بيا يي حربي ښوونځي کې نظامي زده کړې تر سره کړې دي.

لسانس يي په حربي پوهنتون کې تر لاسه کړی او بيا د نورو لوړو زده کړو لپاره هندوستان ته تللی دی. دی ليا په رتبه جګړن وو، چې د ۱۳۵۷ لمريز کال د غويي نظامي کودتا تر سره شوه. وروسته د ثور له غميزې د جنرال صيب سيد عزيز احمد د تره زامن «جنرال سيد عبدالغنی وردګ او انجينير سيد نعيم وردګ» او ګڼشمېر نور خپلوان يې د خلقيانو او پرچميانو لخوا په شهادت ورسېدل، چې د يو شمېر نومونه يې د «لست ۵۰۰۰» په لړ کې څو کاله مخکې وموندل شول.

وروسته له دغه پېښې هغه مهال جګړن سيد عزيز احمد وردګ د خلقي ـ پرچميانو واکمنو لخوا په جبري توګه له کابله د مزار شريف ۱۷ فرقي ته واستول شوو، چې خپله کورنۍ يې هم هغه مهال له ۳ وړو ماشومانو سره له کابله د شبرغان ښار ته د خپل مشر ورور سيد عبدالاحمد کور ته ورکډه کړه. ښاغلی سيد عزيز احمد د هغه مهال د دولتي سيستم لخوا تر تعقيب لاندې وو او یوازې به د اونۍ په پای کې د خپل ورور کور ته تللوو او خپل اولادونه به يي ليدل، ليا دوې مياشتې د «جنرال سيد عبدالغني او انجينير سيد نعيم» له توقيفه نه وو تېر شوي، چې جګړن سيد عزيز احمد د مزار شريف له فرقې څخه تری تام شو.

جنرال سيد عزيز احمد د هغه مهال خلقي ـ پرچمي حکومت لخوا بندي شو او لږ تر لږه ۱،۵ کاله سياسي بندي وو، چې د پرچمي ببرک کارمل په واکمني کې لکه په لکهاوو نورو سياسي بنديانو غوندې له پلچرخي خلاص شو او د پرچميانو په واکمني کې يو څه موده خانه نشين وو، خو بيا وروسته په حربي ښوونځي کې د فزيک او الجبر د استاد په توګه وګومارل شو، چې له دې وظيفې وروسته يې بيا په حربي پوهنتون کې د نظامي تکتيک او ستراتېژي په برخه کې ځوانو منصبدارانو ته زده کړې ورکولې. د خلقيانو او بيا د پرچميانو او بيا د دريم ځل لپاره د نجيب په واکمني کې د جنرال سيد عزيز احمد يو وراره ډګروال سيد عبدالوحيد ۳ ځلې په سياسي تورونو او له اسلامي ګوندونو سره د همکاري په تور، بندي شو.

جنرال سيد عزيز احمد د خپلو زده کړو پر بنسټ د منصبداري په برخه کې لوړو پوړونو ته وختلو او وروستۍ دنده يې د مرحوم ډاکټر نجيب د واکمني په ترڅ کې، په حربي ښوونځي کې د علمي او تعليمي مرستيالي او بيا د لنډې مودې لپاره په بغلان کې د امنيې قومانداني وه، چې له دغو دندو وروسته بيا بيرته د نظامي کدرونو په تعليمي موسسو کې په دنه وګومارل شو، له نېکه مرغه جنرال سيد عزيز احمد خپله ډېره مسلکي بوختيا د نویو نظامي کدرونو په روزنه باندې تېره کړې ده.

ما جنرال سيد عزيز احمد په ۱۹۸۸ کال د مسکو د فرونز په نظامي اکاډمي کې وليدلو، چې د لنډې مودې لپاره د پراخو نظامي زده کړو لپاره راغلی وو. هغه مهال ما د فرونز په اکاډمي کې ګڼشمېر نور منصبداران هم وليدل، چې يو شمېر يې په افغانستان کې ډېر لوړپوړي نظامي چارواکي ول، خو زما شپه له جنرال صيب محمد یوسف روف سره وه، چې د ارکانحربي په برخه کې يې د فلسفي د آزموينې لپاره تياري نيوله.

زه ډېر ځوان وم، مګر سپين ږيري جنرال يوسف روف ټوله شپه سبق ويلو، چې بله ورځ خپله آزموينه تر سره کړي. ما دغه يادښت ځکه وکړ، چې ځوان نسل د خپلو مشرانو په اړه يو ځلې په ژوره توګه ځير شي، چې افغاني کدرونو ډېر زحمت ګاللی دی او هغوی په ډېر زيار سره روزل شوي دي!

