خبرپاڼه

د لغمان کونډو او بېوزلو سره د خرما مرسته

د افغان ولس لپاره د سعودي مرستندویه کومېټې د خپلو تلواله مرستو په لړ کې د لغمان ولایت پلازمېنې مهترلام بابا ښار اړوندو یو شمېر کونډو او بېوزله تورسرو سره د (۱۰) کیلو ګرامو خرما چې د سعودي عربو د مسلمان ولس له خوا د روژه ماتي لپاره د سوغات په توګه رالېږل شوې، ووېشل شوه.
دا مرستې د لغمان ولایت د افغاني سری میاشتې ټولنې ریاست ته د یو رسمي تړون له مخې چې د نوموړې کومېټې د جلالکوټ دفتر مدیر ښاغلي فضل الهادي او د لغمان سری میاشتې ټولنې رییس ډاکټر عبدالغفار رسولي ترمنځ په سیمه ییز وخت سهار ۹ بجې لاسلیک شو، (۲۲۵) کارټنه خرما چې هر کارټن د شلو کیلو ګرامو په وزن او (۱۰) پاکټو درلودونکې و او ټولیزه بیه یې (۲۲۵۰۰۰) افغانۍ اټکل شوې ور وسپارل شوه, چې د خپل پروګرام له مخې یې په اړوندو بېوزلو، کونډو، یتیمانو او اړمنو ووېشي.

د یادولو وړ ده چې دا مرسته د هغې هوکړې پر بنسټ ده چې د افغانانو لپاره د سعودي مرستندویه کومېټې سیمه ییز مدیر ښاغلي ډاکټر خالد محمد العثماني له خوا د افغانستان لپاره (۲۰) ټنه خرما ځانګړې شوې، چې له دې څخه (۷) ټنه به په

لغمان کې چې (۴،۵) ټنه به د نوموړي ولایت د افغاني سری میاشتې ریاست په همغږۍ وېشل کېږي.

د افغان ولس لپاره د سعودي مرستندویه
کومېټې د رسنیو مسوول
عثمان منصور انصاري


Door Guest