۱۶ــ۱۱ــ۲۰۱۱ له لاس تړلو لاسلیک غواړي

بســـــــــــــــــمل

!قدرمنولوستونکو

له هر څه لمړی له تاسو ټولوڅخه په ډېر درناوي هیله کوم، چې په دې لیکنه مازموږ دیوشمېرغدارو اومکارو ګاونډیانو په خواخوږوکې ونه شمېرئ زما نظر زما د خپل احساس، عاطفې او عیني حقایقو زېږنده ده زه په کومه سیاسي او مذهبي ډله ټپله پورې هیڅ تړاو نه لرم .
زه په دې باور یم، چې د رنځ په بستر پروت ګران افغانستان درملنې او رښتیني طبیب ته اړدی نه داسې قاتل ته ، چې دطبیب په نوم خپلېزهرلړلې ګوتې د ټپي ټپي افغانستان په خوږمن ټټر ورننباسي .

زه فکر کوم دا به موږ ټولو ته ډېره بده وي، چې وروسته له دېرش کلنو ناورینونولاهم خپل اوبل ونه پېژنو یوه ورځ یوظالم ته قواه دوست وایو او بله ورځ بیا د پروني ظالم پرونیوحریفانو ته نړیوال دوستان وایو.
په عین حال کې بې له دې،چې خپل استقلال، ملي حاکمیت،ملي نوامس او متقابلې ګټې په نظراوترغورلاندې ونیسوله حده زیاته خوشباوري هم پرې کوو.

ددې لیکنې له سرلیک څخه مې مراد زموږمظلوم افغانان دي هغه افغانان، چې په درۍ نیمولسیزوکې اړخ په اړخ پولۍ پولۍ او نینه نینه شول، د ورځې بموریو وکړول او لاکړوي یې، د شپې یې ناروا چاپوخوبونه وړي ، نه دخپل هېوادپه ځمکه واکمن دي نه په فضأ، پخپل پلرني کورکې یې لاسونه، پښې اوخولې ور تړلې شوې دي ځکه خو د حیرانتیا ځای دا دی ، چې له دې مظلومو یرغملو څخه اوس هغه نړیوال ښکرور د دایمي اډو لاسلیک غواړي، چې افغانستان یې عملأ تر اشغال لاندې دی دا داسې حالت ته ورته والی لري لکه کوم داړه مار، چې په یوکور داړه واچوي، دکور دڅښتن لاس اوپښې کلک ور وتړي اوبیاورته ووايي، چې په دې کاغذ کې راته ولیکه اولاسلیک یې کړه، چې زماپه کورکې ته خودمختار یې بې پوښتنې وزه ننوزه د شپې او ورځې
چې څومره غالمغال جوړوې اختیارلرې داستاخپل کوردی ته له هر ډول عدلي حساب اوکتاب څخه معاف یې .

!عزیزانـو

:دیوڅو پوښتنو په وړاندې کولو اوشاربلو سره په لاندې ډول خپله لیکنه اوږدوم 
۱ ــ داله پخواڅخه پلان شوی اومخکې له مخکې تپل شوی ستراتیژیک تړون دڅه لپاره او کوموشریکانوتر مینځ اوس دکوم حقوقي صلاحیت

پربنسټ منل کیږي؟

۲ــ ددې دودېزې لویې جرګې رابلل دکومومنل شوو یاتحمیل شووحقوقي نورمونوله مخې صورت نیولی دی ؟

۳ ــ ددودیزې لویې جرګې مشر (صبغت الله مجددي) دکوم انساني او عاطفي معیار له مخې وټاکل شو؟

۴ــ ددودېزې لویې جرګې په وړاندې دجنګي جنایتکارانوخرندې اوځینوګاونډیانولاسوهنې دچاپه دستوراو څه لپاره صورت نیسي ؟

۵ ــ که دستراتیژیک تړون له منلوڅخه وروسته په سیمه یزه او نړیواله کچه کومې ناوړه پېښې رامینځ ته شي مسؤلیت یې چا ته راجع کېدای شي ؟
۶ ــ آیا ترکله به د شانګهای د تړون زورور غړي زموږ سیمې ته داسمان له هغه سره راغلي نابللي وزغمي؟

