د افغانستان د سو لې، بیارغونې او کلتور کمیټه د برلین د سوسیال ډیموکراټ ګوند د نړیوال سیاست او سولې د څانګې په ملاتړ تاسو ته بلنه درکوي.

درنو ښاغلو او آغلو!

د افغانستان په اړه خبرې اترې په جرمني او په نورو هغو هېوادونو کې چې د آیساف په میشن کې برخه لري، د هغوی د خلکو د غوښتنې پر بنسټ وي. د دغه هېوادونو خلک غواړي چې د دوی پوځیانو د لس کلنې بې پایلې جګړې څخه وروسته ژر ترژره له افغانستان ووځي.

سره له دې چې په افغانستان کې د ملي اردو او پولیسو تعمیراتي واحدونو د شمېر پر بنسټ زیات شوي، خو لا تر اوسه هم ځینې ستونزې شته چې باید پاملرنه ورته وشي. لکه د روزنې د پروګرامونو نه شتون، د پوځي ځواکونو مالي ملاتړ، په پوځ کې د بېلابېلو ټبرونو غیرمتوازن شتون، په ځانګړې توګه ډېرګړی پښتون ټبر چې په پوځي ارګانونو کې په ټیټه کچه تر سترګو کېږي.

په دغه ورکشاپ کې د افغانستان د سولې، بیارغونې او کلتور کمیټه د مدني ټولنې په اغیزمنتیا چې کولای شي «د شخړې وروسته په حالت کې» اغیزمن وي، خبرې کوي. دغه ورکشاپ د غیردولتي ټولنو په ګډون جوړېږي او د امریکې او فرانسې څخه به ځینې نامتو څېړونکې هم ګډون پکې وکړي. دوی به لاندې موضوعات وڅېړي (پروګرام وګورئ):

–         تر ۲۰۱۴ وروسته د افغانستان بیارغونه

–         د ایساف تر وتلو وروسته د پرمختګ په وړاندې ستونزې او آسانتیاوې

–         د افغاني مدني ټولنو راتلونکی دریځ

موږ تاسو ته بلنه درکوو چې په دې غونډې کې چې د ۲۰۱۲ کال د جون په ۳۰ په برلین کې د ډیموکراسۍ په کور کې جوړېږي ګډون وکړئ.

ځای: Haus der Demokratie und Menschenrechte – Robert-Havemann-Saal

Greifswalder Straße 4, 10405 Berlin

نېټه: د ۲۰۱۲ کال د جون ۳۰ د سهار له ۹:۳۰ څخه د ماښام تر ۱۸:۰۰

ژبې: آلماني او پښتو د ژباړې سره

د ګډون ونډه(د څکونکو او د غرمې د ډوډۍ په ګډون):

۵ یورو                               د افغانستان د کمیټې د غړو او محصلانو لپاره

۱۰ یورو                            د نورو لپاره

د اداري ملحوظات له کبله له تاسو هیله کېږي چې د خپل ګډون فارم د ۲۰۱۲ کال د جون تر ۱۵ مخکې موږ ته راوستوی، یا هم په لاندې برېښنالیک موږ ته د خپل راتګ پخلی وکړئ.

برېښنالیک: rahimsafi@t-online.de

موږ ستاسو د راتلو په تمه یو!

په درنښت

د افغانستان د سولې، بیارغونې او کلتور کمیټه

Door Guest