د سمیع الدین افغاني دښکلو شعرونو یوه ټولګه

غم لړلي ماښامونه

لر او بر ماتم دی پدې سيمو کې قرارژاړي

غـم دی فريادونه کوراو کلي په مزار ژاړي

هرخواته دغم نارې سورې دي فريادونه دي

دلته په دې خلکو غم لړلي ماښامونه دي

جبردی تیری دی حقارت دی ماتمونه دي

نلري ارام دلته کې غرونه که سيندونه دي

يارژاړي مينه ژاړي زړه د هر دلدار ژاړي

غـم دی فريادونه کوراو کلي په مزارژاړي

دلته هــر يوسف جــدا دسيمې د کنعــان دی

پـورتــه تـر کعبې د حبشي بــلال اذان دی

کلي نړيدلي شهید شــوی زوړ اوځــوان دی

ظلم دی تيری دی هرقدم یې ګورستان دی

مورژاړي خــورژاړي ورونوسره پلارژاړي

غـم دی فــريادونه کوراو کلي په مزارژاړي

هرلورې دغم ټغرپه دې ملکو خورشوی دی

نشته عدالت دلته تـوپک زورور شـوی دی

ظلم بربادي ده ارام ژوند د لته اورشوی دی

ورانې دي جونګړې په لمبوکلی تورشوی دی

دښتې اوچت غرونه ځنګلونه چمن زارژاړي

غـم دی فريادونه کوراو کلي په مزارژاړي

د لته دعزت خلک په هررنګ رټل شوي دي

لارې او ښارونه ټول په وينو لړل شوي دي

کلو او بانډو کې انسانان زورول شوي دي

خلک په ستم د خپلو مينو شړل شوي دي

پلی ژاړي سپور ژاړي موړدی که نادارژاړي

غـم دی فريادونه کوراو کلي په مزارژاړي

ناست دی په ماتم نن په هرلوري مسلمان دی

ژوند کوي غربت کې کوچیدلی په جهان دی

څومره زوريدلی په هر ملک کې چې افغان دی

رب نه امان غواړوټول ولس مو سرګردان دی

باغ کې سره ګلونه پسرلی او لاله زار ژاړي

غـم دی فريادونه کوراو کلي په مزارژاړي

د لته ستړي ستړي پريشانه شان وختونه دي

ورانې ويجاړ شوي لوې لارې سربندونه دي

نشته ده خوښۍ دلته کې هر خواته غمونه دي

خدايه ته مو مل شې زوريدلي حالتونه دي

دلته په هر بڼ کې هر بلبل سره مليار ژاړي

غـم دی فريادونه کوراو کلي په مزارژاړي

———————————–

٢٧ – ٧ – ٢٠١٣

م ٠ کال

تل به نه وي

نه بل تل داپاچاهۍ نه عيش نوش وي

نه بــــه تل دا غلامـان حلقه بګوش وي

نه به تل وي دا مـــاڼۍ نه دا قصرونه

نه ساقي نه ميخا نه نـه باده نوش وي

نه به تل وي مــــازيګـــر د ګدرغاړې

دپی مخوچټو پيغلوجـــم،جوش وي

نه به اوړي کاروانونــــه په البند بيا

نه به بيا دپسرلـــي هغه خروش وي

که يوه شيبه له ځانه سره سوچ کړې

ددنياوعجايبوتـــه دې هـــوش وي

دا دنيادغـــه فضاه دا اسمـــانــونـــه

دسبحان دا عظمت به درته روش وي

کوم ساعت چې سترګې پټې له دنياشي

خپل پردي به دې دغمه سياه پوش وي

چې کـــري هغه بـــه رېــبي دامتل دی

بدکـردار به دې ترعمره بـاردوش وي

—————————–

سمیع الدین افغاني

م .کال ١ – ٢ – ٢٠١١

چې وختونه

چې وختونه يو په بل پسې سبا شي

حقايق د زمانې به برملا شي

چاچې کړي وي خيانت د قام په حق کې

خود په خوده په عالم کې به رسوا شي

د رښتيا کاروان په مخه ځي روان دی

د خائن به دې کاروان نه لار جلا شي

د اخلاص او صداقت په هر قدم کې

د مکار د مکارۍ چال به رسوا شي

بې له شکه په قوي تکل او عزم

دا تيارې د ظلمتونو به رڼا شي

دريابونه هاند څپاند شي د بزمونو

چې عزمونه ارادې يې بې ریا شي

ځو په مخه په سراب نه حصاريږو

خيانت کار به مخ تورن نن يا سباشي

که يووالی ورورګلوي موخدای نصيب کړه

د دې خاورې خائنان به رو سيا شي

—————————————-

سمیع الدین افغاني

١٩ – ١ – ٢٠١٢

م ٠ کال

ژوندون څه دی؟

دا ژونــدون يـــوامتحان دی

چاتــــه سخت چاته اسان دی

چې پــه سمه لارکې سم وي

ورتــــه فضل د سبحــان دی

د بــــد کارو بـــد انجام وي

رياکار کله نيک نـــام وي

چې د ښو تمه تـــرې نـــه وي

کور اوکلي کـــې بدنام وي

دنيا سيندپـــه څير بهيږي

د ښو ښه نوم پــاته کيږي

چې عبث تـــرځي وختونه

خپل مقصدته نه رسيږي

ژونــــدون نـــلري بــقا تل

وي انجــــام د ابتدا تــل

څودې وس رسي نيکي کړه

چې فــــاني ده دادنيا تل

ته د پــــوهې تـــرفدار شه

ښه تعليم وکړه هوښيارشه

د دنيا په کار او زيار کې

څه همت وکـــړه بيدار شه

دغه چانس په تيريدو دي

بس فرصت دې د شيبو دی

غـــافــــل نشې د ايــــامــه

چې ايـــام درنـــه په تلو دي

—————————-

سميع الدين افغاني

م٠ کال ٣٠ -٩ -٢٠١٠

ما او تا وژني!

