په ولسی جرګه کي دهرات د خلکو استازی اغلی سیمین بارکزی د ډوډې د نه خوړولو پریکړه او هوډ لسو ورځوته ورسیدي . ولې د کرزی

دولت کله په یوه بانه او کله هم په بله بانه ددی بی وزلي غریبي خور قانونی غوښتونو ته رغنده او ښکاره ځواب نه وایي. د جمهور رئیس دوهم

مرستیال خلیلی په خپله اود جمهوری ریاست د لمړی مرستیال مارشال فهیم د دفترریئس داغلي بارکزی خیمي ته ورغلل اوددې نه یی وغوښتل

.چه ددي کارنه لاس واخلې اوخپل کورته ولاړه شي ولی اغلی بارکزی ددوی خبری ونه منلی 

که چیری مونږ د ولسی جرګی د انتخاباتو لړۍ را و سپړودا لړۍ له پیله نه ددرغلیواو ننداریو ډکه ده. له یوه کال نه په زیاته موده کي زمونږ د

پارلمان غړي په جګړو او شخړو کې را ګیردي. ددي شخړو په سرکی جمهور رئیس ښا غلی حا مد کرزی ، د انتخاباتو د کمیسیون لوی رئیس

فضل احمد معنوی ، د شکایاتو د کمیسیون ټول غړي د ملګرو ملتونو استازی او نور اړونده لوړپوړی چارواکي پړ او ملا مت ګڼل کیږي.

د افغا نستان د اسلامې جمهوریت قضایې ارګان او ستری محکمي د قانون په چوکاټ کي داختصاصی محکمی په درشل کې د انتخا باتو لړۍ د

جمهوررئیس د ځانګړی فرمان پر بنسټ یو وار بیا له سره و څیړله اوددي څیړني نتیجه د دوو محکمو له لاری اعلان شوه. چه په ترڅ کي یې

۶۰ وکیلان د و کالت له حق څخه محروم شول او پر ځای یې نور ۶۰ وکیلان د انتخاباتو ګټونکی او مستحق کسان اعلان شول. ولی له بده مرغه

په خپله جمهوررئیس د خپل فرمان او د ستری محکمې په چوکاټ کي د ځانګړې اختصاصې محکمي د پریکړو ملاتړ ونه کړي اوهغه یی د یوی

.معا ملی پربنسټ بیرته د انتخا باتو بدنام کمیسیون ته ولیږلی اود پری کړی ټول واک یی د کمیسیون مشرته وسپاری

د انتخاباتو کمیسیون د ښاغلی معنوی تر مشری لاندې ډیر ژر د هغو ۶۰ وکیلانو څخه یواځی نهه تنه په خپل واک او صلاحیت سره مستحق و

ګڼل او نور یی غیر قانونی اعلان کړه. د محکمې د پریکړو پر بنسټ د ۶۰ وکیلانو څخه هم یوه همدغه سیمین بارکزی ده چه د نهو غیر مستحقو

وکیلانو په لیست کې راغله او دغه نهه تنه د بارکزی په شمول د پارلمان څخه په زوره و شړل شول او نور نوې نهه تنه غړي پارلمان ته ور

.ننوتل

که چیری مونږ ددي پارلمانې شخړو او ګډوډي ته وګورو داسی ښکاری چه ددي پارلمان ټول استازي په در غلې او رشوت سره انتخاب شوی

دي او د قانون او عدالت له چوکاټه پرته په یوه ډ‌ول د خلکو د استازیتوب حق یی تر لاسه کړی دي.دوي هم ناری وهی او ځان تر هر بل هر چا

مستحق ګڼي ولی کیسه دلته پای ته نه رسیږي. هغه شپیته استازي چه د محکمي د پریکړي پر اساس ګټونکې و نو مول شول هم په کوڅو او

سړوکونو کي چیغی او ناری وهی او خپل حق غواړی مګر پر ځای ناست وکیلان هم د قانون د ملاتړ او اصلاحاتو په نو مونو سره وویشل

شول .چه تر اوسه پوری یو بل ته برګ برګ ګوری او د یووالی د ملګریتوب نښې او نښاني یې ډیر لیری ښکاري . ولی د سیاسی معاملو لړۍ

.ته ستر ګي په لاری دي چه کله به دا ږغ واوری تر څو خپل مقام او ونډه تر لاسه کړي

:ګرانی خوری سیمین جاني

که چیری تاسو د وجدان له مخې د یوی مسلمانی اسلامی میر منی په توګه خپل ګریبان ته وګوری بیا تاسو کوم حق غواړی.ددي بی قانونه

