د تقاعد شوی ډگــــــروال

محمد جان سرروضه وال لـــــیــــــــــــــــکـــنــــــــه

یو په بل مو سره وژنی وائی خپل یو غلیمان دی.

“احمد شاه بابا”

افغانانو یوکیږی؟ او که ورکیږی؟

د نړۍ په ډیرو مختلفو هیوادو کښی کله چه سیاسی ګوندونه جوړیږی د هغو یواځنی هدفونه داوی چه له حکومت سره د یوه سالم رقیب په حیث د

حکومت ناخوالی ورپه ګوته کړی. او دهغو ناخوالو په اصلاح کښی ور سره کومک او همکاری وکړی. او که حکومت د ناخوالو په اصلاح

،کښی پاملرنه ونه کړی. بیا نو ګوندونه د حکومت بی کاری خلکو ته د لارینونو (مضاهرو) په شکل ور په ګوته کوی.

چه دا کارونه ټول د یوی خاصی موامنامی تر سیوری لاندی چه په هغه موامنامه کښی ټوله تکیه د خلکو په ارامی، سوکالی، ازادی، کاریابی

شه ژوند کولو او بالاخره د انسانی ټولنۍ د هوساینی په مخه جوړه شوی وی او د وخت د حکومت له قانونی مراجعو څخه ئی اجازه هم تر لاسه

کړی وی په کار پیل کوی.او بالاخره هر ګوند کوشش کوی چه خپل ګوند ته سالم عناصر جلب او جزب کړی او د وخت په تیریدو هغه ګوندونه چه علمی، اداری، فرهنګیاو ټولنیز کدرونه تر لاسه کړی. بیا نو د خلکو د رائی (خوشی) له مخی د حکومت کولو غوشتنه هم کوی. او په نړی کښی د پورتنیو صفاتوګوندو ډیری شی پایلی هم تر لاسه کړی دی.افغانستان هم په 1343 هـ ش کال کښی اساسی قانون جوړ کړ او په هغه کښی ئی د مطبوعاتو ازادی او د ګوندو جوړیدل تسجیل کړل.خو دا هغه وخت ؤ چه په افغانستان کښی ناداری، بی بضاعتی، بی کاری ډیره لویه لمن غوړولی وه.او له بلی خوا په افغانستان کښی د سواد کچه حد اعظمی تر 12 په سلو کی رسیده. په افغانستان کښی نو بنیادو ګوندو د نړۍ د پرمختلولو هیوادود ګوندو په خلاف د ګوندو په کمیت (ډیر والی) حساب کاوه نه د ګوندو په کیفیت ( پوهی او دانش) د ګوندو د غړو لوړه پیمانه په ګوندو کښی هغه کسان ول چه له حکومت سره ئی د سالم رقابت له مخی نه بلکه د دښمنی له مخی مبارزه کوله.دوی تصور کاوه چه ګوند جوړونه له حکومت سره دښمنی اعلانول دی. ګوندو خلکو ته دا شوونه کوله چه حکومت زموژ د ټولو ناخوالو لکه 

ناداری، بی بضاعتی، ناپوهی، بی سوادی) او داسی نورو اصلی عامل ده.کله به چه دوی مظاهرو ته راوتل د لیکولو شعارو په سر کښی به ئی)

!لیکلیول چه کور – کالی – ډوډۍ . غواړو 

!او د خپلو بیانیو په منځ کښی به ئی د یوه احساساتی غړی لخوا شعار ورکیدل چه 

لویان لویان غټان غټان پیدا دی

دوی خوله موره جنتیان پیدا دی

راځی چه خوارو ته جنت و ګټو

دوی چه له اصله دوزخیان پیدا دی

را هغه شعار دی چه د هری نا داره ټولنی د بی بضاعتو او ناداره و ګړو استدلال له کنټرول څخه باسی. ټولنه بالاخره د داسی چاودنی ( انفجار) سره مخامخ کوی چه پایلی ئی دوی ته هم نه معلومیږی.زموژ ګاونډیانو هم زموژ له دغی بی ثباتی او د ګوندو د مسئولیت د نه منلو څخه د خپلو ګټو په خاطر بی برخی پاتی نه شول.هر ګاونډی هیواد یو یو ګوند چه له هغی جملی څخه د خلق دیموکراتیک ګوند د هغه وخت شوروی اتحاد، اسلامی احزاب د پاکستان، ایران او عربی هیوادو لخوا، شعله، کجا، سزا ګوندونه د چین د هیواد لخوا په تخرګ کښی ونیول.او دغو ټولو هیوادو له د غوګوند و سره مالی مرستی کولې،بالاخره زموږ ګران هیواد د افغانی ګوندو لخوا د مرسته ورکونکی هیواد د خوشحاله ساتلو لپاره نه تنها دا چه د بیګانګانو د ګټو لپاره د بزکشی میدان ګرزیدلی ؤو خو هغه عوام غولونکی شعارئی هم د افغانی ګوندو په خوله کښی ورکړل چه سل په سلو کښی ئی زموژ هویت او ازادی ته صدمه رسوله.

