لیکوال : سمیع الدن افغاني

!درنو لوستنکو

دیموکراسی ، ازاد بازار ، دبیان ازادی او د هغو تاثیرات زمونږ د هیواد په اوسنی جنګ زپلی حالاتو کی دحل لاره نده٠

لکه څنګه چې ټولو ته څرګنده ده زمونږ لرغونی هیواد افغانستان پنځه زره کلن تاریخ لري او پدغه تاریخي ادوارو کې پدغه جغرافیوي موقعت کې مختلف پړاونه تیرشوي او ځانله کارنامې لري. دا وطن او د هغه وګړو کله دلوی امپراتوریو مرکز او کــــله بیــــا د نور د تجــــاوزونود اخ او ډب میدان ګرځیدلای دی٠

د چنګیز او هلاکو نه راواخله بیا د وخــــت د انګلیسی استعمارګرو اشغال او همدارنګه د همسایه هیوادونو دمستقیم اوغیر مستقیمو لاس وهنې زمونږ د هیواد تیر او معاصره تاریخونه ددې پیښو شاهد او دا ترخه واقعیتونه په خپل ژوندي یاد کې لرلي دي. ٠

تاریخ دا جوته کړې چې د افغانستان خلکو د ډیرو مادي او معنوي ستونزو ترڅنګ د ازادي خواهي ارادې لرونکې او په وطن مین خلک دي او پــــدې لاره کې هرقسم سرښندنوته تیار او په مختلفو تاریخي پړاونو کې دهر ډول تیریو په مقابل کې مقــــاومت کـــړی او د پردو استعمارګرو سیاستو نوپه په مقابل کې تاریخي بریاوې اوا فتخارات تر لاسه کړیدي ٠

خو دا باید په ګوته کړو هغه مظالم چې د یویشتـــمې پیړ ۍ په اواخرو کې زمونږ په وطنو ا لو تیر شول دا هغه درد ناکې پیښې دي چې زمونږ خلک یې د ډیرو کړاونو ، محر ومیتونو او نابودیو سره مخامخ کړل ، داوطن یې وران او زمونږ وطنوال یې شهیدان اود خپلو کلو، باڼډو اوښارونو څخه اجباري مهاجرتونو ته اړ باستل ٠

په معا صره تاریخي مرحلو کې زمونږ خلک څه د چپو ایدلوژی ګانو او څه د راستو یا غیر کنترول شوې سرمایه داري نظام او څه بیا په اصطلاح د غــــیر تعریف شــــوو دیموکراتیکو نظریاتو!؟ او مفکورو؟! قرباني شول او دا لــړ ۍ دوام لــــري دا چې دا لوبې بــــه څومره نور دوام وکړي چاته پته نشته او داسې ښکاري چې دهیچا سر پرې نه خلاصیـږي٠

د یو اټکل په محاسبه او اند زمونږ په ټولنه کې صرف پــــنځه په سلو کې خلک د لیکوو او لوستلو له بهرې څخه برخورداره دي اما سره له دې هم په د څو لسیزو کې د خلکو سیاسي سواد ډیر لوړ شوی. په دې توګه ویلای شو چې د افغانستان ٩٥ فیصده د لیـــکلو او لوستلو د نعمت نه محروم پاته کــــړ ل شوي دي او مطــــلق اکثریت پــــه فقر ، بې عدالتۍ او محــرومیتونو کې ژوند تیروي.

پوښتنه پیدا کیږي چې په پداسې زپل شوي هیواد کې د راستې ، چپې ، د یموکراسی یا آزاد بازار به د خلکو په زخمونو کومه پټی ولګوي؟

معلومه خبره ده چې ټول سیاسي حرکتونه د اوضــــاع د مشخصو تحلیلو پــر بنیاد مینځ ته راغلي دي. مونږ ټولو هغه نظریاتو ته چې په هغه کې د بشري ټولــــنې دخیر اهــــداف نغښتې وي د قدر په سترګو ګــــورو خو د شک خبره داده چې ددغه اندیښنو په بهانه یو شمیر مــــفسدو انسانانو خپلو ګټو او منافعو لپاره د ددغه شعارونه نه استفادې وکړې چې چا د چپ تر نامه نور هیوادونه اشغال او یو شمیر خدا ناترسه ددین تر نامه خپل ځانونه بډای او چابیا د دیموکراسی تر نامه زمونږ وطن دخاورې سره خاورې کړ٠