پارلمان حق چه یو وکیل یی هم د قا نون له رویه د استازیتوب رایه نه ده ګټلي اونه هم دوي د خلکو اصلی استازی دي. تاسو غواړي په دغه

غیرقانونی پارلمان کی چه زیاتره یی د توپک سالارانواوزورواکانوپه زور پارلمان ته لاره موند لی ده غړی شی. آیا تاسوغواړی چه ددغه بد نا

مه ککړ پارلمان استازی شي او ددغه پارلمان له لاری خلکو ته خدمت کړی هیڅکله نه ؟؟؟

او بل داچه تاسو په یوه مسلمانه کورنۍ کي پیداشوي یاست او زه پوره باور لرم چه تاسو به د اسلامی او شرعی احکامو سره هم پوره بلدیت

ولری او که نه لری نو بیا ددینی علماووڅخه وپوښتی چه په اسلام کي د یوه مادی هدف لپاره ځان قربانول یوه ستره اونه بښونکی ګناه ده .او

خدای تعالی هيڅ کله هغه خلک نه بخښې چه دوي په خپله د یوه شخصی مقصد لپاره ځان مړ کړي اویا هم د مرګ ترسرحده ځان ددي هدف لپاره

.وټاکی

ستاسو خاوند ستاسو اولادونه او تاسوپه خپله دیوی مهربانی کورنې په چوکاټ کي د ا لله پاک په نامه و خپل عادی ژوند ته ادامه ور کړي او

.ددي هوډ څخه تیره شي

دافغانستان اسلامی جمهوریت لوړ پوړی چارواکي ستاسو د حق او ناحق قضیه نشی حلولای او نه هم ستاسو دمرګ پر وا لری .دغه چارواکوته

د خپلو ډلو ټپلو همغیږو یارانو او ملګرو ژوند ترهر چا مقدم او محترم دي.

بله خبره داده که دیوی سیاسی معا ملی له لاری ستاسو غوښتني ومنل شي او تاسو بیر ته پارلمان ته ولاړه شی . نوتاسو به هلته د کومو خلکو

استازیتوب وکړي او ستاسو دغه یوه رایه به دکومو هراتانو په درد وخوری، کوم چه تاسو یی انتخاب کړی یاست. پارلمان خوجعلی دی،

حکومت فاسد دئ او ددولت ټوله ماشین په فساد او درغلیو کی سرترنوکه پوری غرق دئ اوټول دولت هیڅ قانونی بڼه نلری اونه هم

.دخلکوآرمانونه پلی کولای شي

لږ څه سوچ وکړی او وګوری دبشر د حقوقو نړیواله سازما نونه ، د ښځو دحقوقو ګڼ نړیواله بی شمیره سازمانونه،ملګری ملتونه ، په افغا

نستان کي غربی میشت سفا رتونه اونوری نړیوالي مدنی او حقوقي ټولني یوه هم ستاسو په فکر کی نه دي او نه به هم ستاسو نوم ددی ټولنو په

په آرشیف کی دیوی شهامتی او غیرت منی افغانی میر مني په تو ګه و لیکل شی. بس نو تاسو د چا څخه خپل حق غواړي.

:ګرانی خوری بارکزی

که چیری زما خبری څوک ستاسو وغوږوته ورسوی نو زما دا هیله ومنې او ددي کار څخه ژر لاس په سرشي. د خپلو خوږو او لادونو ګران

خاوند سره یو ځای خپل پخوانی ژوند ته ادامه ور کړي او په یوه ټینګ هوډ او تصمیم سره خپل ځان ته په خپله قنا عت ورکړي ، ځانته به نوی

ژوند او نوی لار پیدا کړی چه د خپل ګران افغانستان په غیږ کی دیوی زړوری او غیرت منی ښځی په توګه خپل تاریخی رسالت په سپیڅلی

ارادی سره سرته ورسوی .او بیله خدای تعالی څخه د هیچا بنده ګی او غلامی مه کوي. دلته به وی چه تاسو زمونږ دهغو ویاړلو خویندو په قطار

کی ځا ی ونیسی چه مونږ ټوله په داسی افغانی میرمنو باندی ویاړ ا� �افتخار وکړو او ستاسو ددی پریکړی ملا تړ او هر کلی به وکړو.

خدای دی ونکړی ستاسو بیځایه مرګ زمونږ دخلکو او هیواد هیڅ کومه ستونځه نشی حلولای او له منځه نه ځی او نه به هم ستاسو نوم دخلکو او

.اسلام په تاریخ څوک ولیکي

هیله ده چه د خپل تصمیم څخه تیره شی او زما دغه د وروری وړاندیز او مشوري ته هر کلی ووایی. ستاسو دښي روغتیا په هیله.

ولی محمد نورزی له هالند څخه

Door Guest