په اکاډمي کې جنرال سيد عزيز احمد تل په خپلو نظامي درسونو بوخت وو او په خپلو هممسلکانو کې د سر سړی وو. دغو منصبدارانو ډوډۍ په نوبت په نظامي ليليه کې پخپله پخوله، نو یوه ورځ جنرال صيب عزيز احمد ډېره خوندوره ښورا لږ تر لږه ۲۰ تنو منصبدارانو ته پخه کړه. جنرال سيد عزيز احمد لکه يو مسلکي نظامي کدر د ژوند په هره برخه کې ډېر بريالی شخصيت دی. په پوهنتونونو کې تل الونمره وو او ګڼشمېر ستاينليکونه يې له نظامي پوهنتونونو او نظامي اکاډيميو تر لاسه کړي دي، نو د جنرال سيد عزيز احمد دغه لوړ استعداد، نه ستړې کېدونکې هلې ځلې، صداقت او له پوهې سره ليوالتيا پر ما باندې ډېره اغېزه کړې، چې تر ننه ما هڅوي، چې زحمت وګالم او د پوهې په برخه کې جوت ګامونه پورته کړم او نن هم دې ته اړ شوم چې خپله خاطره د جنرال سيد عزيز احمد په اړه وليکم.

جنرال سيد عزيز احمد وروسته د مجاهدينو له راتګ سره او بيا د مرحوم پروفيسور برهاندالدين رباني لخوا د افغانستان د نظامي، امنيتي او ادراي سيستم له منحلولو سره په کور کېناستلو او وروسته له دې چې افغانستان په بينالجهادي جګړه کې ښکېل شو او د جنرال سيد عزيز احمد خورېږ، ډګروال سيد خليل الرحمن په ۱۹۹۴ کال کې د مجاهدينو د ډلو تپلو لخوا په کارته پروان کې په شهادت ورسېدلو، نو لکه په ميليونونو نورو افغانانو غوندې جنرال سيد عزيز احمد هم مهاجرت ته اړ شو او له کابله پېښور ته مهاجر شوو او لکه نورو افغانانو غوندې يې د مهاجرت ربړونه هم تېر کړل. د کابل په کوټه سنګي کې يې خپل دوه پوړی کور د کور له ټولو شتو سره ترې پاتې شول، ځکه د وحدت ګوند او حرکت ګوند تر منځ د سيمو د فتوحاتو په لړ کې ګڼشمېر خلک ووژل شول، بې عزته شول او ډېر يې له سيمو تېښتې ته اړ شول.

په پېښور کې جنرال سيد عزیز احمد له خپلې کورودانې او خپلو ۵ وړو ماشومانو «۳ لوڼې او ۲ زامن» سره، چې اوس ټول په خپل بخت رسېدلې دي، خو مېرمن يې پنځه کاله مخکې په حق رسېدلې، د مهاجرت ژوند پيل کړ. د خپلې کورنۍ د ساتلو، د اولادونو د روزلو او د ژوند له ناخوالو سره د مبارزې لپاره لاس په کار شو. په کارخانو کې يې کور په کرا کړ، اولاده ېي ښوونځيو ته واستوله او پخپله يې تبنګ فروشي پيل کړه، چې له علاقه غيره به يې غوړي، بوره، چای او نور خواړه کارخانو ته په بايسکل راوړل او بيا به يې په تبنګ باندې د کارخانو په کوڅو کې پلورل، چې د خپلې کورنۍ خرڅ پرې پوره کړي.

جنرال سيد عزيز احمد په زرهاوو نظامي کدرونه د افغانستان لپاره روزلي دي، مګر د نا اهلو سياستوالو له برکته آخر تبنګ فروشي ته اړ شو، ځکه وطنفروش نه وو، دسيسه باز يا ډلباز هم نه وو! چې لکه يو شمېر منصبدارانو غوندې د نظار له شورا او يا نورو ګوندونو سره په خيانت لاس پورې کړي، خو آيا سياسي افغانانو ته شرم نه دی، چې د دومره لوړې زده کړې کدرونه يې په علاقه غېر کې تبنګ فروشي ته اړ شي يا په هوټلونو کې قابشويي او په لوېديز کې سګ شويي وکړي، مه هېروی د اولاد نفقه فرض ده!

