محمد یوسف هیواددوست
ډنمارک
پوهاند پر مود بتر وایي : ( هغه وخت باید د راتلونکي په باب له فکر کولو غافل شو چې اصلا راتلونکي وجود و نه لري …)
بل ځای نومیالی پوهاند ابن سینا وایي : ( که داسې وي چې هېڅ تصمیم نه لرو نو څنګه به سبا ورځ لوی هوډ کوو ؟)
هو! دا رښتیا ده ، که دا ټوله نړﺉ راتلونکي لري ، نو د نړﺉ دغه برخه وګړي ( پښتانه ) هم بې له شکه راتلونکي لری او دا د دغو وګړو حق دی چې د خپلې راتلونکې په باب اندیښنه وکړی او د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره فکر وکړي .دا فکر کول تر هر څه لومړی د پوهې او ډله ایزې خبرتیا سره اړخ لګوي او پښتانه حق لري لکه د نړﺉ دا نور ولسونه ځانته رسنئ او د ډله ایزې خبرتیا څانګې ولري .او دا په دې پورې اړه لري چې پښتانه همدا نن د سبا لپاره تصمیم ولري ، چې په پایله کې

یې ، سبا ورڅ د لوی هوډ او په زړه پورې برخلیک خاوندان وي .

د لوی افغانستان نړېوال ټلویزیون چې د پیاوړي ژورنالیست ښاغلي محمد طارق بزګر او د هغه د ملګرو په نوښت د جوړېدو په درشل کې دی د دغه شان یو تفکر او د دغه ډول یو تصمیم ځرګندوی دی . او دا هغو پوښتنو او غوښتنو ته یو غوره څواب دی چې له کلونو کلونو راپه دېخوا له هر پښتون سره مطرح وې .هغه چې به مو ویل ولې موږ نشو کولای یو ټلویزیون ته په خپله ژبه ټیلفون وکړو او بېرته په خپله ژبه د خپلو

پوښتنو څواب واورو ؟

هغه چې به موږ ویلې ولې زما ماشوم نشي کولای په خپلې مورنی ژبه د ماشوم له نړی ځخه اطلاعات ، پوهه او خبرتیا ترلاسه کړي ؟ هغه چې به مو ویل موږ په خپله ژبه د هیڅ یو ټلویزیون ځخه د علومو په بېلا بېلو برخو کې هېڅ ډول معلومات نشو ترلاسه کولاي؟ نه په زړه پورې پښتو تمثیل کتلای شو او نه پښتو موسیقي ؟ نه په سیالي برابرې خپرونې لرو او نه مو دا د رنګ په رنګ ټلویزیونونو په خپرونو زړه یخیږي ، ځکه دا زموږ په ژبه ده دي ، او دې ته ورته په سلګونو نورې پوښتنې .له نېکمرغه دا دی بزګر صیب او ملګرو یې د وخت دغو پر خای غوښتنو ته پر څای څواب ورکړی او که خدای کول ډېر ژر به پښتانه د خپل نړېوال ټلویزیون خاوندان شي . خو دا کار هله په ښه توګه کیدای شي چې له یوې خوا له بزګر صیب سره مالي مرستو وکړو او دومره پیسې ورته برابرې کړو چې د کمپنئ خاوندانو ته یې د کار په بدل کې وسپاري ، او له بلې خوا باید د دغه ټلویزیون په کار کې موږ هر پښتون ( پرته له توپیره ) د ټلویزیون د خپرونو د ښه خپرېدو او لا په زړه پورې کېدو لپاره د همت او ملګرتیا ملا وتړو ، ځکه که وطن دی خو د ټولو دی او که پښتو هم ده نو دا زموږ د ټولو ده . موږ پوره باور لرو چې دا ځل به موږ دغه ستر تاریخي او ملي یون ته اوږه ورکوو او ټول به په یو لاس لر یو که بر د خپلو په ملیونونو مظلومو ولسونو غوښتنې تر سره کوو .

و من الله توفیق

محمد یوسف هیواددوست

د لوی افغانستان نړۍ وال پښتو ټلویزیون خوب که حقیقت ؟

Door Guest