پنځنۍ د ١٣٩٠ه ل کال د تلې مياشتې ١٤ مه د ښوونکي د نړيوالې ورځې په مناسبت په کابل کې د پښتو ټلوېزيون د لېوال دلېرې ښوونځي 

.خپرونه پيل شوه د پښتو راډيو ټلويزيون چې موخه يې د ولس د اړتياوو سره سم د ښوونيزو او رونيزو خپرونو، چمتوکول، خپرول او مينه والو 

ته په ګران هېواد او د هېواد څخه بهراوسېدونکو هېوادوالو ته رسول دي. دادې د خداى (ج) په فضل د دې جوګه شو، چې د لېوال دلېرې ښوونځي 

د خپرونې لړۍپه رسمي ډول د ښوونځي د بنسټ ايښودونکي او په ولس مين دروند شخصيت محترم ليوال صاحب لخوا د ده په عالمانه وينا سره 

.د قران کريم د څو مبارکو اياتونو په تلاوت کولو سره رسما پيل شو

ټول درانه مينه وال ليدونکي او اورېدونکي کولاى شي، چې د پښتو راډيو ټي‌وي څخه د افغانستان په وخت په لاندې وختونو د لېرې ښوونځي

:خپرونې وګوري او ددې نوښت څخه په ګټه اخستنې سره د پوهنې او زده کړو کاروان ګړندۍ کړي

(سهار: ٩:١٠ (نهه بجې او لس دقيقې

(ماسپښين: ١ (يوه بجه

(شپې: ١٢ (دولس بجې

:اوس تاسې کولاى شئ چې د سپوږمکۍ له لا رې په دې پته

Satellite Express AM22 53 East (SESAT II)

System Encryption: DVB Free (FTA)

KU Frequency: 11474

Polarization: Horizontal (H)

Symbol rate: 6809

FEC: 3/4

Beam: SESAT II Steerable Beam 1

د پښتو تلوېزيون خپرونې وګورئ او واورئ. د خپرونې د سمون او غوره والي لپاره د ښوونځي اداره ستاسې مشورو، وړاندېزونو، سپارښتنو

.او نيوکو ته سترګې په لار ده

:تاسې کولاى شئ چې د پښتو تلويزيون د ويبپاڼې په پرانيستلو سره د لېوال د لېرې ښوونځي پيل کېدو مراسم وګورئ، د وېبپاڼې پته ده

www.pashtotv.tv

Door Guest