د طالبانو په واکمني کې ښاغلی سيد عزيز احمد په پېښور کې پاتې شو او په افغانستان کې يې يو شمېر خپلوان د طالبانو لخوا هم ترور شول، چې په ۱۹۹۸ کال د جون په مياشت کې د جنرال سيد عزيز احمد تربور پوهاند سيد هاشم بشريار، چې د ننګرهار پوهنتون برحاله استاد وو، د طالبانو لخوا په جلال آباد کې په شهادت ورسول شو او وروسته له دغه پېښې د جنرال سيد عزيز احمد ګڼشمېر نور خپلوان هم جبري مهاجرت ته اړ شول.

د ۲۰۰۱ کال په پای کې د پېژندګلوي پر بنسټ يې د ښاغلي رحيم وردګ په وړانديز يو شمېر افغاني نظامي کدرونه په پېښور کې راټول کړل، چې افغانستان کې د نظامي سيستم په جوړولو کې په کار وګومارل شي، خو رحيم وردګ کابل ته ورونه غوښت، مګر جنرال عزيز احمد د ښاغلي عبدالحد جلالي په غوښتنه په ۲۰۰۲ کال افغانستان ته راستون شو او د داخله وزارت د بهرنيو چارو رئيس شو او بيا د کرزي په واکمني کې په بېلابېلو نظامي دندو وګومارل شو.

کله چې د مخدره موادو سره د مبارزې د رياست رئيس شو، نو د شمال ټلوالي ورته ګڼشمېر دسيسې جوړې کړې، چې د ټلواې له جنرالانو سره د شخړو له کبله او د داخله وزرات د بېکفايتي په اړوند يې، دغه دنده هم پرېښودله او د نورو لوړو زدهکړو لپاره انګلستان ته ولاړ، چې بيا وروسته د کندهار د امنيې قوماندان شو، چې هلته بيا د کندهار والي ښاغلی خالد، د جنرال عزيز احمد د مسلکي کارونو او نوښتونو مخه ډبه کړه او دې ته يې اړ کړ، چې د حامد کرزي په وساتط خپله دنده په کندهار کې پرېږدي او بيرته کابل ته راستون شي.

په ۲۰۰۹ کال زه د کاناډا د ترونټو ښار ته په سفر تللی وم، نو په يو محفل کې له يو نيکتايي داره شخصيت سره مخامخ شوم، چې محفل کې د مېز تر شاه ناست وو او د افغانستان په سياسي، نظامي او اداري چارو يې څرګندونې کولې او دا نور ورته لاس تر زنې ناست ول. زه پټه خوله ناست وم، نو احمدي صيب ماته نغوته وکړه، چې ولې په بحث کې برخه نه اخلم! بايد خپل نظر د افغانستان د دولت، حکومت او ادارې په اړه څرګند کړم.

ما ورلنډه کړه، چې په دې اړه ډېر معلومات نه لرم، خو که تاسو د يوې مشخصې موضوع په اړه خبرې وکړي نو زه به هم پرې پوه شم، داسې ګډوډ بحث باندې سم نه پوهېږم، نو احمدي صيب په يو رپ کې وويل، چې راځه د کندهار د امنيې قوماندان په اړه درته ووايم، نو مخکې له دې چې په خبرو پيل وکې، نو ما ورته وویل، چې هلته يې وراره ناست دی هغه ته به هم غږ کړم، نو احمدي صيب وويل هېڅ پروا نه کوي، خو د جنرال صيب وراره په بل څه بوخت وو.

ښاغلي احمدي صيب وويل، چې کندهار ته تللی وو او بيا د جنرا ل سيد عزيز لیدو ته د کندهار امنيې قومانداني ته هم تللی وو. ده خبره وغځوله او ويې ويل، چې د کندهار د امنيې قوماندان چې په سړکونو سفر کوي، نو شل موټره يې مخې ته او شل يې تر شا روان وي او شاهانه ژوند يې ځان ته جوړ کړی دی، خو خلک په غربت کې ژوند کوي.

«ما ته د کندهار د امنيې قوماندانې وضيعت ښه معلوم وو، چې هغه مهال يې سرتېري په زړو کلاشنيکوفونو سمبال ول او د ځينو يې شاجورونه هم خالي ول، ځکه حتی د مرميو بوديجه هم د خالد جان لخوا حيف او ميل کېدله!»، نوما ښاغلي احمدي ته ورغبرکه کړله، چې تاسو په کندهار کې څه کول او ولې بيا جنرال سيد عزيز احمد ته ورغلي واست!