دا چې پرون ، نــن او سبا وژنــــي

د کلي خلک مـــو بې ګناه وژنـي

دا د غليم مکر ، دوکه ده ګورئ

چې مې دکور هم د صحرا وژني

تمه د رحم ، ستړيدو يې نشته

قاتل بـــې رحمه دی دنيا وژني

کله ږ دي يو نوم کله بل نوم راته

دا بل څوک ندي ما او تا وژني

خپلو نــاوړو پلانــــو په خاطر

څوک په تياره څوک په رڼاوژني

راځئ چې يوکړوداخواره قومونه

لږ شو بيداره چـې مــو بيا وژني

څوبه ويــده يودغفلت پــه خوبو

چې په جومات کې مو ملاوژني

يوه جرګه يــــوه نــــاره شــو سره

زموږه زوړ هــم مـــوبرنا وژني

څو به بـــاور په بې بـــاورو کوو

افغاني ستا دين او رضا وژني

———————————

١٥ – ٣ – ٢٠١١ م٠ کال

په سړي بد لګیږي

دا تريو تندی د پردي کور په سړي بد لګيږي

بل نغری دبل چا اورپه سړي بد لګيږي

چې موژوندون دبل په کلواو کوڅو تيريږي

محتاج وختونه د پيغور په سړي بد لګيږي

بدې شيبې د محتاجي په اجنبي ملکو کې

دا محنتونه سپکې سپور په سړي بد لګیږي

د ژوند نا خوالو ستړي ستړي کړوچاره نلرو

داسې فضا د ظلم ، زورپه سړي بد لګیږي

د زړګي اه! مو تر اسمانه فريادونه کوي

دا بيغوري نا حقه تور په سړي بد لګیږي

نشته چاره دې بدحالت نه د خلاصون چرته کې

عذاب وختونه لور په لورپه سړي بد لګیږي

ربه يو لاس کړي دا خواره او مرورافغانان

د بل په لمسه وژل ورورپه سړي بد لګیږي

څو به مهاجر يو د وطن ارمان په زړه کې لرو

د غه اوږد لاس بل ته د پور په سړي بد لګیږي

نه خوشالي شته پدې سيمه نه درمان د زړګو

دا لباسي خندا د زور په سړي بد لګیږي

٢٧ – ١٢ – ٢٠١١

م٠ کال

يوه عجيبه خاطره

ده عجيبه خــــاطــــره د تير وخـــتونــو

پــه ښوونځی کې د لسم ټولګي کلونو

هره ورځ درس اوتعليم ،کتاب درسونه

امتحان وه هم کامياب ،ناکام وختونه

يـــوه ورځ ټولګي کــــې وويـــل استاد

نوې زيري درکــوم چې شۍ پــرې ښاد

ويل سبابه درس ټولګي کې نه تيريږي

پروګرام به بيا په بل ځای کې جوړيږي

سبا تاسې شاګردان ځــي سرګرمۍ ته

هــم تفريح او يــــو نوې سير علمۍ ته

چې سبا مـــوږ دخپل کوره راروان شو

د استاد په پلان پــــوه هغه زمــان شو

ويل چې ځو د زو بڼ ښکلو نندارو ته

تاسې بولم دژوندون رنګين صحنوته

هر ژوندي ته چې ورځۍ وکړی پرې فکر

ټول ياداشت کړۍ بياټولګي کې کووذکر

چــــې ور ورسيدو دغــــه د زو بــــڼ ته

تلوسه مـــو شوه د هر ژوندي ديدن ته

وه پــــه بڼ کې ټــــول وحشي ځناوران

څوک حيوان څوک يې ښايسته پرنده ګان

چا بيا وليکه ياداشت پـــه بيزو ګانو

د هــــوسيو پـــه واړه واړه بچيانـــو

چا شروع کړه دزمرو د ژوند صحنونه

د هغو د ژوند او ځـــای د اوسيدو نه

زه او دوست مې يو خبر تــه شو حيران

هغه دم يــــوه صحنه شــــوه را عيان

ما ويل ګورۍ دی حالت نه لږ خبر شۍ

سيمساره او داچـــرګوړو تــه نظر شۍ

سيمسارې اوبو د ډنډ نـه سر اوچت وه

د دوه درې ورځو چـــرګړوبــدحالت وه

څوک په سر د سيمسارې باندې روان وه

څوک ترې لرې په ګوشه ترې په ترسان وه

در ي څلور چوچه مـــرغان ترې شاوخوا

ګرځیدل څــــوک ازرده څــوک بې پــروا

ما پوښتنه خــــدمتګاره ځينې وکړه

ما ويل د اچوچه مرغان نودلته څه کا؟

ورته جــــوړ کړی مناسبه شانته ځای

پري چې اوسی اسوده د ژوند تر پای

ده ويل نه! دسيمساریو دا خوراک دی

ورځ کې څودانې چرګوړي استحقاق دی

موږ ژوندې يې هره ورځ ورته راوړو

دا خــــدمت دي سيمسارو ته يې کوو

ما چې وليدل عــــاجز، عاجز چرګوړي

چې نه کور ځانله لري نه کوم ځاي سوړي

بس چې کله سيمساری پرې ور ګذار شي

د چرګوړو ځينې ورکـــه خپله لار شي

زه او دوست شلوو غمګين پـــدغه راز

و لوي رب ته مـو په زړه شو راز او نياز

ربه دا د ژونـــد قانـــون عجيبه شان دی

چې دايوژوندی خوراک دبل حيوان دی

پدې دير کې کاشکې دا نـــه پيښيدلی

چــــې يوه، د بل چــــا ژوند نه ختمولی

کاشکې هر ژوندون ارامه کړی ژوند وای

دا چرګوړې به اخستی ژوندنه خوندوای

يو انسان ولې ژوندی د بل خوراک کړي

داګناه ده دغه کار به کوم بې باک کړي

لا تر اوسه دی حساب تــــه يــــم حيران

څه قانـــون دې د مخلوق ددې زمان

په بحرو کې هــــم همدا شانې پيښيږي

په وړو ماهيانــــو غټ نهنګ مـــړيږي

يا غرڅه چې د ليوه کله پـــه ښکار شي

وينې وزبيښي په غوښويې نشخوارشی

واې ليوه څومــره ظالمه او خونخوار دي

حقيقت کې انسان دې نه بد رفتار دی

د غوايې غـــاړه کــې تيز چــــاړه کړي تير

وينې تويې کړی په غوښه کړې ځان سير

د دنيا داسې قــــانون تــــه يم حــيران

دا سيستم دی د ژوندن په دې جهان

————————————-

سميع الدين افغاني

م .کال ١٢ – ٢ – ٢٠١١

داانصاف دی؟

کار ،محنت دخدای رضا ده

هر کاســـب دوســت د الله ده

خــــو د کار په هرانجام کې

امتـیا ز د کــار فـــرمــــا ده

دغــــه ځمکه د سبحان ده

کار زحمت يې د دهقان ده

چــې حاصل يې برابر شې

لويه بــــرخه بيا د خان ده

ځوې دمور په زحمت لوی شي

پلاريې هروقت دوعاګوی شي

خو چــــې ځوان شې د واده شي

د ميرمن پــــه ټنده پــــوی شي

د خـــدای دين دهر مسلم دی

رهنما د دیــــن عــــالم دی

خــــو یونيم ددين په نوم بيا

په بل ورور باندې ظالم دی

هـــر مـــارغــه لـــري وزرې

چې پــــرې الـــوزي تر لرې

چرګ پــرواز کولای نشي

وهي خپل مينځ کې ډغرې

———————————-

