لنډی :امرالدین سرحد
اوښکی می تویې په کاغذ شوي

قلم څی اوښکی ولیدی په ژړا شونه

«»«»«»

دشپي په کلی کی ناري شوي

څې هله راشی وسله وال ډزي کوینه

«»«»«»

غونډی کی ځای دکبرونشته

شهید ځوانان نن په باغچوکی خښوینه

«»«»«»

کلی کې نشته موسکا شونډي

ټول په ژړانن جنازي لحد کې ګدینه

«»«»«»

میندي په چغو نن جوړه شوي

دچامیړه دچا ځلمی ځوی خښوینه

«»«»«»

دطیاری ګړم شوترغوږه

په کوم کنډریې اچولی توربمونه

«»«»«»

دیموکراسیه دی خوا ګوره

په کوم کتاب کې داوژني روا دینه

«»«»«»

مونږ یوو وګړی ددي خاوری

دی نامالومی جګړی دړی وړی کړونه

«»«»«»

چاته مونږ وژاړو ای خدایه

وطن په وینوکې سور پروت سلګۍ وهینه

«»«»«»

خدایه ته رحم په مونږ وکړه

ګوندی دسولی قدم مونږ خواته کوږ شینه

«»«»«»

جګړه وطن کی څی اوږده شوه

دبهرنیوغونډ اوس بیرته کورته ځینه

«»«»«»

که افغانان خپل مینځ کی جوړشی

بی له پردیو به دسولی خواته ځینه

«»«»«»

که په وطن کی حساب راشی

فسادلړلي خیټوربه چیرته ځینه؟

«»«»«»

کیسه کی یې مه اوسه جانانه

ګوتي به شماری سریې ټیټ حساب به کړینه

Door Guest