ښاغلي احمدي خبره اوږده کړه او داسې څرګندونې يې وکړي: زه کندهار ته تللی وم، چې له بهرنيانو سره کار وکړم «هرو مرو يې ترجماني … کوله»، خو يوه ورځ خپل وطندار ته د امنيې قومانداني ته ورغلم. هغه ورځ جنرال عزيز احمد له خارجي نظاميانو سره غونډه درلودله او زه يې هم غونډې ته بوتلم. په غونډه کې ټولو ځانونه معرفي کړل او زه جنرال سيد عزيز احمد د خپل دوست او ښه ترجومان «د انګرېزي ژبې ژباړونکي» په توګه، خپلو مېلمنو ته وروپېژندلم!

عجيبه ده! خو ما ورغبرګه کړه، چې هم نان او نمک شوي او هم خبرې پسې کوې، چې د پاچاهانو آرګاه او بارګاه يې ځان ته جوړه کړې ده! خو ته يې هم لکه چې په سم ځای کې استعمال کړی يي، ځکه دې زړه ورته شين دی! ښاغلی احمدي په خندا شو او را غبرګه يې کړه، چې ډېر حاضر ځواب يي! نو درنو دوستانو مخکې له دې چې په يو چا انتقاد کوی، نو لومړی د يو شخصيت په اړه ښه معلومات تر لاسه کړی او بیا ورباندې نيوکه وکړی!

په زړه پورې خبره دا ده، چې په ۲۰۱۰ ميلادي کال زه په ډنمارک کې د يو چا مېلمه وم او هلته يو شمېر ځوانان هم ناست ول، چې د افغانستان په یوه تلويزيوني خپرونه کې يې له جنرال سيد عزيز احمد سره مرکه کېښودله، نو يو ځوان چې هغه مهال به د ۳۰ کلونو وو او لس کلونه يې په ډنمارک کې ژوند کړی وو، نو له خولې يې راووتل، چې «امي جنراله خو اوسو کنين! فاسد است، خوده ميليونر ساخت، در کابل بلډينګ ها ره خريده!». وروسته له دغه څرګندونو ما د تلويزيون چينل واړولو او له دغه ځوانه مې وپوښتل، چې ته دغه جنرال پېژنې! نو راته يي وويل، چې مستقيمآ نميشناسمش، مګر در موردش بسيار شنيديم! نو ورغبرګه مې کړه، چې ستاسو مشاهير وايي:

محمد ديده و موسی شنيده

شنيده کــی بود مانند ديده

نو بیا ما لږ معلومات د جنرال صيب سيد عزيز احمد په اړه ورکړل او بيا دغه ځوان ډاکټر د ميلمستيا تر پايه په لسهاوو زله د جنرال سيد عزيز احمد په اړه لما معذرت وغوښت او وروسته له دغه ليدنې يې د خپلې ناروغي په اړه زما سره اړيکي ټينګې کړې وې، په فنليند کې عمليات شو، له بده مرغه دغه ځوان د ۳۱ کلونو په عمر ومړ او اوس زموږ په منځ کې نشته. خدای دې پرې ورحمېږي او د فردوس جنتونه دې يې نصيب شي.

په افغانانو کې بې مسؤليته څرګندونې ډېرې کېږي، کله د يو شخص په شخصي حريم تېری کېږي، کله سياسي او کله هم علمي شخصيتونه په سليقوي ډنډورو کې ځپل کېږي، نو د جنرال سيد عزيز احمد په اړه هم بې مسؤليته څرګندونې کېږي. په ۲۰۰۸ ميلادي کال زه د يو تدريسي پروګرام په تړاو د نيدرلنډ د هاګ په يو روغتون کې وم، چې يو فاميل د معاينې خونې ته راننوتله. د مېز تر شاه دواړه کېناستل، ليا يې روغبړ نه وو کړی، چې يو بل ته يې په پارسي ټينګتې پيل کړې او د ښکنځلو لړۍ يې پيل شوه، ليا يې څو سپکې سپورې نه وې کړې، چې ما ورته وویل «میبخشيد من افغان هستم و نميخواهم توهين شما را بشنوم»، دواړه ښځه او مېړه هک پک پاتې شول او ما ته يې راغبرګه کړه، چې «فارسي مېفامين! افغان هستين»!

افغان تل وروسته له معرفته يوه انتریوو درسره کوي، چې څوک يې، له کوم ځي يې او داسې نورې… خو دغو ناروغانو هم وروسته له دې معرفته په افغاني چارواکيو نيوکې پيل کړې او د لنډو خبرو په ترڅ کې يې د جنرال صيب سيد عزيز احمد پرونۍ تلويزيوني مرکه ياده کړه! اينه حالا عزيز احمد خان هم جنرال شده! در دولت نجيب هم کار ميکرد و حالا با غلام امريکايي ها کرزی خان هم کار ميکند! د ځان په اړه يې وویل، چې د جنرال مومند مشر ځوی دی، د کمونيستانو په واکمني کې تر ډګروالۍ رسېدل دی او د اشرارو له وېرې په ۱۹۹۳ کې هالنډ ته مهاجر شوی دی او اوس بېکاره دی!