ښکلانه لوګی

د وطن پیغلې ستا دحسن او ښکلانه لوګی

ستا دخوږو خوږو کتو نازاو ادا نه لوګی

خوږه اشنا داستا اخلاص اومحبت ته سلام

ستادغرورجګه شمله ستا لوړهمت ته سلا م

د وطن پيغلې ته د مينې او وفا د نيا يې

ستا پاکې مينې نه لوګی شم دحیا دنيا يې

ستادښکلا ستا د ادا چيرې ثاني نه شته دی

ستا دوفا ستا د حرمت ستا د دنیا نه لوګی

د وطن پیغلې ستا د حسن او ښکلانه لوګی

ستاد خوږو خوږو کتو نازاو ادا نه لوګی

خوږه اشنا زه ستا د مينې احترام کومه

ستا دسپيڅلي زړه اسرو ته تل سلام کومه

زه ستا وفا زه ستا حيا ستا محبت ستایمه

ستا صداقت ستا محبت ستا شهامت ته سلام

خوږه اشنا دا ستا اخلا ص اومحبت ته سلام

ستادغرورجګه شمله ستالوړهمت ته سلا م

د وطن پيغلې تا کې نښې د وفا وینمه

تاکې جذبه د محبت ښکلې دنيا وینمه

تاکې سرورد پاکې مينې محبت ښکاره دی

ستا محبت ستا د حیا ستا د وفا نه لوکی

د وطن پیغلې ستاد حسن او ښکلانه لوګی

ستاد خوږو خوږو کتو نازاو ادا نه لوګی

—————————————

٢۹ – ١٢ – ٢٠١١

م٠ کال

درديدلی زړه

درواری شم ښکلی ځـــوانه

ای غمجن زړګــــی افغانــــه

تړمــــې اوښکې نــــا امــيده

د ظالــــم ښکــــاري د صیده

چې ناتار يې ستا په کور کړ

چې شهيد يې درته ورور کړ

ستا په کور يې جوړ ماتم کړ

ستا دا خوږ زړګی يې غم کړ

ته نا هيلې د هر خوا شوې

چــــې دخپلو نــه جدا شوې

پدې جــــرم چـــې افغان يې

تــــه په صدق مسلمان يې

درواری ستا لــــه کتو شم

ستا د زړه ستا له غمو شم

ستا کهول په خوب بيده وه

پــــه اميد د ژونــــدانه وه

چــــې نــــا څاپه ظالمانــــو

دې وحشي دون صفتانــــو

ستا خواخوږي يې تباه کړل

ټول يې مړه په سپين سبا کړل

د خــــواخوږو په غم ژاړې

نا اميد اوس د هــــر چا يې

زه پو هيږمــــه خبر يــــم

زه هم تــــا غوندې ابتر يم

ټول ولس درتــــه خفه دی

ستا د وير په انديښنه دی

نن جهان پـــدې ماتم ستا

دی شريک پداسې غم ستا

تاته صبر خدای نصيب کړه

جنتي دې ټـــول قريب کړه

دا بـــې وسې افغانـــان دي

دوئ سپيڅلي شهيدان دي

کوم ساعت چې دې وحشيانو

ستا پــــه مخ کې اجنبيانو

ستا ماشوم معصوم خواخوږي

کوم چې سولې ته وه تږي

ډير بيرحمه شهيدان کړل

قتل عام يې ستا خپلوان کړل

دوئ پــــه تمه د ژوندن وه

پــــه امـــيد دسبــــاوون وه

دوئ ويل سوله به بيا راشی

دا تيارې بــــه نور رڼا شي

چې موږ ټول به دا وطن بيا

سره جوړ کړو دا ګلشن بيا

چې يو موټی ټول افغان شي

ټول د سولې ارمغــــان شي

اوس هغه نــــاتـــار او ظلم

ستا څيره کـــې زه يې وينم

ستا په زړه کې دي غمونه

ها وحشی وحشي وختونــــه

اوس هم ستا د ذهن څانګې

د ظلمت ها تورې وړانګې

ژړوی دی زوروی دې

په سور اور کې کړوي دې

هغه دم چــــې دې وحشيانو

ستا په کــــور دا ظالمانــــو

لکه غــــلو داړه مــــارانو

دې وحشي سړي خورانو

ستايې کور ستي وتي کړ

څوک شهيد څوک يې زخمي کړ

دوئ بيرحمه دي وحشيان دي

د وئ بې رحمه ، ظالمان دي

د ظــــالم نــــه د ښو تمه

پکار نــــده بــــې لــــه غمه

زمــــا واوره ای بــــاتــــوره

اوښکې پاکې کـــړه مجبوره

پـــه نـــامرده ظـــالمانـــو

د قـــدرت دې لـــيونيانـــو

بس کـــه نن وي که سباده

د ظـــلمت دنـــيا تبـــاه ده

متکي پـــه خپل ايمان شه

ته قـــوت شه تـــه زمان شه

د ځـــواني قـــوت دې واړه

پـــه مقـــصد ددې لـــپاره

چې يو موټی ټول افغان کړې

خلاص وحشت نه دا انسان کړې

نن پـــه تا سبا پـــه بل دي

چې په خوب ویده غافل دي

چې يو موټی افغانان شي

ورک لستوڼي نه ماران شي

بيابـــه هـــله شـــي بنياد بيا

ورورولـــۍ او اتـــحاد بيا

د دښمن سره پـــه جنګ شي

بيا دښمن به ترې په څنګ شي

دا چـــې نن پـــه تا تـــيريږي

سبا بـــل هـــمداسې کـــيږي

صرف په پوهې ، شهامت بيا

شو به خلاص له دې ظلمت بيا

————————-

سميع الدين افغاني

م٠ کال ١٥ – ٣ -٢٠١٢

ټوپکمار

خپله کارغــه دي چــم د بــاز کوي

د ډيره کبـــره جګ پرواز کوي

د ابې کمالـه د قــــدرت ليونيان

نه ترحــــم شته نــــه لحــا ظ کوي

دا قاتلان دي ټوپکماريې ګنه

هسې تبليغ دور او دراز کـوي

خودوی په خپله په دې ښه پوهيږي

چې تـــل ګـــډادغير په سا ز کوي

دغــــه دنيا دا لباســــي وختونـــه

دايمه نــــه ده چــــې پرې ناز کوي

زموږ د ديــــن او د ائين پــــيروان

خداي ته د سولې راز ونياز کوي

ربه تباه کــړې فرعوني زورواکان

چې ستا مخلوق سره ناساز کوي

————————————

سمیع الدین افغاني

م ٠ کال ١٧ – ١٠ – ٢٠١٠

زرنګار

چې يې دمينې په بازار خوښ يم

په سپين رخساردزرنګارخوښ يم

څومره چې ګرم وي بازار دمينې

هسې دزړه خپل په قرار خوښ يم

زړه مې دمينې په دریاب لا هو دی

دخپل زړګي پدې اسرار خوښي يم

چيرته چې مينه سوداګر نلري

په ترک او تلودهغه ښارخوښ يم

مينه درياب دی سمندر يې بوله

د يار دمينې په اقرار خوښ يم

ديار کوڅه به ښکلوم په ليمو

چې يې دمينې په اظهارخوښ يم

——————————–

٢٦ – ٣ -٢٠١٢

م ٠کال

زاڼې زاڼې

زاڼـې ، زاڼـې قطــارونـه

الوتل يې غرونه ، غرونه

هسکې غاړې ترې تيريږي

لاندې غرونه که سيندونه

کړي پرواز په هر موسم کې

وي طـــوفان کــه بارانونه

تودو سيمو په نيت درومي

ټول يو ځــای وهي منزلونه