۷ ــ په اوسنۍتش په نامه دودیزه لویه جرګه کې یو بام او دوه هواوې دڅه لپاره؟

۸ ــ داوسنۍ دودیزې لویې جرګې لګښتونه له کومه او دچا دپېرلولپاره منل شوي دي؟

۹ ــ دپلان شوې دودیزې لویې جرګې له ختمېدو ورسته به افغانستان سمسور ووینئ؟

۱۰ ــ له وسلوالومخالفینو سره دخبرو پروسه رښتینې بولئ؟

:دلمړۍ پوښتنې ځواب 
بایدپه زغرده ووایم، چې امریکا غواړي دستراتیژیک تړون تر چتر لاندې سیمه تر دایمي اشغال لاندې ونیسي
داچې په افغانستان کې داوسني نظام خورامهمې خلاوې سړی دنظام په شتون شکمنوي نو وېیلای شو، چې هسې یوه مزدوره، کاواکه اولاسپوڅې اداره پر بېګناهو افغانانوتپل شوې له همدې کبله امریکا دکوم شریک یا(پارتنر) په وړاندې نه قرار لري او نه خو دخپلو ژمنو دمسؤلیت پروا

.لري 
دپورتنیودوو خورانابرابرو اړخونوترمینځ په هیڅ ډول حقوقي پول نه شي جوړېدای مانا دکابل اداره دهېواد دملی ګټو او سمسورې سبا لپاره نه بلکې دپردیو دلاس اله ده ځکه خو دهیڅ ډول ملي مسئلې اوتړونونو لپاره حقوقي صلاحیت نه لري .
:ددوهمې پوښتنې ځواب 

که تاسو داساسي قانون دلویې جرګې جریان په غور سره کتلای وي نو درته ثابته شوې به وي، چې داساسي قانون زیاتره مواد په تحمیلي ډول او پټو سترګو تصویبېـــدل له هغې جملې یو هم د ولسمشر په فرمایش د دودیزې لویې جرګې د رابللو او په هغه جرګه کې د ولسي جر ګې، مشرانو جرګې د غړو، حکومتي مسؤلینو او والیانوپه خوښه د پېرل شووکسانو را ټولول اوګډون یا په بل عبارت د ولس د رښتینو استازو مخنیوی .

بایددا هم زیاته کړم، چې لا په هغه وخت کې نیواکګرو دا پلان کړې وه، چې په افغانستان څه ډول پارلمان او مشرانو جرګه وتپل شي تر څو د دوی ګټې وساتي دا ده تاسو یې اوس دسر په سترګو وینئ ، چې په پارلمان کې ۹۸ سلنه د پردیو جاسوسان ناست او د دوی له لاسه به زموږ داویاړلی تاریخي دود (لویـه جرګه) په مسخرو بدله شي .
:ددریمې پوښتنې ځواب 

زه دصبغت الله مجددي سپینووېښتانو ته احترام لرم خوپه هیڅ ډول هغه یو رښتینی افغان نه ګڼم هغه داسې یو څوک دی، چې د یو څو ډالرو په مقابل کې فرېمانه استخاره لمونځونه درته کولای شي، هغه د شر اونفاق منبع (دوستم) ته په داسې حال کې مجاهد بزرګ وېلې، چې نور خوڅه آن د ده دزرګونو موریدانو په وینو یې لاسونه سره وو د ښاغلي مجددي موقف او امتیاز طلبي هر افغان ته ثابته شوې ده دده او برهان الدین

رباني ترمینځ

خویوازې او یوازې دموقف په سر شخړه وه نور څه خو نه و زه تاسو ته په ثبوت سره وېیلای شم، چې دسولې د عالي شورأدمشرتوب په سره دوی دواړوترمرۍ سره نیولي وومجددي رباني ته وېلې ته دپلاني ملک جاسوس یې رباني مجددي ته وېل ته دپلاني ملک جاسوس یې کرزي صاحب یې ننداره کوله دا دی اوس خو له رباني بېغمه شو تبه یې ښه سمه برابره ده په هرصورت نورقضاوت تاسوته پرېږدم خوداسې کسان به د ملـي ګټو او ملي نوامسو هیڅ پروا هم ونه لري ځکه، چې په خټه کې یې دانساني او عاطفي عنصر خورا کمی ښکاري .