!د مثال په ډول 

چپی ګوندو به شعار ورکول چه : د نړۍ کارګرانو سره یوشی.

اسلامی ګوندو به شعار ورکول چه : د نړۍ مسلمانانو سره یو شی.

دا هغه شعار دی چه ظاهر ئی دعا مو خلکو لپاره چه سیاسی شعور ئی وده نه وی کړی ډیر خوشونکی دی.

خو دهغو کسانو له نظره چه پدی پوهیږی چه : زموږ هیواد د اقتصاد او سیاست له نظره د پوهی، دانش او نفوس له نظره، دومره شاته پاتی ده چه په دغه غټه اسلامی نړۍ کښی او یا په دغه غټه کارګری نړۍ کښی چه د اقتصاد، سیاست، پوهی، دانش او نفوس له نظره ډیره پیاوړی دی ورګډول به بی له دی چه موږه به خپله ازادی، هویت او خپله اراده له لاسه ورکړی وی بل به مو هيڅ هم نه وی تر لاسه کړی.

زموږ د دغی ادعا ثبوت چه پورتنی شعار بهرنی او عوام غولونکی ول هغه وخت په ثبوت ورسیدل چه دغو ګوندو د وخت په تیریدو سره نه تنها دا چه و نه کولای شول چه په اسلامی نړۍ او یا سوسیالیستی (کارګری) نړۍ کښی ځانته ځای پيدا کړی.

بلکه په خپل منځ کښی هم بهرنیانو د خپلو ګټو په خاطر (( د دی لپاره چه د دوی له نفاق څخه ځانته د حکمرانی لاره تر لاسه کړی)) په قومې ژبنې او سمتې ډلو جلا کړل.

!د مثال په توګه 

د 1357 کال د غوائی د میاشتی د 7 نیټی څخه ورسته کله چه د افغانستان سیاسی قدرت د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند ته د یوی نظامی کودتا له لاری ورسیدو او په نتجه کښی د اسلامی احزابو رهبری د پاکستان او ایران هیوادو ته هجرت وکړ.

د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند چه واقعآ افغانستان شموله ګوند وو خو قدرت ته له رسیدو سره سم روسانو په ډیره بیړه غوشتل چه د دوی په وجود کښی خپلی ټولی غوشتنی تر لاسه کړی.

بیائی دوی د همیشه لپاره په دو ډلو چه د خلق ډلی ته ئی اکثرآ پشتانه او د پرچم ډلی ته ئی اکثرآ تاجکان منسوب شول جلا کړل.

پاکستان هم په دغه شیطانت کښی له روسانو څخه کم نه وو.

هغه هم وکولای شول چه د افغانستان د اسلامی ګوند تر ځنګ ئی په او له مرحله کښی د حرکت انقلاب اسلامی، محاذ ملی اسلامی، نجات ملی اسلامی ګوندونه ایجاد کړل. او په دوهمه مرحله کښی ئی د افغانستان اسلامی ګوند چه واقعآ افغانستان شموله ګوندوو د استاد برهاندالدین ربانی په واسط د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د مشر مولانا فضل الرحمن په حمایه د جمعیت اسلامی په نامه ټول تاجکی افغانان د وخت په تیریدو سره په خوشه او په زور له حزب اسلامی څخه جلا کړل.

او په هغو تاجک میشتو سیمو کښي چه د افغانستان اسلامی حزب کار کاوه د جمعیت اسلامی لخوا تر هغه وخته ټکول کیدل چه ترڅو ئی د کار کولو توانمندی له لاسه ورکړه.

بالاخره خپله د جمعیت اسلامی ګوند هم له سمت پرستی او شهرت طلبی څخه بی برخی پاتی نه شو.

او د پنجشیریزم ډله چه د شورای نظار تر نامه لاندی د بهرنیانو په اشاره د احمدشاه مسعود په مشری جوړه شو.

چه په ټول جمعیت اسلامی ئی حکروائی کوله. لنډه دا چه اوس په افغانستان کښی هغه ګوند چه هغه د افغانستان د ملی یووالی شکارندوی وی او یا هغه ګوند چه د افغانانو د ارامی سوکالی، صلح او ترقی ضنمانمت کوونکی وی نشته.