څه ښه ښکاري زاڼـې ، زاڼـې

پرې ښايسته دي اسمانونه

دمطلب په لـــور روان دي

دي اوچت يـــې پـــروازونه

——————————-

م ٠ کال

١٥ – ٤ – ٢٠١١

جوارګره

دا منم چې اشنا مينه په رښتيا کړي

پټه مينه کله نـــه غواړي رسوا کړي

زړه د زړونو سره لار لـــري پوهيږم

خو وعـــدې کله دنن کله سبا کړي

شيرين عمر تيروي پــه شوګيرو کې

بس د زړه د ارادو ســره جفـــاکـــړي

د غروردا هسک سرونه ورته ټیټ دي

بې خبره د خپل ځان کله پـرواه کــړي

که پــه مينه کې صادقه وي اشنا بيا

داتيارې دامیدوبــــه دې رڼــــا کړي

چې وعدې ورسره وکړي پرې ولاړوي

ستاپه مينه به صدقه خپله دنياکړي

پټه مينه دې زړګي کې مدام ستايي

هسې نه چې په عالم کې دې رسوا کړي

جــادوګــره ، انڅــورګــره ،جوارګــره

کلـه، لعل د جــودانې سره سودا کــړي

————————————

م ٠ کال ٢٠١١ – ٦ -١٠

خــوږه مينه

هـــرګــړۍ مـــې ديـــار ميـــنه ژړوي

لکه شمه پـــه سور اور مې سوزوي

راياديږي هــر شيبه هـــره ګړۍ بيا

خــوږه مينه زړګـــی کلـــه هيـــروي

غنمرنګه جګه ونـــه سورسالوکې

په ښکلا دقفقازحـــورې شرموي

ځي ليلا مـــازيګر ی پــه ګدر نو

شين منګی په لپه ورو وروډکوي

زه د يــاردمينې ځکه رضامنديم

واي څه چــې څوک کري هغه ريبي

ياره ستاد مهـرګـــروسترګــو سحر

بيا چيچل کــړي لکه تــږي منګري

اوس خزان چې په بهارمې راروان دی

خوږ موسم هسې تيريږي د ځواني

————————————-

م .کال

١۵ – ٢ – ٢٠١١

مه ورانوئ

مه ورانوئ لــردی يا که بر زموږ

دې کې دی دزيږندې مظهر زموږ

دلته موهستي ده موږ ته ګرانه ده

تاته به پردي وي سم اوغر زموږ

نه يو موږ بې وسه په سيالانوکې

پيژني غليم تـــوره او زغر زموږ

موږ ورتـــه د زړه نه هوسيږو تل

دلته موعزت شته هم جوهرزموږ

څو به دامظلوم ولس په غم ژاړي

مه خوروئ غم نورپه ټغر زموږ

پريږدئ چې په سوله کې ژوندن وکړي

ښار زمـــوږ سېندونه او ګـــدر زموږ

مه ورانـــوې نـــور دا غـــيرتي ولس

پريږدئ چې ازاد وي بال او پرزموږ

هر تياره انجـــام لـــري سبا لـــري

پري چې کلې کور شي هر ټبرزموږ

———————————-

م ٠ کال

٢٠ – ١٠ – ٢٠١١

د پيښور په کمپ کې ديوافغان

مهاجر د زړه فرياد

دشمشه تو په کمپ کې

دشمشه تو په کمپ کې پروت يم په بد حال

خالقه لايزال ، کـــه خلاص شو لــدې بنده

يمه بنــدي د ای، اس، ای

نااخلم قـــدم کــله بل ځای

چې زه نه واک لرم نه رای

نه مې دسرتضمين خوندي دی نه د مال

خالقه لايزال ، که خلاص شو لدې بنده

دلته کې هره ورځ ماتم دی

هــر ګړۍ ظلم دې ستم دی

دلته د غـــم دپاسه غم دی

دې زور واکانو ربه کبر کړې زاوال

خالقه لايزال ، که خلاص شو لدې بنده

وطن مـو ټول شولو خراب

د تنظيمونـــو پــه حساب

هر قدم غم دی هم عذاب

کلې مووران شو نه ېې در شته نه دیوال

خالقه لايزال ، که خلاص شو لدې بنده

ربه قبول مو کړې دعا

له تا نه غواړو موږ پناه

که ددې بند نـه شو رها

نه يې مزه د چپاتي شته نه د دال

خالقه لايزال ، که خلاص شو لدې بنده

اولاد تعلیم ځينې مــحروم دی

د دوی کمک هسې پــه نوم دی

بې وسه ځوان دی که ماشوم دی

ځوانان لويږي بې تعليمه بې کمال

خالقه لايزال ، که خلاص شو لدې بنده

ځوان مو په نوم د مدرسې

چې شـــي شامل په ليلې

راځي په زړه کې دا ګيلې

ددین په نوم انتحاري جوړشي په چال

خالقه لايزال ، که خلاص شو لدې بنده

دا انتحار لـــويـــه ګناه ده

د ورور وژنـــه ناروا ده

د خدای مخلوق سره جفا ده

زما اولاد مجبوروي پدې منوال

خالقه لايزال ، که خلاص شو لدې بنده

ربه وطــن مـــو کـــړی اباد

هرخواتـــه سوله کړې بنياد

دا زور واکان کړی ټول برباد

چې شي خبر زموږ د زړونو د احوال

خالقه لايزال ، که خلاص شو لدې بنده

———————————————-

درواري شم

ستړې ستړې اشنا راشه

لـــږ دمه زمـــاتر خواشه

چې دې لرې کړم غمونه

راته مينه شه مسګا شه

دپـــردو مينو بــاتورې

دعمرونـــو مساپــرې

تانه زه لوګی لوګی شم

ای سپيڅلې ملغلرې

لږ دمه زما تر څنګ شه

زما مينه زمـــاننګ شه

ای زمـــاد ميــنې رازه

زماخيال زما همرنګ شه

درواري شم ستاهمت نه

ستادپوهې او حکمت نه

ته باتوره زرغونه يې

ستاسپيڅلي نيک خصلت نه

ته زمـــادزړه دنياشه

راته وخانده مسکاشه

زړه قراربه مې نصيب شي

د بــادردو مسيحا شه

ای زمـــادزړه قـــراره

دخـــيوې ترننګرهاره

سره ګلونه ستا نثارشه

ای زرڅانګې ستا لپاره

———————————-

دغم وريځې

دغم وريځې بياپه شنه اسمان خورې شوې

بيــــا د قهره د افــــق لمنې ســــرې شوې

نن داوښکــو دريــــابونــــو حساب نشي

چې په سرمو د ځوانۍ خاورې ایرې شوې

خپل په وير، پردي په وير هرلورې ويردی

نامرادد ښکلي ځوان د زړه اسرې شوې

ځوانيمرګــــې ارزوګــــانــــې اميدونــــه

ټول دخاورې سره خاورې افسا نې شوې

دا ژوندون راته عجيبه شانته ښکاری

هرې خواد ځوانيمرګـو هديرې شوې

دا شيبې، شيبې دغــــم او د مــــاتم دي

پدې کليو، مالتونودغـم شپې شوې

ربــــه تــــه د درديدلو زړنــــو مــــل شې

چې دچــــا د اميدونو ډيوې مــــړې شوې

—————————————–

م .کال ۸ ٢ – ١ – ٢٠١١

راپاڅه

راپاڅه ای زلميه ستر ارمان سره ا شنا شه

د سولې ورورګلوۍ ښکلي جهان سره اشنا شه

ترڅوبه دا وطن په سرولمبوباندې سوزیږي

چې سولې ته لارخلاصه کړي زمان سره اشنا شه

