ژباړن: رڼاګل اریوبزی   

سپین اوتورپیکۍ

دکوچنیانو له پاره لنډه کیسه

Brüder Grimm     لیکونکي اوراټولوونکي:    

د یوه لوې ځنګل په مخکې یو بې وزله لرګي ماتوونکئ د خپلې میرمنې اودوو اولا دونو سره اوسیده، هلک سپین نومیده او د جلۍ نوم  تورپیکۍ و. ده دخوراک لپاره لږ څه درلودل او کله چې په هیواد کې ډیره ګرانی شوه، نو د ورځني خوراک لپاره یې هم ډوډۍ نشوه پیدا کولې. څنګه چې دشپی په بستر کې هم په همدی فکر مشغول و او له اندیښنو په یوه او بله ډډه اوښت، نو اوسیلې یې وکېښ او میر منې ته یې ووېل چې:« موږته به څه راپیښ شي؟ داچې دخيل ځان لپاره څه نه لرو، نو دې خپلو بې وزله کوچېانو ته به خواړه له کومه کړو.» ښځې ځواب ورکړچې:«سړیه، پوهیږې چې څه؟ موږ به سبا دوخته کوچنیان له ځان سره په ځنګل کې هغی برخې ته بوزو چې تر ټولو ګڼه وي، هلته به اور ورته بل کړو، او هر یو ته به یوه ټوته ډوډۍ ورکړو، موږ به په خپل کار پسې لاړ شو، او دوې نوبېا دکور لار نشي پیدا کولې، اوپه دې ډول به ځانونه ترې خلاس کړو.» سړي ورته ووېل« نه، ښځې، دا کار نه کوم، ډیر ژر به داړونکې ژوي راشي او دوې به څیري څیري کړي.» ښځې ورته ووېل«ای ناپوهه، که دا کار ونه کړو نو څلور واړه به له لوږې مړه شو، ځه نولاړ شه او سرله اوسه دتابوتونو لپاره تختی رنده کړه.» ترهغوېې آرام نه پریښوده تر څو چې سړی راضي شو، خو وېې وېل چې:« په دې بې وزله کوچنیان می زړه سوزي.»

دواړه کوچنیان هم دلوږې له لاسه نشو وېده کېدلې، او هغه څه یې هم واوریدل چې مریې مور یې وپلار ته ووېل. تورپیکۍ  په ژړا شوه، اوښکې یې پر مخ راغلې، او سپین  ته یې ووېل چې:«اوس نو راپیښه ده.» سپین ووېل،«چپ، تورپیکۍ، غم مه خوره، غواړم چې له موږ دواړو سره مرسته وکړم.» کله چې دواړه زاړه وېده شول، دی را ولاړ شو، خپل جمپر یې واغوست، ښکته در وازه یې خلاصه کړه او په ښوېېد و را ووت. سپوږمۍ ښه روښانه ښکاریده او زینتیې ډبرې، چې دکور په مخکې پرتی وې، دسیکو په شان ځلېدې. سپین  په ورټیټ شو او دومره یې دجمپر په جیب کې واوچولې چې لا پکې ځای شوې، بېا نو بېرته لاړ، تورپیکۍ  ته یې ووېل:« ډاډه اوسه، ګرانې خورې، آرامه وېده شه، خدا ی به مو وساتی،»او بېرته پخپله بستره کې پریوت. کله چې ورځ پیل کېده، تر لمر خاته دوړاندی، ښځه راغله اودواړه کوچنبان یې وېښ کړل،«پاڅی، تنبلانو، موږ غواړو چې ځنګل ته لاړشو او لرګي راوړو.» بېایې هریوه ته یوه ټوټه ډوډۍ ورکړه، اووېې وېل« دا یو څه ډوډۍ دغرمې لپاره ده، خو تر غرمې وړاندی یې ونه خوری، نور څه نه در کول کېږی.» تورپیکۍ  ډوډۍ واخیسته اوټوله يې دملا بند لاندې  ومنډله، ځکه چې دسپین په جیب کې تیږی وې. تردې وروسته ټول په ګډه دځنګل په لور روان شول. کله چې یو څو شيبې ولاړل، سپین غلې ودریده، او تر شا یې کور ته وکتل، دا کاریې بېا او بېا تکرارکړ. پلار یې ورته ووېل:«سپینه، دا ته څه ته ګوری، پام کوه چې خپلې پښې دې هیره نشي.» سپین  ووېل:«آه، پلاره، زه خپلې سپینې پشکې ته ګورم، هغه هلته پاس په بام ناسته ده او غواړي چې خدای په اماني راسره وکړي. ښځې ورته ووېل،«نا پوهه، دا ستاپشکه نه ده، دا سهارنی لمر دی ، چې دلوګي وتلو پر برجک ځلېږي.»سپین خو په پشکې پسی نه کتل، ده هر ځل د ځلېدونکو زینتی ډبرو څخه یوه ډبره په لار کې اچوله.

