سمیع الدین افغاني

ای وطـــنه ګـــران وطـــن

ښکلـــی ګـلستان وطن

دا مو د خـــاپــوړو کور

دی جـــنت نــشان وطن

ښه بــــاغ او باغـچې لري

رنګ په رنګ میوې لري

ښــــار د قنــــدهار زموږ

پیــــغلــې پښتــــنې لري

ښګلی ننــــګرهار تـــه ځم

ګل د نارنــــج ښار تـــه ځم

بیا بــــه د سپرلي مـــوسم

د ښــکلو دیــــدار تـــه ځم

غرونو کــــې زمریان لري

جنــــي اټن چــــیان لــــري

خلکو د پکــــتیا ســــیمه

ښه ښایسته ځوانـان لري

لوړ نــــام او نشان زموږ

دا د اسیــــا بــــام زمــوږ

څومره لوړ شهرت لري

لعـــل د بدخشان زموږ

درونــــد په زیارتونو دی

ځای د طــــاعتونــــو دی

دا د غــــزنویــــانو کــــور

زړه د تــــاریخــــونــــو دی

لاړ بــــه شو مــــزار ته بیا

د روضې دیــــدار ته بیا

سوال به د ایــــمان وکړو

د الله دربـــــــار تــــه بــــیا

دا مــــو قــــومــــو کلي

دا مــــو د دودو کـــلي

لوړعالي کــــلتور لري

دا مــــو د نـیکــو کلي

لوړ پــــه تول جهـــان دی

دا کـــور د افــــغــان دی

دا مــــو د پــــلـرو کــــلي

دا افــــغـــانــستــــان دی

Door Guest