د تقاعد شوی ډګـــــروال محمد جان سرروضه وال لیکنه          
                                                        
افغانی ټولنه د اسلامی عقیدی له قبلیدو سره یو ځای د جهاد د کلیمی سره اشنا شوه او د جهاد عمل کردیی د ژوند یوه مهمه برخه و بلله او په ژوند کښی ئی د بریا یو مهم علت همه هم همدغه اسلامی عقیده ده.
د اسلامی عقیدی له مخی ټولی هغه هلی ځلی، جد وجهد، راکړه ورکړه، ناسته پاسته، لیکنی او لوستنی که پرهنګی وی که اقتصادی وی که ټولنیزی وی او بالاخره که نظامی وی تنها او تنها د خدای پاک (ج) د رضا په خاطر د خدای پاک(ج) د کلیمی د پياده کولو په خاطر هغه هم د اسلامی لارو چارو له لاری او دمقدسو وسایلو او ابزارو له مخی تر سره کیږی هغه ته جهاد وایی.
خو سیاست مختلف تعریفونه لری چه د ټولو تعریفونو په نهایی تحلیل کښی داسی ارزونه کیږی چه د ګټو جنګ ته سیاست وایی.
کوم فرق چه د جهاد او سیاسیت په منځ کښی شته هغه داده چه !
جهاد : د الله پاک د رضا په خاطر له شتمنی، ژوند او زندګی، اولاد او قدرت او هر هر څه څخه سړی تېریږی.
خو سیاست د ځان او ټولنی د پرمختګ، د ورځنی اړتیاو د پرمخ بولو د پاره یوه اساسی سمبالونکی وسیله ده.
ډیره نیکمرغه ټولنه هغه ده چه سیاسی لوبغاړی یی پوه، عقید تمند د خپل ولس له رسم او دودنو څخه باخبره او دخپلی ټولنی د عینی او ذهنی شرایطو سره سم ګام پورته کړی.
او که په ټولنه کښی هغه کسان د سیاست د لوبو مقام ته رسیږی چه له پورتنیو صفاتو څخه بی برخی وی بیا به نو ټولنه له هغسی بدمرغی سره مخامخ کیږی چه بیارغونه به یی نه تنها دا چه د همدغه سیاست وال له واکه وتلی وی بلکه د راتلونکو سیاست لوبونکو د پاره به هم ډیری ستونزی پیښوی.
پوهیږم چه سیاسی لیکنی که هر څومره بی طرفانه وی خو دهغو په ځیړنو کښی د حق او ناحق، روا او ناروا، ظالم او مظلوم، حاکم او محکوم موضوع مطرح کیږی نو خامخا که په چا شه لګیږی په چا به بد هم لګیږی.
لکه مخکښی مو چه ولیکل چه د ګټو جنګ ته سیاست وایی او په دی هم سترګی نشو پټولای چه د ګټو په جنګ کښی هلوا نه ویشل کیږی.
او د ګټو په جنګو کښی اکثرآ اخلاقی نورمونه او انسانی ارزښتونه تر پښو لاندی کیږی. او په ټولنه کښی بیانو د وکړو ارزونه د هغو د پوهی. اخلاقو زړسیو، همدردی او وطندوستی له مخی  نه بلکه د هغو د اړیکو له مخی. ارزول کیږی.
د مثال په ټوګه :اورم کله چه څوک ووایی چه پلانی سړی ډیر شه افسر ده په مقابل کښی یو څوک وایی چه ورک یی کړه خلقی ده.
او یا کله اورم چه یو څوک وایی چه پلانی ډیر شه انجینر ده په ځواب کښی یی ویل کیږی چه څه به یی کوی چه ګلبدینی ده.
او یا کله کله اوریدل کیږی چه یو څوک وایی چه پلانی ډیر شه عالم او ملا ده په ځواب کښی یی ویل کیږی چه له ټولی پوهی سره سره بیا هم طالب ده.
خو کله کله بیا داسی هم اورم چه څوک وایی چه پلان سړی ډیر نالایقه او بد اخلاقه سړی ده خو په مقابل کښی ځواب ورکول کیږی چه ګوره چه غلط نشی هغه ډیر کللک ملګری ده.
او کله کله اورم چه يو څوک بل چاته تلیفون کوی او ورته وایی چی پلانی سړی می در ولیږلو هغه له ټولو نارسایو سره سره له ټولو بی بندوباریو سره سره له ټولو نا پوهیو سره سره تنظیم ته ډیرو فادار ده د هغه د مقرری په هکله له هیڅ ډول کوشش څخه ډده ونکړی د هغه چوکی او موقف زموږ مال ده او هر ډول ګټه ورڅخه اخستلای شو.