کله چې دځنګل منځ ته ورسیدل، نو پلار یې ووېل،«ای وړو، اوس نو لرګي راټول کړی، غواړم چې اور بل کړم، تر څو ساړه مو ونشي.» سپین او تورپیکۍ  دیوه کوچني غرکوټي په اندازه لرګي راټول کړل. اور یې ورته کړ او کله چې لمبې ښې وچتې شوې، نو ښځې ووېل،« ای کوچنیانو، اوس تاسې، داور تر څنګ پریوځی، او دمه وکړی، موږ په ځنګل کې دوړاندې ځو او لرګي وهو. کله مو چې کار پای ته ورساوه، بېرته راځواو تاسو له ځان سره بېایو.» سپین او تورپیکۍ اور ته کښیناستل، چې غرمه شوه، هر یوه دډوډۍ خپله ټوته وخوړه. داچې دوی د تبرد ګوزارونوټکا اوریدله، نوفکر یې کاوه چې پلار یې ور ته نږدې شته دی. خو داد تبرد ټکا اواز نه و، داد یوه ښاخ اوازو، چې پلار یې په یوه وچه ونه پوری تړلې واو با د دې او هغې خواته خوځاه. دا چې ډیر ناست وو، نوله ستومانۍ یې سترګې پټې شوې، او په ژور خوب وېده شول، کله چې راوېښ شول، توره شپه وه. تورپیکۍ  په ژړا شوه، ووېې وېل،«له ځنګله به څنګه راووزو!»خو سپین  ور ته ډاډ ورکړ،« یوه شيبه صبر وکړه، تر څو سپوږمۍ را پورته شي، بېا نو لار میندلې شو.» کله چې ګرده سپوږمۍ راپورته شوه، سپین  خپله خورکې له لاسه ونیوله، او دزینتی ډبرو په لورروان شول،ډ برې دنووضرب شوو سیکو په شان ځلېدلې، او دوې ته یې لار ښودله. ټوله شپه روان وو، او دورځی دپیل کېدو سره سم دپلار کور ته راورسیدل. دوې دروازه وټکوله، کله چې ښځې دروازه خلاصه کړه، او وېې لېدل چې سپین او تورپیکۍ دي، وېې وېل،« ای بدو کوچنیانو، ولې په ځنګل کې په دومر ه اوږده خوب وېده واست، موږ فکر کاوه چې تاسې له سره نه  غواړی چې بېرته راشي.»

لېکن پلاریې ډیر خوشال و، ځکه زړه یې په لړزا و، چې دوی یې تر شا ګوښی پری ایښی وو.

