:عقیده

مړوند له ښونځي نه دراتگ سره سم دمور خواته په منډه شو او دغرمې دډوډۍ غوښتنه يې ترې وکړه ، مور يې چې  دخپل اوه کلن کوچني زوى

په اړه لا له وړاندې فکر او سوچ کړى وو سم له واره وويل.

گوره زويه !  انسان ته هرڅه الله ج ورکوي ډوډۍ ، اوبه ، کالې …. اوس نو ته ام ورشه دوه رکعته لمونځ وکړه او دالله نه يې وغواړه هغه يې

درکوي ، کوچنى مړوند چې ډېر وږى شوى وه د ډوډۍ دترلاسه کولو په موخه يې  زر زر اودس وکړ او په کوټه کې دلمانځه په کولو، چې تر

دې دمه يې لاسم ياد کړى هم نه وه بوخت شو .

مور يې دستي دپخلنځي په لور روانه او دمړوند لپاره د ډوډۍ په تيارولو بوخته شوه او ترهغه چې مړوند له لمانځه فارغيده دې هم دهغه ترشا له

ترکارۍ ډک لوښى او يوه گرمه ډوډۍ ايښې وه .

مړوند چې ، کله دخپل دوه رکعته لمانځه نه فارغ  شو سمدستي يې خپل دواړه نازک لاسونه لپه کړل او په معصوم انداز يې وويل .

اى خدايه پاکه زه نن ډير وږى شوى يم خيــــــــــردى ډوډۍ راته راکه

مړوند چې کله له دعاکولو ورورسته شاته وکتل نو له ترکارۍ په ډک لوښي يې سترگې ونښتې او د ډوډۍ په خوړلو يې پيل وکړ او ښه په مړه

گيډه يې ډوډۍ نوش جان کړه .

دمړوند مور تل هڅه کوله چې زوى يې په همدغه عقيده چې دهرڅه ورکولو او اخيستلو والا الله ج دى وروزل شي او نن له خپل دغه کړي کار

څخه راضي او پدې خوشحاله وه وه چې دزوى عقيده يې دالله ج په وحدانيت برابره کړه .

مړوند به چې لدې وروسته له ښوونځي راورسيد ددي پرځاى چې دمور خواته لاړ شي دستي به يې اودس کاوه او دلمانځه په وسيله به يې دالله ج

نه د ډوډۍ غوښتنه کوله او دلمانځه له خلاصيدو ورورسته به يې چې ترخپل شا ډوډۍ ليدله نو دغه عقيده يې لاپسي پښېده

……………………………

پدې ورځ يې نو مور په کور کې نه وه او له مړوند سره يې داځل کورته يو بل کوچنى دټولگي  ملګرى هم راغلى  وه او د دواړو خيټو له ډيرې

ولږې غرنجارى  کاوه  دمړوند ملگري وويل

 

مړونده اوس به څه کيږي دا خو ستا مور ام په کور کې نشته ډوډۍ به له کومه کوو ؟

 

مړوند : نو مور مې دې نه وى کنه ماته يې چل راځى

 

دټولگې ملګرى  : څنګه چل ؟

 

مړوند : ګوره ! زه هره ورځ دوه رکعته لونځ کوم او ډوډۍ دالله ج څخه غواړم هغه يې راکوي او راځه نن ته ام اود س اوکه چې له خيره زر زر

لمونځ اوکو چې بيا ډوډۍ وخورو

 

دمړوند په ډير ټينگار دهغه ټولگيوال هم اودس وکړ او په همغه کوټه کې چي هره ورځ پکې مړوند ته ډوډۍ  رسيدله په لمانځه ودريدل او کله يې

 

چې لمونځونه خلاص کړل نو شاته يې دکتو سره په يوڅو ښکلو لوښو کې خواړه تيار وليدل او دواړو ښه په مړه گيډه سره وخوړل

Door Guest