په پوهه او تعليم باندې روښانه دا تيارې کړه

ځوانانو ته د پوهې ګلستان سره ا شنا شه

تر څو به په پردي ملکو کې ګرځو سرګردانه

وطن ته بیا د سولې ارمغان سره ا شنا شه

چې ټول سره یو ځای کړي او دبل په درد درمندوی

دخلکو د نجات عزم او ايمان سره ا شنا شه

په سيمه او ڼړۍ کې د با دردو ضرورت دی

د سولي تفاهم عهد او پيمان سره اشنا شه

په علم او تدبير سره د جنګ لمن کړه ټوله

پيشرفت او ترقی د دبستان سره ا شنا شه

زخمی زخمی سينو کی دي زخمي داغلي زړونه

راپاڅه د دردمند زړونو درمان سره ا شنا شه

——————————————–

سميع الدين اقغاني

٢٥ – ١٠ – ٢٠١١ م ٠ کال

سړې شيبې

ښکاري چې تيرې اشنا هيرې کړلې

ها د خوښۍ شيبې يې هيرې کړلې

لکه سوړ باداوس په يخنۍلګيږي

هغه خوږې ،تودې يې هيرې کړلې

دګلو لښته څنګ په څنګ ماتيده

ها د مستۍ کانې يې هيرې کړلې

دا چې په څنګ او په پلمو تيريږي

دښوشيبو بيلګې يـــې هيرې کړلې

ديار کيسې شوې پـــه دوکوبـــدلې

چې دو صال وعدې يې هيرې کړلې

———————————

م ٠ کال ٢ – ٦ – ٢٠١١ ٦

وطني مصرې٢

خدای بـــه مـې بيا لـغمـان تـــه بوځې

زمـــا يـــاديږې د غنـــمو ګـــډ لـــوونه

*********

هـــغــه بـــه څـــومره خــوږ سـات وي

چې دماهيپر په تنـګی بيا کابل ته ځمه

*********

کابـــلـــه زړه مـــې پـــه تـــا ښـــاد شو

چې دماهيپر په غاښي ورو ورودرختمه

*********

خـــدای بـــه مې بيا وطــن تـــه بــوځــې

ماته د کلي زوړاوځـــوان دعا کوينه

*********

خدای به مې بيا مـــالـــت ته بوځــي

زما يا ديږي د بامو د سر خو بونه

*********

خدای به په خپله مازيګر کي

چې د ګدر په لار مو وشي ديدنونه

*********

په لار کې پروت يې مات بنګړيه

تاراپه زړه کړل د ليلا ډک مړوندونه

——————————

سمیع الدین افغاني

اتل ورزشکار

بری دې غواړوسرلوړوي دې غواړو

ای ورزش کـاره کاميابي دې غواړو

ستا لوړ همت ستا متانت ته سلام

ته شې اتـــل قهرمـــاني دې غـواړو

چې افتخار پرې تاريخونه وکړي

داسي تکل اتـــلولـــي دې غواړو

ورزش همت ورزش قوت درکوي

و حدت يووالی ورورولی دې غواړو

وی سليم عقل پـــه سا لم بدن کې

په هرميدان کې سرلوړې دې غواړو

ستا پـــه بری کې دوطن بری دی

په اتلانو کـــې سيالي دې غواړو

ای درواری شم خپل همت وښايه

افغاني عزم فولادي دې غواړو

————————————

٧ – ٤ – ٢٠١١

پدې کې به مو خير وي

په يــو ديرکې کوم پاچا وه ډيرعادل

عـــالمان يــې خپل دربــار کې نازول

چې پـــاچـــا به کـــوم فتوا صادروله

د پـــوهـــانو تـــر نظر یـــې تيرولــه

ټول کارونه يې په پوهه او تدبیر وه

په قدرت کې به يې پوه سړی وزیروه

په ماحول کې دپاچا يو پوه فالبين وه

چې د شاه پرې هميشه پوره يقين وه

په دربار کې به چې هر څه پيښیده

د فالبين نظر بـــه شاه تری اوریده

که پاچا به دکوم کارپه نيت روان شو

دم ګړۍ به د فالبين نه په پرسان شو

د فالبين په خوله به تل دغه کلام وه

چې پدې کې به موخير وي که انجام وه

چې پـــاچا بــه کله ښکار په عزم تللو

دا فالبين به يـــې له ځان سره بيولو

پوه فالبين وه د پاچـــا سره همراز

په خلوت کې د پاچا وه ورته نياز

دا وينا به د فالبين دخولې کلام وه

چې پدې کې به مو خير وي که انجام وه

څه مـــوده لا تـــيره نـــه وه د روزګار

د فالبين دغــــه مثال شـــو ډير تکرار

د پـــاچا پـــدې کلام راغـــی څه شک

وی دا څومره يـــادوي دا بې مسلک

شو پـــه زړه کې بـــد ګمانه په فالبين

چـــې ويـــلې بــه سهار هم ماسپهين

چې پدې کې به موخير وي که انجام وه

دا پاچا ورته غصه پـــټ او پنهان وه

کومه ورځ ناست وه پاچاپه خپل دربارکې

د خوراک هوس يې وکړه کار و بار کې

امر يې وکړه چې حاضر کړی ښې مڼې

د بشقاب سره يـــو ځای راوړې چړې

زه يـــې خپله پـــاکومه په ښه شان

حاجت نشته د بـــل چا دا دی فـــرمان

دم ګــړۍ ورتـــه نـــوکـــر راوړې مڼې

د بشقاب په مينځ کې ايښې وې چړې

شاه راواخستله ښکلـــې شـــان مڼه

په بـــل لاس ېې پـــاکوله پـــه چاړه

چې ناڅاپه د پاچا بل خوا نظر شو

داچاړه ېې غټې ګوتې کې خنجر شو

لاس ېې پرې کړه په چاړه شوپه عذاب

خپل نوکر تـــه يې فرياد کړه په شتاب

هغه دم يــې خپل طبيب کـــړلو احضار

د لاس زخم يې پرې علاج کړه د پرهار

دې شيبه کې د فالبين د خولې کلام وه

چې پدې کې به موخير وي که انجام وه

شاه فالبن باندې په قهر او په غصه شو

د زندان امـــرې صادر بې حوصله شو

ويل چې ويليږئ ز ندان ته دا جاهل دی

زما لاس دی زخمي شوی دا غافل دی

زما لاس زخمي کيدو کې څه کمال دی

چې اخته دا شپه او ورځ پدې مثال دی

خو چې کله یې فالبين بيوه زندان ته

ویل پدې کې به مې خير وی ښه انجام ته

په دربار کې په فالبين ټول په خندا شول

د فالبين دا نزاکت ته په موسکاشول

په سبا يــې پـــاچـــا ووته په ښکار

بې فالبينه ترينه ورکه شوه خپل لار

په هـــر لوری سرګـــردانه شوپاچا

اس قيزه يـــې کشوله هـــرې خوا

چې نا څاپه په وحشيانو یې ګذر شو

ځنګليانوپه لوی جشن برابر شو

ځنګليانو پـــاچا کلک راونيولـــو

سمـــدستې تـــرغټې ونـــې وتړلو

ددې خلکو قربانی ته څوک پکار وه

دوئ هرکال په همدې جشن دا قرار وه

چې پدې ورځ به يو څوک قربانوينه

پدې کاربـــه خپل خدايان خوشالوينه