ډیر وخت لا نه و تیر شوی چې ډار او وېره بېا په ټول کور کې خپره شوه ،اوکوچنیانو اوریدل، چې مور دشپې په بستر کې پلار ته ووېل، «هرڅه بېا خلاص شول، موږیوازی نیمه ډوډۍ لرو، نور هر څه تمام دی، کوچنیان باید له دې ځایه ورک شي، موږ به یې په ځنګل کې لرې بوزو، تر څو چې بېا لار پیدا نکړې،او کنه زموږ له پاره دخلاصون بله لار نشته.» دا دسړی په په زړه ډیره سخته تمامیده، او په دې فکر و،« چې دابه ښه وې، چې وروستی ګوله ډوډۍ دخپلو کوچنیانو سره ووېشي.»خو ښځې هغه څه هیڅ نه اوریدل چې سړی به وېل، په هغه یې منت کاوه او ګواښه يې، خو څوک چې الف وایې نو باید ب هم ووایې، یانې داچې په لومړی ځل یې دښځې و منل، نوپه دوهم ځل یې هم باید ومنی.

کوچنیان لا وېښ وو، اوخبرې یې واوریدلېو نو کله چې زاړه وېده شول، سپین  بېا را پور ته شو،غوښتل یې دباندی لاړشي، اودتیر ځل په څیر زینتی ډبرې راټولې کړي، خو ښځې دروازه بنده کړی وه، او سپین دباندې نشو وتلې. ده خپلې خور کې ته بېا ډاډورکړاو وېې وېل،« تورپیکۍ  مه ژاړه، آرامه وېده شه، مهربان خدای به زموږسره مرسته وکړی.»

سهار د وخته ښځه راغله، او کوچنیان یې له بسترې راوایستل، هر یوه د ډوډۍ ټوټه تر لاسه کړه، چې دلومړي ځل تر ټوټی لا وړه وه. دځنګل پر لار سپین د ډوډۍ حپله برخه وړه وړه کړه، غلې ودرید، او یوه ټوټه یې په مځکه واچوله. پلار ووېل، «څه ته ګوری، چې شاوخواوېنی، ځه خپله لاروهه.»سپین ځواب ورکړچې، «زه خپلې کوتر ې ته ګورم، په بام ناسته ده ا و غواړي چې زما سره خدای په اماني وکړی.» ښځې ووېل،«نا پوهه، دا ستا کوتره نه ده، دا سهارنی لمر دی، چې دلوګی وتلو په برجک ځلېږی.»خو سپین دډوډۍ کوچنی ټوتی یوه په بله پسی په لار کې واچولې.

ښځې واړه په ځنګل کې دومره لرې بوتلل چې په ژوند یې هم دا ځای نه و لېدلې. بېایې لوې اوربل کړ او مور یې ووېل،«دلته کښینی، کوچنیانو،او که ستړي شوی، نو یو څه وېده شي، موږ په ځنګل کې دوړاندې ځو او لرګي وهو، ماښام، کله چې کار خلاص شي، بیرته راځو او تاسې له ځان سره اخلو.» کله چې غرمه شوه، تورپیکۍ دډوډۍ خپله برخه دسپین سره ووېشله، ځکه ده خپله برخه میده کړې او په لاریې ښندلې وه. تر دې وروسته وېده شول، ماښام تیرشو، خو دې بېوزله وړوته هیڅوک هم رانغلل. دوی په توره شپه کې راوېښ شول، او سپین خپلې خورکې ته تسلي ورکړه، او وېل یې، «صبر وکړه، تورپیکۍ، ترڅو سپوږمۍ را پور ته شي، نو بېابه دډوډۍ هغه ټوټي ووېنو، چې ماښیندلې وې، هغه موږ ته دکور په لور لار راښیې.»کله چې سپوږ مۍ راښکاره شوه، دوی وخوځیدل، خو د ډوډۍ ذری یې پیدا نکړی، ځکه په زرګونو الوتونکو، چې په ځنګل او پټیوکې دې خوا او هغې خوا ته الوتل، ټولې یې خوړلې وې. سپین و تورپیکۍ  ته ووېل ،«موږ به لار پیدا کړو،» خو پیدا یې نکړه. ټوله شپه او ور پسی ټوله ورځ تر ماښام پوری وګرځیدل، خو له ځنګله را ونه وتل، ډیر وږی شول، ځکه بېله یوڅو دانو ځنګلې توتانو، چې په ځمکه ولاړوو، بل څه یې نه در لودل. دا چې دومره ستړي وو، چې نور په پښو نشو دریدلې، نو تر یوې ونې لاندې پریوتل، او وېده شول.