نو ما ورته وویل، چې جنرال صاحب سيد عزيز احمد به ملت خود خدمت کرده و در تمام مشکلات ملت در پهلوی ملت مانده اند و به هېچ حزب و هېچ جناح سياسي قرابت حزبي، سازمانی و يا سليقوي نداشته

اند، حالا شما بفرماييد که شما بر حق هستېد ويا جنرال صاحب سيد عزیز احمد! آنها در افغانستان پهلوی ملت هستند و خدمت ميکنند، اما شما در نيدرلند با روان نا آرام مهاجر هستيد!

ښاغلي ډګروال صيب راغبرګه کړه: واقعآ عزيز احمد خان یک انسان با استعداد هستند، در حربي ښوونځی و همچنان در حربې پوهنتونو استاد ما بود. يک شخصيت پاک هستند، مګر بايد با دولت حامد کرزی همکاری نميکرد! ما ورغبرګه کړه؛ برادر عزیز ما وشما ورشکستګي نظام را در وقت جنګ های بينالمجاهدين ديديم! من هم مېخواهم يک نظام مردمي، با امنيت عام و تام و يک اجتماع پر از صفا داشته یاشيم، مګر من مخالف ارج و مرج اجتماعي و جنګ بينالافغاني هستم و طرفدار يک نظام سياسي هستم! په دې ډول زموږ خبرې پای ته ورسېدلې، خو په افغانانو کې تر ننه پورې زه ضد او نقيض څرګندونېد اشخاصو په اړه آورم.

وروسته له کندهاره جنرال سيد عزيز احمد د پکتيا د امنيې قوماندان شو، چې له ښاغلي جمعه خان همدرد سره، چې هغه مهال د پکتيا والي وو، د پکتيا ولايت په نظامي او امنيتي سکتور کې په کار بوخت شو. په سيمه کې يې د پکتيا مېشتو مشرانو سره د سيمې د امنيت په اړوند د تفاهم چاپېر رامنځ ته کړ، چې حتی د حسيرانو د تبادلې پېښې هم رامنځ ته شوې.

په پکتيا کې د سيمييزو مشرانو سره د سيمې د امنيت د تفاهم په تړاو او د بنديانو د تبادلې او همدا ډول د دولت د مخالفينو د زخميانو د تداوي د پېښو په اړوند جنرال سيد عزيز احمد کابل ته راوغوښتل شو، چې لومړی د امريکايانو لخوا بندي شو او تحقيق ترې وشو او بيا د کورنيو چارو د وزارت «د شمال ټلوالې د ليوالانو» لخوا د دولت د مخالفينو سره د همکاري په تړاو د څو مياشتو لپاره سياسي بندي شو، چې وروسته له اوږدمهاله څېړنو او تحقيقونو بيرته خلاص شو او په داخله وزارت کې د مشاور په توګه وګومارل شو او په ۱۳۹۶ کال کې يې تقاعد واخيست.

د فيسبوک په کرښه مې وليدل، چې جنرال سيد عزيز احمد وردګ دا ځلې ځان د افغانستان ولسي جرګې ته د کابل له ښاره ځان لکه خپلواک کانديد نومولی دی. له نېکه مرغه ګڼشمېر افغانانو د جنرال سيد عزيز احمد په ننګه خپلې څرګندونې ليکلې دي، خو يو چا ورته سپکې سپورې هم ليکلي دي، نو ما دغه څو کرښې ځکه تورې کړې، چې د جنرال صيب سيد عزيز احمد په اړه خپلې خاطرې وليکم، چې خلک يې په اړه سم معلومات تر لاسه کړي.

جنرال صيب اوسمهال په کابل کې له خپلې دويمې کورودانې سره چې د پښتو ادبياتو پوهانده ده ژوند کوي او دواړه خپلو هېوادوالو ته په خدمت بوخت دي. له نېکه مرغه د يو شخصي آپارتمان چې ۳ يا څلور کوټې لري او له پلاره ورپاتې يوه ټوټه وړه ځمکه په کوتره کې نور څه نه لري، نه يې غصب کړی نه يې خيانت کړی، خو پر زړونو واکمن دی! زه ورته ولسې جرګې ته د بري تمه له لويه خدايه کوم او په خلکو غږ کوم، چې د خپل خدمتګار ملاتړ په خپلو رايو وکړي.

ومن الله التوفيق

 

Door Guest