دا او داسی نوری ډیری ارزونی شته چه د اشخاصو په پوهه، اخلاقو عقایدو او دوطنپالیو په تله نه بلکه د اشخاصو د اړیکو په تله کښی تلل کیږی او کله کله خو متاسفانه او بدبختانه زموږ سیاسی لوبغاړی خپله سیاسی تګلاره د عقیدی تر سرحده رسوی. په پایله کښی کله چه څوک د چا سیاسی تګلاری ته څه ووایی هغه فکر کوی چه زما عقیدی ته سپکاوی کوی بیا نو په عقیدتمندو کسانو کښی ډیر کسان شته چه ذهن یی د هیڅ ډول نیوکی حوصله او برداشت نه لری نو عکس العمل یی دومره درشت وی چه د مقابل طرف په مرګ هم تمامیدای شی.
برسیره په دی چه دا نیوکی به د عقیدی په خلاف نه وی بلکه د انیوکی به د سیاسی تګلاری به خلاف وی، خو سیاسی لوبغاړو خپله سیاسی تګلاره خلکو ته د عقیدی په تله کښی ورتللی وی. او خلکو ته یی د یوه مقدس ارمان په شکل ورپیژندلی وی.
حال دا چه عقیده یو مقدس ارمان ده تل پاتی ارمان ده په عقیده کښی د هر چا لاسوهنه مشروع او جایزنه ده خو سیاست د ورځی له مخی تغیر کوی چه په دی حساب عقیده او سیاست یو له بله سره ډیر واټن لری.
او ډیر وخت هغه څه چه په عقاید و کښی جواز نه لری په سیاست کښی جایز ګڼل کیږی. همدغه سبب ده چه ډیر خلک سیاسی لوبی ته شه لوبه نه وایی.
چه زموږ په هیواد کښی له دیرشو کلو جګړو همدغه لوبه روانه ده چه سیاسی لوبغاړی کله عقیده د سیاست په تله کښی راتلی او کله سیاست د عقیدی په تله کښی را تلی په پایله کښی (( زاولی چغڼیا شی)) نه د عقیدی شی او نه د سیاست شی.
تنها او تنها بدرنګی، لوژه، ویرانی، مهاجرتونه، کونډی، رنډی، یتمان، بی کوری، غمونه، دردونه او سپکاوی یی د ولس د غاړی امیل شی.
موږ او تاسی ټولو په سترګو ولیدل او اوس یی هم وینو چه په دیرشو کلو جنګو کښی زموږ سیاسی لوبغاړو په وار وار یو وخت له یوی ډلی سره د جهاد اعلان کړی او په کلو کلو کښی یی خپل مړی د شهید او د مقابلی ډلی مړیی د مردار په نامه نومولی دی. خوله څو مودی ورسته بیا هغه د واړه سیاسی لوبغاړی چه د ګټو په انډول سره په سلا شی اویو د بل په ګټه کښی یی ګټه سره تضمین شی تیر په هیر یو بل ته یی د ورورولی لاسونه ور غزولی.
د مثال په توګه پرون خو همدغو سیاسی لوبغاړو له کابل څخه قندهار ته په هیلکوپترو کښی شنی افغانی طالبانو ته ورلیږلی او اسامه بن لادین یی له سودان څخه د اریانا په الوتکه کی کابل ته په ډیر درناوی راوست او کوشش یی کاوه چه اسامه ته دافغانی هویت تذکره هم ورکړی.
ملت خو په دغه معامله هیڅ خبر هم نه وو او نه یی د اسامه بن لادین سره کومه علاقه درلوده خو نن هم هغه سیاسی لوبغاړی د اسامه بن لادین او طالبانو د پاره جهاد علانوی او د وژلو تاوان ته یی ولس ور مخامخ کړی.
په مکه معظمه کښی خو همدغو سیاسی لوبغاړو د عربستان سعودی د پاچا په مخ کښی له خدای(ج) سره تعهد او پیمان وکړ چه نور به دوی په افغانستان کښی جنګ نه کوی او افغانی ولس ته به یو سالم حکومت جوړوی چه د دغه دردمن، غوژمن، غمجن ولس زخمونو ته پټی شی.
خو کله چه دوی له مکی معظمی څخه را ووتل و مولیدل چه دوی په خپلو کړو وړو کښی له خدای(ج) سره او له ولس سره څه معامله وکړه.