اوس نو دریمه ورځ وه چې دپلار له کوره راوتلي وو، دوی بېا روان شول، خو همیشه په ځنګل کې دننه ژور ور ننوتل، کله چې غرمه شوه، یو ښکلې سپین الوتونکی یې ولېد چې په یوه ښاخ ناست و، داسې ښکلی آواز یې کاوه، چې دوې ورته ودریدل، اوغوږ یې ورته ونیو، بېا نو مرغه وزری وخوځولې، او ور څخه والوت، او دوې ور پسې روان شول، هلته يې ولید چې الوتونکئ په یوه کورګوټې ناست دی، او کله چې ور نږدی شول، وېې لېده چې کور ګنکئ ټول له ډوډۍ جوړ او په کېک پوښ شوې و، خو کړکۍ یې دروښانه شکری وې. سپین  ووېل،«اوس نو باید پیل کړو او ښه یې وخورو، زه غواړم چې دبام یوه ټوټه وخورم، تورپیکۍ ! ته یې له کړکې وخوره، دا خوږ دی.» سپین ځان وچت کړاو له بامه یې یو څه را پرې کړل، تر څوېې خوند وڅکې ، او تورپیکۍ  درڼی تختی تر څنګ ودریده او خوله یې په ولګوله، په دی وخت کې له  کوټګی نری غږ را پورته شو

«چېچل،چېچل،شور کول،

څوک زما کور ګوټی چېچې»

کوچنیانو ځواب ورکړ

«باد، باد،

آسمانی کوچنی،»

او خوراک ته یې دوام ورکړ، بې له دی چې ځان په آواز وغولوي. سپین  ته چې بام ډیر خوند ورکړ و، یوه لوېه ټوټه یې تر ی را غوڅه کړه، او ګریټل  یوه بشپړه دوره دکړکۍ نه ټوټی راغوڅولې، کښیناسته او په مزه مزه یې خوړلې. په دې وخت کې نا څاپه دروازه خلاصه شوه، او یوه ډیره زړه ښځه ، چې په همسا یې تکېه کړې وه، را ووتله. سپین او تورپیکۍ  دومره وډار شول چې، څه یې په لاس کې و، ترې ولوېدل. خوبوډۍ سر وخوځاوه، او وېې وېل،« ای، ګرانو کوچنیو، تاسې دلته چا راوستی؟ را ننوزی، او زما سره پاتې شی، تاسې به دلته خوشاله اوسی.» بوډۍ دواړه له لاسو ونیول او کور ته یې بوتلل. دلته ښه ډوډۍ تیاره شوې وه، شدی، دشکرې سره دهګیو خواږه پوستی، مڼی اوزړی. تر دې وروسته په دوو ښکلو بستر ګنکو سپین پوښونه وغوړیدل، سپین او تورپیکۍ ور ننوتل، او فکر یې کاوه چې ګوندې په اسمان کې دي. بوډۍ په ښکاره ځان مهربان ښود، خودا یوه خبېثه شيشکه وه، چې کوچنیان یې را ګیرول، اودا د ډوډۍ کور ګنکې یې یوازی ددی لپاره جوړ کړی و چې دوی په راکښ کړی. خوچې په لاس به ورغلل، نو وژل یې، پخول او خوړل یې، او دا به ددې د خوشالې ورځ وه. کله چې سپین اوتورپیکۍ کور ته ور نږدې شول، نو بوډۍ په بد نیت وخند ل او په مسخره یې ووېل،« دادوه مې باید له لاسه ونه وزی.» سهار دوخته، وړاندی تر دی چې واړه را وېښ شي، دا راپا څیده، اوکله یې چې دواړه دسرو غمبوروسره دارامۍ په حال کې ولېدل، نوله ځان سره یې ووېل،«دا به دخوراک یوه ښه ګوله شي.»په دې وخت کې یې سپین په خپل وچ لاس را ونیو، او یوې وړې غوجل ته یې یوړ، هر څومره لوړې چېغې یې چې ووهلې هم، مرسته یې ور سره ونه کړه، دی یې بندي کړ اود پنجرې دروازه یې ور پسې وتړله، تردې وروسته تورپیکۍ ته ورغله، په څنډلو یې وېښه کړه، او وېې وېل«غواړی چې پورته شي، تنبلې، ته باید اوبه راوړې، او ورور ته دې یو ښه شی پوخ کړې،  هغه په غوجل کې ناست دی، او باید څورب اوچاغ شي.او کله چې څورب شي، نو بېا غواړم چې وېې خورم.» تورپیکۍ غمګینه په ژړا شوه، خو څه ګټه يې نه درلوده، دا مجبوره وه هغه څه وکړی چې دې خبېثی شيشکې ترې غوښتل.