:دڅلورمې پوښتنې ځواب 

د شمالي ټلوالې جنګي جنایتکاران دامریکایانودیو منظم پلان او دستور له مخې په مخ وړاندې ځي په دې مبهمه پروسه کې زموږ مغرض ګاونډیان په مخامخ اوپټ ډول له دوی سره مله دي دامریکا دکانګرس غړي دا جنګي جنایتکاران زموږ د هېواد پاشلو ته هڅوي څو دامریکا او زموږ دمغرضو ګاونډیانو په ګټه افغانستان د فدرالیزم له لارې ټوټه ټوټه کړي دغبرګ عبدالله دغوخرندې اګاهانه او د دې لپاره دي، چې سبا ته یو ځل بیا زموږ ولس وغولولای شي دوی پوهیږي، چې امریکایان د اړ او دوړ لپاره راغلي دي مانا ددې ستراتیژیک تړون دبدو پایلو په صورت کې به دوی یو ځل بیا په داسې حال کې ځانونه را مخ ته کړي، چې په یونوي فورم سره هم ولس وغولوي او هم دامریکا سیوری په ځان

خپور وساتي .

:دپنځمې پوښتنې ځواب 

په پورتني ځواب کې مې بدې پایلې یادې کړې دي اوس نوزیاتوم که په رښتیاهم په سیمه کې اړ او دوړپیل او
داستراتیژیک تړون دلویې جګړې اوناورین سبب شي بې له شکه به په نړیواله محکه کې له افغانستان څخه خساره غوښتله کیږي ولوکه دا تړون دملت ددښمنانو لخواهم لاسلیک شوی وي خو زور به یې بیاله ملت څخه وزي ځکه وایم، چې ددې ستراتیژیک تړون له مسؤلیت څخه دکابل پوډري اداره نه شي راوتلای .

:دشپږمې پوښتنې ځواب 
ددې پوښتنې ځواب دپنځمې پوښتنې له ځواب سره اړخ لګوي دشانګهای تړون غړي ظاهرأ دخیر په غونډۍ ناست دي دوی غواړي زموږ سیمې ته دمبهمې جګړې راوړونکي ښه ستومان وویني خو زه په دې وېره کې یم، چې راغلي جګړه ماربه له پوره ستوماني څخه مخکې په سیمه کې نوی کړکېچ رامینځ ته کړي داکړکېچ به دداسې پراخې جګړې سبب وګرزي، چې سیمه وال او په تېره بیا د شانګهای تړون زورورغړي به بیا بې تفاوته پاتې نه شي .
داوومې پوښتنې ځواب :

ددې پوښتنې له ځواب څخه مخکې د روهې ویبپاڼې دا لاندې خبر ولولئ :

په دودیزه لویه جرګه کې د بلخ والي عطامحمدنورته دځانګړي امتیازله امله د نورو ولایتونو والیانونیم ساعت اعتراض وکړ.
دا اعتراض د دې له امله و چې د نورو ولایتونو والیان تر سختې تلاشي وروسته د لویې جرګې خیمې ته دننه شوي دي خودبلخ والي عطامحمدنورله کومې تلاشي څخه پرته دهغې ځانګړې دروازې له لارې چې وزیرانو او
بهرنیو میلمنو ته ځانګړې شوه وه د لویې جرګې تالار ته راوستل شو.
دانو یو بام او دوه هواوې نه نو څه دي؟

عطأ بې نور ته دا امتیاز ورکول په دې مانا دي، چې هېواد پلورونکي جمعیتیان کاملأ د قدرت واګې په لاس کې لري هسې دبېګارپه دانورو. . . دجمعیتیانوعمر اوږدوي له بلې خوادعطأ داډول نازونه جنګي جنایتکارانو ته دیو بل شنه څراغ په مانا هم ده .

داتمې پوښتنې ځواب :
واضع دی، چې ددې ورانوونکې جرګې لګښت امریکا ورکوي ماخود۱۵پنځلسومیلیونو ډالرو اوردلي نور سم پرې خبر نه یم خودرابلل شوودهوټل، ترانسپورټ اوخېټې حساب مې دورځې په نرخ داسې وکړ،چې بادوې یې هم باید تر یو میلون ډالرو وانه وړي که دازما حساب په ځای وي نوبیا دا نور ۱۴څوارلس میلیونه ډالر دچا کور ته ورځي؟
ښکاره خبره ده، چې دابه په دا څلوېښتو کمېټو وېشل کیږي تر څو دافغان ولس لاس او پښې کلکې کلکې پرې وتړي دمجددي له خبرو خوڅرګنده شوه ، چې پټ لاس لا له پخوا نیول شوی هسې اوس دکوژدې دسمال په خلګو ویني .