دا مو هم په سترګو ولیدل او په غوږو مو اوریدل چه سیاسی لوبغاړو به وخت نا وخته په جماعتو او مدرسو کښی او حتی د راډیو له څپو څخه به یی چه کله له الله پاک(ج) سره راز او نیاز کاوه او الله پاک (ج) ته به یی عذرونه کول او له الله پاک (ج) څخه به یی غوشتنه کوله چه :
الهی : موژ ته برلاسی او توفیق راکړی چه افغانی ټولنه د شر او فساد له منګولو څخه خلاصه کړو او بیا کار اهل کارته و سپارو او موژ بیرته د مدرسو در وازی خلاصی کړو او خپل له ګرځو ډک کتابونه را وسپړو.
خو کله یی چه سیاسی قدرت تر لاسه کړ بیا د چا په خیال کښی د کار اهل ته د کار سپارلو، د مدرسو د دروازو د خلاصولو، او له ګړځو څخه د ډکو کتابو د څنډلو خیال هم د چا په سر کښی وروګرزیدو؟
دغسی مثالونه ډیر زیات شته خو یادونه یی په دی نه ده شه چی کیدای شی زما دغه سیاسی مخالفت د سیاسی لوبغاړو لخوا د عقیدی په تله کښی و نه تلل شی او له بلی خوا د دغسی پیشو یادونه خو د افغان ولس لپاره د نا سورد زخمو تازه کول او په هغو باندی بیا له سره د مالګی شیندل دی.
تنها دومره یادونه کوم چه افغان ولس په دی پوه شی چه دا کړه وړه د جهاد د ارمانونو کومه برخه وه ؟ او که د بهرڅخه د بهرنیانو په لاس جوړه شوی د سیاسی لوبغاړو سیاسی لوبه ؟
اوریدل می دی چه په یوه زمانه کښی یو سړی و چه د ښکار کولو ډیر شوقمین و د یوه تازی سپی د روزلو او پاللو په فکر کښی شو او هر وخت به یی د ځان او حتی کله کله به یی د اولادو استحقاقی غوشه هم خپل نازولی سپی ته ورکولو تر څو د ښکار کولو په ورځ په خپلو ملګرو کښی سرلوړی شی.
بالاخره د ښکار ورځ راورسیده نوموړی سړی هم خپل نازولی سپی د نورو ښکارچیانو سره یو ځای میدان ته راوست کله چه سوی (خرګوش) له خپلی برغی څخه د ځان د خلاصون په مخه منډه واخسته هر ښکارچی په خپل سپی باندی چغی وهلی تر ځو هغه ته روحیه ورکړی او د سوی د نیولو افتخارات د هغه په برخه شی.
نازولی تازی سپی تر ټولو تازیانو سپو ړومبی شو دغه وخت د نازولی سپی څښتن ډیر خوشحال او په کالیو کښی نه ځایدو او دخپل سپی د صفتو په اپلتو یی ډیری خبری وکړی.
خو کله چه ښکارجن د نازولی سپی په سر ودریدل وه یی لیدل چه نازولی سپی ټول سوی په خپله خوړلی او تنها او تنها لری، کلمی، او بدبویی یی خپل ځښتن ته پریشی.
په داسی حال کښی چی ښکارچینانو د نازولی سپی د څښتن په تیرو اپلتو تبسم او خندا کوله د نازولی سپي څښتن ته ډیر قهر ورغی او لرګی یی را واخست او سپی یی په سر سر په وهلو هلو له میدانه وشاړو او سپی ته یی خطاب کاوه چه :  نمک حرامه تاخو ټول سوی په خپله و خوړ او ماته خو د صرف مرداری او بد بوئی پريشوده.
ددی لنډی کیسی مطلب داده چه زموژ سیاسی لوبغاړی د په دی پوه شی هر چا چه غوشت او یا هر څوک چه غواړی د خپلی شخصی، تنظیمی اویا بهرنیانو د ګټو لپاره عقیده او جهاد وسیله و ګرزوی حتما به افغان ولس که نن وی له سبا لرګی به را اخلی او دوی به په وهلو وهلو له خپله منځه شړی.
نور نه غواړم چه مخ ته لاړ شم د 1357 کال د ثور د میاشید 7 نیټی څخه ورسته د پل چرخی د زندان د یو ګم نامه شاعر چه خپل ژوند یی د مقدسو ارمانو لپاره د همیشه لپاره د خدای په امانی ویلی او په مستعار نوم یی یو شعر ولس ته پاتی شوی چه د هغه شعر دوه مصری به زه دخپلی لیکنی په پای کښی ولیکم چه ویلی یی دی.
وطنه ولاړی خوار توراب شولی      ته ظالمانو ته شراب خوراک کباب شولی
         موژ درته ګورو بس د میږ و پشان     ته په رښتیا مال دی قصاب شولی
            په درناوی  محمدجان                                                                                          

Door Guest