اوس نو دبې وسه سپین  لپاره تر ټولو ښه خواړه پاخه شول، او د تورپیکۍ  په برخه یوازی دچنګاښ باندنئ پوښ ( کاسه) وه. بوډۍ به هر سهارغوجل ته ځان رساوه، اوناره به یې کړه،«سپینه، ګوتې دې راوغځوه، ترڅو پوه شم چې ته به کله څورب شي.» خو سپین به یواز ی دګوتی بند ور ښود، او دې بوډۍ، چې سترګې یې خړې وې، هغه نشو لېدلې، او فکر یې کاوه چې دابه دسپین ګوته وې،اوحیرانه پاتی وه چې دی خو له سره نه چاغیږی. کله چې څلور اونۍ تیرې شوې، او سپین لاهم څورب نه شو، نو دصبر کاسه یې ډکه شوه او نور انتطار یې نشو ایستلی. جلۍ ته یې غږ کړ، « ای تورپیکۍ، زرشه اوبه راوړه». سپین که څورب وې او که ډ نګر، غواړم چې سبا یې حلال او پوخ کړم.» کله چې تورپيکۍ له مجبوریته اوبه راوړی، نو په غم کې ډوبه ژړیده، او پر مخ یې اوښکې بهیدلې! اووېې وېل چې،«ای مهربانه خدایه، موږ سره مرسته وکړه، که په ځنګل کې ژوېوخوړلې وای، نو یو ځای خو به مړه وای.» بوډۍ ورته ووېل، «سورڼی دی بس کړه، هیڅ شي مرسته نشي درسره کولې.» تورپیکۍ مجبوره وه چې سهار دوخته راووزی، داوبو دیګ باندې کړې او ترې لاندې اور ولګوې. زړې ووېل چې،« لومړی به ډوډۍ پخه کړو، داش می تود کړی دی او وړه می لامده کړي دي.» شيشکې بېوزله  تورپیکۍ  وداش ته ، چې سری لمبې تری را وتی، ور ټیله  کړ، اوورته یې ووېل چې،«ور ننوزه او وګوره چې داش تود دی او که نه، چې ډوډۍ ور ننه باسو.» که چرې تورپیکۍ داش ته ور ننوتلې وای، نو بوډۍ غو ښتل  چې دداش کړکې وتړي،او تورپیکۍ پکې کباب کړي،او بېا داهم وخوری. لېکن تورپیکۍ پو هیده، چې دبوډۍ په فکر کې څه دی، نو یې ووېل،«نه پوهیږم چې دا څه ډول کیږي، څنګه به دلته ور ننوزم؟» زړې ورته ووېل چې،«ناپوهی مرغا وې، دداش کړکې پوره لوېه ده، ته خو وېنی، چې زه هم ور ننوتلې شم،» په خپوړو شوه، او سریې دداش په کړکې کې ور ننه باسه، په دې وخت کې تورپیکۍ  یوه داسې ټیله ورکړه چې  دداش منځ ته یې ور تیره کړه، دداش اوسپنیزه کړکې یې وتړله او قیدک یې بند کړ. هو! بوډۍ په چېغو شوه، په ډیر بد حال وه، خو تورپیکۍ تری منډه کړه، او له خدایه منکرې شيشکې بله لار نه درلوده او په بد حال وسوزیده. تورپیکۍ  په لنډه لارسپین ته ور منډه کړه، دغوجلې در وازه یې خلاسه کړه، او ور ناره یې کړه چې،« سپینه ، موږ وساتل شوو، زړه شيشکه مړه شوه.»سپین دغوجل نه داسې په غورځنګ راووت، لکه الوتونکئ دقفس نه، چې کړکۍ یې خلاسه شي، را والوزی. دواړه بې اندازې خوښ وو، او له ډیرې ځوشالۍ یې ټوپونه اچول او یو بل یې ښکلول، او دا چې نور له هیڅ نه ډاریدل، نو دشيشکې کور ته ور ننوتل، هلته یې ولېدل چې، دکور په هر کونج اوکنار کې، دملغلرو او قیمتی ډبرو ډک صندوقونه ول.سپین ووېل،« دا خو تر زینتی ډبرو ښه دی.»او دومره یې په جیبونوکې واچولې، چې پکې ځایېدلې، او تورپیکۍ ووېل،« زه هم یو څه دځان سره کورته وړم،» او خپل ملا بند یې تری ډک کړ.سپین ووېل چې،« اوس باید روان شو، ترڅو چې دشيشکې ځنګل نه ووزو.» چې یو څو ساعته لار یې ووهله، د اوبوله لوی سند سره مخامخ شول. سپین ووېل چې، موږ له دی اوبو نشو تیریدلې، کوم لوې یا کوچنی پل هم نه وېنم. تورپیکۍ  په ځواب کې ووېل چې، «دلته کشتی هم نه راځی، خو هلته یوه سپینه مرغاوې لامبو کوې، زه به له هغی هیله وکړم چې له اوبو په تیریدو کې مرسته راسره وکړي.»

