ځکه نه درځم ساقي په دغه لا
مزه نه وي د ټيټ سترګي د خمار
د بلال په بانګ به هم نه شي بیدار

چې کتاب شي مقتدي توره امامه

تم به نه شي د سرونو کاروبار

د پردۍ غزا غازي هله خبر شه

چې په خپل کور کښې يې وبایله اختیار

په دیدن دې لکه لاس د ناوې رنګ شم

په فراق دې زیګ پوټکی شم د مار

عندلیب دې په جذبه کښې مستي ګورم

نه دې زړه غواړمه نه د زلفو تار

————

عندلیب

پښتونخوا دیر

Door Guest