:د مثال په ډول 

. د افغانستان د اسلامی ګوند غړی اکثرآ پښتانه دی ♦

. د افغانستان د جمعیت اسلامی ګوند غړی اکثرآَ تاجکان ♦

. د افغانستان د افغان ملت ګوند غړی ټول پښتانه دی ♦

. د افغانستان د طالبانو د اسلامی تحریک ګوند غړی ټول پښتانه دی ♦

. د افغانستان د وحدت اسلامی ګوند غړی ټول هزاره ګان دیر ♦

. د افغانستان د جنبش ملی اسلامی ګوند غړی ټول اوزبکان دی ♦

 دافغانستان د اتحاد اسلامی ګوند غړی ټول پښتانه دی ♦

. د افغانستان د حرکت انقلاب اسلامی، محاذ اسلامی، نجات ملی اسلامی ګوندو غړی اکثرآَ پښتانه دی ♦

. د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند د خلق څانکه اکثرآ پښتانه ♦

. د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند د پرچم څانګه اکثرآ تاجیکان دی ♦

چه دغو قومی ډلو په مختلفو وختو کښی د شخصی ګټو او شخصی مقامو په سر یو دبل هډوکی هم سره مات کړی او حتی قومونه ئی هم سره جنګولی او کله کله ئی د خپلو شخصی ګټو په خاطر ائتلافونه هم سره کړی.

لکه چه دا اوس هم د سیاست په ډګر کښی د پرچمیانو د ډلی او جمعیتانو د ‌ډلی ائتلاف د متحدی جبهی تر عنوان لاندی په سترګو وینو.

له پورتینو ډلو پرته اوس تر سلو پورته هغه ګوندونه چه د عدلی په وزارت کښی راجستر شوی او هیڅ نوع مثبت او منفی حرکت ئی نه معلومیږی شته. خو خلک په اندیشنه کښی دی چه دوی به ځرنګه ګلان په افغانستان کښی وکری.

.په هر صورت 

د پورتنی قومی، ژبنی او سمتی ډلو د تشکلیلاتو څخه دا معلومه ده چه زموژ هغه پوهان، دانشمندان، علما، روشنفکران چه پورتنی ډلی رهنمائی کوی دا د افغانستان د ملی منافعو او ملی یو والی شکارندوینه نشی کولای.

د دوی ټول کړه وړه له ځو لسیزو راپدی خوا د بهرنیانو د خوشحالولو او بالاخره د افغانانو د ورکولو لپاره روان ؤ او اوس هم روان دی.

دا چه پوهان دانشمندان او سیاست مداران سیاست (د ژوند د هنر) په معنی تعریفوی لازمه ده چه له خپل مسلک څخه د هغه د هنر په معنی ګټه واخلی.

د ژوند د هنر معنی دا نه ده چه انسان د دماړه نس په خاطر ځان غلام کړی.

د ژوند دهنر معنی دانه ده چه انسان د دماړه نس په خاطر خپله اراده له لاسه ورکړی.

د ژوند د هنر معنی دا نه ده چه انسان د دماړه نس په خاطر خپلو ولسونو ته د غلامی کړی په غاړه کښی ور واچوی.

د ژوند د هنر معنی دا نه ده چه انسان د خپل قدرت په خاطر ولسونه یو له بل سره و جنګوی.

بلکه د ژوند د هنر معنی داده چه : خپل ولسونه څه بلکه انسانی ټولنه د خپل هنر له برکته ازاده، د خپلی ارادی خاونده، سوکاله، د ارامه ژوند لرونکی او متحده او یو موټی کړی.

که زموژ د رهبری په کړ یو کښی پورتنی صفات موجود شول بیا به نو موږ سره یو کیږو او د ورکی امکانات به مو نه لیدل کیږی او که داسی و نکوی نو د دغو ډلو ټپلو د رهبری کړی د په دی پوه شی چه بهرنیان به تر هغه وخته تاسی ونازوی چه د خپلو اهدافو د تر لاسه کولو څخه نا امیده شی بیا نو تاسی هم قی (استفراق) کوی او بیا به تاسی او که تاسی مړه یاست ستاسی اولادونه او ستاسو وفاداران به په ټولنه کښی د ډیر ټیټ سر ژوند شپی ورځی سبا کوی لکه چه شورویانو خپل افغانی بوډاګیان او پنجاپیانو خپل افغانی بوډاګیان هغه وخت په میدان پریښودل کله چه د هغو به وجود کښی د خپلو اهدافو د تر لاسه کولو څخه نا امید شول اوله هغه ورسته یی خپلو بوډا ګبانو ته په خپل هیواد کښی د مبارزی او پناهندګی اجازه هم ورنګړه چه اوس د هغه وخت د شوروی اتحاد او پنجاب بوډاګیان او د هغو نسبی او عقیدتی انډیوالان په ټولنه کښی په ډیره ناهیلی دا منی چه موژ د شوروی اتحاد او د پاکستانی پنجاب د اهدافو ښکار شو.

په درناوی

د یو موټی، ازاد، سوکاله او پرمختللی افغانستان په هیله

محمدجان

Door Guest