دی ور ناره کړه

«مرغاوې ګکې ،مرغاوې ګکې،

دلته تورپیکۍ او سپین ولاړدي.

نه لوی پل شته او نه کوچنی پل شته،

موږ په خپله سپینه شا کښینوه.»

مرغاوې ورته راغله، اوسپین یې پرشاکښیناست، اوله خورکې یې هیله وکړه چې ور سره کښني. خو هغې په ځواب کې ورته ووېل،«نه، دواړه یوځای به دمرغاوې بار دروند کړو، دا باید موږ یو په بل پسې پوری باسي.» دې ښه حیوان دا ښه کار وکړ، او کله چې نیکمرغه پورې وتل، او یوه شيبه مخ په وړاندې لاړل، ځنګل ورته وار په وار اشنا ښکاره کېده، او بالاخره یې له ورایه دخپل پلار په کور نظر ولګیده. اوس نو په منډو شول، کوټه ګنکې ته ور وغور ځیدل، او دخپل پلار سره غاړه په غاړه شول. له هغه وخته چې دې سړي خپل واړه په ځنګل کې پری ایښي وو، یوه ګړۍ هم بېغمه نه و، اوښځه یې مړه شوې وه. تورپیکۍ خپل ملا بند وڅانډه، او په کوټه کې ملغلری او قیمتی ډبرې تری راتوی شوې.سپین هم لاسونه یو په بل پسی له جیبو را ډکول، ملغلرې او قیمتی ډبرې ېې له نورو سره یوځا اوچولې. اوس ټولې اندیښنی پای ته ورسیدې، او دوی په ډیره خوشالي کې یو بل سره ګډ ژوند کاوه. زما افسانه پای ته ورسیده، هلته یو موږک منډی وهی، که څوک یې ونیسي،اجازه لری، چې دپوستکې نه یې ځانته خولۍ جوړه کړي.