روهي بر یښنا پا ڼه

په پكتيكاولايت كې امنيتي چارواكي وايي چې په دغه ولايت كې د بېلابېلو پېښو پرمهال دوولسو كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، ويل كيږي چې په دې كسانو كې نهه يې د دوو كورنيو غړي دي چې په بمي چاودنه او توغنديي بريدكې ورته زيان رسيدلى دى، او يوبل ټپي هم بهرنى سرتېرى

.دى چې له وسله والوطالبانو د جګړې په پايله كې ټپي شوى دى

د پكتيكاولايت يوامنيتي چارواكي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي وويل چې د پكتيكاپه جانيخېلو ولسوالۍكې په يوه موټرچاودنه كې د يوې كورنۍ يو ماشوم وژل شوى او د دووميرمنو په ګډون څلوركسان ټپيان دي، او د همدې ولايت په ارګون ولسوالۍ كې بيا پريوه كورتوغندى

.لګيدلى او له امله يې څلوركسان ټپيان شوي دي، دا نه ده معلومه چې توغندى چاتوغولى وو

بل پلو د پكتيكاولايت په ارګون ولسوالۍ كې بياد افغان اوناټوځواكونو په ګډ كاروان بريدشوى او له امله يې دواړو خوو ته زيان رسيدلى، يوتن افغان چارواكى وايي چې په دې پېښه كې دوه وسله والو وژل شوى او دوه نوريې ژوندي نيول شوي دي، او د دې ترڅنګ يو بهرنى سرتېرى هم

.ټپي دى

خو تراوسه خپله بهرنيوځواكونو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو دا چې هلته ټيليفوني شبكې كارنه كوي، د پېښوپه اړه كره معلومات هم نه ترلاسه كيږي، وسله وال طالبان وايي چې دوى په ارګون ولسوالۍكې پرافغان اوناټوځواكونو بريدكړى او ادعاكوي چې ترلسو سرتيري يې وژلي دي،

.خوچارواكو دا ادعانه ده منلې

اسدالله نصرت

Door Guest