که اصلي مطلب ته راشو او د هیواد تاریخي جریاناتو ته په دقیقه توګه ځیر شو دا به راته څرګنده شي چې اکثره هغه ا یدلوژی ، سیستمونه او نظریات زمونږ دخلکو د روحیې سره برابر نه وه او یا هم ددی ایدلوژی ګانو ځینې  برخې چې د کار اخیستلو وې اودي په نیمه او غیر دقیقه توګه عملي شوي چې صرف او صرف حاکمیتنو ور ځینې ګټې پورته کـــړي. زمونږ د خلکو دردو نه یې نه تنها مداوا نکړل بلکې هغوی ته یې بد بختی او مشکلات په برخه کړل٠

ښه به داوی چې دتیروڅخه عبرت واخلو او ټول تیر شوي واقعتونو ته په خلاصو سترګو وګورواو تر دې زیات غفلت به نورهم د دې خلکو سره جفا وي ٠

د افغانستان په شرایتو کې ازاد بازاریــا د خصوصي سکتور تقویه صرف دډیرو محدودو هیواد والو په ګټه دی کوم چې په کافي اندازه اقتصادي امکانات لري ، راځی چې دوطن ټولو خلکو ته کوم چې په کلونو کلونو د حد اقل انساني ژونـد څخه بې بهرې پاته او تپل شوو جګړو هرڅه ترینه تالا کړي د هغوی د ژوند د ښه کیدو لپاره علمـــي او بنسټیزې لارې پــیدا او عملي ګامونه اوچت کړو ٠

په افغانستان کې د غیر کنترول شوې دیموکراسي او دبیان د بــې مسؤلیته آزادي څخه یو تعد اد خرڅ شوو ناجایزه ګټه پــــورته کړه او کوي یـــې. زمونږ تاریخي افتخاراتو ته یې په سپکه وکتل او ګوري، زمونږ قومونه یې تو هین او د پردو په اشاره په وطن کې د نفاق تخم کرلي او په ډیر مهارت او رندي دا ملک د تجزیې په لورسوق چــــې ټول دا اعمال د آزادي د بیان او دیمــــوکراسی ترنامه لاندی تر سره کوي. که قانون د افغانستان وحــــدت تضمینوي نــو بیا ولی ددې کار متخلفینو سره قانوني چلند نه کیږي؟

مطلب د بیان د ازادي نه دا نه دی چې خپلو خلکو او ولسونو ته په سپکه وکتل شي یا په وطن کې د بې باوریو د مینځ ته راوړلو لپاره په رادیو ، تلویــزونونو او ورځ پانو کې تحریکونکي تبلیغات وشي ، ښه به دا وي چې ددی ازادی نه په استفاده د وطن اود خلکو منافع په نظر کې ونیول شي او هغوی چې ددی اصولـــو نه انحراف کوي ور سره قانونــــي چلند وشي پــــدې برخه کې دوطن د بچو مسولیت دی چې دداسې افرادو په افشاء کې فعاله ونډه واخلي او خپل رسالت په لازمه توګه تر سره کړي٠

اوس په افغانستان کې د بیان د ازادی تر نامه مود ګرځیدلی، ددی لپاره چې میدیا بالخوصوص د سیاسي پارتیو نشریې او یا خصوصی تلویزنونه خپل لیدونکی زیات کړي لمړی د دولت په کوم موهم چارواکي په مستقیم توهین پیل او بیا مستقیما په یو قوم یــــا ژبی تعرض کوي او که ورته وویل شی چې وروره دا دوطن ملی وحدت ته نقص دی ، دا په وطن کې بې باوري مینځ ته راولی، په هر قوم کې ښه او بدشته ، ژبه دافهام تفهیم وسیله ده ،مونږ باید دانسانانو نیتونو ته وګورو نه د هغوی ژبې رنګ او قوم ،مونږ باید دبیان د ازادی په لرلو سره دکلام عفت په نظر کې ونیسو ، بس په جو اب کې درته وايي دا دبیان د ازادی موقه ده او زه واقعت وایـــم اوس نو دا ثابتول چې څوک رښتیا وایي او څوک غلت دی ، دې ته د یوې قــــوي عــــدلي ا ورګان حــکم پکاردی چې سپیناوی وکړي غیر له هغه په داسې سپین سترګی خپـل شوم اهداف غواړي پدې ملک کې پیاده کړی چې هیڅ افغان ته د منلو وړ نه دی ٠

