. بر کلې ته پیغام را ورسیده چې نن پیر صاحب راځې او له تا سې سره له نژدې لیدنه کتنه کوي

ددې خبرې له اوریدو سره سم ټول کليوال له کورونه نه را ووتل د مسجد مخې ته سره را غوڼډ شول او د خبرو اترو په ترڅ کې یې دا پریکړه

وکړه چې پیر صاحب به لو مړی په مسجد کې له ټولو کلیوالو سره یو ځای د چای مای نا شتا وکړې او بیا به د ګل خان اکا کره چې هغه د

.شتمن سړی وو ډوډی خوړلوته لا ړ شې

په همدې نیت یې لو مړی له پیر صاحب لپاره مسجد ته ښې پستې نا لۍ را وړې چې د هغو له پا سه یې شځینه وریشمن چکنونه او په با لښتو نو

باندې یې د هغوئ وریشمینې لنګۍ وا چولې او س نو ټول کلیلوال خوشحا له وو چې د پیر صا حب په را تګ سره به دوئ ته بر کت را

ورسیږې او دوئ به نیکمرغه شې، په همدې تو ګه د هر چا په زړه کې یو مراد او غو شتنه ګرزیدله چې ښا یې پیر صا حب به د دوئ له زړه

.نو څخه خبر وې او هیلې به یې تر سره کړې

لږ وروسته پیر صا حب له ورا یه په یوه ښکلې بنز مو ټر کې را څر ګند شوو چې د کلې په لور راروان وو او شا ته ددوړو یوه وږده لکۍ ور

.پسيې څکیدله لو مړی د لو نګ اکا ستر ګې پری ولګیدلي او نا څا په یې یوه لو یه چیغه له خو لې ووتله

هغه ده قربان یې شم راغی، وګورئ په هوا را درومې، ولله په هوا را ځې)). په همدې وخت باز میر چې یو ځوان هلک وو او د پیر صاحب))

موټر یې په ځیر ځیر څاره د لونګ اکا چیغو ته هک پک پا ته شو او ناره یې پې وکړه: (( لو نګ اکا دروغ وایې، هغه دئ زه یې وینم چې پیر

((صا حب په هوا نه را ځې د هغه موټر خو په مڅکه راروان دی

کله چې کلیوالو د باز میر خبری واوریدلې نو ژرژر یې تو بې ایستلې، نو موړی ته یې بد رد وویل او ښه یې وتراټه،ګل خان اکا خو خپل غو

ږونه ټینک نیولې وو او نژدې وو چې باز میر ته څپیړې په مخ ور کړي خو هغه تری وتښتیده او بیا یې کلیوالو ته مخ را واړاوو او ور ته و ې

:ویل

.(( دا هلک خو مکتبې دې مکتبیان عقیدې نلرې دوئ بې دینه دې ځکه چې دوئ پیران او بزرګان نه منې))

په دې وخت کې د پیر صا حب توربنز را ور سید او د خلګو په مخ کې یې ودراوو،په داسې حال کې چې خلکو ملی کا لې اغوستې وو خو پیر

صا حپ په یوه ښا یسته انګریزې در یشې کې د خلګو منځ ته را کته شو. دپیر صاحب په لا سو نو د مچکو باران پیل شو او هغه څوک چې د نو

موړې دلا سونو د ښکلو لو څخه بې بر خې شول نو د پیر صاحب کو چنی سپی یې ښکلاوو د کلې ښڅې څوک د با مو په سر ولاړې وې، چا

.ددروازو له چو لو څخه را کتل او دومره تر اغیز لا ندې را غلې و چې له سترګو څخه یې او ښکې راروانې وې

په همدې مها ل د پیر صاحب سپي نا څاپه منډ ه وا خیسته او دکلې په منځ کې د ډنډ مردارو او بو ته ورغی او هغه یې ژرژر وتړ پولې او خو له

.یې پکې ووهله.

زاڼکه ابۍ چې د کلې سپین سري ښځه وه په منډه ه یې یو جام را واخیست او دډنډ او بو ته یې ځان را ورساوو،په بیړه یې د سپي د خو لې او به

له ډنډ څخه پخپل جام کې را واچولې او کور ته یې را وړې، کله چې پو ښتنه ترې وسوه چې دا نا ولې او به خو مردارې دې دا څه کوې نو په

.ځواب کې یې ورته وویل

دا دپیر ګل دسپي د خولې او به دې اوس نو دمبارک د سپي له خولې سره دغه او به بیخې پا کې سوتره شوې ، غواړم چې دا او به د تبرک))

((.لپاره وساتم او هره ورځ چې اوړه لندوم نو دا اوبه پکې ګډوم چې اوړه مې بر کت واخلې ، خوندور شې او زیاتوالی و مو مې

.ګله چې له زاڼکې ابۍ څخه یو ځل بیا پو ښتنه وشوه چې دومره ټینګه عقیده لرې نو ولې لمونځ نه کوې، په ځواب کې یې وویل

.((زه به ولې لمونځ کوم، زه چې لمونځ وکړم نو دا پیر ګل مو دڅه لپاره کینولی))

لیکوال: خیال محمد کټوازی

Door Guest