سمیع الدین  افغاني 

 هر سحر که مازيګر

لار کې ناست يې دګدر

 د هر څه یې بې خبر

نه دې کار شته نه هنر

 ولا  کور ته چې لاړه شم

 خبر به کړم لالا

شې به کلي کې رسوا

والله والله

********* 

زه مين يمه پر تا

نه ډ اریږم  دلالا

سپرد مې په الله

رښتیا وایم رښتیا

ای ګرانې نازولې

پام خبر نکړې لالا

تباه به شم تباه

والله والله

********* 

دنيا د کار او غريبي ده

بس یو ته یې بې هبر

ګوره ته یې بې خبر

د بې روزګارو خلکو نشته عزتونه

بس یو ته یې بې خبر

ګوره ته یې بې خبر

********* 

د ناز کاته دې څومره خوند کا

ګرانې نه یم بې خبر

ګلې نه یم بې خبر

چې راته ګورې زړه نه لرې شی غمونه

ګرانې نه یم بې خبر

ګلې نه یم بې خبر

********* 

ولا  کور ته چې لاړه شم

 خبر به کړم لالا

والله والله

*********

سترګې دې دومره  ښايسته دي

ګرانې نه یم بې خبر

ګلې نه یم بې خبر

چې په ناز ناز اړوې مين دې کړه

ګرانې نه یم بې خبر

ګلې نه یم بې خبر

********* 

جانانه ستا خاطر لپاره

ګرانه   ته یې بې خبر

ګرانه   ته یې بې خبر

شپه تر سهاره ر اته نه راځی خوبونه

ګرانه   ته یې بې خبر

ګرانه   ته یې بې خبر

********* 

ای ګرانې نازولې

پام خبر نکړې لالا

تباه به شم تباه

والله والله

********* 

لالاپه هیڅ نه راضي کیږی

لږ خو ته شه باخبر

اوس خو ته شه باخبر

د دروغجن ملادې ورک شي تاویزږنه

لږ خو ته شه باخبر

اوس خو ته شه باخبر

********* 

یاري د زور خبره نه ده

ځه خبر دې کړه لالا

ځه خبر دې کړه لالا

چې زړه دې نه وي بیا دې نه مجورومه

ځه خبر دې کړه لالا

ځه خبر دې کړه لالا

********* 

ولا  کور ته چې لاړم

نه خبرومه زه لالا

توبه توبه

والله والله

*********

دا سندریز شعر د هیواد د وتلو هنر مندانو هر یو ښاغلي طاهر شباب او اغلې فرزانه ناز په خوږو اوازونو کې په ښکلي انداز کې کمپوز،  کلیپ شوی دی  هیوادوالو ته يې  په مینه ډالۍکوم

*********

سمیع الدین  افغاني

ددې ښکلې سندرې د لیدو دپاره دلته کلیک کړۍ

http://www.facebook.com/#!/photo.php?v=316836245105903&set=vb.219875841372339&type=2&theater

Door Guest