زما مطلب دا نه دی چې د کوم مشخص شخص یا ګروپ نه دفاع وکړم خو که هرڅوک د ازادی د بیان تر نامه دپردو په اشاره نــــورو قومونو ، ژبــــو او د وطن تاریخي افتخاراتو ته سپکاوی کوي دا به دهیوادا و خلکو په ګټه نه بلکه پدې هیواد کې به د بې بــــاوریو لړی نور هم زیاته کړي چې دا خپله ستره جفاده دوطن د ملی یووالی پروسی سره ٠

که څه هم دیموکراسي ښکلــــی مفهوم یا تــــعریف لري خــــو په افغانستان کې پــدې عملي نده چې
اوس هــــم د هیواد پــــه اکثرو ځایونو کې د ټوپک قــــانون حــــاکم دی د دې خلکو نه جګرو هرڅه واخستل اوس داسې یو عاطفوي مرحلې تـــه ضرورت دی تر څو دا خلک د بـــدبختیو څخه خلاص کړای شي ځکه چې ازاد بازار د محدودو خلکو او د سرمایې خاوندانو په ګټه دی نه دافغانستان د ټولو خلکو او ولسونو په ګټه ٠

پدې هیواد کــــې داسې یو سیستم ته ضرورت دی کــــوم چې عملي بڼه ولري ، په وطن کې د جګړې مخه ونیسي ، خلکو ته مو دسالــــمو مصریفتو او شغل زمــــینه برابره شي ،دخلکو دتعلیم او پوهې سطحې لوړولو لپارعملي ګامونه اوچت کړای شي،د ټوپک پرځای د قلم حاکمیت را مینخ ته شي ٠

که مونږ وکولای شو په اوسنۍ مو قه کې د افغانانو د تفاهم لپاره لارې چارې و لټوو او داد مختلفو لارو او نظریو خاوندان د یو واحدې نظریــــې او احساس پربنامتحد کړو ، هغه کونډو ، یتیمانو او بې روزګاره خلکو ته د ژوند شرایط برابر کــړو کوم چې هرڅه یې له لاسه ورکړي دا به ستر موفقیت او لوی خدمت وي په اوسنی فرصت کې زمونږ د هیواد والو دژوند دښه کیدوپه برخه کې ٠

دیموکراسی او ازاد بازار په اوسنی حالت کی په هیواد کی د مشکلاتو د حل لار نه بلکه د یمو کراسی ته درسیدولپاره په افغانستان کی دیوی بلی مینځ لاری مرحلی د تیریدو ضرورت دی٠

راځی چې د اوسنی مشکلاتو په نظر کې نیولــــو سره داسې افغاني ډوله نظام او سیستم لپاره کار وکړو چې زمونږ په هیواد کې د تدبیق او عملی کیدو امکان ولري٠

زمونږ خلک د ډیر مظالمو سره مواجه کړل شــــویدي ،پدې وطن کــــې د بنیادي پروژو دجوړولوله لپاره باید کار وشي ، پدې ملک کې هر څه شته ، دلته دځمکو د خړوبیدلو امکانات ډیر دي ،دلته د برښنا دتولید لپاره کافي زمینه برابره ده ،

دلته نفت ،ګاز د او نورو قیمتي ذخایر شته چې که چیرې دخــلکو د سوکالی لپار ه عملي اقدامات تر سره شي د وطن ټولو ولسونو ته د کار او فعلیــــت زمینه بـــرابــــره او د حــــلالې روزي د پیداکولو امکانات برابروي دا به هغه د حل لار وي ترڅو دمحرومیتونو ولګې او بی کاری لمن به زمونږ د وطن څخه ټوله او واقعی دیموکراسي یا اجتماعي عدالت ته زمینه برابره شي ٠

ومن الله التوفیق
———————–
سمیع الدین افغاني

Door Guest