د پـــاچا لاس او پښې يـــې وتـــړلې

هر خــواته ځنګليانـــو پرې خندلې

دا ميله وه دغـــه قوم تــه مـــزه دار

چـــې پـــيدا وه قـــرباني لپاره ښکار

ددې قوم کې ددې خلکو دا اسره وه

چـــې دمشر هميشه دا فيصلـــه وه

هغه څوک چې پدې ورځې قربانيږي

هغه شخص تمام وجود به کتل کيږي

چې رنځوراو يا چې نه وي زخمي شوی

پس لـــه هغه قـــربـــاني ته دی منلی

ددوئ مشر چې پاچا تـــه ورنږدې شو

د پـــاچا تمام وجـــود پـــه لټيدو شو

چې نـــاڅاپه زخـــمی لاس وليدلـــو

امـــر یـــی وکـــړ د پاچا د خلاصولو

ويل چـــې دا زموږه رسم کې خطا ده

د زخمی قـــربانـــول موږ ته ګناه ده

لاړ شی راولی سالم ژوندی انسان

چې حلال يې کړو يو ځای پدې ميدان

شاه ېې خلاص کړلو له بنده دې وحشيانو

پـــه ملنډو پـــه خـــندا دې ځنګليانـــو

شاه په زغرده لدې ځای کړې پښې سپکې

ورپه ياد شو د دربار ها لارې ورکې

په خواری او زحمت راغی تر درباره

وه خوشاله چې شو خلاص ترلوی ناتاره

دا چـــې څنګه خپل دربار ته شو داخل

د فالبين پـــه راغوښتلو شـــو عاجل

ويل چې زر یې د زندان ځينې ازادکړئ

ورته ورکاندئ تحفه زړګې يې ښاد کړئ

چې فالبين يې شاه حضور ته راوستلو

شاه هغه دم تـــرې بښنه و غـــوښتلو

ويل د ګوتې پریکيدو کې ريښتا خيروه

ګنې ژوند بـــه مـــې د بلې دنيا دیروه

ټول هغه چې په پاچا وه څه تير شوی

هغه ټولو تـــه اظهار کړه دې ښاغلي

ويل رښتيا وه د فالبين دخولې خبره

پکې پروت وه لوی حکمت وه ملغلره

خو پـــاچا لـــدې فالبين وکړه پوښته

وې جواب کړه ته زمادغه غوښتنه

چــې صادر مـــې تاته امر د زندان کړ

هغه وخت کې تا هغه مثال بيان کړ

تا ويل دې کې به مې خير وي بل زمان

دې کـــوم راز وه داخـــل ستا په بيان

فالبين وويل ته پاچا يې اي سرداره

دې کې لوی حکمت وه پروت زما لپاره

زه کـــه تا ودی زندان تـــه نه ليږلی

نو حتمي وه چې تا ځان سره بيولی

موږ به دواړو ورکه کړې وه خپل لار

زه بـــه هم وم د وحشيانو ګـــرفتار

ستاچې ګوته وه زخمی ته شوې ازاد

ستا په ځاي به قرباني وم زه ناښاد

انسانان په خیرو شر خپل نه رسيږي

پاک الله دې چې پدې رازو پوهيږي

———————————-

٢- ٣ – ٢٠١٢م ٠ کال

محتاجه ژوند

نه رسومنزل ته نیمه لار کې پاته شوي يو

ځکه چې حالاتو د کاروانه پاته کړي يو

نن چې دامحتاج ژوندسره لاس اوګریبان يوموږ

داسې بد حالاتو نور بې وسه ، ستړي کړي يو

نشته دی درمان مو دمرض نه کوم هوښارطبيب

موږ دا نا علاجه ژوند ټول عمر زورولي يو

موږ دميلمه قدر په هر وخت اوهر زمان کړی

موږ خو همیشه خپلې راستۍ را پرزولي يو

ناست يو په تياروکې په اميد د سباوون يو موږ

تل دا اجنبيانو په خپل مينځ کې جنګولي يو

جوړبه شي وطن بيا که نصيب مو روغه ،جوړه شي

ځوان قوي طاقت لرو بې کاره پاته شوي يو

څو به افغانان وي تل محتاجه د پردو ملکو

ځکه تل پردو موږ ه په سپک نظر کتلي يو

—————————————-

٣ – ٢ – ٢٠١٢

م ٠ کال

راشه زاهده اشنا

زاهده پـــريـــږده د قسمت خبرې

په خپل همت باندې حساب وکړه

قسمت دې کله هم پردی مه بوله

په خپل خصلت باندې حساب وکړه

ګيلې دخپل،بل نه نور ندي پکار

په صداقت بـــاندې حساب وکړه

دلته څوک ، بل نه ښکلوي په تادا

خپل محبت بـــانــدې حساب وکړه

ازل دې خپل عمل او ذهــن کې دي

په خپل فطرت باندې حساب وکړه

نه دی قسمت نه هم ظلمت ګناهګار

په شهامت بـــاندې حساب وکـــړه

چې پــه رښتيا درســره مينه کوي

پدې فرصت بـــاندې حساب وکړه

ساز شه ،سرود شه اباسين څپې شه

په مـــرووت بـــاندې حساب وکړه

څه چې کرې هغه ریبلی شې ته

دې حقيقت بـــاندې حساب وکړه

دبـل فریب د ځـــان فـــریب وګنه

په نيک خصلت باندې حساب وکړه

پريږده غـرور چې ښه انجام نلري

په لطافت بـــاندې حساب وکـــړه

——————————–

ګل ورينه

مینه ، مينه ټـــوله مينه

زرو لښـــته ده حسينه

ده په ښکلو کې معلومه

محبت لـــری شـــيرينه

د همـــزولـــو ســره لاړه

دګـــدر لار پرې رنګينه

نن مـــی بيا ليده ګدر کې

لکه حـــوره نـــازنيـــنه

شين منګی يې په اوږه وه

سانــيولـــې ګـــلزرينـــه

ماويل ځار دې د سلګو شم

مور پـــه تا اوبه راوړينه

ويل چې پام ګوري همزولې

بـــيا تـــانې راتـــه کوينه

ماويل زه هم پرې پوهيږم

زړه پـــيغام درتـــه لرينه

سبا ورځ ده ستا دمينې

ميــنان دا ورځ ستاينه

ګلې ستا دې مبارک شې

د غه ورځ دې زرورينه

زه راغلي يـــم ای ښکلې

ای حسينوکـــې حسينــه

مبارک دې دغه ورځ شه

تـــه په حسن مـــاجبينه

دې ويل ستا دې مبارک شې

زمـــا ښکليه ګـــل ورينـــه

————————

١٠ – ٢ – ٢٠١٢

ارمان

راوړه ديدنونه

ياديږې مې ډير

مايشتې دې تيرې شوې کلونه دې شميرمه

ياديږې مې ډي

خدای به مې بيا وطن ته بوځي

ياديږې مې ډير

راوړه ديدنونه

چې په مالت مو سره وشي دیدنونه

ياديږې مې ډير

وطن د يار لپاره خوږ وي

ياديږې مې ډير

راوړه ديدنونه

شرينه ياره ښې شيبې دې يادومه

ياديږې مې ډير

ته چې زيارت په زيارت ګرځې

ياديږې مې ډير

راوړه ديدنونه

رب دې قبول کړه د خواږه زړه ارمانونه

ياديږې مې ډير

—————————–

سميع الدين افغاني

٢٠١١ م ٠ کال

مهاجرت

يادونه : دا شعر د حفيظ کرونګر په خواږه اواز او ښکلي انداز کمپوز شوی دی٠

Hafiz Karwandgar

My new song ANGAR, with nice Robab!

