پکتیکا ادبي بهیر ۱۶ مه غونډه وکړه

پکتیکا ادبي بهیر ۱۶ مه غونډه وکړه1
پکتیکا ادبي بهیر خپله ۱۶مه تنقیدي غونډه او مشاعره نن (د

سلواغې په ۲۷ )د جمعې مبارکې په ورځ د سهار په ۹ بجو د اطلاعات او فرهنګ په عامه کتابتون کې ترسره کړه. دا غونډه چې د قرآن په مبارکو آیاتونو پیل شوه د ستېج چارې یې انعام الله ګوهر او د راپور لیکنې چارې د روزي خان ارغوان په غاړه وې. د غونډې رییس له قره باغ څخه راغلی شاعر عبدالمجید مسلم دوست ټاکل شوی ؤ او همدا راز د والدینو د شورا مشر حاجي عبدالعزیز او وکیل پاچاخان د مشرانو په څوکۍ ناست وو.


پکتیکا ادبي بهیر ۱۶ مه غونډه وکړه2
په پیل کې ټولو ګډونوالو شاعراو لیکوال خیال محمد کټوازي ته دعا وکړه او د فردوس د جنت غوښتنه یې ورته وکړه.د یادونې وړ ده چې خیال محمد کټوازی د اطلاعات او فرهنګ پخوانی وزیر ؤچې د پکتیکا ولایت د ښرنې د ملکانو د کلي اوسېدونکی ؤ او څو ورځې وړاندې یې د هالنډ په هېواد کې ساه ورکړه.
د غونډې په دویمه برخه کې ځوان شاعر فدا محمد صمیم یار د پښتو ژبې د (ی) ګانو په هکله د هغه تیار شوی لیکچر ولوست او ورپسې آزاده مشاعر شوه چې د پکتیکا ولایت د مرکز په ګډون د د ولسوالیوګڼو شاعرانو په کې برخه اخیستې وه.
پرېکړه وشوه چې راتلونکې غونډې ته چې دوه اونۍ وروسته ده د ځوان شاعر ګل حسن عابد غزل به کره کتنې ته وړاندې کیږي.