يو عکس، پنځه خبرې…!

دې عکس ته ښه ځېر شئ. ښه فکر پرې وکړئ او بيا د دښمن د مکارۍ ته وګورئ.

دا د شهيد جنرال رازق قاتل دی. تر رازقه يې د کلاشينکوف ميل، جنرال مېلر ته ډېر مستقيم برابرېدای شوای او ډېر ښه وژل کېدای شوای. خو دې پاکستان روزلي طالب ترهه ګر، د ناټو عمومي قومندان جنرال مېلر و نه واژه، خو جنرال رازق يې شهيد کړ. دلته څو خبرې واضحه دي. دا خبره غلطه ده چې ګويا جنرال مېلر په چانس ځنې ژغورل شوی او يا د ويشتل کېدو فرصت نه و. نه داسې نه ده. تر جنرال ارازقه، مېلر په اسانه وژل کېدای شوای. جنزال رازق ځکه شهيد کړای شو چې پاکستان غوښتل امريکا ته څو پېغامه ولېږدوي.

 

لومړی:

د پاکستان ستونزه له امريکا سره نشته، ستونزه يې له افغانستان سره ده او دښمني يې يوازې د افغانستان د حکومت، نظام، ځواکونو او خلکو سره روانه کړې. نږ بناءً امریکایان باید په دغه رقابت کې دخیل نشي.

دوهم:

په افغانستان کې روانه جګړه يوه کنترول لوبه Controlled Game ده او سوېچ يې د ای ايس ای په لاس کې دی، چې هر څوک وغواړي پرې وژلی يې شي او چې څوک وغواړي ژغوري يې. حتا کولی شي تر کافره، تر مېلره ورته د يو مسلمان او افغان جنرال رازق وژل د ډېر اجر او ثواب وسيله معرفي کړي. طالبان کاملا د دوی د لاس اله ده او هيڅوک نشي کولی دوی سره د پاکستان له موافقې پرته کوم د سولې تړون او يا بل څه لاسليک کړي.

دريم:

پاکستان غوښتل پېغام ولېږدوي چې د افغانستان پوځ د باور وړ پوځ نه دی او هر وخت پکې په اسانۍ سره طالبان او نور ترهه ګر نفوذ کولی شي او هر وخت کېدای شي د ناټو او امريکا ځواکونو ته لويه او په غټه کچه مرګ ژوبله واړوي.

 

څلورم:

غوښتل يې پېغام ولېږدوي چې د افغانستان په ځواکونو او پوځ نړۍ سرمایه ګزاري ونکړي، دوی حتا ونشو کولی چې د دومره لوړې کچې يوې غونډې امنيت وساتي.

پنځم

غوښتل يې په دې کار سره په عامه اذهانو کې ابهام را منځته کړي او خلک د امريکا په خلاف را وپاروي. د افغانستان په حکومت د خلکو باور زيانمن کړي او په نهايت کې امريکا ضدی ذهنيت وده وکړي، چې ګټه يې په نهايت کې پاکستان ته و رسېږي.

دښمن مالوم دی. نوم يې مالوم دی. جرم يې ښکاره دی. موخې يې څرګندې دي. دا نو اوس مونږ پورې اړه لري چې څنګه دريځ نيسو. څه وايو. څه کوو. راتلونکي ته څه په پام کې نيسو. خپلې کمزورۍ اصلاح کوو او که غفلت ته دوام ورکوو؟ د وطن بېړۍ له غرقېدو ژغورو، که خپله تباهي منو؟ مونږ د يو ملت توګه دغه حالت منو، زغمو او که مقابلې ته اماده يو؟ سکوت اختياروو، که سقوط منو. عيني واقعيتونه، دسيسې، د دښمن مکاري او ارادې دغه شی دي.

يا ليت قومی یعلمون.