په يو ديـــرکې کوم پاچا وه ډيرعادل

عالمان يــې خپل دربار کـــې نازول

چې پاچا بـــه کـوم فـــتوا صادروله

د پـــوهانـــو تـــر نظر یـــې تيروله

ټول کارونه يې په پوهه او تدبیر وه

په قدرت کې به يې پوه سړی وزیروه

په ماحول کې دپاچا يو پوه فالبين وه

چې د شاه پرې هميشه پوره يقين وه

پــه دربار کې به چې هر څه پيښیده

د فالبين نظر بـــه شاه تری اوریده

که پاچا به دکوم کارپه نيت روان شو

دم ګړۍ به د فالبين نه په پرسان شو

د فالبين په خوله به تل دغه کلام وه

چې پدې کې به موخير وي که انجام وه

چې پاچا به کله ښکار پـــه عزم تللو

دا فالبين بـــه يې له ځان سره بيولو

پوه فالبين وه د پـــاچا سره همراز

په خلوت کـــې د پاچا وه ورته نياز

دا وينا به د فالبين دخولې کلام وه

چې پدې کې به موخير وي که انجام وه

څه مــوده لا تيره نـــه وه د روزګار

د فالبين دغـــه مثال شو ډير تکرار

د پاچا پـــدې کلام راغـــی څه شک

وی دا څومـــره يادوي دا بې مسلک

شو پـــه زړه کې بد ګمانه په فالبين

چې ويلې بـــه سهار هم ماسپهين

چې پدې کې به موخير وي که انجام وه

دا پاچا ورتـــه غصه پټ او پنهان وه

کومه ورځ ناست وه پاچاپه خپل دربارکې

د خوراک هوس يې وکړه کار و بارکې

امر يې وکړه چې حاضرکړی ښې مڼې

د بشقاب ســـره يو ځای راوړې چړې

زه يـــې خپله پاکومه پـــه ښه شان

حاجت نشته د بـــل چــا دا دی فرمان

دم ګـــړۍ ورتـــه نوکــر راوړې مڼې

د بشقاب په مينځ کې ايښې وې چړې

شــاه راواخستله ښکلې شـــان مڼه

پـــه بل لاس ېـــې پاکوله په چاړه

چې ناڅاپه د پاچا بـــل خوا نظر شو

داچاړه ېې غټې ګوتې کې خنجر شو

لاس ېې پرې کړه په چاړه شو په عذاب

خپل نوکر ته يې فرياد کړه په شتاب

هغه دم يــې خپل طبيب کړلو احضار

د لاس زخم يې پرې علاج کړه د پرهار

دې شيبه کې د فالبين د خولې کلام وه

چې پدې کې به مو خير وي که انجام وه

شاه فالبن باندې په قهر او په غصه شو

د زندان امـــرې صادر بې حوصله شو

ويل چې ويليږئ ز ندان ته دا جاهل دی

زما لاس دی زخمي شوی دا غافل دی

زما لاس زخمي کيدو کې څه کمال دی

چې اخته دا شپه او ورځ پدې مثال دی

خو چــې کله یې فالبين بيوه زندان ته

ویل پدې کې به مې خيروی ښه انجام ته

په دربار کې په فالبين ټول په خندا شول

د فالبين دا نـــزاکت ته په موسکاشول

په سبا يې پـــاچــا ووتـــه پـــه ښکار

بې فالبينه ترينه ورکه شوه خپل لار

په هـــر لـــوری سرګردانه شوپاچا

اس قيزه يـــې کشـــوله هرې خوا

چې نا څاپه په وحشيانو یې ګذر شو

ځنګليانوپه لـــوی جشن برابر شو

ځنګليانـــو پــاچا کلک راونيولـــو

سمدستې تـــرغـــټې ونـــې وتړلـــو

ددې خلکو قربانی ته څوک پکار وه

دوئ هرکال په همدې جشن دا قرار وه

چې پدې ورځ به يو څوک حلالویته

پدې کاربـــه خپل خدايان خوشالوينه

د پـاچـــا لاس او پښې يـــې وتـــړلې

هــر خواتـــه ځنګليانو پرې خندلې

دا ميله وه دغـــه قوم تــه مــزه دار

چـــې پيدا وه قـــرباني لـــپاره ښکار

ددې قوم کې ددې خلکو دا اسره وه

چــې دمشر هميشه دا فيصلـــه وه

هغه څوک چې پدې ورځې قربانيږي

هغه شخص تمام وجود به کتل کيږي

چې رنځوراو يا چې نه وي زخمي شوی

پس لـــه هغه قـــرباني تـــه دی منلی

ددوئ مشر چـې پاچا تـــه ورنږدې شو

د پاچا تمـــام وجـــود پـــه لټيدو شو

چـې ناڅـــاپه زخـــمی لاس وليدلـــو

امـــر یی وکـــړ د پـــاچا د خلاصولو

ويل چې دا زمـــوږه رسم کې خطا ده

د زخمی قـــربـــانول موږ ته ګناه ده

لاړ شی راولـــی سالم ژوندی انسان

چې حلال يې کړو يو ځای پدې ميدان

شاه ېې خلاص کړلو له بنده دې وحشيانو

په مـــلنډو پـــه خـــندا دې ځنګليانـــو

شاه په زغرده لدې ځای کړې پښې سپکې

ورپه يـــاد شو د دربـــار ها لارې ورکې

په خواری او زحمت راغـــی تر درباره

وه خوشاله چې شوخلاص ترلوی ناتاره

دا چـــې څنګه خپل دربـــار ته شو داخل

د فــالبين پـــه راغوښتلو شـــو عاجل

ويل چې زر یې د زندان ځينې ازادکړئ

ورته ورکاندئ تحفه زړګې يې ښاد کړئ

چې فالبين يې شاه حضور ته راوستلو

شاه هغه دم تـــرې بښنه و غـــوښتلو

ويل د ګوتې پریکيدو کې ريښتا خيروه

ګنې ژوند بـــه مې د بـــلې دنيا دیروه

ټول هغه چې په پاچا وه څه تير شوی

هغه ټولو ته اظهار کړه دې ښاغلي

ويل رښتيا وه د فالبين دخولې خبره

پکې پروت وه لوی حکمت وه ملغلره

خو پـــاچـــا لدې فالبين وکړه پوښته

وې جـــواب کــړه ته زمادغه غوښتنه

چې صادر مـــې تاته امــر د زندان کړ

هغه وخت کـــې تا هغه مثال بيان کړ

تا ويل دې کې به مې خير وي بل زمان

دې کـــوم راز وه داخـــل ستا په بيان

فالبين وويــل ته پاچا يې اي سرداره

دې کې لوی حکمت وه پروت زما لپاره

زه کـــه تا ودی زنـــدان ته نه ليږلی

نو حتمي وه چې تا ځان سره بيولی

موږ به دواړو ورکه کړې وه خپل لار

زه بـــه هم وم د وحشيانـــو ګـــرفتار

ستاچې ګوته وه زخمی ته شوې ازاد

ستا په ځاي به قرباني وم زه ناښاد

انسانان په خیرو شر خپل نه رسيږي

پاک الله دې چې پـــدې رازو پوهيږي

———————————-

سميع الدین افغاني

Door Guest