Special thanks to Mastar Ali Haeider!

If you like this song , please send it to friends too!

Thank you very much!

Lyrics: Sameuddin Afghani

http://www.facebook.com/hafiz.karwandgar#!/profile.php?id=100003395449038

خيرالناس

ځينې ظاهره کې با پاس ښکاري

خوپټ په زړه لکه خناس ښکاري

کړي په ظاهره د ورورۍ خبرې

په بدبيني کې بيا برلاس ښکاري

ستا به اخلاص او ارادت وي ورته

دې به بې مينې بې احساس ښکاري

دا د اخلاص او د انصاف سوداګر

فریب، رندۍ کې بې مقياس ښکاري

وي مخ تورن به د دنيا او عقبا

دخاين زړه تل په واس واس ښکاري

ښکلې دنيا ده د ورورۍ او اخلاص

چاته چې غوره خيرالناس ښکاري

——————————–

سميع الدين افغاني

٣٠ – ٤ – ٢٠١٢

م ٠ کال

لويه خدايه

د ظلمت تيارې خپرې دي په جهان

هلته ، دلته هرې خواته مري انسان

کورپه کور ،کلي په کلي جوړ ناتار دی

فريادونه دي ، نارې دي استغفار دی

په جهان کې د باروتو لوګی خپور دی

دلته هر حاکم دبل د پاسه زور دی

هيوادونه شول تباه په ظلم او زور

قام وژنه ناچاري ده لور په لور

استغفار وايو توبه ده لويه خدايه

چې په اور سوزی ملکونه سر تر پايه

دظلمت اوناروا پيښې شوې ډيرې

عدالت او د انصاف کيسې شوې هيرې

هره ورځ په انسانانو دا څه حال دي

هر طرف زموږ په سيمو ډير بد حال دی

هرې خواته فریادونه دی نارې دي

په ملکونو د وحشت څپې ديرې دي

لويه خدايه تانه غواړو موږ امان

چې نور خلاص شي له قدرته جاهلان

صرف د څو پيسو شحصي ګټو لپاره

ترحم په چا کې نشته نه يې ډاره

هر طرف ته د مظلوم وينې تويږي

دې وحشت کې څوک وبل ته نه رسیږي

خدايه ته يې په خپل فضل او امان کړه

دبې رحموځينې خلاص مجبور انسان کړه

پدې دور پدې نړی کې ظالمان دي

دا نا اهله بې انصافه واکدار ان دي

ترحم يا څه احساس په دوئ کې نشته

انسان وژني هيڅ هراس پدوئ کې نشته

جوړ وحشت زموږ په کلو او ملکو دی

تنها موږ نه ، په اکثره هيوادو دی

لا تر څو به دا ظلمونه ناروا وي

دوی دکبره به ويجاړه دا دونيا وي

ربه ته موږ ته توفيق او توان راکړې

مرور ورونه يو بل سره پخلا کې

چې په خپلو کې يو موټی د جرګو شو

بيا به هله خلاص د بل د ارادو شو

———————————–

٢ – ٥ – ٢٠١٢

م ٠ کال

د مينې نغمه

ته د مينې لـــوی کتاب يې

ته دمينې لــوی درياب يې

ته تصویــر د ښکلا ګــانو

ته ښايسته شانته ګلاب يې

تــه دميــنې سمــندر کې

لوړموجونه د شتاب يې

ته څرګند تصویــر د مينې

ته سکون د زړګي تاب يې

ته د ژوند پــه امتحان کې

په بر لاسوکې حساب يې

تــه نغمه يــې د شعــرونو

د درخــو ادم ربــاب يې

تا نه زه لــوګی لوګی شم

د غمجن زړګي ثواب يې

————————–

٢١ – ٥ – ٢٠١٢

م٠کال

د يو خوږ غزل په ځواب کې

منمه

نه د غماز نه د اغيار منمه

زه دې په مينه کې اقرار منمه

ستا تړمو اوښکو اوسلګو نه لوګی

نور دې خبره په هر بار منمه

ته مې د هيلو ، ارمانو سبا يې

زه دې د مينې انتظار منمه

د هجر شپې په شوګيرو تيريږي

خکه درتلو ته دې تلوار منمه

خدای به رڼا کړي دا تياره وختونه

په محبت کې دې اتبار منمه

وعدې دې ټولې په پلمو تيریږي

هم دې وعدې هم دې انکار منمه

افغاني نشته بې زحمته راحت

ځکه يې مينه کې اسرار منمه

——————————-

٣ – ٦ – ٢٠١٣

م٠ کال

پلوري

څوک مو په چم څوک برملا پلوري

په سپين سترګۍ مو په هرچا پلوري

ډير بـــد حالت موپـــه وطن حاکم دی

چې څوک موځمکه څوک فضا پلوري

دا د پردي فرهنګ واکمن غلامان

جګې شملې مـــو د بـــابـــا پلوري

زموږ کلتورته دوئ په سپکه ګوري

هم مو محراب هم مـــو ملا پلوري

موږ پـــه قومو نو لـــر او بر بيلوي

ټـــوله هستي زمـــا او ستا پلوري

دګران هيوادپټ او ښکاره دښمنان

دوئ زمـــونږ سمه او بیديا پلوري

کلي بانډې موپه په بمو ورانې شوې

زمـــوږ ماشوم زموږ بـــرنا پلوري

صرف کاميابي مـــوپه يووالي کې ده

دوئ مو هـــر خيل جلا ، جــلا پلوري

که سره يو نه شو يـــو موټی نه شو

په سپن سترګۍ مـــو په دنيا پلوري

دا ټول پردي دي خپل کيدلاي نه شي

اوس مو ښکاره په سپين سبا پلوري

—————————–

٧ – ٥ – ٢٠١٢

م ٠ کال

افغان ځوان

خپلو خلکو ته خـدمت کړي په ښه شان

افتخار کــړي پــه تــاريخ د لــوی افغان

د احمــــد اودمیرویس نیکه خدمت ته

شپه او ورځ یـــــــې یوه کــــړې پــه ایمان

د نـــــــازو اودمـــــلالې خـــــــدمتګاردی

خپل ولس ورتـــــه د هـرڅـــه نه دی ګران

نازولـــــي یـــــې مدام خپـــل مشران دي

احترام ورتـــــــه لــــــري پـــــه هــــر زمان

ښکلی ځوان دی هم ساتونکی دسنګردی

د دښـــــــمن سره یې لاس دی پــه ګریبان

لوړ احساس یې دوطن څیره کې ښکاري

ربـــــه ته د داسې ځـــــوان شی نګهـــــــبان

دی غمخواره اسـتعداد لري قلم کـــــې

کړي خدمت دخپل وطن په ښکلي شان

همیشه د افغانــــانــــو پــــه خدمت کې

ورته ګران دی خپل هیواد افغانستان

ربه تـــــــه د با احساسوساتنـــــــدوی شې

لوړ همت راته ښکاره شــــو افغان ځوان

————————————–

٢٦ – ٣ – ٢٠١٢

تکل

ښکلي اشنا د هيريدلو نه دی

د زړه ګوګل نه د وتلو نه دی

اوس دروزګارپه کړکيچونوسریم

دابد حالت نور د زغملو نه دی