:دنهمې پوښتنې ځواب 
دا تش په نامه دودیزه لویه جرګه خو به ختمه او هغه څه به رالوڅ کړي، چې تر اوسه له افغان ولس څخه پټ و له دې جرګې څخه دکومې معجزې او هېواددسمسورتیا هیله نه کیږي ځکه هرڅه له پخواپلان شوي دي خوکه بیاهم یوشمېرهېوادپال افغانان دستر خوشال خان دتورې شرنګ وریاداودملي ګټو په محور دجرګې څرخونه راتاوکړي بیا کېدای شي دخاص بدلون شاهدان واوسوظاهرأ خوداسې ښکاري، چې یوازي ددې لوې جرګې ګډونوال به د صبغت الله مجددي په ګډون ډک جېبونه ولاړ شي خو دا دې یاد ولري، چې خپل وجدان به یې خوبونه ورڅخه وتښتوي .

:دلسمې پوښتنې ځواب 
اول خو دوسلوالومخالفینو تعریف دومره پېچلی دی، چې په دې لیکنه کې ورته وخت نشته خو په لنډو کې دومره وېلای شم، چې ددې خوځښت په مینځ کې قراردادي قاتلانواو یوشمېر ګومارل شووکسانو دسولې بهیر ټکنی کړی البته دا هر څه دامریکايي ستراتیژي له مخې په مخ روان دي که امریکا واقعأزموږ دودونوپه تېره بیا د الوی تاریخي دود(دودیزې لویې جرګې) ته په درنه سترګه کتلای نو کم له کمه به یې ددې جرګې تر پایه په یو جانبه ډول جګړه یز عملیات په لر اوبرکې درولي وو خو دادی دجرګې په لمړۍ ورځ یې په وزیرستان کې دیو ځل په ځای دوه ځلې قتلونه وکړل خو یو افغان او مسلمان په دې تش په نامه جرګه کې ورته پورته نه شو، چې دا ولې آیا تاسو ثبوت لرئ، چې دا طالب جګړه ماران وو او که وي نو بیا ولې کوماندو نه پرې ښکته کوئ، چې له هر یوڅخه په کافي اندازه مالومات تر لاسه کړئ خو نه دا هر څه پلان شوي دي .
د پښتون بدبخت په کور شپه او ورځ ماتمونه اوري ددې ترخو حقایقوله مخې وېلای شم، چې د سولې پروسه قطعأ رښتینولي نه لري که یې لرلای نو رباني به یې دسولې شورأ د مشر په توګه نه تعیناوه.
په افغانستان مسلط نیواکګر داسې فکر کوي، چې څومره جګړه اوږدیږي هغومره به ددوی حضورمنطق ولري خو دقضې بل اړخ ته پام نه کوي، چې دصبرکاسه هم یو وخت لبرېزه کیږي .

دخپلې لیکنې په اخېر کې زیاتوم، چې افغانان په چاپسې نه دي ورغلي بلکې نور راغلي دامانا، چې نورموږ ته اړدي کله، چې اړ دي نوبایددیو داسې موقف په لټه کې شوچې خپلې غوښتنې په نورو ومنوداهغه وخت کېدای شي، چې موږ افغانان دملي یووالي له لارې خپلواکي ترلاسه اوبیا د سولې په فضأکې یومنتخب حکومت او پارلمان ولرو خوله بده مرغه، چې دم ګړۍ امریکایان له لاستړلو لاسلیک غواړي .

:دستراتیژیک تړون په اړومند ما لا اته میاشتې مخکې خپلې غاړې خلاصې کړې دي دا لاندې لینک یې شاهد دی 
http://talafghan.com/messegesandreports/radio-free-europe-interview-about-pashtoon-nation-genocide-with-m.a.bismel.htm

:همدا راز مې دسږ کال می میاشتې په شپږویشتمه نېټه خپل نظر په لاندې ډول سره دآزادي رادیو له لارې وړاندې کړی دی 
http://talafghan.com/messegesandreports/radio-free-europe-interview-about-Afghan-political-situation-with-m.a.bismel.htm

Door Guest