مدې تیرې شوې کلونه انتظار یو

په خیالونو، تصورکې د روزګار یو

دهر پوه او مبتکرپه تمه ناست یو

لا یې ضعم ، کار نامو ته امیدوار یو

پدې هیله چې بـــه سوله ، امن را شي

په هر لوري به اخته په کار او زیار یو

ځوان کهول به خپل وطن کې اسوده وي

نور به خلاص د بل محنت او د ازار یو

د کوکنار او بنګ د بوټو کر په ځای به

کروندګر به د زعفران، غنم او جوار یو

په نیشو روږدي علاج به هر بیمار وي

ټول په فکر، جوړیدو د خپل دیار یو

لا تر څو به د غفلت په خوب بیده یو؟

غلط شوي د هـــر چا په تش ګفتار یو

افغاني وطن کې هره ورځ مرګی دی

دې غمجن، غمجن حالاتو نه بیزار یو

———————————-

سمیع الدین افغاني

۱۹ – ۸ – ۲۰۱۸

م ۰ کال

Door Guest