پريږده غماز که څه چمونه کوي

بې ياره ژوند د تيریدلو نه دی

خودبه نصيب ديارديدن شي راته

چې مې تکل د بدليدلو نه دی

زه يې شيبې دانتظار لنډوم

د اشنا غم د هیریدلو نه دی

ګرانې تکل مې د درتلو کړی دی

نور مې طاقت د صبریدلو نه دی

——————————–

٣ – ٥ – ٢٠١٢

زه به درشم

ته قرار راسره وکړه زه به درشم

لږ مدار راسره وکړه زه به درشم

چې وعدې دې د وصال راوړي ترغوږه

د ريبار راسره وکړه زه به درشم

زه بندي د کور او کلي د دستور يم

ته لږ وار راسره وکړه زه به درشم

زه په هيله تاج محل ته دې درتلو يم

ته هم لار راسره وکړه زه به درشم

ها وعده دې د نيمکړي ماښامونو

په بار بار راسره وکړه زه به درشم

چې تکل مې د درتلو نا هيلی نشي

اعتبار راسره وکړه زه به درشم

ستا دمينې اسير شوی زړه مې وايي

پري وار راسره وکړه زه به درشم

————————————–

٣ – ٧ – ٢٠١٢

م ٠ کال

خيانت کار

ټول يې پيژني اغيار دی

چې د غیرو تابع دار دی

د ولس بربادي غواړي

په لسټوني کې مومار دی

د شخصي ګټو لپاره

ورور وژنې ته تيار دی

په فريب او بربادۍ کې

د ابليس سکنی يار دی

دی لاس پوڅ د اجنبيانو

د پردیو خد متګار دی

بل ته هيڅ ويلی نشي

بس دکلي داړه ماردی

چې خائن شي ولسو ته

پرې غضب د کردګار دی

——————–

١٠ – ٧ – ٢٠١٢

م ٠ کال

پيمان

مينه کې ګټه هم تـــاوان شته دی

کله دیـــدن کله هجران شته دی

عمر که تیر شي نو يادونه د ژوند

د ښو شيبو سره ارمـان شته دی

د جوارګرو پــه کوڅو چې ورځي

هلته کې سود سره هم زيان شته دی

څه کړم قفقاز د لوړو غرونو ښکلا

چې مې پـــامير د بدخشان شته دی

زما سپين غر کې د سپرليو موسم

په هره سيمه ارغـــوان شته دی

لاس بــه په سر نشم د يار د کلي

لا د ځواني مې څه دوران شته دی

سترګې پـــه لاره د راتلو يم ورته

زړه کې مې غلی شان ارمان شته دی

بيا بـــه ګيډۍ ،ګيډۍ د ګلو وروړم

چيرته چې مينه شته پيمان شته دی

——————————-

١٧ – ٧ – ٢٠١٢

م ٠ کال

لويه ربه

څــــــه ويرجنـــې سلسلې دي

څه غمجـــن مهلک وختونه

څــړمې اوښکــې دي روانې

پرې لامــده شول ګريبانونه

زه د مـــور پـــه حال جړيږم

چې تير شوي پرې وختونه

هـــر ګـــړۍ هـــره شيبه يې

يـــادوي خـــپل مــالتونه

نـــا اميده لـــه هـــر خواده

ځان ځانـــي ده تکليفونه

اوس يې خپل ترې پردي شوي

پرديسي پــردي ملـکونه

ربـــه داســـې تـــوان را کړې

چې يې وکـــړو خـــدمتونه

د مور قـــدر او خدمت کې

خدای نصيب کړي جنتونه

څه حالات ښکلې شيبې وې

دځـــوانی ها تير وختونه

عمر سيند په دود بهيريږي

مـــري سيندونــه دریابونه

مورې خدای دې نګهبان شه

کړو پاک رب ته دا سوالونه

دا غمجن زړګی يې ښاد کړې

کـــړه نصيب يـــې راحـــتونــه

ته مو دا ارمـــان پـــوره کړې

تـــرينه لـــرې کــړې دردونــه

—————————–

م٠ کال ٣٠ – ١٠ – ٢٠١٠

مهاجرت

خیالي شیبې

تیر د وختونو څه مده غوندې شوه

د یار ګيله راته پلمه غوندې شوه

ولاړم تر کلي او کوڅو د دلبر

چیرته چې ښه هلته مې شپه غوندې شوه

د ډیر کلونو او وختونو وروسته

خدایږو چې ماته مې توبه غوندې شوه

ماچې حساب کې د پردو ګڼله

هغه صنم د خندا شنه غوندې شوه

نور ستړی ستړی په میرو کې نه وم

په خپل مالت کې مې دمه غوندې شوه

د زړګي راز یې را څرګند کړ راته

چې بې نقابه راښکاره غوندې شوه

ما هم اظهار ورته د مینې وکړ

هغه ښکلا چې مې میلمه غوندې شوه

خوږې خبرې د خوږلنې اشنا

د زړه دنیا د زړه کعبه غوندې شوه

خیالي شیبې هغه خواږه وختونه

اوس راته پاتې خاطره غوندې شوه

—————————-

سمیع الدین افغاني

دیومهاجرې پیغلې او ځوان د وطن خاطري

باغونه او یادونه

پیغله

کاشکې د وطن باغو ته تللې وای

ګلو لمن ډکه ترې راغلې وای

ځوان

ښکلی کابل جان کې ښه باغونه دي

هر لورته یې ښکلي منظرونه دي

باغ د بابر شاه کې ګرځیدلای وای

ګلو لمن ډکه ترې راغلای وای

پیغله

لاړه وای پغمان خیالي درو ته بیا

ناسته یې وای ښکلو منظرو ته بیا

ګل مې په اوربل باندې ټومبلای وای

ګلو لمن ډکه ترې راغلې وای

ځوان

ښکلی ښه باغونه قندهار لري

خوند یې ښه انګور او سره انار لري

بیا په چهل زینو ورته ختلای وای

ګلو لمن ډکه ترې راغلای وای

پیغله

تللې شاهي بڼ ته ننګرهارپه لور

هلته د شهید امیر مزار په لور

هار مې د نارنج د ګل جوړ کړای وای

ګلو لمن ډکه ترې راغلې وای

ځوان

ښکلی دی مزار د شنه باغو سره

ښه ښکاری روزه د ګنبدو سره

سوال مو دایمان الله ته کړی وای

ګلو لمن ډکه ترې راغلای وای

پیغله

لاړه شهدا ، تمیم انصارته وای

نا سته د افغان سعید مزار ته وای

بیا مو د دوعا لاس پورته کړای وای

ګلو لمن ډکه ترې راغلای وای

ځوان

لاړ وای د پروان ښایسته باغونو ته

بیا د استالف ښه منظرونو ته

یخې د چینو اوبه مو څکلای وای

ګلو لمن ډکه ترې راغلای وای

پیغله

لاړ وای مهتر لام بابا زیارت ته بیا

لاس وای په دوعا د خدای رحمت ته بیا

نظر مې د سوال په ځان منلې وای

ګلو لمن ډکه ترې راغلې وای

ځوان

ښه ښکاري وطن شینکي باغو سره

خوند کړي افغاني کلو بانډو سره

بیا د عمرزو په لارو تللای وای

ګلو لمن ډکه ترې راغلای وای

———————————–

سمیع الدین افغاني

Door Guest